بېتي وایټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بېتي وایټ
بېتي وایټ
بېتي وایټ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
استوګنځای لاس انجلس   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.63 متر   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه [۱][۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بېتي وایټ
بېتي وایټ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بېتي ماریون وایټ (د ۱۹۲۲ کال د جنوري له ۱۷ – د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۳۱) یوه امریکایي ممثله او کمېډینه وه. نوموړې چې د پخواني ټلویزیون مخکښه وه او له تلویزیوني ژوند سره یې له اوو لسیزو زیاته ښکېلتیا درلوده، د وختېرۍ (سرګرمۍ) په صنعت کې د خپل پراخه کار پر مټ پېژندل شوې وه او له لومړیو مېرمنو وه چې د کمرې مخې او شاته ته یې کار وکړ. هغه لومړنۍ ښځه وه چې په متحده ایالاتو کې یې له حالت سره سم کمېډ (له الیزابېت سره ژوند یا Life with Elizabeth) تولید کړ چې دې کار نوموړې ته په ۱۹۵۵ کال کې د هالیووډ د ویاړلې ښاروالې نوم ورکړ. وایټ زیاتره د "لومړۍ ټلویزیوني مېرمنې" په نوم یادېږي، چې دا لقب د ۲۰۱۸ کال د مستند فلم د سرلیک لپاره وکارول شو چې د نوموړې د ژوند او مسلک په اړه معلومات وړاندې کوي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸]

وایټ له راډیو څخه ټلویزیون ته له لېږد وروسته، د امریکایي لوبو پروګرامونو، لکه پسورډ، نښلولو یا جوړه کولو لوبې (Match Game)، چوغلګرۍ (Tattletales)، ریښتیا ویل (To Tell the Truth)، د هالیوډ څلورلارو (The Hollywood Squares)، او د ۲۵۰۰۰ ډالرو هرم (The $25,000 Pyramid) اصلې څېره وه. وایټ چې د "د لوبو د نندارې د لومړۍ مېرمنې" په نوم یاده شوه، لومړۍ ښځه شوه چې په ۱۹۸۳ کال یې د "یوازې سړیو! یا Just Men! " نندارې لپاره د غوره لوبې نندارې د کوربه لپاره د ورځنۍ ایمي جایزه ترلاسه کړه. هغه د بېباکه او ښایسته (The Bold and the Beautiful)، د بوسټن قانون (Boston Legal)، او کرول برنیټ (The Carol Burnett Show) په ننداره کې د څرګندېدو له اړخه شهرت درلود. د نوموړې ترټولو لویې ونډې په سی بی ایس (CBS) کې د ماري تایلر مور ننداره (۱۹۷۳ – ۱۹۷۷) کې د سو آن نیوېنز له حالت سره سم کمېډ، په ان بي سي کې د زرینو نجونو یا Golden Girls  (۱۹۸۵ – ۱۹۹۲) کې د روز نېلنډ له حالت سر سم کومېډ، او په ټی وي لنډ کې په کلېولنډ کې جذابه (Hot in Cleveland) (۲۰۱۰ – ۲۰۱۵) کې د ایلکا اوستروسکي په ونډه کې له حالت سره سم کمېډ وې. هغې د ۲۰۰۹ کال په پروپوزل (The Proposal ) (۲۰۰۹) رومانتيک کميډي فلم کې له راڅرګندېدو وروسته نوي شهرت ترلاسه کړ او وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د شنبې شپې په فسبوکي ژوندۍ خپرونه کې د کوربتوب له امله د بريالي کمپاين موضوع وه، چې هغې ته يې په کمېډي لړۍ کې د غوره مېلمه ممثلې لپاره د پرائم ټايم ايمي جايزه وړاندې کړه.[۹]

وایټ په ۲۰۱۴ کال کې "په تفریحی ونډه کې (ښځینه) د ترټولو اوږد تلویزیوني کار" له اړخه او په ۲۰۱۸ کال کې په راډیو، تلویزیون او فلم کې د خپل د اوږد کار له اړخه د ګینیس نړیوال ریکارډ ترلاسه کړ. وایټ په بېلابېلو برخو کې د ایمې اته جایزې، د امریکایي کمېډي دری جایزې، د پردې د مخ د ممثلو ګیلډ دری جایزې او د ګرامي جایزه ترلاسه کړې. نوموړې د هالیوو د مشهورو څېرو د پیاده تګ ستوری لري او په ۱۹۵۵ کال کې د ټلویزیون د شهرت د تالار غړې شوه.[۱۰][۱۱][۱۲]

لومړی ژوند[سمول]

بېتي ماریون وایټ د ۱۹۲۲ کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه د الینوس په اوک پارک کې نړې ته سترګې خلاصې کړې. نوموړې وایي چې بېتي د هغې قانوني نوم و او د الیزابیت لنډه بڼه نه وه. هغه د کریسټین ټیس (اصلي نوم: کاچیکیس)، چې د کور مېرمن وه، او هورېس لوګن وایټ، چې یو میشګان مېشته او د برېښنا د کمپنۍ اجرایوي رئیس و، یوازینۍ ماشومه وه. د نوموړې مورنی نيکه ډنمارکي و او پلارنی نيکه يې يوناني و او د هغې نورې ريښې انګلیسي او او ويلزي دي (د هغې دواړه اناګانې کاناډايي اصله وې چې ريښې يې په اونټاريو کې وې).[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د وایټ کورنۍ په ۱۹۲۳ کال کې د کالیفورنیا الامبرا ته هغه وخت کډه شوه چې نوموړې تر یو کال کم عمر درلود او وروسته د ستر ناورین په وخت کې لاس انجلس ته لاړه. د ډېرو پیسو د ګټلو لپاره، د هغې پلار کرسټالي راډیوګانې جوړل پیل کړل او هرځای یې د پلور هڅې کولې. لکه څرنګه چې دا وخت د ناورین لوړه کچه وه او لږ کسانو لوړ عاید درلود، هغه په ځینو وختونو کې د سپو په ګډون د نورو توکو په بدل راډیوګانې تبادله کولې.[۲۲][۲۳][۲۴]

وایټ د بیورلي هیلز په هورس من لومړنۍ ښونځۍ او د بیورلي هیلز په عالي لیسه کې کې زده کړې وکړې او په ۱۹۳۹ کال کې فارغه شوه. د وحش ژوند سره د هغې لېوالتیا سیرا نیواډا ته د نوموړې د کورنۍ د رخصتیو له امله رامنځ ته شوه. هغې په پیل کې د ځنګل د ساتونکې په توګه کار ته لېواله وه، خو دا شونې نه وه ځکه په هغه وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې د ساتونکي په توګه خدمت وکړي. پرځای یې نوموړې له لیکنو سره لېوالتیا پر مخ یوړه. نوموړې د هورس مان په ښوونځۍ کې د فراغت د نندارې لیکلنه او مشري وکړه او په دې کار یې له تمثیل سره لېوالتیا وموندله. نوموړې چې د خپلو الګو جینټ مکډونالډ او نیلسن ایډي تر اغېز لاندې راغلې وه، پرېکړه یې وکړه چې د یوې ممثلې په توګه خپل مسلک پر مخ یوسي.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د لیسې له فراغت څخه یوه میاشت وروسته، هغې او یوې ټولګیوالې یې په یوه آزمایشي تلویزیوني خپرونه کې، چې د دې تلویزیون خپرونې د پراختیا په حال کې وې، د ماري کونډې سندرې وویلې وایټ د کار بڼه ومونده  او د هغې لومړۍ مسلکي تمثیلي دنده د بلیس هیډن په کوچني تیاتر کې وه.[۲۹][۳۰][۳۱]

کله چې په ۱۹۴۱ کال کې متحده ایالات په دوهمه نړیواله جګړه کې ښکېل شول، وایټ د امریکایی مېرمنو د رضاکاره پوځي خدمت په برخه کې رضاکاره خدمت وکړ. د هغې دنده د هالیوډ غونډیو ته د پوځي اکمالاتو د PX د یوې لارۍ چلول وو. نوموړې په هغو مجلسونو کې هم ګډون کاوه چې بهر ته د استول کېدو وړاندې د سرتیرو لپاره په لاره اچول کېدل. وایټ د د جګړې په وخت کې د خدمت په اړه تبصره کې وایي "دا یو عجیب وخت و او هېڅ څه انډول نه درلود."[۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. https://plus.si.cobiss.net/opac7/conor/197540195
  2. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/197540195
  3. Tenz, Courtney (January 17, 2017). "Betty White, comedian and actress, turns 95". Deutsche Welle. خونديځ د اصلي څخه August 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Happy birthday! Actress and comedian Betty White turns 95". FOX59. January 17, 2017. خونديځ د اصلي څخه August 11, 2017. د لاسرسي‌نېټه August 11, 2017. Popular actress and comedian Betty White turns 95 on Tuesday. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "Pioneers of Television: Sitcoms: TV Programs on Iowa Public Television". Iptv.org. د اصلي آرشيف څخه پر January 6, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. (په January 17, 2011 باندې). Happy Birthday Betty White! – General News. Hollywood.com.
  7. McFarland, Melanie (December 31, 2021). "Remembering Betty White, America's grandmother and the first lady of television, dead at 99". Salon. خونديځ د اصلي څخه January 1, 2022. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Betty White, 'first lady of television', dies days ahead of her 100th birthday". Hindustan Times . January 1, 2022. خونديځ د اصلي څخه January 1, 2022. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Stacy Conradt, Mental Floss (February 23, 2010). "10 reasons we love Betty White". CNN. خونديځ د اصلي څخه October 6, 2014. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. (په September 6, 2013 باندې). Betty White, 'Breaking Bad' earn 'Guinness World Records' titles. Today.com.
  11. "Longest TV career by an entertainer (female)". Guinness World Records. خونديځ د اصلي څخه August 27, 2018. د لاسرسي‌نېټه August 27, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Betty White". emmys.com. خونديځ د اصلي څخه July 14, 2014. د لاسرسي‌نېټه July 10, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "Betty White Biography". A&E Television Networks. March 3, 2016. خونديځ د اصلي څخه December 14, 2016. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Betty White". She Made It. The Paley Center for Media. د اصلي آرشيف څخه پر April 8, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 13, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. کينډۍ:Cite episode
  16. "The Late Great Betty White Actually Had A Connection With Michigan". WCRZ. January 3, 2022. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. O'Dell, Cary (January 1, 1997). Women Pioneers in Television: Biographies of Fifteen Industry Leaders. McFarland & Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7864-0167-3. د لاسرسي‌نېټه January 18, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. "Hollywoodland Category: Betty White in the 1930 Census Posted by Allen Ellenberger on April 14, 2014". Allanellenberger.com. خونديځ د اصلي څخه January 22, 2015. د لاسرسي‌نېټه January 22, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. (په June 16, 2010 باندې). Betty White: White-Hot in Cleveland or Not. HuffPost.
  20. (په December 21, 1986 باندې). Personality Parade. Pittsburgh Press.
  21. (په May 5, 2010 باندې). Betty White Draws Line With Nudity & Marijuana But Hopes For Beer Pong Rematch On 'SNL'. StarPulse
  22. (په January 17, 2013 باندې). Betty White's 91st Birthday: 10 Facts About America's Golden Girl. HuffPost.
  23. کينډۍ:Cite episode
  24. (په September 8, 2009 باندې). Betty White Interview – Part 1 of 5. Youtube
  25. "Betty White Dreamed of Becoming a Park Ranger Long Before She Reached Hollywood Fame". Closer Weekly. December 24, 2017. د لاسرسي‌نېټه January 4, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. (په November 9, 2010 باندې). U.S. Forest Ranger Betty White. ABC
  27. "Betty White". Television Academy Interviews. October 22, 2017. خونديځ د اصلي څخه December 31, 2021. د لاسرسي‌نېټه January 1, 2022. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. "Betty White: PBS salutes enduring star". Orlando Sentinel. خونديځ د اصلي څخه August 21, 2018. د لاسرسي‌نېټه August 20, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. White, Betty (1995). Here we go again : my life in television. New York: Scribner. د کتاب پاڼي 14–16. د کتاب نړيواله کره شمېره 068480042X. The first time anybody paid me to show up on television was in the summer of 1949--forty-six years ago as of now. However for my initial performance on the tube, I have to go back some ten years earlier. It took place about two months before NBC did its first regular broadcast of the new medium at the New York World's Fair. It also happened to be about one month after I graduated from Beverly Hills High School in January of 1939, although that didn't make the papers ... Shortly after we graduated, our senior class president, Harry Bennett, and I were invited to take part in an experimental television transmission taking place at the old Packard Building in downtown Los Angeles. It was to be a capsule version of Franz Lehár's durable operetta The Merry Widow, which delighted me because my idol, Jeanette MacDonald, had once starred in the role on the screen. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. (په February 9, 2010 باندې). Cool Betty White is red-hot. CNN.
  31. (په June 17, 2010 باندې). Betty White reflects on a golden career. Los Angeles Times.
  32. "Hot Shots: Betty White". Cleveland Magazine. خونديځ د اصلي څخه August 27, 2018. د لاسرسي‌نېټه August 26, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)