بیسنته فوکس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بیسنته فوکس
بیسنته فوکس
بیسنته فوکس

د شخص معلومات
پيدايښت
مکسیکو ښار   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت مکسيکو   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه هسپاني   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
کار ورکوونکی د کولا کولا شرکت   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
بیسنته فوکس
بیسنته فوکس

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بیسنته فوکس کیسادا (زوکړه: د ۱۹۴۲ زکال د جولای ۲ مه) مکسیکويي سوداګر او سیاستوال و چې د ۲۰۰۰ زکال د ډسمبر له لومړۍ نېټې څخه یې د ۲۰۰۶ زکال د نومبر تر ۳۰مې نېټې پورې د مکسیکو د ۶۲م ولسمشر په توګه خدمت وکړ.

فوکس چې د ښي اړخي پوپولیست په توګه فعالیت کاوه، د ۲۰۰۰ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې یې ځان د نېشنل اکشن ګوند (National Action Party) له لوري نوماند کړ او له ۱۹۲۹ زکال وروسته لومړنی ولسمشر و چې بنسټیز انقلابي ګوند (Institutional Revolutionary Party) ته اړوند نه و؛ نوموړی په ۱۹۱۱ زکال کې د فرانسېسکو آی مادېرو د ولسمشرۍ له مهاله اپوزیسیون ډلې ته اړوند لومړنی کس و چې ولسمشر وټاکل شو. فوکس د ۴۲ سلنه رایو په ګټلو سره ټاکنې وګټلې. [۲][۳][۴][۵][۶]

د ولسمشر په توګه هغه نیولیبرال هغه اقتصادي سیاستونو ته دوام ورکړ چې د PRI ګوند ته اړوندو پخوانیو ولسمشرانو مخته وړل. د هغه د ولسمشرۍ لومړۍ نیمايي په فدرال دولت کې ښي اړخ ته د زیاتو بدلونونو، د متحده ایالاتو له ولسمشر جورج ډبلیو بوش سره د کلکو اړیکو رامنځته کولو، د درملو په ارزښت باندې د اضافه مالیاتو په لګولو کې د ناکامې هڅې، د تکسکوکو د هوايي ډګر په جوړولو کې د پاته راتلو او د کیوبا له رهبر فیډل کاسټرو سره د دیپلماتیکو اړیکو د ترینګلتیا شاهده وه. په ۲۰۰۱ زکال کې د بشري حقونو د مدافع وکیل دیګنا اوچوا وژنې د PRI د اقتدار پالونکې مخینې د له منځه وړو اړوند د فوکس ژمنې له پوښتنو سره مخ کړې. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د ولسمشرۍ دویمه نیمايي یې بیا د مکسیکو سیټي له ښاروال آندرس مانوئل لوپز اوبراډور سره د شخړو له امله ځانګړې کېږي. د فوکس ګوند (PAN) او ادارې هڅه وکړه چې لوپز اوبراډو له خپلې څوکۍ ګوښه او د ۲۰۰۶ زکال په ټاکنو کې یې له ګډون مخه ونیسي؛ خو بریالي نه شول. د فوکس اداره د امریکا لویې وچې د آزادې سوداګریزې سیمې له جوړېدو څخه د ملاتړ له امله چې وینزویلا او بولیویا ورسره مخالفت کړی و له دغو دوه هېوادونو سره د دیپلماتیکو اړیکو په ترینګلتیا کې ښکېل شوه. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په وروستي کال کې د ۲۰۰۶ زکال په جنجالي ټاکنو څارنه وکړه، هغه ټاکنې چې په کې د PAN ګوند نوماند فیلیپه کالدرون د خپل سیال لوپز اوبراډور پر وړاندې د ډېر لږ توپیر په لرلو بریالی شو؛ اوبراډور ادعا وکړه چې په ټاکنو کې درغلۍ شوي د ټاکنو د پایلو له منلو یې انکار وکړ او په ټول هېواد کې یې د اعتراضاتو غوښتنه وکړه. په همدغه کال کې په اواخاکا کې مدنۍ نارامۍ، چېرې چې د ښوونکو اعتصاب په پراخو لاریونونو او له تاوتریخوالي ډکو نښتو واوښت او هغوی د والي اولیس رویز اورتیز د استعفا غوښتنه وکړه؛ ورته مهال په مسکیکو ایالت کې د سان سالواډور آتنکو اعتراضاتو دوام درلود چې وروسته بیا ایالتي اداره او فدرال دولت د بشري حقونو د امریکايي محکمې له خوا په تاوتریخوالي لرونکې توګه د اعتراض کوونکو په ځپلو کې مجرم وبلل شول. بل پلو فوکس د خپلې واکمنۍ پر مهال د اقتصادي ودې د ساتنې او همدارنګه له ۲۰۰۰ زکال څخه تر ۲۰۰۶ زکال پورې له ۴۳.۷٪ څخه ۳۵.۶٪ ته د بې وزلۍ د کچې د راکمولو اعتبار لري.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د مکسیکو د ولسمشر په توګه له خدمت کولو وروسته، فوکس خپل ایالت ګواناهواتو ته ولاړ. نوموړي د بیسنته فوکس د څېړنیز مرکز، کتابتون او موزیم د پرانیست غونډې په مراسمو کې وینا وکړه. نوموړی اوس مهال د سینټرل دیموکرات انټرنشنل په نامه د مرکزي ښي اړخو سیاسي ګوندونو د نړیوال بنسټ یو له رهبرانو څخه دی. [۲۱][۲۲]

فوکس د ۲۰۱۲ زکال په ولسمشریزو ټاکنو کې د PRI ګوند له نوماند، آنریکه پنیا نیتو څخه په ملاتړ په ۲۰۱۳ زکال کې PAN ګوند خوشی کړ. نوموړی د ۲۰۱۸ زکال په ټاکنو کې د PRI د نوماند خوزه آنتونیو مېډ ملاتړ وکړ. [۲۳][۲۴]

لومړني کلونه[سمول]

بیسنته فوکس د ۱۹۴۲ زکال د جولای په ۲ مه په مکسیکو سیټي کې وزېږېد، نوموړی د خپلې کورنۍ له ۹ ماشومانو څخه دویم و. د هغه پلار خوزه لوئیس فوکس پونت اصلي مکسیکويي وګړی و. د هغه مور مرسدس کیسادا ایټکساید باکس کډواله وه چې د هسپانیا د ګیپوزکوا له سان باسټین څخه دلته راغلې وه. [۲۵]

فوکس خپل ماشومتوب او نوې ځواني د سانفرانسېسکو دل رینکون په ګواناهواتو کې د خپلې کورنۍ په املاکو کې تېره کړه. فوکس د زیاتو ګوتو لرونکی و چې د هرې پښې ګوتې یې شپږ شپږ دانې وې. [۲۶]

نوموړي د پرایری دوشین، ویسکانسین په سیمه کې په کمپیون عالي لیسه کې زده کړې وکړې او همدلته یې انګلیسي ژبه زده کړه. د کالج عمر ته په رسېدو هغه مکسیکو سیټي ته کډه وکړه او په ایبرو مرسیانا پوهنتون کې شامل شو چې په ۱۹۶۴ زکال کې یې له همدغه پوهنتون څخه د سوداګریز مدیریت په برخه کې لیسانس سند ترلاسه کړ. له دې وروسته نوموړي په ۱۹۷۴ زکال کې د هاروارډ له بېزنس کالج څخه د اداري مهارتونو یو سند هم ترلاسه کړ. [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سوداګریزې چارې[سمول]

په ۱۹۶۴ زکال کې فوکس د کوکاکولا شرکت له خوا د انتقالاتو د مسیرونو د څارونکي په توګه وګمارل شو او د انتقالاتو یو موټر یې هم چلاوه. له ۹ کلونو فعالیت وروسته هغه لوړې څوکۍ ته ورسېد او د مکسیکو د کوکاکولا شرکت د اجرایوي مدیر او مشر په توګه یې خدمت وکړ. په دغه ځای کې له ۶ کلونو دندې ترسره کولو وروسته له هغه وغوښتل شول څو په ټوله لاتین امریکا کې د کوکاکولا عملیاتي چارې رهبري کړي، خو فوکس منفي ځواب ورکړ او په ۱۹۷۹ زکال کې یې له کوکاکولا څخه استعفا ورکړه. د فوکس تر مدیریت لاندې کوکاکولا په مکسیکو کې په تر ټولو زیاتې خرڅېدونکې نوشابې واوښته او د کوکاکولا د پلور کچې نږدې ۵۰ سلنه زیاتوالی وموند. [۳۱][۳۲]

له کوکاکولا څخه له استعفا کولو وروسته، فوکس په ګواناهواتو کې په بېلابېلو عامه چارو کې ونډه اخیسته او هلته یې د «پټروناټو د لاکاسا کونا امیګو دانیل» په نامه یوه یتیم خانه جوړه کړه.[۳۳]

کورنی ژوند[سمول]

په ۱۹۶۹ زکال کې فوکس له لیلیان د لا کونچا سره چې د کوکاکولا د معلوماتو د دفتر کارکوونکې وه واده وکړ. دوی د انا کریسټینا، بیسنته، پائولینا او رودریګو په نومونو څلور ماشومان لرل. په ۱۹۹۰ زکال کې لیلیان له ۲۰ کلونو ګډ ژوند وروسته له ده څخه د طلاق غوښتنه وکړه او ده هم طلاق ورکړ. [۳۴][۳۵]

فوکس د ۲۰۰۱ زکال د جولای په ۲ مه په داسې حال کې چې د مکسیکو ولسمشر و له مارتا ماریا ساهاګون جیمنز سره (چې د ده ویانده وه) واده وکړ. د هغه د واده نېټه د نوموړي د ولسمشرۍ لومړۍ کلیزه او د ژوندانه د ۵۹مې کلیزې ورځ وه. د فوکس او ساهاګون دواړو دا دویم دویم واده و.

لومړنۍ سیاسي چارې[سمول]

فوکس د مانوئل کلوتیر په ملاتړ د ۱۹۸۸ زکال د مارچ په لومړۍ نېټه له نیشنل اکشن ګوند سره یوځای شو. همدغه کال نوموړی د لئون، ګواناهواتو له دریمې فدرال ناحیې څخه د فدرال استازو جرګې ته لار ومونده. [۳۶]

عامه انځور[سمول]

بیسنته فوکس د ولسمشرۍ لپاره د خپلو ټاکنیزو سیالیو پر مهال د خپل کوبای ځانګړي سټایل لرلو له امله شهرت وموند. د یو ویناوال په توګه نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې ګڼ شمېر وګړي ځانته جلب کړل. د ۱۹۳ سانتي (۶ فوټه او ۴ اینچه) قد په لرلو سره فوکس به د ګڼ شمېر خلکو په منځ کې څرګند و او باور پر دې دی چې نوموړی د مکسیکو په تاریخ کې تر ټولو لوړ قد لرونکی ولسمشر دی. د لوړې له مراسمو وروسته هغه په معمول ډول رسمي جامې اغوستې خو د مکسیکو له ځینو برخو څخه د لیدنې پر مهال به یې غوره ګڼله چې خپل کوبای پتلون او موزې واغوندي. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې[سمول]

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1795528/ — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵
  2. Vincent Mosco; Dan Schiller (2001). Continental Order?: Integrating North America for Cybercapitalism. Rowman & Littlefield Publishers. د کتاب پاڼې 111. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780742509542. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Charles Hauss (1 January 2018). Comparative Politics: Domestic Responses to Global Challenges. د کتاب پاڼې 391. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781337554800. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. (په 10 September 2004 باندې). El populismo de derecha. Proceso
  5. (په 4 July 2000 باندې). Revolución en México.
  6. (په 2 July 2000 باندې). End of era for all-powerful party. BBC News.
  7. Manuel Pastor Jr. The Lost Sexenio: Vicente Fox and the New Politics of Economic Reform in Mexico. د کتاب پاڼې 136. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. (په 3 March 2006 باندې). Con Estados Unidos a una sana distancia. The Washington Post.
  9. (په 13 December 2001 باندې). Vicente Fox's rocky first year as president of Mexico.
  10. "La Jornada Virtu@l". jornada.com.mx. n.d. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Cuba - Castaneda - Mexico - Castro - Worldpress.org". worldpress.org. n.d. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Editorial Desk (په 7 April 2005 باندې). Let Mexico's Voters Decide. The New York Times.
  13. Editorial desk (په 6 April 2005 باندې). Decision on Democracy. The Washington Post.
  14. O'Grady, Mary Anastasia. Why Fox's Outrage? Chavez's Meddling in Mexico. The Wall Street Journal. (Eastern edition). New York, N.Y.: 18 November 2005. pg. A.17
  15. (په 20 November 2005 باندې). Chavez renews trade pact attack.
  16. Avilés, Carlos; Zárate, Arturo (5 September 2006). "Proponen magistrados declarar Presidente electo a Calderón". El Universal. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Se opone al plantón 65% en DF: encuesta" Archived 2012-02-06 at the Wayback Machine.. Carlos Ordóñez, El Universal, 14 August 2006.
  18. Diana Denham and the C.A.S.A. Collective (سمونګر). Teaching Rebellion: Stories from the Grassroots Mobilization in Oaxaca. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. (په 21 December 2018 باندې). Historic Judgment of Inter-American Court Orders Mexico to Punish Repression and Torture in Atenco. CEJIL.
  20. (په 7 July 2015 باندې). Solidaridad, Oportunidades y Prospera no disminuyeron la pobreza. Milenio.
  21. "Who's Who". cdi-idc.com. CDI-IDC. n.d. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. es:CentroFox.org.mx
  23. archivo.eluniversal.com.mx/nacion/203190.html
  24. (په 8 April 2018 باندې). Fox reitera su apoyo a Meade y afirma que no respaldará a Anaya. Proceso
  25. (په 1 September 2006 باندې). Indagará PGR origen de un acta de nacimiento del padre de Fox.
  26. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  27. "Vicente Fox". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ جنوري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Tribune, Chicago (n.d.). "- Several articles about Mexican President Vicente..." Chicago Tribune. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Fox a self-made man known for tart tongue". Boston Herald. 8 January 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Vicente Fox Quesada; Rob Allyn (2007). Revolution of Hope: The Life, Faith, and Dreams of a Mexican President. Viking. د کتاب پاڼي 47–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-01839-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. (په 3 July 2000 باندې). Profile: Vicente Fox. BBC
  32. Reding, Andrew (Fall 1996). "The Next Mexican Revolution". World Policy Journal. 13: 63 – عبر ProQuest Central. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Biography of Vicente Fox Archived 18 September 2012 at the Wayback Machine.
  34. "5 cosas que debes saber sobre Lilián de la Concha, ex esposa de Fox y vinculada al Cártel del Milenio". 23 October 2013. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. BeleJack, Barbara (16 February 2001). "Live, from Guanjuato: It's President VICENTE FOX!". Texas Observer. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جون ۲۰۰۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Biography of Vicente Fox Archived 18 September 2012 at the Wayback Machine.
  37. Capoza, Koren L. (26 July 1999). "Taking back the barrio". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. (په 3 July 2000 باندې). Profile: Vicente Fox. BBC News.
  39. "Google Images". د لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)