بخارست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
بخارست
اړوند
پلازمېنه د
لقب
  • Micul Paris
  • Paris of the Balkans ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
عامه معلومات
عمومي معلومات
د وګړو شمېر
  لړۍ...
۱٬۷۱۶٬۹۶۱[۲] — ۳۰٬۰۰۰ — ۳۲٬۰۰۰ — ۶۱٬۰۰۰ — ۱۲۲٬۰۰۰ — ۱۷۸٬۰۰۰ — ۲۸۲٬۰۰۰ — ۳۸۳٬۰۰۰ — ۶۳۹٬۰۰۰ — ۱٬۲۳۷٬۰۰۰ — ۱٬۴۵۲٬۰۰۰ — ۱٬۸۰۷٬۰۰۰ — ۲٬۰۶۷٬۰۰۰ — ۲٬۰۲۹٬۰۰۰ — ۱٬۹۲۶٬۰۰۰ — ۱٬۹۲۹٬۰۰۰ — ۱٬۸۸۳٬۴۲۵[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
BucharesterBukareŝtanoBukaresterBukaresterinBukaresterinnenBucarestoise[۴]Bucarestois[۴]bucureșteanbucureșteancă ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اداري سیمه
هېواد
د ځای کچه
۲۲۶ كيلومتر مربع ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې
نور معلومات
وېب‌پاڼه
پوسټ‌کوډ
010011–062397[۷] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۴۴°۲۴′۴۸″شمال ۲۶°۰۵′۵۲″ختیځ / 44.41336°شمال 26.09778°ختيځ / 44.41336; 26.09778[۸] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

بخارست (په رومانیایي:Bucureşti) د رومانیا پلازمېنه او یو له سترو ښارونو څخه دی. همدا شانې بخارست د رومانیا د سوداگری او صنعت مرکز هم دی، په کال ۲۰۰۹ د جنوري په لومړی د بخارست په ښار کې د وگړو شمیر ۱،۹۴۴،۳۶۷ تنو ته رسیده چی د وگړو د شمیر له مخې دغه ښار د اروپایي اتحادیې شپږم ستر ښار گڼل کیږي.

بوکرېسټ د رومانيا پلازمېنه، تر ټولو لوی ښار او همدارنګه د هېواد کلتوري، صنعتي او مالي مرکز دی. دا شار د هېواد په سويل ختيځ کې د دامبوويتا سيند (Dambovita River) پر څنډو پروت دی، چې د دانيوب سيند (Danube River) شمال او بلغاريايي پولې ته له ۶۰ کېلومتر (۳۷،۳ ميل) څخه لږ واټن لري.

په لومړي ځل د ۱۴۵۹ ز کال اسنادونو کې د بوکرېسټ يادونه شوې وه. دا ښار په ۱۸۶۲ ز کال د رومانيا پلازمېنه شوه او د رومانيايي رسنيو، کلتور او هنر مرکز دی. معماري يې د تاريخي (زياتره له هر ځای څخه غوره کوونکی يا ګلچين، مګر نيوکلاسيکي او هنري نو “Art Nouveau” هم دی)، interbellum (Bauhaus، Art Deco او د روماني نوي والي “Romanian Revival” معماري) سوسياليستې او معاصرې دورې ګډه بڼه يا جوړښت دی. د دوه نړيوالو جګړو تر منځ دوره کې د ښار د غوره ذوق يا ظريفه معمارۍ او د خپلې ممتازې پرګنې کمال بوکرېسټ ته د «د ختيځ د پاريس» (رومانيايي: Parisul Estului) يا «کوچني پاريس» وړ نوم تر لاسه کړ. که څه هم د جګړې، زلزلو او ان د نيکولای سيسيسکيو (Nicolae Ceausescu) د ډلبندۍ خپرونې له امله د تاريخ ښار مرکز کې ودانې او سيمې سختې ويجاړې شوې وې، مګر بيا هم زياتې ودانې او سيمې بيا هم روغې پاتې شوې او بيا له سرې ودانې شوي دي. په وروستيو کالونو کې بوکرېسټ ښار يوه اقتصادي او کلتوري وده ازمايي. دا ښار د “Financial Times”، “CBRE”، TechCrunch” او نورو د راپورونو له مخې په اروپا کې د لوړې تکنالوژۍ د تر ټولو چټک وده وال ښارونو له ډلې څخه دی. د UiPath په نوم د نرمغالي نړيوال شرکت چې په بوکرېسټ کې جوړ شوی نړيوال پيل دی، په ارزښت موندنه کې له ۳۵ بيليون ډالرو څخه زياتې کچې ته رسېدلې دی. بوکرېسټ له ۲۰۱۹ ز کال راهيسې په سويل ختيځه اروپا (Roman Blockchain Summit) کې د خورا لوړې تېکنالوژۍ د ناستې کوربه توب کوي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

په ۲۰۱۶ ز کال کې د تاريخي ښار مرکز د نړيوالو يادګارونو د څار سازمان له لورې له ګواښ سره د مخ مرکز په توګه لښتليک شوی و. بوکرېسټ په ۲۰۱۷ ز کال کې د ښار منزلونو د ماسټر کارت نړيوال لړيال “Mastercard Global Index of Urban Destinatins” د راپور له مخې، د شپې له خوا د پاتې کېدونکو ګرځندويانو د تر ټولو لوړې ودې درلودونکی اروپايي ښار و. د تېرو دوه پرله پسې يعنې ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ ز کالونو لپاره دې ښار د هغه اروپايي منزل ځای خپل کړ، چې د ورته څېړنې له مخې د پرمختګ لپاره تر ټولو لوړ بالقوه ځواک لري.[۱۹][۲۰][۲۱]

د ۲۰۱۱ ز کال سرشمېرنې له مخې د ښار د پولو دننه ۱۸۸۳۴۲۵ تنه اوسېدونکي ژوند کوي. ښاري سيمې ته د نږدې پيرو ښارګوټو په ورزياتولو سره د بوکرېسټ اټکل شوې ښاري سيمه ښايي ۲،۲۷ ميليون نفوس ولري. په ۲۰۲۰ ز کال کې حکومت د وبا راپورونو د بنسټ په توګه د ۲،۵ ميليون وګړو ګڼه وکاروله. دا ښار له برلين، مادريد او روم څخه وروسته د ښار د پولو دننه د نفوس له مخې د اروپايي ټولنې څلورم لوی ښار دی او يوازې له پاريس څخه مخکې ځای لري.[۲۲][۲۳]

بوکرېسټ په اقتصادي ډول د رومانيا تر ټولو هوسا او نېکمرغه ښار دی. دا ښار يو شمېر پراخه دوديزې اسانتياوې، د زده کړې بنسټونه، کلتوري ارزښتونه، د خرڅلاو دوديز سر پوښلې لارې او د وخت تېرۍ سيمې لري.[۲۴]

د ښار مناسبوالی په اداري ډول د « بوکرېسټ ښاروالۍ» په توګه پېژندل کېږي او د يوې ملي ولسوالۍ غوندې ورته اداري کچه لري، چې په نورو شپږو څانګو باندې وېشل شوې ده او هره څانګه يې د يو سيمه ييز يا ځايي ښاروال له لورې اداره کېږي.

ايتمولوژي

رومانيايي (Bucuresti) نوم ناتاييد شوی اصل لري. دود د بوکرېسټ رامنځته کېدنه د (Bucur) په نوم پورې تړي، چې د بېلابېلو نکلونو يا افسانو له مخې يو شهزاده، سرکښ، کب نيونکی او شپونکی يا ښکاري و. په رومانيايي ژبه کې د ويي رېښه “bucrurie” د «خوښۍ» معنا لري او باور کېږي، چې له “Dacian” اصل څخه تر لاسه شوی دی او د همدې له امله د بوکرېسټ ښار «د خوښۍ ښار» معنا ورکوي.[۲۵][۲۶][۲۷]

نورې ريښې د عثماني ګرځندوی ايويليا سيليبي (Evilya Celebi) په ګډون د پخوانيو پوهانو له لورې ورکول شوي دي. سيليبي وويل چې بوکرېسټ د بني قريشو د قبيلي د باوري ابو کاريس له نوم څخه نومول شوی دی. په ۱۷۸۱ ز کال کې اتريشي تاريخپوه فرانز سلزر ادعا وکړه، چې بوکرېسټ ويي په “bucurie” (خوښۍ)، “bucuros” (له خوښۍ ډک) يا “a se bucura” (خوښمن اوسېدلو) پورې تړاو درلود، په داسې حال کې چې د ۱۹ پېړۍ د لومړيو يو کتاب چې په “Vienna” خپور شو، وانګېرل چې د ياد ښار نوم د “Bukovie” په نوم له يو ساحلي ځنګل څخه اخېستل شوی دی. په انګليسي ژبه کې د ښار نوم وار له مخه د “Bukarest” په بڼه تر لاسه شوی و. د بوکرېسټ اصلي يا اوسېدونکي ته بوکرېسټر “Bucharester” (رومانيايي: bucurestean) وايي.[۲۸]

تاريخچه

د بوکرېسټ تاريخ په نوبت سره په تېره زمانه کې د لومړنيو استوګنو له پرمختګ او پاتې والي څخه د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د رومانيا د ملي پلازمېنې په توګه د دې ښار تر پياوړتيا پورې بېلابېلې دورې تېرې کړې. دا ښار چې په لومړي ځل يې په ۱۴۵۹ ز کال د “Citadel of Bucuresti” په توګه يادونه وشوه، د درئيم ولاد ايمپالر “Vlad III of Impaler” په نوم د “Voivode of Wallachia” اوسېدونکو استوګنځی شو.[۲۹]

عثمانيانو له ۱۸ پېړۍ څخه د ښارګوټي د چارو پر مخ وړلو په موخه يوناني پازوالان يا رئيسان وګومارل. په ۱۸۲۱ ز کال کې د تودور ولاديميريسکيو “Tudor Vladimirescu” له لورې پيل شوی اوښتون په بوکرېسټ کې د قسطنطني يونانيانو حکومت د پای ته رسېدلو لامل شو.[۳۰]

لرغونې شاهي محکمه “Old Princely Court” (Curtea Veche) د ۱۶ پېړۍ په نيمايي کې د “Mircea Ciobanul” له لورې ودانه شوه. بوکرېسټ د وروستيو واکمنانو تر مشرۍ لاندې د شاهي محکمې د اوړي استوګنځي په توګه رامنځته شوی و. د راتلونکو کالونو پر مهال يې د سويلي مونتنيا “Muntenia” په ارزښت کې له زياتوالي څخه وروسته د پلازمېنې ښار د دريځ په اړه له ټاګوويسټي “Targoviste” ښار سره سيالي وکړه.

بوکرېسټ په پای کې له ۱۶۹۸ زکال څخه وروسته د ولاچيين “Wallachian” محکمې تل پاتې ځای شو (چې د قسطنطني په برانکووينيو “Constantin Brancoveanu” سيمې سره پيل کېږي).

د دې ښار يوه برخه چې د طبيعي افتونو له امله ويجاړه شوه او د راتلونکو ۲۰۰ کالونو پر مهال څو ځله بېرته جوړه شوه او د ۱۸۱۳ -۱۸۱۴ ز کالونو کې د کاراګيا د وبا “Caragea’s plague” له لورې هم وټکول شو، له عثماني واک څخه په سختۍ سره تر لاسه شو او څو زماني واټنونو کې د هبسبرګ پاچاهۍ (۱۷۱۶، ۱۷۳۷ او ۱۷۸۹ زکالونو کې) له لورې او د ۱۷۶۸ او ۱۸۰۶ ز کالونو تر منځ د درې ځلونو لپاره د سترواک روسيې له لورې ونيول شو. دا شار د ۱۸۲۸ز کال او د کريميا جګړې تر منځ د روسي ادارې تر چتر لاندې ځای پر ځای شو او پر بوکرېسټ باندې د متمرکز ۱۸۴۸ ز کال والاچيين اوښتون پر مهال يې نيواک کې ځنډ يا وقفه رامنځته شوه. وروسته يو اتريشي لښکر کوټ يا ګارنيزيون د روسيې له تګ (چې لا هم د ۱۸۵۷ ز کال تر مارچ پورې په ښار کې پاتې وه) څخه وروسته د سيمې ملکيت تر لاسه کړ. د ۱۸۴۷ ز کال د مارچ پر ۲۳ نېټه يوې جګړې د ښار د درېيمې برخې په ويجاړولو سره، نږدې ۲۰۰۰ ودانۍ له منځه وېوړې.

په ۱۸۶۲ ز کال کې وروسته له هغې چې ولاچيا “Wallacia” او مولداوي “Moldavia” د شهزاده تر لاس لاندې سيمې د جوړولو په موخه سره يو ځای شول، بوکرېسټ د نوي هېواد د پلازمېنې ښار شو. دا ښار په ۱۸۸۱ ز کال کې د پاچا لومړي کارول “Carol I” تر مشرۍ لاندې د رومانيا د نوې اعلان شوې پاچاهۍ “Kingdom of Romania” سياسي مرکز شو. د ۱۹ پېړۍ د دويمې نيمايي پر مهال د ښار نفوس په ناببره ډول زيات شو او د ښاري ودې يوه نوې دوره پيل شوه. د دې دورې پر مهال ګازي رڼايي، د اسونو پر مټ چلېدونکې ګاډۍ او ټاکلې برېښنايي کېدنه وړاندې شوه. د دامبوويتا سيند “Dambovita River” هم په ۱۸۸۳ ز کال کې په پراخه کچه کانال شو او په دې ډول يې لکه د بوکرېسټ د ۱۸۶۵ ز کال سيلاب غوندې پراخه سيلابونو ته د پای ټکی کېښود. د بوکرېسټ کلاګانې “Fortifications of Bucharest” چې د ۳۶ کلاګانو يوه کړۍ ده، په ۱۹ پېړۍ کې جوړې شوې وې. د دې دورې خورا ډېرې معمارۍ او نړيوال لوړ کلتور بوکرېسټ ته د ختيځ د «کوچني پاريس» وړ نوم وګټه.[۳۱][۳۲]

سرچينې

  1. Reference URL: https://www.iso.org/obp/ui/#iso:code:3166:RO.
  2. Stated in: 2021 Romanian census. Publisher: National Institute of Statistics.
  3. "Populaţia stabilă pe judeţe, municipii, oraşe şi localităti componenete la RPL_2011" (په رومانيايي ژبه ژبه کي). National Institute of Statistics. د لاسرسي‌نېټه ۴ فبروري ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |access-date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Reference URL: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  5. Reference URL: http://www.monitoruljuridic.ro/act/decret-lege-nr-2-din-27-decembrie-1989-privind-constituirea-organizarea-si-functionarea-consiliului-frontului-salvarii-nationale-si-a-consiliilor-teritoriale-ale-frontului-salvarii-nationale-emitent-20050.html.
  6. ArchINFORM location ID: 1442. Stated in: archINFORM. Retrieved: ۶ اگسټ ۲۰۱۸. د اثر ژبه يا نوم: جرمني ژبه.
  7. Reference URL: https://orasultau.ro/cod-postal/bucuresti-o.
  8. Reference URL: https://orasultau.ro/harta/bucuresti-o.
  9. Bucharest, the small Paris of the East Archived 21 February 2006 at the Wayback Machine., on the Museums from Romania web site.
  10. Bucica, 2000, p. 6.
  11. "Bucharest is Booming". qualitestgroup.com. 23 April 2019. خونديځ د اصلي څخه ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "High-Tech Cities: Have You Ever Tried Coffee in Bucharest?". Pentalog. 17 April 2019. خونديځ د اصلي څخه ۲۰ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. "How Romania became a popular tech destination". Financial Times. 19 September 2019. خونديځ د اصلي څخه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Bucharest, In The Top Of Cities With The Most Experts In High-Tech Industry". Romania Journal. 11 February 2019. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. "10 Romanian startups to look out for in 2019 and beyond". eu-startups.com. 29 May 2019. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. "The Silicon Valley of Transylvania". TechCrunch. 6 April 2016. خونديځ د اصلي څخه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. "Software Maker UiPath Raises Funds at $35 Billion Valuation". Bloomberg. 1 February 2021. خونديځ د اصلي څخه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. "- World Monuments Fund". Wmf.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ اکتوبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. "Bucharest has highest potential for development in Europe". travelandtourworld.com. 15 October 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جولای ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. "Mastercard study: Bucharest is the European city with the highest growth of tourists' number". business-review.eu. 29 September 2017. خونديځ د اصلي څخه ۲۶ جولای ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. . Adevarul: The BMZ in numbers.
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. PriceWaterhouseCoopers Global Regional Attractiveness Report Romania Archived 13 March 2006 at the Wayback Machine.
  25. Cutler, Nellie (2011). "Southeastern Europe". Time for Kids World Atlas (چاپ Rev. and updated). New York, NY: Time for Kids Books. د کتاب پاڼې 68. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-60320-884-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Rosetti, II. p.110
  27. Ion I. Russu, Limba traco-dacilor, 1967, Editura științifică
  28. Georgescu et al., p.76-77
  29. Giurescu, C.C., 1976, History of Bucharest, Bucharest: The Publishing House for Sports and Tourism
  30. Djuvara, Neagu (2013). Între Orient și Occident. Țările române la începutul epocii moderne (1800–1848). Humanitas. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-973-50-4083-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Giurescu, p.154-161, 169–171
  32. Giurescu, p.157, 161, 163