انار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
انار
اړوند
په نامه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
taxon (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د تاکسون حدود
کارول

انار په انگرېزي Punica granatum چې په سوچه پښتو کې ورته نرگسی هم وايي یو پاڼریزه میوه نیوونکي بوټې دی چی د ۵ـ۸ مترونو پوری یی ارتفاع رسیږی. انار د ایران او هند لخوا نورې نړۍ ته ورپژندل شوی، خو د نړۍ تر ټولو غوره انارو کې د افغانستان نوم په سر کې يادېږي . په کوکاز کې د تیرو وختونو څخه ددی نبات کرکیله ادامه لری. په ایران، افغانستان، هند، پاکستان ، بنگله دېش، عراق، مصر، چین، برما، سعودي عربستان، اسرایل ، اندونیزیا ، سویلي اروپا او حاره افریقا کی په لوړه کچه کرل کیږی. لاتین امریکا او کلیفرنیا ته د هسپانوی مهاجرنیو په واسطه په ۱۷۶۹ کال کی یوړل شول او دا مهال په کلیفرنیا او اریزونا کی په لوړه کچه کرل کیږی.

د هغه تاریخ او صحي ګټي

له نن څخه تقریبآ ۴۵۰۰ کاله پخوا په لرغوني اریانا ، ښایي اوسني کندهار کي ؟ د انارو باغونه په منظمه توګه منځ ته راغله . په ډیرو پخواني متونونو کي د انارو ذکر راغلی دی . د مثال په توګه د یوناني Homer په Odyssey ، د شکسپیر په رومیو او جولیټ کي ... او یا په کلي توګه په پخواني چین او همدارنګه یهودي دین کي انار د ښځو د ښیرازۍ یا Fertility سمبول وو . په یونان کي تر نن ورځي په ودونو کي دا رواج سته چي د واده مېلمانه ناوې او زوم په وچو انارو ولي چي هدف یې دوی دواړو ته د ښېرازۍ او زیاتو اولادونو ارزو ده . انار نه یوازي یوه خوندوره مېوه ده بلکه ډیري زیاتي صحي ګټي هم لري : انار تر شنو چایو او سرو واینو لا هم زیات Antioxidants لري او ښایسته زیاته اندازه ویټامین سي ، بي ۱ بي ۲ ، کالیوم ، بیټاکاروټین ، فاسفور ، مګنیزیوم ، کلسیم ، او اوسپنه لري . علمي څېړنو تابثه کړه چي د انار خوړنګ د ویني غوړزګي کموي او په وینه کي د LDL کلسټرول د جوړېدو مانع کرزي حتا هغه کلسټرول چي مثلآ درې کاله پخوا د ترسب په شکل يې رګونه بند کړي وي حلوي او په دې توګه د رګونو د خلاصېدو باعث ګرزي او د Arteriosklerose خطر له منځه وړي . د ویني لوړ فشار راټیټيوي د زړه د عضلاتو د تقویې سبب ګرزي ، په رګونو کي د ویني د ښه جریان متضمن او د مغزي سکتې مخ نیوی کوي . یوې انګلېسۍ څېړني ثابته کړه چي انار د سیکس د هورمونونو د جوړېدو سبب ګرزي . مانا دا چي انار ښه په خرپ Phytoestrogen لري چي د نارینه او ښڅو د جنسي هورمونونو د جوړېدو له پاره مهم دي . یوې نړیوالي څېړني په ۲۰۰۲ کال کي ثابته کړه چي د انارو خوړنګ د د مثانې د سرطان او په ښځو کي د سینې د سرطان مخ نیوی کوي . د ۲۰۰۴ کال یوه بله څېړنه وايي چي د انارو منظم خوراک د ویني سرطان ځنډوي او د نوو کرویاتو د جوړېدو سبب کیږي . د سکاټلنډ د Edinburgh د پوهنتون تحقیقات د انارو مثبت تاثیر د حافظې د ښه والي له پاره روښانوي . انار نن ورڅ په دغو خوراکي موادو او نورو تولیداتو کي استعمالیږي : ـــ د انارو له پوستکي سور طبعي رنګ جوړیږي ، ـــ د انارو اوبه د چښلو له پاره ، ــــ د انارو د اوبو یو ډول کنسروه کول د انارو د روبو په نامه ، ـــ د انارو ګولۍ د بدن د تقویې په منظور ، ـــد انار دانه د یوناني دواګانو له پاره ، ــ د انارو د دوانو غوړي د پوست او بدن د غوړولو له پاره ، ــ د انارو کریم د لاسونو او مخ د غوړولو له پاره ، د انارو صابون ، په کندهار کي له انارو یو ډول ډېر اعلا صابون جوړیږي ، حتمآ یې استعمال کړئ! د انارو څخه جوړ سوی د څان پرېوللو جل ..... او په پای کي د هغو ښاغلو او اغلو له پاره چي غواړي خپل د بدن وزن کم کړي نو د انارو خوراک د دوی له پاره یو ډېر ښه بدیل دی !

خوراکي ارزښت

انار په خپل جوړښت کې د A,B,C,E ویټامینونو لرونکی دی، ځکه خو د انارو یوه دانه د ورځې د یو انسان د یوه ورځ د سي ویټامین کمښت پوره کولای شي او سربیره پر دې انار د اسید فولیک او انټي اکسیدانز شتمنه سرچینه هم گڼل کیږي.

نور

د انار علمي نوم (Punica granatum) دی، د ( Lythraceae ) کورنۍ او ( Punica) ډول پورې اړه لري. انار نزدې په هره آب او هوا اوهر ډوله خاوره کې وده کولی شي اومیوه ورکوي، مګر په معتدله او نسبتاً ګرمه هوا کې ښه وده کوي. انار ډیره ګرمي، وچ بادونه او ترمنفي لس(۱۰ -) درجو پورې سړه هوا تحمل کولی شي. د مېوې د رسېدلو په وخت کې ډېرې اوبه ورکول د مېوې د چاودېدلو لامل ګرځي. د انارو تکثیر په دوه ډوله کېږي ، د تخم او قلمې له لارې چې د قلمې څخه لاس ته راغلي نيالګي زر حاصل ورکوي. د انارو فصل په هغه موسم کې چې پاڼې کرارکرار ژیړېږي او د څانګو څخه بېل او په ځمکې پرېوځي راټولېږي. د کرنې وزارت د مسؤلینو له خولې افغانستان کې ۴۸ ډوله انار پېدا کېږي او ډېری باغونه یې په کندهار، تاشقرغان، سمنګان، فراه، نيمروز او کاپیسا ولایتونوکې شتون لري ، خو کندهار د انارو د ډیر او غوره تولید له کبله هېواد کې ځانګړی ځای او شهرت لري. انار د افغانستان یو د ارزښتناکو مېوو څخه دي چې په داخلې او بهرني بازارونو کې خورا اهمیت لري. افغانستان د انارو ستر تولیدونکی هېواد ندی مګر دا یو حقیقت دی چې د نړۍ تر ټولو غوره انار د افغانستان د انارو له ډلې دي. «لوړن استودارد» د امریکا متحده ایالاتو د نړېوالې پراختیا استازی (USAID) یو وخت ویلي و: « د افغانستان انار د نړۍ تر ټولو غوره انار دي چې په خپل ژوند کې به مو لیدلي وي، دا انار سور رنګ او فوق العاده خوند لري». د افغانستان د انارو ځانګړتیا د هغې په غټوالي، د ډېرو اوبو لرلو (Juicy) او ښکلي سور رنګ کې ده. د انارو مېوې کارول ډېرموارد لري. د بېلګې په ډول د انارو مېوه هم په تازه ډول خوړل کېږې او هم ورڅخه اوبه ويستل کېږي، شربت ترې جوړېږې اوپروسس کېږي. شربت یې هم په خالص ډول څښل کېږې او هم ورڅخه نورشيان لکه واين (Wine) ،جيلي (Jelly) ،جيم (Jam ) مربع اوآيسکريم جوړېږي او يا هم د نوروشيانو سره ګډ خوړل کېږي: لکه په سلات باندې د تروه انارو د شربت کارول يا د انګورو د شربت سره د انارو د شربت ګډول اوبيا کارول د ٥ کيلو انارو څخه ٣٫٣ کيلو خالص جوس په لاس راځي.


د انارو خوراکي ارزښت: الله تعالی په هر موسم کې مناسب د هماغه موسم میوه جات پیدا کړيدې تر څو انسانان د خپل ژوند د بقا پخاطر د وجود ضروریات د میوو څخه پوره کړې. د قرانې طب څیړونکې پدې عقیده دې چې انار د جنتې میوې په نوم د منې ( خزان) په موسم کې ځکه حاصل ورکوې چې د منې په موسم کې د ونو پاڼی ژړیږې، سمسورتیا له منځه ځې او انسانان د ستړیا او ناراحتۍ احساس کوي، مګر دانارو خوراک سره ناراحتي او ستوماني له منځه ځي، تراوت او تازه ګي رامنځته کوي. انار یوه جنتي مېوه ده چې قرانکریم کې یې ذکر شوی دی: « و الزیتون و الرّمان مُتَشابِهاً و غَیرَ مُتشابِه » ژباړه: زیتون او انار، مشابه او غېر مشابه میوه جات پېداشوېدي. همداراز د بشریت ستر لارښود محمد (ص) فرماېلي دي: انار وخورئ ځکه هیڅ دانه یې په معدې کې ځای نه نیسي مګر دا چې ۴۰ ورځو پورې زړه نوراني کوي او شیطان بېرون باسي. بل ځای کې رسول (ص) فرماېلي دي: هیڅ انار نشته مګر دا چې په هغه کې یوه جنتې دانه شتون لري او زه غوره ګڼم، چې حتی یوه دانه يې هم پرېنږدم.

حضرت علي ( رض) فرماېلي:

خپلو ماشومانو ته انار ورکړئ، تر څو زر خبرې وکړي. یو دانه انار د یو کس ۴۰ سلنه د ویټامین سي اړتیا پوره کوي. همدا راز انار د فولیک اسید او آنتی اکسیدان غوره سرچينه ده. سربېره پردې انار د (E,C,B,A ) ویټامینونو ستره سرچينه ګڼل کېږي. انار د ځمکې پر مخ بهترینه او سالمترینه میوه ده چې د نورو مېوو په پرتله زیاته ګټوره او متفاوت ترکیبات لري. څېړنې ښايي چې انار نه يواځې د ښکلي رنګ او مزه دارو اوبو میوه ده، بلکې دانارو پاڼه، دونې پوستکی، ریښه، ګل، د مېوې پوستکی او دانه يې ډېرې زیاتې ګټې لري چې په لاندې ډول یې تر بحث لاندې نیسو. ۱- که له خوړو ورسته خواږه انار وخوړل شي، د مخ رنګ ښکلی کوي، مخ ژر نه ګونځې کېږي او خواړه هم ژر هضموي. ۲-انار معتدل، قوي ، ادرار راوړنکی او د تندې له منځه وړونکی دی. ۳- هغه اشخاص چي ډنګر دي د خوږو انارو خوړل ورته ګټور دي. ۴- د انارو پوستکي او ریښه د معدې او کلمو چینچي له منځه وړي. ۵- خواږه انار دټوخي آرامونکي او د غږ صفا کونکي دي. ۶- خوږ انار د وجود خارښت ته تسکین ورکوي. ۷-انار اشتها رامنځته کوي، او که غواړئ چې ځوان پاتې شئ، نو انار وخورئ. ۸- خوږ انار د معدې او کبد پياوړې کونکی دی. ۹-د ترشو انارو زیات لګښت په هغه کسانو کې چې د معدې تکلیف لري د معدې د زخم لامل کېدی شي. ۱۰-د خولې د زخمونو لپاره د ترشوانارو اوبه مزمزه کول ښه درمل دي. ۱۱- د پزې د دنني زخمونو د درملنې لپاره ترش انار جوش کړئ، تر څو ټینګ ( غلیظ ) شي، بیا يې د شاتو سره ګډ کړئ او په زخمونو يې کېږدئ. ۱۳- د خوږوانارو رُب پياوړي او چاق کونکي دي. ۱۴- د انارو خوراک سره غم او خفګان له منځه ځي. ۱۵-هغه کسان چې خاورې خوري، د انارود رُب خوراک سره ښه کېږي. ۱۶- د امیدواره (حامله) ښځو لپاره د انارو رُب خوړل ډېر ګټور دي، چې پدې سره به روغ او په خپل وخت ماشوم نړۍ ته راشي. ۱۷-هغه کسان چې د وينې کمښت لري، یا د ډېرې ستړیا احساس کوي، د انار د پاڼو جوشاندې څخه دې د چاې په ډول ګټه پورته کړي.( ۱۰ ګرام په ۲۵۰ سي سي اوبو کې). ۱۸- د انار د پوستکي جوشانده د ښځو د سپینو ترشحاتو لپاره ګټوره ده. ۱۹. د انارو د مېده شوو ګلانو ترکیب د کنځلې دغوړ سره د سوځیدلي ټپ لپاره درمل دي. ۲۰- د انارو پوستکی وچ او سړه ځانګړتيا لري. ۲۱- خوږ انار سوړ، معتدل او لږ لوند ځانګړتيا لري. ۲۲- د وچ ټوخې او سینې د درد د رفع کولو لپاره د انار سر سورې کړئ او د بادامو تېل پکې ور زيات کړئ، بیا یې په اور کېږدئ، تر څو تېل جذب کړي او ويې خوري نو سکون به درکړي. ۲۳- ترش انار جنسي قوه کمزورې کوي. ۲۴- د انارو د ګل او ګلاب عصاره د سترګو د پړسوب لپاره ګټور دي، مګر په لګښت کې يې باید پوره پاملرنه وشي. ۲۵- که څوک غواړي یو ښکلی ماشوم نړۍ ته راوړي، نو د امېدوارۍ په بهير کې دې د ماسپخښین او ماښام خواړو تر منځ انارو څخه ګټه واخلي. ۲۶- د انارو خوراک مستي له منځه وړي. ۲۷- که انار دخوړو نه وړاندې وکارول شي، د صفرا لپاره ګټور دي. ۲۸- د انارو د ګل جوشانده د ورېو د ناروغېو او خونرېزۍ لپاره درمل دې. ۲۹- ترش انار د ګرم مزاج خلکو لپاره ګټور دي. ۳۰- که انار د دانو(زړو)سره وخوړل شي، نو د خېټې د بادونو څخه مخنیوی کوي. ۳۱- انار د شکر ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېر ګټور دي. ۳۲-که د انارو اوبه، شکره، نشاېسته او د بادامو تېل سره یو ځای جوش کړو او بیا يې نیم ګرم وکاروو، نومثانه تقویه کوي او د ادرارو سیستم خلاصوي. ۳۳- انار د دُخانیاتو زیانونه له منځه وړي. ۳۴- هغه کسان چې د سوړ مزاج خاوندان دي، نو انار باید دسونډ ( زنجفیل ) او نبات سره وکاروي. ۳۵- د انارو اوبه د خېټې او معدې شاوخوا اضافه غوړ( چربی) له منځه وړي او د وزن د زیاتېدو مخنیوی کوي. ۳۶-که انار د هغې د داخلۍ پردو سره وخوړل شی، نو معده صیقل کوي او زیرکتیا زیاتوي. ۳۷- د انارو اوبو څخه په منظم ډول ګټه اخېستل د وینې دوران تنظیموي اود زړه د حملې ګواښونه کموي. ۳۸- په انارو کې شته آنتي اکسیدان د وینې د لښته کېدو مخنیوی کوي. ۳۹-د انارو اوبه د سرطاني ناروغېو په ځانګړي ډول د سینې او پروستات په کمښت او مخنیوي کې مرسته کوي. ۴۰-د انارو اوبه ضد باکتریايي او ضد ویروسي ځانګړتيا لري او د غاښوونو په سلامتیا کې مرسته کوي. ۴۱- دانارو د پاڼو جوشانده د مېرمنو مېاشتنی عادت تنظیموي.

نـــړۍ کې د انارو لس (۱۰) ستر حاصل لرونکي هېــوادونه (۲۰۱۹ ) ۱- ایــــران: د نړۍ د انارو ستر حاصل ترلاسه کوونکی هېواد دی، چې کال کې نزدې یو میلیون ټن انار حاصل ترلاسه کوي. ۲- دامریکا متـــــــحده ایالات( United States): متحده ایالات نړۍ کې د انارودوهم ستر حاصل اخېستونکی هېواد دی، دغه هېواد په نړۍ کې د بېلا بېلو میوو د حاصل او لېږد له آمله ښه پېژندل شوی او د انارو په حاصل کې د ایران ستر رقیب شمېرل کېږي. ۳-چیـــــن (China): چین په دریم قطار کې د انارو ستر حاصل ترلاسه کونکی هېواد دی.انار په ۸۰يمه لسیزه کې چین کې پېژندل شویدي.د چین د سیچوان، یوننان او هنان په سيمو کې انار ښه حاصل ورکوي. ۴ـ هندوستــــــان(India): هند په نړۍ کې دا نارو د حاصل له پلوه په څلورمه درجه کې راځي.هند د نورو میوو په حاصل کې هم ښه نوم لري، خو انار پدې هېواد کې یود غوره مېوو له ډلې شمېرل کېږي.

۵-اسرائیـــــل(Israel): ټول اسرائيل د انارو د حاصل په وړاندې غوره آب اوهوا لري، مګر ډېری حاصل يې په مرکزي او جنوبې سيمو کې دي. د اسرائیل دانارولپاره آروپايې هېوادونه غوره بازار کڼل کېږي. ۶-مصـر(Egypt): مصر د انارو د حاصل شپږم ستر هېواد دی. مصر کې دوه ډوله انار ډېر پېژندل شوي او ښه بازار لري. یو يې واندرفول او بل يي بلدي دي . بلدي انار نازکه پوستکی او ښه خوند لري. ۷-هسپانیــا(Spain): د هسپانیا بزګرانو په ورستېو دوه کلونو کې د انارو حاصل ته خاصه پاملرنه کړېده او په یاده موده کې يې نزدې ۲۰٪ سلنه د انارو حاصل کې زیاتوالی راغلی دی. د والنسیا او آلیکانته ښارونه يې د انارو د حاصل له پلوه ډېر پېژندل شوي دي.

۸- ترکیــه(Turkey): ترکیه په نړۍ کې د انارواتم ستر حاصل ورکوونکی هېواد دی .سربیره پر دننني لګښت د انارو ليږدونه هم لري. ۹-افغانستــان(Afghanistan): افغانستان نړۍ کې د غوره او نایابو انارو حاصل له پلوه خورا پېژندل شوی او د انارو د حاصل شمېر په لحاظ نړۍ کې نهم پوړ کې راځي. ۱۰-بلــژیک (Belgian): دا هېواد هم د نړۍ د انارو ستر حاصل لرونکی هېواد دی . پدې هیواد کې د انارو د ډېر لګښت له آمله بزګران د کور دننه بازار لپاره آنار کري. انجنیــرنجیـب الله ناصـري

  1. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  2. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  3. DOI: 10.17520/biods.2023093.
  4. DOI: 10.17520/biods.2022537.
  5. You Sheng Chen (۸ اگسټ ۲۰۲۳). "A dataset on inventory and geographical distribution of vascular plants in Xizang, China". Biodiversity Science (په Simplified Chinese ژبه کي) (9): 23188. doi:10.17520/BIODS.2023188. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); تحقق من التاريخ في: |date= (لارښود)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  6. Lua error in Module:Citation/CS1/Date_validation at line 303: attempt to compare nil with number.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Stated in: A Scientific Dataset of useful plants of China. د خپرولو نیټه: ۲۰۲۱. DOI: 10.11922/SCIENCEDB.J00001.00212.