پښتانه ټبرونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پښتنى قبيلى په څلورو ډلو ويشل شوي دې سړبن، غرغښت او کرلاڼ

هماغسې چې پښتانه له پنځگونو آرياني ټبرونو څخه د ساکانو له سترو پاتې شونیو څخه گڼل کېږي او له دې سره د ختیزې آريانا يا اوسني افغانستان لومړني آروبومي Aborigine استوگن ، دغسې پخپله هم پر سترو پنځگونو ټبرونو يا ښاخونو وېشنه مومي او بیا ېې دغه ستر ټبرونه يا ښاخونه پّ جلا جلا توگه پر بېلا بېلو ښرانگو او ښرانگوړو ، زييونو ، خېلونو او وړو وړو پښو وېشل کېږي . لومړنی ستر پنځگونی وېش او نور لوی لوی او واړه واړه وېشونه او پښته ونې (شجرې) د ټبرني اوډون (نظام)زېږنده ده او د همدغه اوډون د پايښت له کبله د پښتنو د بې شمېرو انگېرنو او روایتونو د يوه رغنده ټوک په توگه تر اوسه تاندوتازه پاتې دي. او په پای کې ېې هم له گړنۍ بڼې څخه لیکنۍ ته هم لاره موندلې او له ښايسته ډېر مهاله راهیسې شاعرانو، لیکوالو ،پښت پوهانو او تاریخوالو راخوندي کړي دي. په دې لړ کې ورته خوشال بابا درې ـ څلور سوه کاله پخوا داسې پېيلي جوه بښلې ده. پښتون په اصل سړبنی دی يا غورغښتی دی يا بېټنی دی لودي، غلجی د بېټ له لوره په سړبن پورې بیا کرلاڼی دی د پښتنو ټبرنیو روایتونو له مخې دغه پنځه ټبرونه په لومړي سر کې د يو گډ ورنیکه ((قیس))= ((کاس))= ((ساک)) يا په اسلامي نامه عبدالرشید له درو ځامنو څخه آره اخلي سړبن ـ غرغښت ـ بېټنی (بېټ نیکه) . ددغو درو پلرونو زوزات په ٬٬٫اصلي ٫ پښتنو کې راځي او د پاتې دوو زوزات (متوزي او کرلاڼي) د ٬٬وصلي٫٫ پښتنو په نامه بلل کېږي . مانا دا چې د لومړنيو درو پلرونو يا په بله وینا د بېټ نیکه د زامنو پر ځای د لوڼو له زوزات څخه دي. د ظفر کاکاخېل (۱۲۶۵ ـ ۱۲۶۶مخ) له ویناسره سم پنځه گوني ښاخونه ټول ۴۰۵ غوره ټبرونه رااخلي ، په دې ډول .

سړبني ټبرونه ۱۰۵

غرغښتي ټبرونه ۹۵

بېټني ټبرونه ۲۵

متوزوي ټبرونه ۵۲

کرلاڼي ټبرونه ۱۲۸


او په پښتو كې خېل او زي دواړه د زوی په مانا دی

د ټولو ټبرونو لړليک

لکه څنگه چې ويل شوي دي چې پښتانه ټول په بنيادي توگه په څلورو قبيلو يعني سربڼي،بېټني،غرغښت او کرلاڼې کې ويشل شوي دي،لاندې په دې څلورو واړو قبيلو کې چې څومره قبائل دي هغه ورکړی شوي دي:

بيټني

بيټني ښاخ کې دا وړې قبيلو راځي:[۱]

غرغښت

غرښت ښاخ کې دا ټبرونه راځي: {{columns-list|6|

}}

کرلاڼي

کرلاڼي ښاخ کې دا ټبرونه راځي:

سربڼي

سربڼي ښاخ کې دا ټبرونه راځي:[۲]

سرچينه

ویکی‌پدیای انگريزي.


پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې (له ساکي مخينې سره) د پوهاند زیار لیکنې (۲۹۱ ـ۲۹۳مخ).

  1. Robinson, J. A. (1935) "Powindah Bhittani" Notes on Nomad Tribes of Eastern Afghanistan Government of India Press, New Delhi, India, page 158, کينډۍ:OCLC
  2. "PashtunFoundation.org". En.pashtunfoundation.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ اپرېل ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Khan, Roshan (1986). Yūsufzaʼī qaum kī sarguzasht. Karachi: Roshan Khan and Company. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)