احمدزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

احمدزي په ا صل کې غلجي پښتانه دي، د احمدزیو قبیله د شمیر ډیروالی له امله د پښتنو ډېره پياوړې او غښتلې قبېله شمېرل کيږي٠ددغې قبېلې خلک د افغانستان په ډېرو ولايتونو كابل او په تېره بياپه پکتيا، لوگر، ننگرهار، لغمان، مزارشريف، بغلان، هرات، کندز او فارياب خوست کې هم استوگنه لري٠داحمدزيو قبېله دپکتيا د مهمو قبېلو په ډله کې شمېرل کيړي چې زيات شمېر يې دگرديز په شما ل ختېز او جنوب کې د رود احمدزي او ميلن په سېمو کې استو گنه لري٠دپکتيا و لايت احمدزي د منگلو، تو تا خېلو،خدراڼو،زرمت او لو گر دولايت سره پوله لري او د١٣٥٤ کال ديوې سروې له مخې ددوی شمېر په پکتيا کې د يو سلو زرو تنو په شا او خو اکې ښودل شوی و ٠دلوگرولايت احمدزي ددغه ولايت په ځېنو سېمولکه ازره، التمور، سرخاب، داوبازک په دښته او محمد اغه کې ژوند کوي٠

دننگرهار ولايت احمدزي ددغه ولايت په مر گز جلال اباد، د سره رود ولسوالۍ د احمد زيو په کلي، دچپرهار دولسوالۍ د دولت زيو په کلي،دحصارک غلزايي په اولسوالۍ او د کامې په او لسوالۍ کې استوگنه لري٠دلغمان ولايت احمدزي ددغه ولايت په مرکزاو هم يو شمېر يې د کابل او لغمان تر مينځ د کابل سيند پر دواړو غارو مېشته دي٠

داحمدزيويوه پياوړې څانگه د موسی خيلو په نا مه سره شهرت لري چې اکثره خلک يې کو چيان دي٠زه ددې مقالې ليکوال په ١٣٥٤ لمرېزکال کې دميدان او وردگو ولايت دبهسودو دويمې حصې ولسوالۍ ته تللی وم او هلته مې د احمدزيو کو چيانو په زر گو نو کيږدۍ ليدلې وې٠،ځکه همدا احمدزي او نورکو چيان ددوبي په موسم کې ايلبندونو ته تلل او ددوی د څارويو له پاره دغه سېمه ډېر ښه څړ ځای شمېرل کېده٠ په پښتنو قبېلو کې تر بلې هرې قبيلې د احمدزيو د قبيلي خلک په جر گو کې ښه مهارت لري او ددوی جر گې درنې گڼل کيږي او په پښتنو کې دوی څلي او نر خونه ډېر اهميت لري٠ په پخوا وختو نو کې به که چېرې د نورو پښتنو تر مينخ کو مه شخړه او لانجه پيښه شوه نو خلکو به د احمد زيو دقبېلې جر گه ما رانو ته ورتلل او ددوی په مر سته او منځگړتوب به يې شخړې او لانجې اوارولې چې بيا به وروسته دواړو خواووته دمنلو وړ وي او عمل به پرې کېده٠

احمد زي زړور او په هېواد مين خلک دي٠دانگر يزي ښکيلاکگرو پر خلاف ددوی د غيرت او ميړانې نمونې په تاريخ کې ثبتې دي٠ دروسي ير غلگرو سره د مبارزې په ترڅ کې هم دوی د مبارزې سنگرونه تاوده ساتلي وو چې زموړ هېواد او تاريخ پرې وياړې٠

نوميالي

د افغانستان پخوانی جمهور رئيس او د وطن گوند مشر نجيب الله هم د احمدزيو د قبېلې پورې اړه درلوده او په اصل کې دپکتيا ولايت درود احمدزي د ميلن د کلي او سيدونکی احمدزی پښتون و٠ همداراز په احمدزيوکې د جنرال شا هپور ا حمدزي او د ماليي د پخواني وزيردکتور اشرف غني احمدزي نو مو نه هم يادولای شو٠

د احمدزيو ځينې څانگې او خېلونه

د احمدزيو ځينې څانگې او خېلونه په لاندې ډول دي : بابکرخیل،جبارخيل،معروف خيل، يحيی خيل, مو سی خيل ,عيسی خيل،اله دين خيل، ،ځنډي خيل، ،ابرا هيم خيل ،ستانکزي،عبدالر حيمزي (ادريمزي)چې دغه څا بيا په لاندنيو کو چنيو ښا خو نو ويشل شوي:

بابکرخیل: چه د احمدزیو یوه ډیری برخه دي او په کابل،کونړ،لغمان،ننگرهاراوپروان کې میشته دي چه په ډیرو کوچنیو خیلونو ویشل شوي لکه صوفیان،لنگرخیل،خانخیل،لالاخیل... او داسې ډیر نور

الله دين خيل په: با دين خيلواو کو چي خيلومهم خيلونه يي ، پا ينده خيلو او منصور خيلو,

عيسی خيل په: سا دو خيلو، با زو خيلو، محمد علي خيلو، پا دشاه خيلو، خواجه خيلو،توره خيلو ا و ما ني خيلو با ندې ويشل شوي دي

همداراز يحيې خيل: په حسن خيل اوښالي باندي ويشل کيږي حسن خيل: فتح الله خيلو،سلام خيلو، کامران خيل, خا نه خيلو ،ازک خيلو او فيروزخيلو.

ښالى په: ټغر, كړوخيل, اكوړخيل, وليخيل.......

ځنډيخيل:

موسی خيل:په خوجي او ممي باندې ويشل كيږي چې بيا دغه دوه په لسگونو وړو خيلو ويشل كيږي, له تفصيلاتو تيريږو او مهم خيلونه يې لاندې دي: جاني خيل, سلطان خيل, سدي خيل( نعيم كوچى), خانان خيل (د غني كورنۍ) جامبي خيل, فتح خيل, گلمتخيل, زمانخيل, تالوخيل, البيخيل, مدرزاخيل, رضاخيل, جنگي خيل, باټوخيل, حكيم خيل, سنگرخيل, سرواڼيخيل, ببر(إنجنير احمدشاه), قاسمخيل, حاجي خيل,ازلخيل, عبدالله خيل.....................

معروف خيل:په با دين خيلو، شکر خيلو،محمد خيلو، عبدالرحمن خيلو او سر کي خيلو با ندې ويشل شوي دي٠ جبارخيل:

همدارنگه دگردۍز ابراهيم خيل په لسو کوچنيو پلارينو ويشل شوى دى چي عبارت دي له : پيرزادخيل ، تنخانخيل ، اعظمي خيل ، کرموخيل ، وليان ، صادق خيل ، مشهدخيل ، سرورخيل ، رحمت خيل ، بډه خيل دا خلک اکثرا په خليج هيوادونو کي مسافري کوي او له هغه ځايه خپل کورونه چلوي او متوسط اقتصاد لري اوس مهال دمهال ددي قوم ځوانانو يو ويب لاگ هم خلاص کړي چي پته يي دا ده

سرچينې

  • پښتني قبيلې و پيژنئ، دکتو رلطيف ياد