خبري ارزښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خبري ارزښت

یو خبر کله ارزښتمن دی او کوم فکتورونه یې په ارزښت کې رول لوبوي؟

ډېر ژورنالېستان او ژورنالیستیک پوهان په دې اند دي چې په ژورنالېزم کې خبري ارزښت کوم ځانگړی او مالوم بنسټ نه لري . ځکه چې خبر کېدای شي د یوه ژورنالیست له خوا داسې ولیکل شي چې د ډېر ارزښت وړ وي، که څه هم چې له آره به لوستونکیو ته هېڅ پیغام هم ونه لري . په دې مانا چې له آره دا ژورنالېست او یا هم د خبري رسنۍ مدیر مسئول دی چې یوه خبر ته ارزښت ورکوي ، خو بل بي ارزښته کوي . ښه بېلکه یې په لاندې ډول ده:

کله چې د پکتیکا ولایت د مټاخان ولسوالۍ د کارېز پر کلې د جون پر ۳۰ د ۲۰۰۸ کال اېتلافي ځواکونو بمباري وکړه، ۳۳ ولسي وگړي یې ووژل . د دې شهیدانو له ټولي څخه ډېری ماشومان او مېرمنې وې . همداراز سپین ږېري او ځوانان هم پکي ول . اېتلافي ځواکونو سربېره پر دې، څو مېرمنې په سپیو ډاړلي وې . دغه پېښه ښاغلي نذیر احمد سهار په یوه راپورتاژ یا گزارش کې له انځورنو سره رانغښې وه چې د هر لوستونکي لپاره یو زړه خوړینی خبر وو . دا ښه شونې ده چې د دې انځورونو په لید او د گزارش په لوستلو ډېر لوستونکیو اوښکي تویې کړې وي . ښاغلی سهار خپل راپورتاژ داسې لیکي:

هلته، چې سپي هم په مرگ ويده شول...!! ((گزارش(( http://www.benawa.com/kandahar/fullstory.php?id=19316[مړه لينکونه]

درست دا هغه ساعت و، چې ماشومان د خوب او ارام لپاره د شپې په غېږ کې ويده کېدل. پر کلي سکوت خپور و او يوازې د سپيو غپا اورېدل کېده. د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ دغه خټين کلى له مرکز ښرنې څخه شل کيلومټره لرې، د کوچنيو غونډيو په منځ کې پروت دى. دغلته شملور، خو بېوزلۍ ځپلي پښتانه گرد په پوله او پټي ژوند تېروي. د ابراهيم کاريز کلي وگړو ته د ميلياردونو ډالرو مرستو له درکه نه د ملي پيوستون پروگرامونه پلي شوي او نه هم دلته د بيارغونې نښې نښانې ترسترگو کيږي. د ملا مُسلم اته کسيزه ډله: کروندگر د نړيوالو ايتلافي ځواکونو تر بمبارۍ څو شيبې مخکې کورونو ته ننوتي وو. نړيوال ځواکونه په ظاهره د ((ملا مُسلم)) او د هغه د ډلې په لټه راغلي وو. د هغوى هدف د مټاخان د ((ابراهيم کارېز)) کلى و.




د کلي پر ډاگ او کښتونو د ايتلافي چورلکو د بمبارۍ غږ تر لرې سيمو اورېدل کېده. په بمبارۍ کې د مېلمنو يو ټونس ډوله موټر او مېلمانه له منځه لاړل. ايتلاف پر همدغو مېلمنو د ملا مُسلم او د هغه د ملگرو شک کړى و. د پکتيکا امنيه قوماندان نبي جان ملاخېل له خبريالانو سره د خبرو پر مهال وويل، چې دوى له عملياتو ناخبره وو: (( د ابراهيم کاريز کلي ته، چې د ايتلاف کوم پوځيان تللي وو، هغه په پکتيکا کې ميشت ايتلافي پوځيان نه وو. هغوى ښايي له غزني يا خوست نه راغلي وي)). ايتلاف په خپله خبرپاڼه کې د ځان سپيناوي په اړه وويل، چې په وژل شويو کسانو کې د طالبانو دوه جگپوړي قوماندانان وو، چې يوه يې دوى ته ماينونه ښڅول او بل هغه له طالبانو سره يوځاى دوى ته لاره نيوله، خو ذبيح الله مجاهد د طالبانو د وياند په توگه په (( ابراهيم کاريز)) کلي کې د خپلو جنگياليو د حضور رپوټونه چورلټ رد کړدي. ايتلاف په پېښه کې يوازې د يوه ماشوم او دريو ښځينه وو مړينه منلې ، خو پوښتنه داده، چې د ماشومانو او سپين ږيرو په گډون دا ٣٣ تنه نور مړي د چا وو؟ د پکتيکا د ولايتي شورا پخوانى رييس موسى خان يې ځواب وايي: (( په مړو کې دوه ماشومان او درې ښځې دي. ٢٧ تنه نور ځوانان او سپين ږيري دي. د طالب او القاعدې په نامه هيڅوک پکې نشته. دولت وايي، د ملا مُسلم په نامه يې يو طالب قوماندان او د هغه اته کسيزه ډله وژلې، خو هغه زموږ د کلي د جومات ملا محمد نبي وو)).


د پکتيکا والي محمد اکرم خپلواک په وار وار پر بهرنيو ځواکونو نيوکه کړې، چې له دوى سره له همغږۍ پرته خپلسري پوځي عمليات کوي او دا دوى ته په سيمه کې ستونزې ټوکوي. هغه له شپږو نورو افغان واليانو سره يوځاى په سپينه ماڼۍ کې د امريکا ولسمشر جورج بوش ته هم دا شکايت وکړ، چې ايتلافي ځواکونه خلک له کورونو باسي او په نه گناه يې زندانونو ته اچوي. دا لومړى ځل نه دى، چې ايتلاف او ناټو ځواکونه ملکي وگړي په نښه کوي. پر ٢٠٠١ ز کال چې حامد کرزي نوې د واک شنه چپنه پرغاړه کوله، د ارزگان په دهراووت کې د واده مراسم په جنازو واوښتل. د واده شنې جوړې د قبرونو بيرغونه شول او يوازې سره او شنه بوټان وو، چې له وراييځ نه د يادگار په توگه پاتې شوي وو. دا يوه وړه بېلگه ده، خو په لسگونو نورې داسې پېښې شته، چې نه يې چا انځور خپور کړى او نه هم پرې د بشري حقونو نړيوالې مدافعې ټولنې وغږېدې. له رسنيزې زاويې يو متفاوت تصوير: ((جسيکا لينچ)) او ((ريچل کوري)) دوه هغه امريکايۍ خويندې، چې په عراق او فلسطين کې وژل کېدې، له سي اېن اېن او بي بي سي نه رانيولې ترگردو لويديزو رسنيو پورې ټولو تر اونيو اونيو پر هغوى رپوټونه خپرول. جسيکا لينچ ، چې په عراق کې له القاعدې او عراقي پوځ سره جنگېده، تر مصنوعي برمته نيونې وروسته ژوندۍ ووته، خو ريچل کوري، چې په فلسطين کې د مسلمانو ماشومانو د روزنې چارې پرمخ بېولې تر اسراييلي بلدوزرونو لاندې شوه. جسيکا په يوه ناروا جگړه کې اتله وگڼل شوه ، خو کوري له اسراييلي ځواکونو سره په مبارزه کې تر مړينې وروسته ترهگره ونومېده. له (ISM) غورځنگ پرته، د بشري حقونو د دفاع ټولنو او لويديزو رسنيو پام له ((ريچل کوري)) واوښت. د لويديزو رسنيو له زاويو د افغانستان او عراق وضع همدغسې انځوريږي. دلته ((جسيکا لينچ)) اتله ده او ((ريچل کوري)) ترهگره.

خلک د مړو پر ښخون لگيا دي سپي غلي شول او شپه رڼا شوه... بمبارۍ کلى په دوړو او لوگيو کې پټ کړ، خو هدف يې يوازې دښته ، باغونه او يو ټونس موټر و. د کلي سپي د امريکايي پوځيانو د ټوپکو له شړکا سره جوخت د مرگ په خوب ويده شول. اوس يوازې درې غږه اورېدل کېدل: د امريکايي ببر غوږو سپيو غږ، د امريکايي پوځيانو غږ او د کلي د ماشومانو او ښځو چيغې. خو دا درېواړه غږونه او چيغې د پرمختللو امريکايي ماشينگڼو په ډزو کې چا نه اورېدل. نړيوالو رسنيو او ايتلاف اعلان وکړ، چې د طالبانو يوه اته کسيزه ډله وژل شوې او سيمه له ترهگرو پاکه شوې ده، خو د پردې ترشا هيچا څه ونه ليدل. هغوى، چې پېښه ليدلې وه، پټه خوله پاتې شول او يوازې پر يوه خواشيني بسيا شول.

سپي هم د مرگ په خوب ويده شول انسان د سپيو خوراک: د ابوغريب زندان له منځه خپرو شويو تصويرونو نړۍ ولړزوله. هغه په عراق کې د امريکايي تمدن او ولسواکۍ جوتې بېلگې وې. څو سپيو ، څو هغه (( بېوزله ترهگر)) داړل، چې نه خو يې د امريکا جگپوړې ودانۍ نړولاى شوې او نه يې له دغو تورو سپيو د ځان ژغورنې توان درلود. چې مړشي، پړ شي: هغوى نور د همدغه متل مصداق وو. د مټاخان د ابراهيم کاريز په کلي کې هم انسان د سپيو خوراک شو. تور او اوږد غوږي سپيان په ښځو او ماشومانو ور ايله وو. ساندو او نارو ټول کلى په سر اخستى و. نارينه د امريکايي پلي ځواکونو د ماشينگڼو خوراک شول او ښځې او ماشومان د سپيو.

ددغو ماشومانو ناسته کونډه مور ايتلافي سپيانو وداړله د دريو کورونو دېوالونه، توشکې او بړستنې ټول د وينو بوى ورکوي. دوو کورونو تر لسو لسو ډېرغړي له لاسه ورکړي دي. د صندوقونو سرونه خلاص دي او کورنۍ ميرات. يوه د څلورو ماشومانو مور د کوټې په وينلړلي غولي کې زگيروى کوي. سپي خوړلي ټپي لاسونه يې پټۍ شوي او څلور تازه يتيمان يې گرد چاپېر ولاړ دي. هغه نور د کور د کفالت لپاره څوک نه لري او بزگر مېړه يې د طالب او القاعدې په ټس کې د نورو د غچ خوراک شوى دى.

دغه سړى وايي دلته له دوو مېرمنو سرونه پرې شويدي په دوهم کور کې هيڅ ژوندى سرى نشته. ١١ واړه په ډزو وژل شويدي. درېيم کور له خپلې ١٧ کسيزې کورنۍ څخه په کابل پلتخنيک کې يوازې يو محصل((انجنير رحمت الله)) او د هغه سپين ږيرى پلار په ميراث پرېښودل. هغه اوس پر کلي د پولتخنيک ليليې ته ترجيح ورکوي، ځکه لږ ترلږه خو به د ايتلاف او ناټو ځواکونو د چورلکو له ړندې بمبارۍ په امن کې وي.

ايا دغه زانگو به کونډه مور بيا ډکه کړاى شي؟ د مټاخان د ابراهيم کاريز کلي ډلوژنه په داسې حال کې ترسره کيږي، چې په ملگرو ملتونو کې د افغانستان سفير ظاهر طنين امنيت شورا ته د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې کچې د ټيټيدا زېرى ورکوي. هغه د ابراهيم کاريز کلي تر ډلوژنې يوه ورځ مخکې وويل: (( د افغان او سوله ساتو ځواکونو ترمنځ د همکارۍ يو داسې ميکانيزم جوړ شوى ، چې د هغه پر بنسټ به د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوى کيږي)). د ظاهر طنين د ادعاوو اپوټه، د ايتلافي پليو ځواکونو په لاس کوراکور ٣٣ کسيزه ډلوژنه دا ښيي، چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوي لپاره د نوي ميکانيزم په نامه څه نشته.

د يو شمېر نړيوالو ټولنو او ادارو د سروې گانو له مخې، دا په ډاگه شوې ده، چې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې هرې پېښې د تاوتريخوالي کچه او سلنه ډېره کړې ده. پښتون چاته غچ نه پرېږدي او څومره، چې دغسې پېښې ډېريږي، د غچ لمبې ورسره لا ژبغړاندې کيږي. د مټاخان د(( ابراهيم کاريز کلي)) خلک د دولت او نړيوالې ټولنې د بي پري څيړنو انتظار کوي. که ښکيل اړخونه د هغوى پوښتنې ځواب نه کړي او د پېښې د پردې تر شا رازونو سپيناوى ونه شي ، ښايي خپله چوپتيا په يوې ورته غچ اخستنې سره ماته کړي.

خلک د پېښې په اړه د جدي پلټنو غوښتنه کوي د همدې پېښې اړوند پښتو بي بي سي خپرونې په لاندې ډول خبر خپور کړ:

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/story/2008/07/080701_hf-khost-taliban-killing.shtml


ايتلافي ځواکونه وايي له دغو وسله والو سره د ار پي جي په گډون درنې وسلې هم وې


د خوست په عملياتو کې ' ٣٣ وسله وال وژل شوي' په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ ايتلافي ځواکونه وايي د هېواد په سوېل ختيځ کې په هوايي بريد کې ٣٣ وسله وال طالبان وژل شوي دي . دغه خبره ايتلافي ځواکونو د يوې خپرې کړې خبرپاڼې له لارې کړې ده . خبرپاڼه زياتوي عمليات وروسته له هغه پيل شول کله چې دوى په خوست ولايت کې د وسله والو طالبانو پټنځايونه په نښه کړل او بيا يې تر خپل هوايي بريد لاندې ونيول . د ايتلافي ځواکونو د خبرپاڼې پروينا، له دغو وسله والو کسانو سره د ار پي جي راکټ په شمول ځېنې درنې وسلې هم وې . د خبرپاڼې تر مخه، دغه هوايي بريد د جون پر ٣٠، د چنگاښ په لسمه تر سره شوى دى . خو طالبانو له تراوسه په دې اړه خپل غبرگون نه دى ښودلى .

د ښاغلي سهار راپورتاژ او د بي بي سي خبر يو له بله ډېر توپير لري . د بي بي سي خبر یوازې د اېتلافي ځواکونو د خبرپاڼې ژباړه ده . د ښاغلي سهار راپورتاژ یو زړه خوړین او د وېر او ناورین پیغام دی . ښاغلي سهار لیکي چې ناټو ځواکونو، سپي خو گرد سره هیر کړئ، پر بې وزلو ماشومانو او مېرمنو هم رحم ونه کړ . خو د بي بي سي لپاره دغه د ملکي کسانو وژنه یوازي د څو تنو وسلوالو ترهگرو مړینه وه، او بس .

د ښاغلي سهار د راپورتاژ انځورونه د هر لوستونکي د اوښکو سبب گرځي، خو د بي بي سي هغه بیا یوه خوني او یاغي ډله راپېژني چې پرته له وسلو او زورواکۍ بل څه نه پېژني . که دغه د بي بي سي خبر او د ښاغلي سهار راپورتاژ یو له بل سره په ژورنالېستي څانگیزه توگه سره پرتله کړو، د بي بي خبر د ښاغلي سهار د راپورتاژ پر وړاندې "څه ناڅه" خو یو خوا پرېږده چې هېڅ د اهمیت وړ هم نه دی .

ټول خبریالان پوهېږي چې راپورتاژ یوازې پر هغه پېښه لیکل کېږي چې خبریال ته، د رسنۍ مدیر او گرد سره ټولنې ته د خورا ډېر اهمیت وړ وي . خبریال کولای شي چې همدغه د بي بي سي لنډ خبر د تېلېفون په مټ هم له کوم کلېواله واخلې . دا شونې ده چې په رښتینولۍ به هم ټیکاو ولري . خو د یوه گزارش یا راپورتاژ لپاره خبریال باید هرو مرو د پېښې ځای ته ورشي . یو لنډ "غلط" خبر لکه د بي بي سي به یوازې د ژورنالېست پینځه دقیقې ونیسي، خو د یوه راپورتاژ یا گزارش لیکل-نظر په سکالو-کېدای شي چې ان میاشتې وغواړي . د یوه راپورتاژ لگښت د یوه لنډ خبر په کچه ښایي چې پنځوس ځلې ډېر شي .

د یاودنې وړه ده چې په همدې پېښې پسې دوه درې ورځې وروسته په کابل کې د مدافع وکیلانو یوه ټولنه جوړه شوه . پښتو اوبپاڼو په دې باره کې یوازې یو لند خبر ورکړ، خو پښتو بي بي سي رادیو او اوبپاڼې ته دا اړینه، ارزښتمنه او د لېوالتیا وړ وه چې په کابل، جلال آباد، خوست، او کندهار کې له خلکو وپوښتې چې د مدافع وکیل پېژني که نه . حال دا چې د مټاخان په پېښه کې یې له هېچا هم ونه پوښتل چې آیا په رښتیا ملکي کسان مړه دي که یاغي طالبان .

کابو درې اوونۍ کېږي چې په تخار کې د سلو په شا او خوا کې پښتنې کورنۍ د ځناورو له خوا کلابندې دي . هره دقیقه د دې گواښ شتون لري چې پر پېغلو او ماشومانو یې د زورواکانو له خوا تېری وشي . پښتو خبري اوبپاڼې په دې اړوند له لیکنو ډکې دي، او ان لا ځانگړي پاڼه ورته جوړه شوه، خو د پښتو بي بي سي په پاڼه کې لا تر اوسه ( ۰۹-۰۹-۲۰۰۸) پورې هېڅ خبر هم نشته .

د ښاغلي سهار د راپورتاژ او د بي بي سي خبر په پرتله کولو سره د خبریال او د خبري رسنۍ د مدیر اغېزه ښه ترا څرگندېږي چې څنگه یو خبر بې ارزښته او بل ارزښتمن گڼل کېږي .


ژورنالیستیک پوهان وایي چې خبري ارزښت نړیوال آر او معیار نه لري، بلکې د هر ملک او هڅوبي پر پولو پورې تړلی دی . همداسې ډیر خبر یالان په دې اند دي چې نور لاملونه لکه د دولت یا ځینو کړیو لخوا فشار او گواښونه هم د خبریال او خبري رسنۍ پر کار پوره اغېزه لري . په ځینو ملکونو کې همدغه دولتي سانسور، خو په انگرېزي غوندې ټولنه کې بیا د خبري رسنۍ "خیالي" وېره یا هم د چوکۍ وېره کېدای شي د دې لامل وگرځي چې خبریالان یوه خبر ته د ډول ډول ارزښتونو مننونکي شي .

هر خبریال باید تر خپله وسه پورې هڅه وکړي چې د یوې پېښې هغه برخې لوستونکیو 

ته وړاندې کړي چې د دوی پر خپل ژونداغېزه کوي . د بېلگې په توگه : که په اوسني وخت کې چې اېتلافي ځواکونه زموږ په وطن کې داړل کوي، په اروپا یا امریکا کې نوي ولسمشران ټاکل کېږي، چې ښه بېلگه یې اوس په امریکا کې ده، نو افغان خبریال ته ښایي چې د دوی د هغو ویناوو په اړه افغانانو ته خبر ورکړي چې د افغانستان په باره کې یې کوي . دا د افغانانو لپاره ډېره اړینه ده چې د امریکا د نوي ولسمشر پر کړنلاره پوه شي، هر گوره، د افغانستان په باره کې . افغانانو ته دا ډېره د ارزښت وړ ده چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پر تلو راتلو، روانو او راتلونکیو نظامي او غیر نظامي عملیاتو پوه شي .

هېره د نه وي چې د ډېرو لوستونکیو لپاره د روغتیا، زده کړې، خوراک او زموږ ټولنې ته د سولې یا نوو جگړو پیغامونه هم اړین او ارزښتمن دي چې باید تل پرې خبر ولیکل شي .


محمدکریم نور