ظفر خان اهتمام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ظفرخان اهتمام

ښاغلې پوهنیار ظفرخان « اهتمام » د سردار خا ن زوی ، د ارسلا خان لمسی او د دوست محمد خان کړوسی ، په کام میرزا خېل پښتون دی د ( ۱۳۴۳ ) لمریز ـ لیږدیز« هجری شمسي » کال په غبرگولي کې د لغمان ولایت د الینگار ولسوالۍ د برکوټ په کلي کې نړۍ ته سترگې غړولې دي.

لومړنۍ زده کړې

ښاغلې پوهنیار ظفرخان لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د ( ۱۳۵۹ ) لمریز کال تر غبرگولي پورې د شاهي په منځني ښوونځي کې په لومړۍ درجه سرته رسولي دي ، په ( ۱۳۶۰ )ل لمریز کال کې د پلاوي له خوا د حربي ښوونځي د نهم ټولگي لپاره وټاکل شو،د ( ۱۳۶۳ ) لمریز کال د وري په میاشت کې د کابل د حربي ښوونځي له دولسم ټولگي څخه په ډېر ښه بري لیک فارغ شؤ او په همدې وخت کې په اکاډمي تخنیک کې شامل شؤ .

لوړې زده کړې

د ( ۱۳۶۵ ) لمریزکال د زمري په میا شت کې د اکاډمي تخنیک د مهماتو د تخنیک له مسلک څخه د لسا نس په درجه په ډېر ښه بري لیک د دوهم برید من په رتبه فارغ شوی دی.

دنـدې

ښاغلی اهتمام په اکاډمي تخنیک کې د ندې تر سره کړې دي د۱۳۸۴ کال دغبرگولي ترمیاشتي پورې یې د اکاډمي تخنیک د مهماتو په دیپارتمنت کې په علمي کادر سره د ډگروال تر رتبې د استادی دنده اجرا کړې ده. د شپـېتمې لسیزې را په دېخوا یې شعر ویل پیل کړی . چې یوزیات شمېر شعرونه،مقالې،راډیوي نندارې او لنډې کیسې یې د ( ۱۳۷۲ ) لمریز کال څخه راډیو او مطبوعاتو خپرې کړې دي،ځینو کیسو او ډرامو یې د کال لومړۍ درجه مطبوعاتي جایزې هم گټلي دي . د ( ۱۳۷۸ ) لمریز کا ل څخه یې تر ۱۳۸۱ کاله پورې دملي راډیو،د هنر او اد بیاتو په پښتو څانگه کې د ممثـل او لیکوال په توگه هم دنده اجرا کړې ده . د دولت دپالیسی له مخې داکادیمي تخنیک تشکیل له منځه لاړ، نوځکه یې د ( ۱۳۸۴ل ـ ل ) کال د چنگا ښ له میاشتې څخه یې د مرغومي تر دېرشمې نېټې پورې د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د پارلماني ټاکنو د پروژې په گډ دفتر کې د کارمند او بیا د مدیر مرکز په توگه ترشمېرنې پورې دنده اجرا کړې او په همدې وخت کې دسولې او بشري حقوقو د سازمان دنشریي (ما وجامعه ما)د مرستیال او کتوونکي په توگه هم کار کاوه. بیا ملي اردو ته د ټاکنود بهیر تربشپړولووروسته ، د۱۳۸۴ کال د کب له میاشتې څخه یې ،د ملي دفاع وزارت د عمومي اکمالاتو په څا نگې کې یو کا ل د محاسب دنده په مخ وړې اوس د ملي دفاع وزارت په مطبوعاتي مرکزکې کار کوي .

څپـې ، ژوند لیک –عزیزالرحمن« ذکي »

دده په اړه د نورولیکوالو اند

۱- ښاغلی -اهتمام له دومره درنې دندې اود روزنې له مشغولتیاوو سره سره دهغه با احساسه احسا س بیا هم آرام نه دی پریښی چې د خدای ج ورکړي او هنرپاله طبیعت په مرسته دغه حالات،صحنې او غمیزې په ډیر ماهرانه ډول په خپلو کیسو کې داسی انځور کړي چی دهر با احساسه انسان دومره دپام وړ وگرځوي چی ته به وایې دی دصحنې عملي لیدونکی او شاهد دی، اهتمام که له یوې خوا په نثر کې خپله خوږه ژبه ښه په ظرافت چلولې ده نو د شعر له خوږوازانگو یې هم بې برخې نه یوو پرییښي او ښه ډیر شعرونه یې د پښتو شعر پر پا نگه ورزیات کړي دي. اهتمام په تمثیل کې هم خپل ځای فعا ل ساتلی او دکا بل راډیونه، په خپریدونکو ډیروډرامو کې یې د یو تکړه ممثـل په توگه رول لوبولی او زیاتې ډرامې یې لیکلي هم دي د اهتمام ډیر نثرونه او شعرونه دهیوادپه ورځپاڼواو راډیوي خپرونوکې خپاره شوي دي ده داستادۍ ددندې، ادبي لیکنواو تمـثـیل تر څنگ دپښتو ژبې د پرمختیا له پاره د ادبي غونډو انتظامات هم تر سره کړي او د « الینـگارفرهنگي یون» له تا سیس کوونکوڅخه دی.

دښکار شوي پړانگ ، دپښتـۍ څلورم مخ- ډاکترضیا الرحمن ضیاء.

۲- له کومی راهیسی چی زه ښاغلی ظفر اهتمام پیژنم دی یو نه بلکې ډېر کما لونه لري د پوهنتون استاد هم دی او بزگر هم،په شاهانه مجلسونو کې چې کښیني ته به وایې ټوله ورځ یې خبرو ته غوږ ونیسم خو کله چې له هغه مجلسه راووځي دومره قلندرانه فطرت لري چې ته به وایې په هیڅ هم نه پوهیږي،شعریې تر نثر ښه دی او نثر یې تر شعر،د تمثیل پر سټیج د ټولو ممثـلینو مالگه او د ښکار په ډگر کې د خوشحال بابا د لارې شاگرد...

بس که نور صفتونه یې بیان کړم لوستونکي به راته د نیو کې گوته ونیسي ، خوزه دا لیکنه په ویاړ سره کوم او پر دې ډاډ ه یم چې واقعاًهم زه د یو هنرمند انسا ن په باره کې خبرې کوم زه چې څه وایم زه پرې مطمین یم . زه چې څه لیکم دا به په همدې اثر(کیسو) کې ولولیء.

                                د ښکار شوی پړانگ ، سریزه – عزت الله شمسزی .

۳- څپې د شعرونو د ټولگې د پښتۍ په څلورم مخ کې ؛

                                اهتمام ته !
   
    سمونمل گـــل آقــا « رښتینوال »

د ټولو زړونو خا ص و عام شاعـر دی ٭ هم د شاعــــــرانو سر الهام شاعـر دی \ ډېـــره آزاده مــفــکـــــوره لـــــري دی٭ چې موفـــــــــق تـــل او مدام شاعر دی \ ده وظـیــــفـه یـې نـظــامــي ښوونــکی٭ ډېر دی ځـــیرک او رموز پام شاعر دی \ ځار د هغه ښــکـــلي شعـــرونه شم زه٭ هم د غـــــــزل هم د مــقــام شاعـــر دی \ په مــلگرتیا او پــښــتــو ســـر ورکوي٭ څومره سر تېر په ننگ و نام شاعر دی \ لنډ او خــلـص به وایم ای مــــلــگرو !٭ د خوږې میــنې،میـو و جـام شاعــر دی \ څوک ده هغه شاعــر او څـــه نومېږي٭ هغه ظـــفــِر « اهــتمـــــام » شاعر دی \ چې « رښتینوال » یې له نږدې وویني٭ ډېر خوش اخلاق،وړ د انعام شاعر دی٭

لیکلي اثار

ښاغلي اهتمام ډېر گټورې لیکنې کړي، چې د ځینو لیکلو او چاپ شویو کتابونو نومونه یې په لاندې ډول دي:

چاپ اثار

  1. ښکار شوی پړانگ، د داستانونو ټولگه جوزا ۱۳۸۴ کابل
  2. څــــپــې دشعرونو جونگ اسد ۱۳۸۵ لغمان
  3. یو شمیر ادبي، اجتماعي اومسلکي مقالې: په دې شعرونو کې د ډیرو کره او آزادو شعرونو تر څنگ یو زیا ت شمیر اولسي دودیزوال او سندریز نظمونه هم شته دي،چې د معلوماتو لپاره بیلگې او د سندرو لپاره ښه پا نگه هم کیداې شي
  4. یو شمیر: ادبي، اجتماعي اومسلکي مقالې او ډرامې ( له مجلو،نشریواو ملي راډیو څخه خپرې شوې ) (له مجلو،نشریو،سايټونو او ملي راډیو څخه خپرې شوې):

۴ -له دعوت،سپرغۍ،ټاټوبي،ټول افغان،کابل ناتهـ،وړانگه،پښتونخوا، پښتوويکيپیډيا،اتل افغان،تل افغان ،روهي،سمسور،پیوستون،سلام ټولنه،بهیر.Com. او ځینو نورو پښتو سایټونو څخه خپرې شوې مقالې اومطلبونه.

              - کیسه ، لنډه کیسه او ناول د A4 په سایز ټول ۳ مخونه.
              - لغمان د لرغوني تاریخي او فرهنگي شالید په رڼا کې   ۱۸ مخونه
              - په اسلام کې د شعر او ادب دریځ او اړتیا ۶ مخونه .
              - په پښتو ادب کې د آزاد شعر دریځ او سرچینه ۱۲ مخونه .
              - سروکي په پښتو ادب کې  ۱۰ مخونه .
              - سپرلی هغه چې غوریاځه وگري گلونه!
              - مارچیچلې ( لنډه کیسه )  ۴ مخونه .
             - ښکار شوی پړانگ ( لنډه کیسه)
             - انسامبل اردو مهد پرورش هنر مندان(مصاحبه)
             - زه به سودايي یم او که نه !؟ (طـنـز)
             - ژونــد لـيـک ( اهتمام )
              - دپښتو ژبې لنډ گرامر اوسل ادبي اصطلاحات
            - دټاکنو به هکله مالومات
             - لويه جرگه او دخلکودندې

ـ لیدلی خوب (لنډه کیسه)

              _ استقبال سایسته از روح ا لله نکپا وهمراهان اش
             - شعرونه،۳۰ پارچې 30مخونه 
ناچاپ اثار:   یو،یوجونگ شعرونه، ډرامې، مقالې او طنزونه.

ناچاپ اثار

  1. یو،یوجونگ شعرونه.
  2. ډرامې، مقالې او طنزونه.

سرچینې