سمنگان ولايت

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سمنگان ولايت
د سمنگان ولايت انځور
د سمنگان ولايت انځور
د سمنگان ولايت انځور

سمنگان ولايت
سمنگان ولايت

Map
کورډېناټونه: ۳۶°۱۵′۰۰″شمال ۶۸°۰۱′۰۰″ختیځ / 36.25°شمال 68.0167°ختيځ / 36.25; 68.0167  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هېواد افغانستان  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوی وېش افغانستان  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه ښار ایبک، سمنګان  د (P36) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
پراخوالی
 • پراخوالی 11262 کیلومتره مربع  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 2202 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه 438235 (۲۰۲۱)  د (P1082) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وروستي مالومات
رسمي ژبه دري
اوزبکي ژبه  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1127766[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 AF-SAM  د (P300) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
 دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.
دوتنه:Samangan.PNG
سمنگان

د سمنگان ولايت د بلخ او بغلان ولايتونو ترمنځ پروت دی. سمنگان ولایت د هیواد په شمالی سیمه کی موقیعت لرې. ددې ولایت جنوب لورته د هندوکش د چنغور غاښ او د ایبک په برخه کې هوارې زراعتی [ځمکې]] اوشمال لورته د آبدان میر علم شگلنې دښتې، د آمو د سیند شاوخوا ساحه پوښلې ده. ددي ولایت خلک له بزکشی او د غرڅو له ښکار سره ډیره مینه لري. دا ولایت د شفتالو، پستی، آلو، زردالو او بادام ډیر باغونه لري. د هغی سیمی خلک د غالیو او لاسي صنایعو په گنډلو کې ډیر مهارت لري.

تاريخ

دا ولایت یو روښانه او لرغونی تاریخ لري. حضرت سلطان،دخلم غونډی، د بودیزم په سبک لوی سوړی او غارونه د سرخرنگ خټینې مجسمې او تخت رستم ددې ولایت مهم تاریخې ځایونه دی. د کشفیاتو له مخې ډیرې سوړې او مغارې موندل شوي دي او دا ثابتوي، چی د سمنگان نوم هم ازبکي او تاریخي ریښه لري، ځکه چې په ازبکې کې(سومونگ،ایان) دی، چې مانایې د سوړو اوسیدونکیو په مفهوم ده. تر میلاد(۵) پیړی وړاندی د رستم تخت له تیږی څخه جوړ کړای شوی دی. د خلم د ښار شمال لور ته په ۸ کیلومتری کې له غونډی څخه یو شمیر مجسمې ترلاسه شوي دي، چې دا ټول څیزونه د سمنگان لرغونتوب ثابتوی.

هوا

ددې ولایت هوا گرمه او وچه ده. په اوړي کې د تودوخی لوړه درجه ۲۵ او ۳۰ درجې سانتی گرید وی او په ژمی کې -۵ او -۱۰ ته راښکته کیږی. د کلني اورښت اندازه یط د ۳۰۰ او ۴۰۰ ملې مترو په شاو خوا اټکل شوې ده.

توليدات

الوبخارا، الو، پسته،چارمغز، زردالو او زیره یې مهم پیداواردی. غنم،وریجې، وربشې او جوار پکې ښه حاصل ورکوي. په دی ولایت کې هندواڼې په یو ځانگړي کیفیت تولیدیږي او د پزکشی آسونه په فني دود روزل کیږی. د تاشقرغان(سمنگان) سیند یې د ابو ستره منبع ده. دا ولایت(۲۲۲۰۰۰) اکړه آبی او (۷۳۰۰۰) اکړه للمی ځمکه لري. ددې ولایت(۶۸۸۵۰۰) جریبه ځمکه د چنار، پنجه چنار،توت، زردالو،الو، الوبخارا او شفتالو ونو نیولې ده.

اداري جوړښت

ددې ولایت اداری واحدونه په لاندې ډول دی.

ولسوالۍ پلازمېنه وگړي د شمېر د اټکل کال
آيبک ولسوالۍ ۹۰۵۸۵ ۱۹۹۰
حضرت سلطان ولسوالۍ ۲۵۹۸۱ ۱۹۹۰
خولم ولسوالۍ (سمنګان) ۵۹۶۲۷ ۱۹۹۰
دره صوفي پايان ولسوالۍ،دره صوف ولسوالۍ ۹۶۱۷۳ ۱۹۹۰
روی دو آب ولسوالۍ ۲۸۶۸۹ ۱۹۹۰

ټول مساحت ۱۶۲۰۰ ۳۱۲۵۲۴ ټول نفوس

  1. پیوستون : 1127766  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported