استاد محمد یاسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استاد یاسر چې اصلی نوم یی زمرک ولد عصمت الله دی د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ په بمبي کلي کې په کال ۱۹۵۳ میلادی کې زیږدلی، څلور کلن د پلار څخه یتیم پاتې شوی، د تربیت او سرپرستۍ چارې یې یوازني مشر ورور ډګر جنرال بهادرخان په غاړه درلودې، لومړنۍ زدکړې یې د وردګو په بمبي کلي کې او د مکتب دوره یې د کابل په حبیبیه لیسه کې په کال ۱۹۷۱ میلادي کې بشپړه کړې. د دولسم ټولګي وروسته په یو تحصیلي بورس باندې چې په هغه کال د هیواد په سطح لسو ممتازو شاګردانو ته ورکړل شوی وو امریکا ته ولاړ، په امریکا کې د لا زیاتې مودې پاتې کیدو او لوړو تحصیلاتو د زمینې په درلودلو سربیره په کال ۱۹۷۳میلادي کې چې د داود خان د کودتا ۲۶ د سرطان ورځې سره سمون خوري بیرته هیواد ته راستون شو او د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې یې تحصیلاتو ته ادامه ورکړه.

زده کړې[سمول]

لومړنۍ زدکړې یې د وردګو په بمبي کلي کې او د مکتب دوره یې د کابل په حبیبیه لیسه کې په کال ۱۹۷۱ میلادي کې بشپړه کړې. د دولسم ټولګي وروسته په یو تحصیلي بورس باندې چې په هغه کال د هیواد په سطح لسو ممتازو شاګردانو ته ورکړل شوی وو امریکا ته ولاړ، په امریکا کې د لا زیاتې مودې پاتې کیدو او لوړو تحصیلاتو د زمینې په درلودلو سربیره په کال ۱۹۷۳میلادي کې چې د داود خان د کودتا ۲۶ د سرطان ورځې سره سمون خوري بیرته هیواد ته راستون شو او د کابل پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې یې تحصیلاتو ته ادامه ورکړه.

سیاسی او جهادي ژوند[سمول]

په هیواد کې د روان وضعیت او د داود خان په نظام کې د کمونیستانو د نفوذ او په هیواد کې د کمونیستي فکر د ترویج د مخنیوي په منظور د نورو با احساسه محصلینو او استادانو سره د کمونیستانو او د دوی د فکر په خلاف مبارزه پیل کړه چې د وخت په تیریدو سره دغه با احساسه ډله ځوانان او استادان د حکومت د ظلم، جبر او تشدد له وجې شهیدان، بندیان او پاتې نور یې د هیواد پریښودو ته مجبوره شول.

استاد یاسر د داود خان په دوره کې پاکستان ته مهاجر او د هغه ځای څخه د تحصیل د بشپړولو په نیت سعودي عربستان ته ولاړ او د مدینې منورې په اسلامی پوهنتون کې یې د شرعیاتو پوهنځي ولوسته. په هیواد کې د ۷ د ثور کمونیستي کودتا او نظام په خلاف په مدینه منوره کې افغان محصلینو یو تحریک پیل کړ چې استاد یاسر د دغه تحریک مشري په غاړه درلوده او د هغه ځای څخه یې د مجاهدینو او جهادي تنظیمو د حمایت لپاره کار پیل کړ.

د فراغت وروسته په کال ۱۹۷۹ میلادي کې پاکستان ته ولاړ او د هیواد د اشغال په خلاف او د اسلامی نظام د قایمیدو په هدف یې د وخت جهادي تنظیم جمعیت اسلامي څخه مبارزه پیل کړه. په جمیعیت اسلامي کې د عالي شورا غړی او دعوت او ارشاد کمیسون د رییس په توګه دنده ترسره کړې، وروسته د سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي مجاهدین افغانستان په نوم د جهادي تنطیمونو اتحاد جوړ شو چې بیا د اتحاد اسلامي افغانستان په نامه جدا تنظیم پاتې شو، استاد یاسر د سیاف په مشرۍ د اتحاد اسلامي افغانستان معاون، د اجرایې شورا غړی او د سیاسي کمیټي رییس په توګه دندې اجرا کړې. نوموړی د جهادی تنظیم اتحاد اسلامي افغانستان په نمایندګۍ د امریکا، جرمني، سویس، سوډان او خلیجي هیوادونو په شمول ډیرو هیوادونو ته سفر او په نړیوالو کنفرانسونو کې د مجاهدینو په نمایندګۍ شرکت کړی. په کال ۱۹۸۸ میلادی کې د مجاهدینو په جلا وطنه عبوری حکومت کې د دعوت او ارشاد وزیر هم پاتی شوی.

استاد یاسر د سیاسی او دعوتي کارونو ترڅنګ د سنګر د مجاهدینو د احوال پرسۍ او نظامي جهاد سره د مینې په خاطر وخت په وخت د جهاد ګرمو سنګرونو ته هم تلو چې په کال ۱۹۸۶د روژې مبارکې میاشت کې د ننګرهار شینوارو ولسوالۍ په نازیانو سیمه کې د روسانو په خښ کړل شوي ماین زخمی شو چې د ماین وړې پارچې او د زخم نښانونه یې تر ډیرو کالو پورې پرمخ ښکاریدل.

رسمي دندې[سمول]

د روسانو په خلاف د جهاد د بریا او د نجیب حکومت د سقوط وروسته د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ کابل ته ولاړ او د مجاهدینو په اوله دوره موقتي حکومت کې یې د فواید عامې وزیر په توګه دنده ترسره کړه، خو کله چې برهان الدین رباني د حکومت واګي ترلاسه کړل نو استاد یاسر د مجاهدینو خپل منځي اختلافاتو او جګړو له امله د وزارت څخه لاس په سر شو. د وزارت پریښودو وروسته نوموړی د هجرت په دیار کې په درس، تدریس او دعوتي کارونو مشغوله شو. په (دعوت او جهاد) پوهنتون او نورو مدارسو کې یې د عقایدو د استاد په صفت زرګونه شاګردان وروزل. د رباني او طالبانو دواړو دورو حکومتونو کې یې د تدریس ترڅنګ د تنظیمونو خپل منځي او بیا د طالبانو او تنظیمونو ترمنځ د سولې او روغې جوړې هلو ځلو کې فعاله ونډه درلوده.

د طالبانو د فرهنگي کمېټې مشري[سمول]

د طالبانو د حکومت په خلاف د امریکایي یرغل د لومړیو بمباریو په وخت د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د کابل څخه د امریکا په خلاف خپل جهادي دریځ او د طالبانو ملاتړ اعلان کړ. د ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) په مشرۍ یې د امریکا او متحدینو په خلاف عملا وسله واخیسته، د کابل او ډیرو ولایاتو سقوط باوجود په وردګو کې د خپلو مجاهدینو سره اوسیدو تر څو بې سرپرسته او نابلده مجاهدین او د هغوی کورنۍ په حفاظت سره مصئونو ځایونو ته ورسوي. په هغه لومړیو سختو حالاتو کې د وخت د مقتضی سره سم استاد یاسر د ولس د بیدارۍ او مجاهدینو د حمایت لپاره په سري او علني غونډو پیل او د جهاد دعوت ته یې خپل ټول وخت وقف کړ.

په ۲۰۰۴ کال کې د طالبانو لخوا د فرهنګي او مطبوعاتي چارو مسؤلیت وروسپارل شو چې د طالبانو د سقوط وروسته په لومړي ځل یوه پیژندل شوې سیاسي او جهادي څیره د طالبانو په نمایندګۍ په مطبوعاتو کې ښکاره او د مجاهدینو غږ یې پورته کړ او د روان جهاد انځور یې په نړیوالو مطبوعاتو کې ژوندی او نړیوالو ته ورساوو. د مطبوعاتي او فرهنګي کمیسون د رییس په توګه د استاد یاسر د خدمتونو څخه یو هم د تبلیغاتو لپاره د عصري وسایلو او پرمختللیو لارو څخه استفاده وه چې هغه وخت د طالبانو رسمي انټرنټ پاڼه (الاماره) په لومړي ځل پرلیکه او نشرات یې پیل کړل.

پاکستان کې نیول کېدل[سمول]

استاد یاسر لومړی ځل د ۲۰۰۵ کال د اګست په میاشت کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو او د څو میاشتو بند وروسته د څو نورو طالب چارواکو سره یوځای په کابل کې امریکایانو ته وسپارل شو. نوموړی د کابل په امنیت زندان او پل چرخي محبس کې د ۲۰ میاشتو بند وروسته د یو ایټالوي بندي په بدل کې د څلورو نورو طالب چارواکو سره د ۲۰۰۷ کال په مارچ میاشت کې تبادله او د مجاهدینو سره په هلمند کې میشت شو. نوموړي د بند وروسته د جهادی مصلحت او امنیتي ملحوظاتو په اساس د پاکستان د قبایلو په شمول په مختلفو ځایونو کې وخت تیر کړ او په دې دوران کې یې هم د مجاهدینو د تربیت او د جهاد د تقویې لپاره ډیرې ستړیاوې وګاللې.

پېښور کې دویم ځل نیول کېدل[سمول]

د افغانستان دولت له پرېښودلو وروسته استاد یاسر یو ځل بیا پاکستان ته مخه کړه چی هلته یو ځل بیا بالاخره د ۲۰۰۸ کال د دسمبر میاشتې په ۳۱ نیټه په پیښور ښار کې د پاکستاني استخباراتو لخوا ونیول شو. د نیولو وروسته تر یو کال پورې د نوموړي احوال د یوې غیر رسمي لارې څخه کورنۍ او متعلقینو ته رسیدو او د ژوند او صحت څخه یې اطمینان ترلاسه کیدو خو د ۲۰۱۰ کال څخه د نوموړي په اړه د هغه کورنۍ او نورو متعلقینو کوم احول نه دی ترلاسه کړی، البته د راخلاص شوو بندیانو لخوا داسې احوالونه راتلل چې د پیښور صدر په یو پټ پوځي زندان کې ساتل شوی. د همدې احوالونو د جملې څخه د ۲۰۱۲ کال په مارچ کې د یو راخلاص شوي بندي لخوا داسې احوال راغی چې استاد یاسر د پیښور صدر په پوځي زندان کې ساه ورکړې او شهید شوی. باید اوایو چې استاد یاسر د بند په هغه ټوله موده کې چې خبر ترې راتلو په قید تنهایي(کوټه قلفي) کې ساتل کیدو او د هیڅ بندي ورسره مباشر کتل او خبرې نه دی شوی. د شهادت دغه آوازه د استاد یاسر د کورنۍ په شمول د مطبوعاتو له لارې ټولو هیوادوالو ته ورسیده خو البته د رسمي منابعو څخه یې په اسنادو تصدیق ونه شو. په پاکستاني زندان کې د استاد یاسر د شهادت د آوازې په اړه د افغانستان اسلامي امارت هم په یوه اعلامیه کې د پاکستاني چارواکو څخه وغوښتل چې د دې پیښې د صحت په اړه وضاحت ورکړي خو تراوسه د استاد یاسر کورنۍ او متعلقینو ته د نوموړي د ژوند یا شهادت په اړه هیڅ راز اسناد او شواهد نه دي رسيدلي.

تړلې لیکنې[سمول]

میدان وردگ ولایت

[[