خدمت؟(کتاب)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

((خدمت؟)) د رحمت ديوان د لنډو کيسو ټولګه ده، چې په کال ٢٠١٧ز کې پښتو نړيوالې مرکې چاپ او خپره کړې ده. دا کتاب ١٠٤ مخونه لري او د ٥٠٠ په شمېر کې چاپ شوى دى.[۱]

د کتاب منځپانګه[سمول]

په کتاب کې د ليکوال خپلې خبرې، ١٠ لنډې کيسې يا افسانې، ١٢ د سلو لفظونو کيسې او يوه د سعادت حسن منټو ژباړه چاپ شوې ده.
د کتاب تړون په دې ټکو کې شوى دى: ((د هغه افسانې په نوم، چې لا ناليکلې پرته ده))[۲] او دا کتاب ليکوال څه په دې ډول ډالۍ کړى دى: ((د خپلې مېرمن او خپلو لوڼو لايبه ديوان، هيله ديوان، سوله ديوان په نومونو)). ((هغه شاعرانو او ليکوالانو ته، چې پښتو ژبه يې د خدمت په بهانه خوړلې ده.
څوک چې د پښتو په نوم ښاغلي دي
هغه د پښتو په مرۍ غلي دي (اباسين يوسفزى))).[۳]

ولې خدمت؟[سمول]

د کتاب نوم ((خدمت؟)) دى، چې په همدې نوم په کتاب کې يوه کيسه هم شته، خو په کتاب کې په ١٢م مخ ليکوال ليکلي دي: ((ګرانو لوستونکو! دا افسانې نه ما د پښتو ادب د خدمت دپاره ليکلي دي او نه دا چې پښتو ژبه دومره خواره ده. زه د پښتو ژبې ډېر منندويه يم چې ماته يې په خپله جولۍ کې ځاى راکړو او ماله يې دومره وس راکړو چې زه دا خپل مات ګوډ ليکل په پښتو کې وکړم. که څوک يې په دې خاطر ګوري چې ما د پښتو خدمت کړى نو نه دې يې ګوري، ځکه چې زه د پښتو خدمت نه شم کولى، بلکې پښتو زما خدمت کوي، چې ماته يې خپل لفظونه راکړي او زه په هغه لفظونو کې خپل احساسات خلکو ته رسوم)).[۴]

لنډې کيسې[سمول]

په دې کتاب کې چې کومې لنډې کيسې چاپ شوي دي، د هغې نومونه څه په دې ډول دي:

  1. خيانت
  2. ادراک
  3. خدمت؟
  4. د قام سترګې
  5. پوکڼۍ
  6. مرغۍ ګېره شوه
  7. مني بدنام هوئي
  8. نوى کال
  9. پنځه ګوتې
  10. يارانه، هوس او دوکه

په کتاب کې نوې خبره دا ده، چې په کومو موضوعګانو ځينې لنډې کيسې ليکل شوي دي، هغه ډېر نوي دي، په دې موضوعګانو تراوسه پورې بل کوم پښتون ليکوال قلم نه دى پورته کړى، لکه د ((خيانت، ادراک، خدمت؟ او د قام سترګې)) لنډو کيسو نه ښکاره کېږي. چې په دې کيسو کې په ليکوالانو او شاعرانو خبره شوې ده او د دوى ستونزې راوچتې شوي دي، چې نه يواځې دا، بلکې ليکوال په خپل ځان هم په دې کيسو کې ډېر طنزونه کړي دي او په ځان يې تنقيد کړى دى. چې دا څيزونه تراوسه پورې د بل چا په لنډو کيسو کې نه دي ليدل شوي.
د مثال په توګه د ((خدمت؟)) کيسې يوه ټوټه دلته وګورئ:
((د شپې په اخري پېر کې چې کله مې سترګې ورغلې، نو څه ګورم چې يو دربار لګېدلى دى، پښتو بره ناسته ده او زه ورته لاندې لاسونه تړلى ولاړ يم، زما يوه يوه افسانه راځي او په ما ګواهي ورکوي، د لفظونو يو لوى غوېمنډ راجوړ دى او زما تماشې ته ولاړ دى، ځينې راپسې اوازونه کوي او ځينې راپورې خنداګانې کوي، ځينې له خندا شنه شوي دي او ځينې له قاره سره اوښتي دي، د ټولو ګواهانو او زما د افسانو د ثبوتونو نه وروسته پښتو دا اعلان وکړو:
"چونکې دې افسانه ليکونکي ټول عمر زما د خدمت دعوې کړي دي، صرف په دې خاطر چې ځان ته نوم پېدا کړي، شهرت ترلاسه کړي، د خپل نوم پېدا کولو لپاره يـې ټول عمر په ما ملنډې وهلي دي، نو د ده سزا دا ده چې.....................".
او زما سترګې بيا خلاصې وې، بق بق مې بره لاندې، اخوا دېخوا وکتل، خو هيڅ هم نه و، ليپ ټاپ مې هم داسې لګېدلى پروت و، زر راپاڅېدم او خپله ټولګه مې راواړوله، څلور واړه مقالې مې يو ځل بيا د سر نه تر اخره پورې ولوستې، د لفظونو د خندا ګډوډ اوازونو مې په غوږونو کې بيا کړنګا پېل کړه، اخر چې د خندا اوازونه له برداشت نه بهر ووتل نو څلور واړه مقالې مې سيليکټ کړې او په ډيليټ مې ګوته کېښوده)).[۵]

د سلو لفظونو کيسې[سمول]

په دې کتاب کې ((د سلو لفظونو کيسې)) تر سرليک لاندې ١٢ کيسې چاپ شوي دي، چې دا پکې يو بل نوى والى دى، ځکه تراوسه پورې په پښتو کې د لنډې کيسې په نوم لنډې او اوږدې ډېرې کيسې ليکل شوي دي، خو په پښتو کې د سلو لفظونو کيسې تراوسه پورې بل چا نه دي ليکلي. په اردو ژبه کې مبشر علي زېدي د سلو لفظونو کيسې ليکي، چې له هغې وروسته موږ په پښتو کې په دې کتاب کې د سلو لفظونو کيسې وليدلې، چې هره کيسه يې د منځپانګې او نوم سره سل لفظونه لري.
په دې کتاب کې چې د سلو لفظونو کومې کيسې چاپ شوي دي، د هغې نومونه په دې ډول دي:

  1. جنګ
  2. سټېنډرډ
  3. غېرت
  4. ګټې
  5. ګل خان
  6. کره پښتو
  7. لېوني
  8. مبارزه
  9. مسلماني
  10. مننه
  11. هويت
  12. ډالۍ

ژباړه[سمول]

په دې کتاب کې داردو ژبې د مشهور کيسه ليکونکي سعادت حسن منټو يوه کيسه هم چاپ ده، چې د کتاب ليکوال ژباړلې ده. د سعادت حسن منټو د دې کيسې نوم ((حجامت)) دى، چې نوموړي ټوله کيسه د ډايلاګونو په شکل کې ليکلې ده. د دې کيسې د ليکلو وجه ښايي دا وي، چې ډايلاګ په ډرامه کې ډېر مهم وي، خو ځينو ليکوالانو بيا په ډايلاګونو کې هم کيسې وليکلې، چې د سعادت حسن منټو دا کيسه پکې د يادونې وړ ده، چې د کتاب ليکوال ژباړلې او په کتاب کې يې چاپ کړې ده.

  1. https://khabarial.com/archives/18237[مړه لينکونه]
  2. خدمت؟، رحمت ديوان، ٥ مخ
  3. خدمت؟، رحمت ديوان، ٦ او ٧ مخونه.
  4. خدمت؟، رحمت ديوان، ١٢ مخ.
  5. خدمت؟، رحمت ديوان، ٣٧ او ٣٨ مخونه.