مولوي اخترمحمد عثماني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د شهید مولوي عبدالحنان جهادوال  ژوند او کارنامو ته کتنه

لیکنه : عبدالستار سعید

هغه زلمی چې دکندهار دخاکریز په یوه دینداره  کورنۍ کې وزیږېد، مور او پلار یې دیني زده کړو ته وقف کړ خو ده  په پنځلس کلنی خپل درسي کتاب  ونغښت او په پټه جهاد ته لاړ ، په لومړۍ مرحله  کې مجاهدینو دکم عمرۍ له وجې له جهادي صف څخه ستون کړ، خو وروسته یې کم عمر د جهادي جذبې په وړاندې خنډ نه شو او  دکندهار په ارغنداب کې یې   د شوروي لښکرو په وړاندې نه ستړي کیدونکي مبارزه پیل کړه. مګر کله چې شورویان مات شول دنوموړي جهادي تنده لا هم  نه وه  خړوبه، نوځکه یې په کمونیستي کفر پسې پل واخیست ، جهادي روح یې لالهانده وجود په نوې لاره روان کړ ، دافغانستان له  پولو واوښت او دماوراء النهر په تاجکستان کې یې د کمونیزم په خلاف جهاد پیل کړ، تر دوه کلن جهاد وروسته یې په افغانستان کې دفسادپه خلاف دپیل شوي جهاد ملګرتیا وکړه ، دشیشان ، ماوراء النهر ، عربي نړۍ ، افریقا او دنړۍ دهرې برخې له مهاجرو مجاهدینو سره ملګری پاته شو  او کله چې امریکایان په دې هیواد راغلل، یوځل بیا یې په نوې روحیه جهاد ته کارووایه . دزابل ، کندهار او هلمند په اوارو او غرنیو سیمو وګرځید،له دښمن سره په بیا بیا وجنګېد، ترڅو یې ستړی وجود هغه وخت د نه ستړي کیدونکي روح  له بوجه سپک شو چې دهلمند په ګرشک کې یې له تهجدوروسته ددعاء په مهال داوسیدو په مېنه امریکایي بم  ولګېد او دشهادت جام یې ګوټ کړ . شاعر رښتیا ویلي 

اذا کانت النفوس کبارا

تعبت في مرادها الاجسام

دمولوي عبدالحنان  روح  زموږ دنورو مجاهدینو غوندې له څو لسیزي  ستړیاوو ، مزلونو ، شهادتونو او هجرتونو سره سره ستړی نه شو  او نه یې هم  مقاومت او حوصله له لاسه ورکړه ، بلکې هغه وخت ارام شو کله یې چې غوښن وجود د کروز په پرخچو ولګېد، ونړېد او دجهادي روح له  ګرځولو بې سیکه شو.  هوکې دسترو ارواحو وصف هم دادی ، چې تل وجود ته شکست ورکوي ، او تن یې په وړلو  ستومانه  کیږي او مقاومت بایلي .

پیدایښت او دوژوند ابتدائي مراحل

عبدالحنان جهادوال  په۱۳۸۴ هـ ق/  ۱۹۶۴ میلادي  کال د افغانستان دکندهار ولایت دمرکز  جنوب ته  په پنځوس کیلومترۍ کې  دخاکریز ولسوالۍ  د (لام )  سیمې په اټلي کلي کې وزېږېد ، دپلار نوم یې محمدابراهیم و، دوی دپښتنو له  ( توخي ) قوم  سره تړاو لري ، او کورنۍ یې په سیمه کې په دینداري او نیک کردار سره شهرت درلود.

عبدالحنان لا ماشوم و چې پلار یې ددیني زده کړو لپاره په یوه سیمیزه مدرسه کې شامل کړ، نوموړي په خپل کلي او نږدې سیمو کې دیني کتابونه لوستل، چې تر پنځلس کلنۍ پورې یې په خپله سیمه کې دیني زده کړو ته دوام ورکړ، نوموړی دزدکړو خورا  پوخ استعداد درلود او په لږه موده کې یې خورا ډیر علم ترلاسه کړ .

په جهاد پسې له کوره وتل

هغه مهال چې عبدالحنان نوی دځوانۍ په پړاو ورګډیده په افغانستان کې دکمونیزم او شوروي یرغل په خلاف مسلح جهاد پیل شوی و. نوموړی چې نه ماتیدونکې جهادي تنده یې درلوده ، یوازې دې ته انتظار و چې د عمر له لحاظه   دجهاد وړ شي، خو نوموړی لاپوره دځوانۍ مرحلې ته نه و رسیدلی چې جهادي جذبه ورباندې غالبه شوه. نوموړی ۱۵ کلن و چې دجهاد په نیت له خپلې سیمې هلمند ولایت ته لاړ، په هلمند کې دمجاهدینو ډیرو جبهاتو ته ورغی خو مجاهدینو ځکه ورسره شامل نه کړ چې عمر یې کم و.  نوموړی بیرته خپلې سیمې ته راستون شو، خو وروسته  بیا دکندهار ارغنداب ولسوالۍ ته لاړ  او هلته یې دطالبانو په یوه مشهوره جبهه  کې دملاشیرین اخند ترسرپرستۍ لاندې  جهادي دنده پیل کړه .

مولوي عبدالحنان هغه مهال که څه هم دعمر په لحاظ کشر و، خو علمي او جهادي استعداد یې خورا لوړ و. نوموړي دجهاد په ټوله موده کې نه یوازې په خپله دیني زده کړې کولې بلکې نورو مجاهدینو او ملګرو ته یې  هم کتابونه  تدریسول  او په دې توګه یې له جهاد سره سره  علمي افاده او استفاده هم روانه وه .

دکمونیزم په خلاف  جهاد

مولوي عبدالحنان جهادوال په کندهار کې لومړی جهاد دملامحمدشیرین اخند په جبهه کې پیل کړ، وروسته یې په ځینو نورو جبهاتو کې هم جهادي خدمت وکړ او په پای کې یې خپله دمجاهدینو دیوه ګروپ سرپرستي په غاړه واخیسته .

په ارغنداب کې دجهادپه وروستیو مراحلو کې دنوموړي ملګري زیاتره هغه عرب، شیشاني او ازبک مجاهدین وو چې د کمونیزم په خلاف دجهاد لپاره افغانستان ته راغلي وو، له همدې ځایه  له مهاجرو مجاهدینو سره دمولوي عبدالحنان جهادوال انډیوالي پیل شوه ، تردې چې دعمر ترپایه یې له عربو او نورو مهاجرو مجاهدینو سره خورا نږدې ملګرتیا درلوده .

په ارغنداب کې دجهاد په مهال مولوي عبدالحنان جهادوال دوه ځله ټپي شو، یوځل چې نوموړی دشوروي عسکرو دهاوان دمرمۍ دلګیدو له امله په پرخچو باندې په نس کې ولګید، ټپ یې خورا خطرناک و ددې ټپ له امله نوموړي ته  ډاکټرانو پلاستیکي کولمې پیوند کړې خو دې ټپ هیڅکله هم دنوموړي جهادي عمل ضعیف نه کړ بلکې همیشه یې خورا درندې او ستړې جهادي دندې سرته رسولې .

مولوي عبدالحنان جهادوال کلونه کلونه په کندهار کې خپله  مقدسه جهادي وظیفه سرته ورسوله  او کله چې شوروي  یرغلګرو او ملګرو یې شکست وخوړ، نوموړی په منځنۍ اسیا کې په پیل شوي جهادي خوځښت کې دګډون لپاره منځنۍ اسیا ته لاړ، نوموړي دوه کاله دماوراء النهر په سیمه کې په جهادي صفوفو کې تیر کړل . دنوموړي ددې جهادي ژوند په اړه ډیر معلومات نشته  خوهغه څه چې دده ملګرو ته معلوم دي ، وایي چې مولوي عبدالحنان جهادوال صاحب ددې جهادي سفر په مهال په تاجکستان او آذر بايجان  هیوادونو کې دکمونیستانو په خلاف په جهادي عملیاتو کې برخه واخیسته، ددې جهادي سفر په مهال هم په تاجکستا ن کې شهیدجهادوال صاحب یوځل ټپي او یوځل دروسي عسکرو لخوا نیول شوی و، چې په زندان کې شوروي عسکرو سختې شکنجې هم ورکړې وې، خو الله تعالی په خپل فضل سره له دې ټولو امتحاناتو بریالی راویوست  .

ددې جهادي سفر په مهال نوموړي نه یوازې دیوه مجاهد په حیث په جهادي عملیاتو کې ونډه اخیسته بلکې دمجاهدینو دیوه تربیوي معسکر مشري یې هم په غاړه درلوده، شهید جهادوال صاحب له دوه کلونو وروسته افغانستان ته راستون شو .

په اسلامي امارت کې خدمت

کندهار ته له راستنیدو وروسته شهید جهادوال صاحب لومړی دکندهار د دامان ولسوالۍ دخوشاب په سیمه کې  ددیني زده کړو یوه مدرسه جوړه کړه  او ددیني طالب العلمانو په روزنه یې لاس پورې کړ. وروسته نوموړي له همدې سیمې خپلې پلرنۍ  منطقې د خاکریز  لام  سیمې ته لاړ  او هلته یې ددیني زده کړو  تدریس ته دوام ورکړ .

په دې مهال دهیواد زیاتره سیمې داسلامي امارت دځواکونو لخوا فتحه شوې وې  او څرنګه چې داسلامي امارت دواکمنۍ او حکومت د چلښت لپاره استعدادونو ته ضرورت و، مولوي عبدالحنان جهادوال صاحب دامیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد لخوا وغوښتل شو او په اسلامي امارت کې په خدمت وګمارل شو. نوموړی په هرات کې دافغانستان دشمال لویدیځو ولایاتو د تنظیمه ریاست مرستیال او په همدې حوزه کې دمهاجرو مجاهدینو  مشر وټاکل شو.  په هرات کې دنوموړي دملګرو مرکزي قرارګاه په باغ اسلامي سیمه کې وه خو نوموړی به خپله  زیاتره وخت قول اردو ته نږدې په یوه ودانۍ کې اوسیده دامهال  دنوموړي ترسرپرستۍ لاندې ګڼ شمیر مهاجرو مجاهدینو جهادي دنده اجراء کوله  چې له جملې څو تنه پیژندل شوې څيرې لکه ابومصعب الزرقاوي او أبومحمد هم وو، دوی زیاتره دافغانستان  دشمال په مختلفو جهادي لیکو کې دنده اجراء کوله .

امریکایي یرغل او په وړاندې یې جهاد

دامریکا تریرغل وروسته کله چې مجاهدین دافغانستان له ښارونو څخه ووتل  مولوي عبدالحنان جهادوال صاحب هم دخپلې سیمې په خوا ستون شو. نوموړي خپل ټول جهادي امکانات چې مختلفې وسلې او وسائل په کې شامل  وو، هم کندهار ته له ځانه سره راوړل او په دې سیمه کې یې دامریکایي یرغلګرو په خلاف دجهادي فعالیت په تنظیم لاس پورې کړ .

نوموړی تردې وړاندې یوه اندازه وسلې په ځینو مخلصو خلکو ددې لپاره ویشلې وې ترڅو دامریکایانو په خلاف جهاد ته ادامه ورکړي. کله چې خپله کندهار ته راغی نو په کندهار او زابل کې یې له جهادي قومندانانو او بااحساسه خلکو سره لیدنې کتنې پیل کړې او ددې لپاره یې دهیوادنورو سیمو ته هم سفرونه وکړل، ترڅو دجهادي خوځښت په ګټه افکار او امکانات اماده کړي .

له څه مودې ګرځیدلو وروسته نوموړی دزابل  دایچوپان ته لاړ او هلته یې دنورو مجاهدینو په مرسته یو مخفي جهادي مرکز جوړ کړ، خو دغه وخت څرنګه چې نوموړی امریکایانو ته ډیر مطلوب و دوه ځله یې امریکایانو په کور چاپه ووهله ، خو نوموړي ته الله تعالی نجات ورکړ . تردې وروسته  یې دده غوندې کور هم ناکراره شو، لومړی دکندهار ښار ته وکوچیدل خو کله چې هلته ورباندې ګوزاره سخته شوه نوبیا دزابل ولایت  د مرکز مربوط دسینک په سیمه کې میشت شول چې څوکلونو یې هلته تیر کړل، خو په دې ټوله موده کې نوموړی په جهادي سفر  و او ډیر لږ به کورته راتلو، دنوموړی دکورنۍ یو غړی وایي دمولوي صاحب  ټول ژوند کې لس برخې کړو، نو شاید یوازې یوه برخه یې په کور تیره کړې وي او نورې نهه برخې ژوند یې له کوره بهر په جهادي ستړیو کې تیر شوی دی .

په کندهار کې دجهادي مرکز تاسیس

په افغانستان دامریکایي یرغل دریم کال  و چې مولوي عبدالحنان جهادوال صاحب دڅو تنو نورو ملګرو په مرسته دکندهار دخاکریز ولسوالۍ دخنجکتو(Khanjakto ) په غرنۍ سیمه کې لومړنی مخفي جهادي مرکز جوړ کړ.  دا جهادي مرکز دغرونو په یوه  لرې پرته سلسله کې جوړ شوچې وروسته په بیا بیا تغیر او پراخ شو  او دجهادي عملیاتو دیوې مهمې هستې رول یې ولوباوو.  ددغه مرکز لومړنی دمیشت ځای له بوټو او د ونو له ښاخونو جوړه شوې یوه خارګاه وه، چې  مولوي جهادوال صاحب په خپله د یوه کمره له بیخ سره جوړه کړې وه.  په پیل کې دخوراک هیڅ انتظام نه و او دخوراکي موادو دراوړلو لپاره به مجاهدینو په پټه  ۳ ساعته مزل کاوو ترڅو هوارې ته لاړ شي، حتی ډیر ځله به مجاهدینو دخوراک لپاره دغرنیو بوټو له پاڼو او بیخونو استفاده کوله  .

دخاکریز په غرنیو سیمو کې همدا مخفي مرکز چې وروسته  په کې مجاهدینو تربیوي او دسوق الجیش فعالیت هم پیل کړ، په کندهار کې دجهاد له مهمو مراکزو حسابیږي. له همدې مرکز څخه په پیل کې مجاهدینو په خاکریز سربیره دامان ، شاولیکوټ ، نېش  او دروزګان دهراوو ولسوالۍ ته تشکیلات کول او دعملیاتو لپاره یې کوچنۍ ډلې استولې. خو وروسته دغه  عملیاتي ساحه نوره هم پراخه او حتی تر هلمنده ورسیده، تردې چې دهمدې مرکز مجاهدین چې عمومي سرپرستې یې دمولوي جهادوال صاحب په غاړه وه، په ګرشک ، سنګین ، ژړۍ او میوند کې هم جهادي عملیات سرته رسول.  دافغانستان دجنوب له مختلفو سیمو څخه به مجاهدین همدې مرکز ته راتلل، چې ځینو به جهادي تربیه حاصلوله او یو شمیر به یې  دجهادي هدایاتو لپاره راتلل .

دغه جهادي مرکز چې دخاکریز په غرونو کې یې موقعیت و او څو ځله یې ځای بدل شو، امریکایانو ورباندې دوه ځله  سخت عملیات ترسره کړل، خو دواړه واري له سخت شکست سره مخامخ شول. لومړی ځل عملیات چې دوه تنه مجاهدین په کې شهیدان شول ، مرکز ته یې ډیر تلفات ونه رسول، خو دوهم ځل ستر عملیات چې دری ورځې یې دوام وکړ، د مجاهدینو د مقاومت له امله دواړو خواوو ته درانه تلفات واوښتل.  په دې جګړه کې چې مولوي صاحب مجاهدین په دریو برخو تقسیم کړي وو او په مختلفو سیمو کې له دښمن سره وجنګیدل  دمولوي صاحب دملګرو له جملې ۱۰ تنه شهیدان  او ۲۲ کسه ټپیان شول او یو تن ملګری ژوندی امریکایانو ته په لاس ورغی ، په دې جګړه کې ۱۲ تنه خارجي عسکر هم له منځه لاړل .

په همدغو ابتدایي مراحلو کې که له یوې خوا مولوي عبدالحنان صاحب دهمدې جهادي مرکز په برکت دکندهار په ټولو سیمو کې جهادي خوځښت ته نوې روحیه ورکړه، له بلې خوایې خورا زیات لوی او واړه  جهادي عملیات هم ترسره کړل. په ابتدایي شیبو کې په وړو روزمره عملیاتو سربیره یوه کامیابه جګړه  دنېش ولسوالۍ  د دره نور په سیمه کې وشوه، چې مجاهدینو دکمین په ترڅ کې دامریکایي یرغلګرو دوه ټانګونه او یو دداخلي اردو رینجر مکمل له منځه یووړل او تر شلو تنو ډیر خارجي او داخلي عسکر یې ووژل .

په نورو سیمو کې جهادي فعالیت

د ۲۰۰۵ کال په ترڅ کې هغه مهال چې جهاد علني شوی و  او دکندهار په شمالي او جنوبي سیمو کې مجاهدینو په عملیاتو لاس پورې کړی و ، مولوي عبدالحنان صاحب دکندهار او هلمند په نورو سیمو کې جهادي عملیات پیل کړل. په دې مهال نوموړی داسلامي امارت دمشرتابه لخوا دعمومي نظامي  کمیسیون دمرستیال په حیث ټاکل شوی و، چې زیاتره وخت به یې دکندهار او هلمند په جهادي مراکزو کې تیراوو. په دې مهال دنوموړي ډیر ملګري دکندهار په ژړۍ ولسوالۍ کې په جهادي خدمت بوخت وو، هغه وخت داسیمه  دهیواد دجنوب په سطحه دجهاد له وتلیو سیمو څخه وه دغه راز په میوند ، غورک او ګرشک کې یې هم جهادي وظایف سرته رسول .

په ژړۍ کې نوموړي له امریکایانو سره څوځله خورا سخت جنګونه وکړل او امریکایي ځواکونو ته یې خورا درانه تلفات واړول، له همدې امله  امریکایي ځواکونو  په نوموړي پسې شول  او دده وژلو لپاره یې په سختوهڅو پیل وکړ .

د ۱۴۲۷ هـ  ق کال  دشعبان په ۱۸ نیټه امریکایي ځواکونو دخپلو  هڅو له مخې دکندهار په پاشمول کې دمولوي عبدالحنان صاحب مخفي قرارګاه کشف کړه، چې وروسته یې دکروز توغندي  برید پرې وکړ، په دې برید کې دمولوي عبدالحنان صاحب  د وراره او نائب ګل محمد په شمول  دنوموړي ۱۹ تنه جهادي ملګري شهیدان او ۱۱ نور ټپیان شول ، خو داچې مولوي عبدالحنان صاحب  دا مهال په خپل مرکز کې نه وو الله تعالی نجات ورکړ .

خوله دې برید سره سره په نوموړي پسې امریکایي دښمنان سخت متوجه وو او هره شیبه یې هڅه کوله چې دنوموړي څرک ومومي او برید ورباندې وکړي .

دشهادت پیښه

وړاندې وویل شول چې دمولوي صاحب جهادي مصروفیت ترډیره دهلمند او کندهار په مختلفو سیمو کې و چې له دې جملې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې نوموړي ډیر وخت جهادي دنده اجراء کوله . د ۲۰۰۷ م کال په لومړیو کې هغه وخت چې مولوي عبدالحنان صاحب  دهلمند په ګرشک ولسوالۍ کې په جهادي خدمت بوخت دامریکایانو لخوا یوځل بیا دنوموړي  دهدف ګرځولو هڅې پیل شوې ، لومړی ځل دګرشک په زمبیلي سیمه کې امریکایانو دمولوي صاحب داوسیدو په سیمه چاپه واچوله چې مولوي صاحب ورسره دنورو ملګرو په ملتیا مقاومت وکړ ، په دې جګړه کې نوموړي امریکایانو ته  هم تلفات واړول، خو دامریکایانو په برید کې دنوموړي ۹ تنه ملګري مجاهدین شهیدان او ۳ ټپیان شول ، خو خپله  مولوي صاحب  ددښمن له محاصرې څخه روغ رمټ ووت .

په راتلونکې شپه ۱۴۲۸/۱/۲۷ هـ ق / ۲۰۰۷/۲/۱۵ م  چې دچهارشنبې شپه وه ، په داسې حال کې چې مولوي صاحب په همدې سیمه  یعني دهلمند دګرشک په زمبیلي کې په یوه اطاق کې و، دنوموړي ملګري وایي چې مولوي صاحب  دتهجد لمانځه ته پورته شوی وو او له لمانځه وروسته په دعاء بوخت وو، چې ناڅاپه امریکایي الوتکو همدا اطاق په نښه کړ او په پرلپسې بم غورځولو یې مولوي صاحب له ۴ نورو کسانو سره یوځای په شهادت ورساوو .

انا لله وانا الیه راجعون

دمولوي عبدالحنان صاحب نږدې ملګری حافظ محمد  چې ډیروخت  یې له مولوي صاحب سره نږدې تیر کړی وایي ، چې مولوي صاحب ترشهادت لږ وخت مخکې راته دخپل شهادت زیری راکړی و، چې دده له خبرې سره سم کټ مټ رښتیا وخوت .

ترشهادت وروسته دمولوي عبدالحنان صاحب جسد خپل کلي ته انتقال شو او دکندهار دخاکریز ولسوالۍ  د اټلي په کلي کې خاورو ته وسپارل شو .

له مولوي صاحب څخه د محمد ناصر ، أنس او ضرار  په نامه دری زامن او څلور لوڼې پاته دي ، دامریکا ضد جهاد کې دده د کورنۍ دوه نور غړي  وریرونه  ( ګل محمد او عبیده ) هم په شهادت رسیدلي او کورنۍ یې له جهادي جذبې سرشاره کورنۍ ده .

دمولوي عبدالحنان جهادوال صاحب ژوند او خاطرې

دکندهار اوسیدونکی حافظ محمد چې دمولوي عبدالحنان صاحب له نږدې او رازدارو ملګرو څخه شمیرل کیږي، کله مې چې دمولوي صاحب د ځاني صفاتو، اخلاقو اواستعداد په اړه ترې وپوښتل، نوموړي وویل مولوي صاحب یو جامع سړی و مطلب داچې دعلم، تقوی، دیانت، زغم، استقامت، شجاعت، صبر، توکل او هره اړخه مولوي صاحب خورا ژور استعداد درلود، خو ترټولو ښکاره صفت یې استقامت وو چې په هیڅ حال کې یې حوصله له لاسه نه ورکوله  .

حافظ محمد وایي په جهاد کې بیلابیل تکالیف راتلل ، اقتصادي ستونزې، دځای نشتوالی، دخوراک نشتوالی، ددښمن فشار او نور قسماقسم تکالیف  خو الله تعالی دیوه رښتیني مجاهد په صفت مولوي صاحب ته داسې استقامت ورکړی و، چې هرډول امتحاني حالت کې به نورمال و او دوارخطايي او زغم بایللو نښې به په کې نه څرګندیدې .

د زابل ولایت  لپاره داسلامي امارت جهادي مسؤل ملاشرف الدین تقي چې ډیر وخت یې له مولوي جهاد وال صاحب سره نږدې تیر کړی وایي: مولوي صاحب خورا ډیره استغناء درلوده  او کوښښ یې کاوو چې مجاهدین متوکل ، مستغني او له مادیاتو څخه بې پروا روږدي کړي. مولوي صاحب به همیشه ویل چې هیڅکله په جهادي کار کې په دنیا او دنیادارو پورې زړه مه تړئ، دهر کس او ناکس څخه دمرستې پیسې مه اخلئ ځکه په دې سره جهادي برکت له منځه ځي، یوازې  له مخلصو او صالحو دنیادارانو څخه د جهاد لپاره کومک اخلئ .

حافظ محمد  هم همدا خبره کوي نوموړی وایي: په خاکریز کې په غرني مرکز کې داوسیدو په مهال یو وخت مجاهدین له  سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ وو، تردې چې دومره څه یې نلرل چې خوړلي یې وای او دخوراک لپاره یې د  غره له بوټو لکه ښيزو  او نورو استفاده کوله، خو په دې وخت کې یو سړی مرکز ته راغی او شل زره روپۍ یې مولوي صاحب ته  دمرستې په حیث وړاندې کړې، مولوي صاحب چې داسړی پیژاند چې مخلص نه دی او له دې مرستې یې یو دنیاوي غرض شته، نو دخپل همیشني عادت له مخې یې مخامخ ښه عزت ورکړاوښه میلمه پالنه یې ورسره وکړه، خو په پای کې یې ورته وویل چې  موږ داوس لپاره دغو پیسو ته ډیر ضرورت نلرو، بل ځای کیدای شي ترموږ محتاج مجاهدین وي، نو ښه به دا وي چې دامرسته هغوی ته وروړې، هغه سړی چې یوازې له موږ څخه دغرض حاصلولو په حیث راغلی و، دمولوي صاحب په دې خبره حیران پاته شو او همداسې  بینوا لاړ .

ملاشرف الدین تقي وایي مولوي صاحب به هر ډول شرایطو کې کوښښ کاوو چې دمجاهدینو حوصله لوړه وساتي، او  د مادیاتو په نسبت ورته معنویاتو ډیر ارزښت درلود. نوموړی وایي :  یوځل له عراق څخه دعراقي مقاومت وتلي مشر شهید أبومصعب الزرقاوي  چې دمولوي عبدالحنان صاحب  دشاګردۍ شرف یې درلود د عراق د جهاد دمشرۍ په مهال یې له مولوي صاحب  سره د ځانګړي قاصد په توسط مکاتبه درلوده او مولوي صاحب ته به یې په لیک کې د ( والدي الاستاذ ) خطاب کاوو، مولوي صاحب ته  یې د ټیلفون له لارې وویل چې که  ستاسو نقدي مرستې ته ضرورت وي، نو له ماسره څومیلیونه ډالر شته کولای شم مرسته درسره وکړم، خو مولوي صاحب په داسې حال کې چې خپله له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ و، ورته وویل چې نه الحمدلله  موږ هرڅه لرو هیڅ مرستې ته  مو اړتیا نشته، مجاهدین مو له هره لحاظه پوره دي .

خو کله مې چې له مولوي صاحب څخه ددې خبرو وضاحت وغوښت ، هغه وویل چې دعراق مجاهدین اوس په مقاومت اخته دي  او دافغانستان جهاد هم ددوی حوصله لوړه ساتي، که موږ په هرحالت کې یو خو دوی زموږ په مقاومت ډیر مورال اخلي، که موږ له دوی نه دمرستې تمه وکړو، نو کیدای شي دوی ووایي چې  دلته مجاهدین په څومره ضعیف حالت کې دي چې له بل جهادي صف څخه مالي مرسته غواړي، نو ښه داده چې موږ دوی ته داسې دضعف انځور ورنه کړو، بلکې  ځانونه قوي وښیو ترڅو ددوی مورال نور هم قوي شي .

ښاغلی تقي وایي مولوي صاحب مجاهدین داقتصادي مشکلاتو په حالت کې هم په لوړه روحیه ساتل او له اقتصادي ستونزو یې نه خبرول او ددې لپاره یې بیلابیل چلندونه کارول، مثلا که کله به اقتصادي مشکلات وو او دڅه شي داخیستلو پیسې به نه وي، مولوی صاحب به چې په مرکز کې کوم ځای ډوډۍ، شریني یابل خوراکي شی ولید چې مجاهدینو بي ځایه ایښی، یا ډوډۍ اضافه شوې، نو به یې ویل چې تاسو مصارف او بي پروایي زیاته کړې او دا مو جزا  ده چې په تاسو شریني بنده ده او یا به یې ډوډۍ کمه کړه .

دنوموړي ملګري وایي مولوي صاحب په شخصي تقوی کې هم خورا غښتلی و، دده ملګرو او خپل اعتراف له مخې  نوموړي له  پنځلس کلنۍ نیولې بیا په ۴۵ کلنۍ کې  تر شهادته  د ۳۰ کاله په موده کې له اسثنایي حالاتو پرته تهجد نه و قضا کړی ، ملګري یي وایي حتی که  به دشپې په وروستۍ برخه کې هم ویده شو تهجد ته پاڅیده ، او خپل ملګري یې هم همیشه تهجد ته هڅول .

دمولوي صاحب بل خصوصیات له مطالعې سره شوق و، په سفر حضر او او هرډول جهادي حالاتو کې به له نوموړي سره ضرور څو کتابونه وو، چې مطالعه کول به یې.  دنوموړي ډیر مینه  داسلامي تاریخ، سیر او احادیثو له کتابونو سره وه ، سورت الانفال او سورت التوبه یې خپله هم یاد وو او په خپلو ملګرو یې هم ضرور یادول  او همیشه به یې  دهمدې سورتونو ترجمه او جهادي وعظ کاوو .

د سهار او ماښام  مأثور اذکار دمولوي صاحب ورځني معمولات وو، چې په ملګرو یې هم یادول او ورته تشویقول یي. دمولوي صاحب ژوند ټول مقصودي ژوندو هیڅکله یې بې مورده  وخت تیرول او دودیزه ګپه عادت نه وه، همیشه به یې له وخت نه استفاده کوله  او ډیر ځله به یې مجاهدینو ته دجهادي ترغیب او فکري تربیې په اړه وعظ کاوو .

ملا شرف الدین تقي وایي مولوي صاحب له عامو خلکو سره خورا  دنرمي او زغم رویه درلوده له همدې امله خو یې په خپله سیمه کې بی ساری عمومي محبوبیت درلود، نوموړي نه یوازې دمجاهدینو نظامي  تربیې ته توجه درلوده بلکې  فکرا یې هم مجاهدین داسې روزل چې بیا  بې استقامتي، ضعف او ستړیا ونه پیژني بلکې جهاد ته د عمر کار ووایي .

شیخ نصرالله وایي: مولوي صاحب یو له زبده مجاهدینو څخه و، چې په جهادي چارو کې ډیر محتاط و او تقوی یې درلوده. نوموړي د امریکایانو خلاف د جهاد لومړیو کلونو کې د جهادي ضرورت په اساس او دا چې د هیواد مختلفو سیمو ته یې سفرونه کول نو خپله ږیره به یې لږ لنډوله، یو وخت چې یي د سفر اراده درلوده، ماته یې ویلي و چې ږیره به راته لنډوې،مازدیګر وخت و او ده سبا د تګ اراده درلوده، ما ورته وویل راځه مولوي صاحب اوس داسې ښه فارغ وخت دی او رڼا هم ده، نو ږیره به دې درته لنډه کړم.

خو ده راته وویل زه سبا سهار د سفر اراده لرم او د سفر تر وخته د ږیرې لنډولو ته ضرورت نشته، احتمالا که په شپه کې مرګ راته حاضر شي او ما مخکې له ضرورت څخه ږیره لنډه کړې وې الله تعالی ته به څه ځواب وایم. نو ښه داده چې د ضرورت د پیښیدو یعني سفر له پیل سره هم مهال یې لنډه کړم، ځکه الضرورات تقدر بقدرها.

حافظ محمد وایي مولوي صاحب به ویل چې په جهاد کې د کامیابۍ یوازینی عامل دمجاهدینو عجز، الله تعالی ته زاری او الهي نصرت دی  او د ناکامۍ، شکست او تلفاتو عامل بیا فخر او په خپلو کامیابیو باندې غرور دی، چې دالله تعالی د نارضایت سبب ګرځي، نوځکه به یې مجاهدین همیشه دې ته متوجه کول چې په خپلو لاسته راوړنو فخر ونه  کړي او نه دکبر احساس وکړي، ځکه دا په جهاد کې دناکامۍ سبب ګرځي .

دمولوي عبدالحنان جهادوال صاحب متعهد او متدین ژوند نورهم ډیر دیاد وړ اړخونه لرل چې دلته دټولو خاطراتو ذکر کول به شایدلیکنه ډیر اوږده کړي نوځکه په دې دعاء لیکنه رانغاړو چې الله تعالی دې دنوموړي برکات او استعداد په اوسنیو مجاهدینو کیږدي ترڅو دده غوندې با استقامته او نه ستړي کیدونکي مبارزین ترې جوړ شي ، آمین یا رب العلمین