بلوچستان مسئله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بلوڅان چې پښتنو ته د وروڼو حیثیت لري، په تاریخي لحاظ زمونږ سره ډېره اوږده دوستي، او ملګرتیا لري، د احمد شاه بابا امپراطورۍ پر مهال بلوڅان د احمد شاه بابا په لښکر کې قومندانان وو؛ لکه فتح خان، خان کلات او ملګري یې... د بلوڅانو مشر هغه وخت قلات خان و چې د احمدشاه ابدالی له دولت سره یې نږدې اړیکې درلودې، د افغانستان پوځ ته نصیرخان بلوڅ زیات شمیر زلمیان استولي وو، همدا رنګه د خان کلات سره زمونږ اړیکې او بیا د مختلفو جګړو او ګډو ګټو د حاصلولو لپاره یوځای مبارزې هغه څه دي چې دا ورورولي لا ټینګه ساتلی شي او ساتلي یې ده، د دې تر څنګ زمونږ او د بلوڅو د مظلومیت درد او چیغې یو دي او دښمن مو سره شریک دی، دا ټولې خبرې زمونږ او د دوی د ورورولۍ په پایښت کې ستر رول لوبوي.

دبلوڅو عمده او ستر ټاټوبی د دوی په وینا د بلوچستان په نوم یادیږی اومرکزیی دکوټي او قلات ښار دی په بلوچستان کې اکثریت بلوڅان دي، هلته له بلوڅو پرته پښتانه هم د نفوس ١٥ فیصده برخه جوړوي. د بلوچستان ختیځ ته سند ایالت، شمال خواته یې د ډیورنډ فرضي پوله، لویدیځ خواته یې د ایران مشهد ښار (بندرعباس) اوجنوب ته یی دعربو سمندرگی پرت دی. بلوڅان د افغانستان په جنوبی ولایتونو کې هم ژوند کوي، د افغانستان په خاوره کې له ۱ یو میلیون څخه زیات دي، او غربی بلوچستان (ایران ) کې د ١٥ میلیونو په شاوخواکې پراته دي، په عربي ټاپووزمه کې هم څو لکه او په ترکمنستان کې هم د ١٩٩٨،کال دحصایي له مخې د ٢٠۰ زرو په شاوخوا کې بلوڅ میشته وو. د افغانستان او ایران په پرتله د پاکستان بلوڅان ډیر غني وطن لری، ګاز ، کوئله او قیمتی غرونه چې ډیر څه پکې خوندی دي، همدغسې د دې نه هم ارزښتمن څیز چې هغه د ګوادر سمندری لاره ده، یاده لار نه یوازې چې د دوی مالی ګټې په کې نغستي دي، بلکې د ټول سیمې لپاره د خورا لوى تجارتي اهميت درلودونکې ده. بلوڅان د افغانستان دخپلواکۍ په جګړه کې د افغانستان پوره ملاتړوو، او د انگریز په ضد یې ډیرې جگړې هم کړي دي. د پاکستان له جوړېدو نه دوه کاله وروسته په نهم د سنبلې ۱۳۲۸ لمریز کال کې د کابل په پغمان کې د ازادۍ څلي (تاق طفر) تر څنګ یوه لویه ولسي جرګه کښيناسته چې پکې پښتنو، بلوڅو د پښتونخوا او بلوچستان څخه راغلو سپین ږیرو، تاجک، ازبک، ایماق، براهوي او د نورو ګڼو قومونو مشرانو استازو، د وخت د حکومت وزیرانو، د ملي شورا غړو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو او ځوانانو ګډون کړی و، ټولو په ګډه پرېکړه وکړه چې دا ورځ به د پښتون بلوڅ د تړون ورځ وي، چې ځینې خلک یې د پښتونستان ورځې په نامه هم یادوي، دا ورځ تر ننه پورې ځينې ټولنې او ګوندونه په ډير ضعيف ډول لمانځي، پکار خو داسې ده چې نوموړي ورځ په ډیرو شاندارو مراسمو د افغانستان حکومت ولمانځي. زه دلته دومره ډير د پښتنو او بلوڅو پسمنظر ته نه ځم خو دومره وایم چې کله هند او پاکستان سره جدا کیدل باید د افغانستان د هغه وخت حکومت په بلوچستان او پښتونخوا کې پراخه مداخله کړي وای، لکه څنګه چې هغه وخت په ۱۹۴۷ م کال کې هندوستان په کشمیر کې په ښکاره مداخله وکړه چې له هغه وخته تر اوسه هم نیم کشمیر د هند په لاس کې دى. زموږ د هغه وخت واکمن ( ظاهرشاه) دې حالت ته په کتو هیڅ سر ونه ښوراوه او زموږ کوزه خاوره لا تر اوسه د پاکستان په لاس کې پاتې شوه، که هغه وخت د ظاهر شاه حکومت په بلوچستان او پښتونخوا کې مداخله کړي وای نن به موږ د لوی افغانستان ارمانجن نه وای، ځکه هغه وخت زموږ پوځ په پاکستان ډیر لاس بری و، او زموږ حکومت په ډیره اسانه خپله خاوره بیرته نیولی شوه خو د ملت بابا(!) په خپل عشق اوعشرت کې ډوب و او په داسې خبرو یې دومره زړه نه خوړ. هغه وخت انګریز همدا له خدایه غوښتل چې هند دوه ځایه تقسیم کړي، خو زموږ د ملت بابا د تقسیم په وخت کې خپل په خوب ویده و. خیر چې خبره را نه کډه وډه نشي؛ تور ښامار( انګریز) هند دوه ټوټې کړ چې یو یې هند شو او دوهم یې اوسني پاکستان، لکه څرنګه چې د اسلام دښمنانو په منځني ختیځ کې د اسراییلو په نوم یو دولت را منځ ته کړ، همدا شان یې په سیمه کې پاکستان رامنځ ته کړ. تر څو په راتلوونکي کې یې د افغانستان او ټولې اسلامي نړي پر وړاندې استعمال کړي لکه نن سبا چې موږ ګورو پاکستان اسلامي نړۍ او افغانستان ته څومره مضر تمام شوی دى.

لیکنه: ابرهیم ایمان

د پخواني هند د ویش تاوانونه[سمول]

د پاکستان موجودیت د پخواني هندوستان مسلمانان څو ځایه تقسیم کړل، یوه حصه یې په بنګلدیش کې بله په کشمیر او اوسني هندوستان کې او دریمه یې په پاکستان کې ده، انګریزانو همدا ورځ له خدایه غوښته چې د هندوستان مسلمانان په څو حصو تقسیم کړي لکه چې پورته مو اشاره ورته وکړه. بل تاوان یې دا شو چې انګریز په خپلو اهدافو کې بریالى شو، دلته یې په خپله خوښه داسې حکومت رامنځ ته کړ چې تل به له دې ملک نه خواوشا ملکونه ځوریږي لکه څنګه چې په منځني ختیځ کې د اسرییلو نه مسلمانان تر پوزې راغلي دي، انګریز داسې مکروب دلته موږ او هندوستان ته پريښود چې په پیړیو پیړیو مو وځوروي لکه څنګه چې ځوروي مو هم؛ انګریز استمعار د هند ټوتې کولو نه یو لوى هدف دا و چې د پاکستان یوې سمیې نه زبر جوړ کړي، (په پورته ( جنوبي) ولایتونه کې ځینې دښتې جبې وي هر وخت اوبه پکې ولاړې وي، نو د سیمې خلک د اشر په ډول راځي د دښتې په منځ کې لوي ځای وکيندي او ټولې اوبه هغه کيندل شوي ځاي ته راځي، د هغه سیمې خلک دغه کيندل شوي ځای ته زبر وايي، کله چې ټولې اوبه یاد ځای ته راشي نو پورته ځمکه خاصلخیزه شي) انګریزانو هم د پاکستان د یوې سیمې نه د ترویستانو زبر جوړ کړی دي، چې چیرته تروریسټ او د مور پلار ازار وهلي وي دلته یې د پاکستان (ای ایس ای) راولي او د هند او افغانستان په ضد یې د جهاد په نوم جنګوي. پاکستان له وزیرستانه زبر جوړ کړى دي، هغه خلک چې په پنجاب کې د جهاد شوق وکړي وزیرستان ته یې راولیږي او د تربیې وروسته یې په افغانستان را خوشي کړي، او دلته زموږ ماشومان او سپینږیري د جهاد په نوم وژني خو په پنجاب کې كراره کراري ده ځکه ټول د جهاد شوقیان ترهګري زبر (وزیرستان) ته راځي. ډير ترهګر د همدې زبر ( وزیرستان) څخه هند او خوا وشا هیوادونو ته نقل کوي، پاکستان په همدې ترهګرو هم پیسې اخلي او برعکس د ترهګرو د ځپلو په پلمه هم پیسې اخلي، بس د پاکستان او پلار (انکریز) يې ښه سات تیر دى، او زموږ د وینې تویونې نه خوندونه اخلي. اوس ځينې افغانان فکر کوي که د پاکستان نه بلوچستان ازاد شو زموږ به پکې ګټه وي او پاکستان به ضعیف شي؛ خو زه وایم زموږ چې څومره تاوان د پاکستان په موجودیت کې و، همدومره تاوان مو د بلوچستان په ازادۍ کې هم دى، بلوڅستان د لوی افغانستان یوه برخه ده لکه څنګه چې پښتونخوا ده موږ او بلوڅ د تاریخ په اوږدو کې تل ورورڼه پاتې شوي یو لکه څنګه مو چې وړاندې ولوستل. موږ د لوی افغانستان ارمانجن یو هیڅ کله نه غواړو چې د لوی افغانستان یوه ټوټه د تل لپاره وبایلو.

زموږ حکومت ته څه کول په کار دي؟[سمول]

د افغانستان حکومت باید په بلوڅستان کې ځینې فکري مرکزونه جوړ کړي، چې د افغانستان او بلوڅستان ګډ تاریخ او نوره داسې مضمونونه پکې تدریس کړاي شي چې د بلوڅو او افغانانو په اړیکو کې نوره هم نږدېوالی راولي، حکومت باید بلوڅو ځوانان ته دلته د خوشال خان او رحمن بابا په څیر لیسې جوړې کړي چې دوی پکې درس ووايي، او له هغې وروسته یې د ملي اردو او پولیسو په لیکو كې جذب کړي. دولت که رښتیا غواړي چې په کوزو پښتنو او بلوڅوکې پراخ نفوذ ولري او ګوادر بندر ته لاره پیدا کړي؛ باید بلوڅو او کوزو پښتنو ته په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې تشې چوکۍ جوړې کړي تر څو بلوڅ او کوز پښتانه دواړه زموږ په پارلمان او مشرانو جرګه کې فعال رول ولري. د افغانستان دولت باید په افغانستان کې د بلوڅو تر نامه لاندې یو مستقل ریاست جوړ کړي، په یاد ریاست کې وخت نا وخت باید د بلوڅو او افغانانو تر نامه لاندې سیمنارونه جوړ شي، د بلوڅو مشرانو او ځوانانو سره په ياد ریاست کې هر اړخیزې هڅې او کار وشي. حکومت باید نوره په بلوچستان کې په ښکاره لاسوهنه وکړي، لکه څنګه چې پاکستان په افغانستان کې په ښکاره لاسوهنه کوي... باید نوره د افغانستان حکومت چپ پاتې نشي، هغه د چا خبره نور د افغانستان دولت باید خپل شنګ وښايي تر څو موږ بلوڅ د تل په څیر د ځان سره نوره هم نږدې او ملګري کړو. او د دوی په ملګرتیا په بلوچستان او پښتونخوا کې خپلو اهدافو ته ځانونه د تل لپاره ورسوو...! دا زما ګډې وډې دي کیدای شي ډیرو ته د قناعت وړ نه وي خو که حکومت په پورته خبره پنځوس فيصده هم کار وکړي، بلوڅو ته په پارلمان کې چوکۍ او ورته سمینارونه جوړ کړي، او بلوڅ رښتیا د زړه له تله خپل افغاني وروڼه وګڼي لرې نه ده چې د بلوڅستان خاوره به همدا بلوڅ د افغانستان په زخم زخم وجود پسې وګنډي او افغانستان به د تل لپاره سمندر ته لاره پیدا کړي.[۱]


نور ولولئ[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. بلوچستان کې څه په کار دي؟، د ابراهیم ایمان ليکنه!