۲۰۱۶ کال د کوټ ولسوالۍ جګړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ۲۰۱۶ز کال د کوټ ولسوالۍ جګړه چې د جون میاشت چې د سرطان میاشت ۱۳۹۵ل کال سره سمون خوري پیل شوې چې د دعش ترهګرو ځواکونو له خوا د ننګرهار ولسوالۍ په کوټ ولسوالۍ کې یو لړ بریدونه ترسره شوي چې د ځایي کلیو یو شمېر وګړي یې وژلي، ځینې ماشومان او ښځينه یې برمته له ځان سره بیولي. د کوټ ولسوالي جنجال غونډۍ،خوړګۍ او بنډوک سیمې د داعش وسله والو له شتون څخه پاکې شوې . د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د جنجال غونډۍ، خوړګۍ او بنډوک سیمې د کورنیو ځواکونو د هوایي او ځمکني عملیاتو په ترڅ کې نن د چنګاښ په ۷مه د داعش وسله والې ډلې له شتون څخه پاکې او امنیتي ځواکونه په کې ځآی پر ځای شول . په همدې حال کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې د داعش وسله والې ډلې د ځپلو په موخه د کوټ ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د شاهین اتلس په نوم چاڼیز عملیات پیل شول . دغه عملیات چې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ ترسره کیږي، په کې ملي پولیس، سیمه ییز پولیس، ملي امنیت، کومانډويي او هوایي ځواکونه شتون لري. د دغه عملیاتو موخه په بشپړ ډول کوټ ولسوالۍ د داعش مخالفینو له شتون څخه پاکول دي. د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پنځه داعش وسله وال وژل شوی او د دوی یو میل دهشکه هم لمنځه تللې. د دغه عملیاتو پر مهال امنیتي منسوبینو او ملکي وګړو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

۸/۴/۱۳۹۵ نیټه کوټ کې ۳۷ داعشیان وژل شوي[سمول]

د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ۳۷ داعشیان وژل شوي او ۴۴ نور ټپيان شوي دي ، همدا راز د دوی ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي . د دغه عملیاتو په ترڅ کې د خوړګي،جنجال غونډۍ او سه پای قریو شاوخوا ۴۰ کلي د داعشیانو له شتون څخه پاکې شوي او همدا راز د دوی له لورې ځای پر ځای شوي ۲۹ کړۍ ماینونه هم کشف او خنثی شوي دي . په کوټ ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې له تېرې ورځې راهیسې هوایي او ځمکني عملیات پیل شوي . په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

۷/۴/۱۳۹۵ نیټه کې ۳۲ داعش وسله والو وژنه[سمول]

د ننګرهار والي سليم خان کندوزي نن د چنګاښ په اوومه د ننګرهار رسنیو دفتر کې د يو خبري کنفرانس پرمهال وويل، چې نن د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنيو بریدونو کې د داعش وسله والو دوه ديرش تنه ووژل شول. کندوزي وويل، چې د تيرې جمعې په شپه د داعش وسله والو د کوټ په ولسوالۍ شپږ سوه کسيز بريد وکړ، چې ۱۳۶ کسان يې په هوايي او مخامخ جګړه کې ووژل شول او نن يوځل بيا د افغان ځواکونو په تازه بريدونو کې دوه ديرش داعش وسله وال ووژل شول او نظامي قواو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی. نوموړي وويل، چې د کوټ د جګړې له امله پنځه سوه کورنۍ بې ځایه شوي او د داعش وسله والو له لوري یو شمېر کورونه سوځول شوي دي. ده وويل، چې دغه داخلي بې ځایه شوو سره د مرستې په موخه يې شپږ ټيمونه سيمې ته استولي ترڅو سروې بشپړه کړي او ور سره د اړتيا وړ مرسته تر سره شي. ننګرهار والي هغه راپورونه بې بنياده وګڼل، چې داعش وسله والو له کوټ ولسوالۍ څخه ميرمنې يرغمل کړي او له ټولو خبري رسنيو مسولينو څخه يې وغوښتل، چې د حقيقت پر بنياد راپورونه خپاره کړي. د ملي امنيت رييس برید جنرال داد محمد حريفي وويل، چې نن سهار ګډو امنيتي ځواکونو د داعش پر وړاندې چاڼيز عمليات پيل کړي، چې په ترڅ کې يې د جنجال غونډۍ په بشپړه توګه له مخالفينو څخه پاکه شوېده. حريفي وويل، چې په څو ورځو کې هوايي ځواک پنځه ځلې د داعش پټنځايونه او مرکزونه بمبار کړي، چې يو شمېر داعش وسله وال او وسلې يې لمنځه وړي دي. نوموړي له ټولو ژورناليستانو څخه وغوښتل، چې ولس او ملي ګټو ته زيان رسوونکي خبرونو څخه ډډه وکړي.