غلام نبي سمسور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الحاج غلام نبی سمسور دملک محمد اعظم خان زوی په ۱۳۳۷ کال کې په لوگر ولایت دپورک په کلي کې زیږدلی او خپلی زده کړې یې په ۱۳۵۶ کال کي دکلنگار په عالي لېسه کې تر دولسم ټولگی پورې سرته رسولې دي او دهغه څخه وروسته دلوگر ولایت دپوهنې په لوی مدیریت کې په دنده وگمارل شو نوموړی د۱۳۵۹ کال په مني کې د۲۲ کلني په عمر دعسکري دورې ته وغوښتل شو خو څومیاشتي وروسته کله چې دشوروي سرولښکرو دافغانستان په سپېڅلي حریم تیری وکړ د قرغي اتمي فرقې ته راغلل دعسکرې دوره یې پریښوده او دمجاهدینو دلېکو سره یوځای شو. او دمولوی محمد نبي له حرکت اسلامي انقلاب سره دلوگر په جبهه کې دجهاد په لیکو کي وه کله چې په ۱۳۶۱ کال کې د ورې دمیاشتي په دریمه نېټه دملک محمد اعظم خان کلا دروسي او حکومتی قواوو بمبارد په واسطه ونړول شوه او مور یې دشهادت مقام ته ورسېده او کورنۍ او نورو غړو په څیر دغه هم ټپي شو . مرحوم غلام نبي دپرله پسې بمباریو او ټپي کیدو له امله له خپل مشر ورور سره یوځای پاکستان په لورتگ ته اړشوپه ۱۳۶۱ کال دخپل مشر ورور سره یوځای یې دسره صلیب دلومړنیو طبی مرستو کورس ولوست او له مرستندویه مؤسسو څخه یې طبي سامانونه او درمل ترلاسه کړل په همدي کال بیرته لوگر ته راستون شو او دهغو مجاهدینو وروڼو درملنې ته یې دوام ورکړ چي شوروي دښمن سره په سنگر کې ټپي کیدل او همدارنگه دنړیوال سره صلیب له لوری دجگړو او معیوبینو لپاره دمصنوعي غړو په جوړولو کې یې لس کاله خدمت وکړ په (۱۳۷۳) کال کې بېرته خپل هېواد ته راستون شو اوپه خبل پلرنی ځای لوگر کې ډېره شو . مرحوم غلام نبی په ۱۳۸۱ کال کې دپورک دهلکانو په ښوونځي کې دښونکي په توگه وگمارل شو او دڅه مودي وروسته دپوهنې ریاست له خوا دنجونو دښونځۍ دامر په توگه وگمارل شو او دیوې مودې وروسته بیرته دهلکانو ښونځې ته چې لېسې ته یې ارتقآ موندلې وه دسرپرست آمر په توگه وټاکل شو . دانتقالي حکومت په وروستیو کې دمهاجرینو دراستنېدلو او زده کونکو شمېر دزیاتوالي له امله دې ته اړتیا پیداشوه نوموړی ښوونځی دلېسی کچې ته لوړه شي او دا کار دخداي بښلي غلام نبي په هلوځلو او دپوهنې وزارت له خو ترسره شو . دلېسې اوسنی انگړ اصلآ دنجونو دښونځي لپاره جوړشوی ؤ دنجونو لپاره لرې وه او نجونې هلته نشوی تللی ځکه دوی دستونزې دحل لپاره دخلکو په مشوره دپوهنې ریاست له خوا دپوهنې وزارت ته وړاندیز وشو او هلکانو دلېسې ځای دنجونو ته او دانجونو دښوونځي ځاي د هلکانو لېسې ته ورکړل شي دخدای بښلي غلام نبي سمسور هلې ځلې لومړی دلېسې ځای دتثبیتولو ، اوتعمیر په جوړولو او له متوسطې څخه لېسی ته پراحتیآ موندلو کې ډېر روښانه رول درلوده . نموړي سره له دې چې دپورک په ښوونځي کې دښوونکې دنده درلوده او په خپله سیمه کې یو پیژندل شوي ولسې سړی ؤ او دروغې جوړې په جرگو او مرکو کې یې دپیچلو لانجو په حل کې فعاله ونډه درلوده او هر وخت دکلیو اوسیدونکي چې له کومې ستونزې سره مخامخ شوی ؤ ده ته راتلل او مشوره به یې ترې غوښتله ، دستانیزیو دقو م په شورا اوجرگو کې یې فعال غړیتوب درلود او د دې قوم دسپین ږیرو او مشرانو سره یی ښې اړیکې درلودې . خدای بښلی غلام نبی سمسور دخپلو نه سټړې کیدونکو هلو ځلو او دمیني له مخې چې دښوونې اوروزنې دوطن له اولاد سره یې درلوده دهلکانو دلېسې آمر په توگه وټاکل شو او اداری اصلاحاتودپروگرام له مخي یو غوره شوی آمرؤ نموړې دېرو کارونو او ستونزوسره سره دخپلي ښونځی اداري چارې په صداقت او ایماندارۍ ترسره کولې او هم به یې په ټولگې کې درس ورکاوه په ۱۳۸۸ کال دحج دفریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ دحج دراستنېدو څخه وروسته دریځ لاپسې پیاوړې شو او دښوونې اوروزنې سره یی مینه یو په دوه شوه او همدا وظیفه ددې علت شوه چې دوشنبه په ورځ د۱۳۹۰ کال دغبرگولې دمیاشتې په دویمه نیټه غرمې یوه بجه په داسې حال کې چې دخپلې دندې څخه دکور په لور روان وه ددښوونې او روزنې د دښمنې ډلې له لورې په لاره کې په شهادت ورسید .