بخت الرحمن بخت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بخت الرحمن ((شرافت))د زابل ولایت مرکز د ابراهیمخېلو د کلي اوسیدونکی دی. د نن ټکی اسیا بنسټگر اوسمهال په چاودنو او جگړو کې د ټپي شویو افغانانو د درملنې لپاره د ټروما کېیر په نامه خیریه موسسه لري چې د ټپي شویو عامو افغانانو سره مرسته کوي، له تیرو لسو کلونو څخه دگراچۍ په ښارکي دافغان مهاجرو بچیانو لپاره دجمال الدین افغاني په نوم یوه ښونځۍ جوړه کړې او همدارنگه دلندن انگریزي ژبي او لندن کمپیوټر په نوم یوه تعلیمي اداره لري چې په ډيره وړیا توگه افغاني بچیانو ته تعلیمي اوفني زدکړي ورکوي.

زده کړې[سمول]

د دیني زده کړو ترڅنگ یې د هجرت پر مهال د کوټې ښار په ساینس کالج کې عصري زدکړې کړي. د پاکستان کراچۍ ښار جامعه ابوبکر کې يې د ژورنالېزم په شمول انگریزي او عربي ژبو کې ډېپلومونه اخېستي دي او همدارنگه د ټایم منیجمنټ په برخه کې یې د ټایم لنډر کمپني له بنسټگر ښاغلي سلمان احمر څخه په اداره او منیجمنټ کې زده کړې کړي.

دندې[سمول]

  • په کندهار ولایت کې د جنوب غرب زون د دولتي روغتون (میرویس روغتون) مسؤل پاتې شوی.
  • د نن ټکي اسیا ویب پاڼې بنسټگر دئ
  • د نن ټکي اسیا لپاره یې خبرونه، مقالې او نور مطالب چمتو کو.
  • له نن ټکي اسیا ویب پاڼي څخه پرته نورو پاڼو ته لکه تاند، بېنوا، ټول افغان او لر او بر ویب پاڼوته ته هم یو شمېر مقالې چمتو کړي او هلته خپرې شوي دي.

عملي چارې[سمول]

د افغانانو لپاره یې په کراچۍ ښار کې د سید جمال الدین افغان په نوم مکتب، دانگریزي ژبې او کمپیوټر زده کړې کورسونه جوړ کړي چې له تیرو ۱۰ کلونو څخه دغه ښار کې د افغاني ماشومانو د پوهې او زده کړو لپاره کار کوي. د افغاني ناروغانو او په جگړو کې د ټپي شویو افغانانو لپاره يې د ټراما کېیر (The trauma care foundation) په نوم یوه خیریه موسسه جوړه کړې چې تر ډېره د ناروغانو د استوگنې، مشورې او درملنې په برخه کې ورسره مرسته کوي.

تړلې لیکنې[سمول]

بهرنۍ تړنې[سمول]

سرچینه[سمول]

بخت الرحمن بخت