هستوي برېښنا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هستوي برښنا د لمړی ځل لپاره په کال ۱۹۵۶ کې د انگلستان د کالډر هال په ښار کې د برښنا د تولید لپاره ستر ریکټور جوړ شو چې د ۴۷ کلونو لپاره یې انگلستان ته برښنا ورکړه.د دغه ریکټور هستوی توکی یورانیم ول چې د نړۍ تر نیمایی زیات یورانیمد کاناډا، آسټرالیااو قزاقستان لخوا تولیدیږي. هستوي ریکټورونه د نورو ټولو برښنایی بټیو په بڼه کار کوي او یواځینی فرق یې دادی چې دغه ریکټورونه د تیلو او سکرو پرځای یورانیم د سون توکو په بڼه کاروي او هغه داسې چې د یورانیمو د هستې له چاودنې څخه انرژي لاس ته راځی چې بیا دا انرژي د ریکټور شا او خوا اوبه تودوي چې دا اوبه بیا په بخار اوړي او په پایله کې بخار توربین او توربین د برښنا تولید کوونکی یا جنراټور په کار اچوي.یورانیم ډول ډول ایزوتوپونه لري چې یواځې یورانیم ۲۳۵ یې د چاودنې وړ دي او انرژی تولیدوي. یورانیم ۲۳۵ په طبیعی ډول له ۱٪ څخه کم له یورانیم ۲۳۸ سره گډ پیدا کیږي چې دا یورانیم بیا بډاینې ته اړتیا لري تر څو د انرژی د تولید جوگه شي. یورانیم۲۳۵ باید له ۲ تر ۳ سلنه بډای شي ترڅو په ریکټور کې د سون توکو په بڼه وکارول شي. د یوه هستوي ریکټور په مینځ کې د بډای شویو یورانیمو څخه ډکې میله د ترفشار لاندې اوبه په حوض کې یښي دي.کله چې ریکټور چالان وي نو نیوټرونونه د یورانیمو هستې بمبارد کوي او د دغو هستو د چاودنې په ترڅه کې ستره توښه را مینځ ته کیږي چې دا تودښه اوبه په بخار اړولای شي. د چاودنې په ترڅ کې د انرژی تر څنگ نیوټرونونه هم خپریږي چې دغه نیوټرونونه بیا نورې هستې چوی چې په پایله کې یو ځنځیری تعامل را مینڅ ته کیږي. د دې تعامل د کنټرول لپاره د سون توکو د میلو ترڅنگ د کنټرول میلې هم شتون لري چې د اړتیا په وخت کې د یورانیمو دغه ځنځیری تعامل د نیوټرونونو د جذب په پایله کې کنټرولوي. د ریکټور ټوله بټۍ یو کانکریټی پوښ لري چې دا پوښ له بټۍ څخه چاپیریال ته د وړانگو د خپراوی مخه نیسي. په نړۍ کې ځینې خلک د هستوی بټیو په خلاف دي او علت یې هم دادی چې دا بټۍ د سون فاضله توکی تولیدوي او دغو توکو ساتنه کیدای شي هستوي ناورین را مینځ ته کړي، خو په حقیقت کې داسې نده.هستوي انرژی تر ټولو پاکه ده او چاپیریال ته زیامن کونکي گازونه چې د گرین هاوس گازونو په نامه یادیږي نه خپروي. په هستوی ریکټورونو کې د نړۍ لمړۍ پیښه د انگلستان د غربی کمبریا په ریکټور کې د باد د تندوالی له امله په ۱۹۵۷ کال کې رامینځ ته شوه چې چاپیریال ته یې راډیو اکټیف وړانگې خپرې کړي او په پایله کي یې د دغې سیمې د شیدو په استعمال بندیز ولگید. اوسني ریکټورونه د اټوماټیک بندیدلو وړتیا لري او د گواښ د رامینځ ته کیدو په صورت کې په خپله مړ کیږي. دنړۍ تر ټولو ستره او زیانمن کونکې هستوي چاودنه د اوکراین په چرنوبیل ریکټور کې په کال ۱۹۸۶ کې پیښه شوه، دغې چاودنې په لس هاوو خلک مړه کړل او په سل هاوو زره یې په تشعشع باندې معروض کړل.

هستوي وسلې[سمول]

په ټولیزه توگه دوه ډوله هستوي وسلې شته: اټومی بمونه چې د هستو له انشقاق یا چاودنې څخه انرژی را مینځ ته کوي او هایډورجنی بمونه چې د هستو له اتحاد یا یوځایوالی څخه انرژی را مینځ ته کوي. لمړی اټومي بم د دوهمې نړیوالی جگړې په پایلو کې د امریکې د آلاموس په ملی لابراتوار کې د منهاټن تر پروژې لاندې جوړ شو. د اټومي بم د سون توکي معملا یورانیم او یا هم پوټونیم دي.هستوی بمونه کټ مټ د هستوي بټیو پر بنسټ کار کوي خو توپیر یې دادی چې په هستوي بټۍ کې د یورانیمو د چاودنې تعامل تر کنټرول لاندې وي په داسې حال کې چې په اټومي بمونو کې دا ځنځیری تعامل نه کنټرولیدونکی دی. همدارنگه بل توپیر یې دادی چې په هستوي بټیو کې یورانیم تر ۳٪ پورې بډای کیږي، په داسې حال کې چې د بمونو لپاره له ۸۵٪ څخه تر ۹۵٪ پورې ۲۳۵ بډای شوی یورانیم کارول کیږي.لمړی اټومی بم د ۱۹۴۵ کال د اگسټ په شپږمه د جاپان په هیروشیما ښار باندې د آمریکامتحده ایالاتو لخوا وکارول شو، د دغه اټومی بم نوم لیټل بای وؤ چې دری ورځې وروسته دوهم فټ من نومی اټومی بم د جاپان په ناگاساکی ښار باندې وکارول شو چې په پایله کی یې دوهمه نړیواله جگړه هم ختمه شوه. هایډروجنی بمونه د اټومی بمونه پر خلاف د هایډروجن د دوو هستو د یوځای والی په پایله کې د هلیوم هستې د رامینځ ته کیدو څخه وروسته په لوړه کچه انرژي چاپیریال ته خپروي، د هایډروجنی بم انرژی د اټومی بم په پرتله تل ډیره وي. دهایدروجنی بمونو په جوړولو کې د هایډروجن دوه ډوله ایزوټوپونه مانا ډیټریم او ټریټیم کارول کیږي. د هستو یوځای کول د ځانگړې انرژي لرونکی چاپیریال ته اړتیا لري، ځکه خو هایډروجنی بمونه تل دلوړې انرژي لرونکي چاپیریال د رامینځ ته کیدو لپاره له ځان سره تل اټومي بمونه هم لري چې دا اټومي بمونه له هایډروجنی څخه مخکې چوی او د هستو یوځایوالی ته زمینه برابروي. هایډروجنی بم تراوسه پورې په جگړيزه توگه نده کارول شوی خو د اټومي بم په پرتله په زرهاوو ځله زیاته انرژی تولیدوي. هایډروجنی بم د لمړي ځل لپاره په آرام سمندر کې آزمویل شوی چې شااوخوا ځلورنیم کلیومټره لمبه یې شا اوخوا خپره کړه. چې دغه بم کولای شوای د بمبی په کچه ستر ښار په څوشیبو کې له مینځه یوسي.

هستوي فاضله توکي[سمول]

د هستوی صنعت تر ټولو یوه ستره پوښتنه داده چې له دغې ټکنالوژي څخه لاس ته راغلی هستوی فاضله توکو سره چې ځیني یې تر سلهاوو زرو کالونو راډیواکټیف پاتې کیږي باید څه وکړو؟ ځینې هستوي فاضله توکې چې په لوړه کچه راډیو اکټیف دي د خپل کانټینر د ذوب کیدو لامل هم گرځیدای شي چې په پایله کي به یې چاپیریال په ډیر زیامن کونکې ډول په تشعشع ککړ شي.ډیری هستوي فاضله توکي په ریکټور کې سوځیدلی یورانیم او یا هم د ریکټور ځینې هغه برخې دي چې له کار څخه لویدلې وي.د دغو هستوی فاضله توکو د ساتنې لپاره بیلابیلې کړنلارې شته چې یوه یې هم تراوسه داسې نده ثابته شوې چې چاپیریال به په وړانگو نه ککړوي. آمریکا او فینلنډغواړي خپل هستوی فاضله توکې تر ځمکې لاندې خښ کړي،خو د دې کار لپاره باید لمړی دا څیړنه تر سره شي چې دغه فاضله توکي به په اوږده مهال کې د اوبو تر ځمکې لاندې چینې نه ککړوي. یوه بله کړنلاره دا هم ده چې فاضله توکي دې فضا ته ولیږدول شي او هملته دې وچول شي تر څو له مینځه ولاړشي.

تړلې لیکنې[سمول]

هستوي ټېکنالوجي هستوي انرژي

دا هم وگوري[سمول]

برېښنا

سرچینه[سمول]