د جلرېز پېښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د جلرېز پېښه د روان کال 2015ز د جولای میاشت کې پېښه شوه چې د یادې ولسوالۍ څلور پوستې د مخالفینو تر برید لاندې راغلی او ډېری سیمه ییز پولیس یې ووژل شول.

د جلریز له خونړي برید کې ټپي شوي سرتیري وايي، د عامه نظم ساتنې پولیسو او د پولیسو نورو پوستو د ۷۲ ساعته جگړې په اوږدو کې له دوی سره هیڅ همکاري نه ده کړې، خو د سیمې خلکو له طالبانو سره همکاري کړې.

ددغې پېښې ټپیانو چې ځانونه یې د بامیان روغتون ته رسولي ویلي، د جلریز پولیسو له دوی سره په یاده برید کې هیڅ همکاري نه ده کړې او ددوی مړي د ساعتونو لپاره د سړک پر سر پراته وو.

په ورته وخت کې د جلریز په جگړه کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان جنرال رضا وویل، د ۴۸ ساعته جگړې په اوږدو کې د جلریز پولیسو چې له دوی په ډېر لږ واټن کې وو، له سیمه ییزو پولیسو سره هیڅ همکاري نه ده کړې.

د جلریز د جگړې یو ټپي سرتیری وايي، د ۴۸ ساعته جگړې په اوږدو کې دوی خپل ټول مهمات خلاص کړل، چې بیا د طالبانو له خوا کلابند شول، خو د میدان وردگو ولایت او جلریز ولسوالۍ له پولیسو څخه د مکرر غوښتو سره سره له دوی سره هیڅ مرسته ونه شوه.

د جلریز ولسوالۍ یوشمیر سیمه ییز پولیسو د طالبانو له کلابندۍ ځانونه خلاص کړل او بامیانو ته وتښتیدل. دوی اوس د بامیان په روغتون کې بستري دي.

د جلریز د جگړې قوماندان جنرال رضا وايي، سرتیرو یې تر وروستۍ مرمۍ هم له طالبانو سره مقاومت کړی او د مهماتو تر خلاصیدو وروسته د طالبانو له خوا وژل شوي. دی وايي، وروسته له دې چې ده ته د ورسپارل شویو پوستو یوه قوماندان ووژل شو، پوستې سقوط وکړ، ورپسې له ځنډ پرته دوه نورو پوستو کې هم سپین بیرغونه پورته کړل شول.

دغه قوماندان وايي، په جلریزو ولسوالۍ کې خلکو او یو شمیر پولیسو له طالبانو سره همکاري لرله او په دې برخه کې اسناد هم لري.

جنرال رضا وویل، طالبانو په جلریز کې بې ناموسي هم کړې او کولی شي د بې ناموسیو قرباني کس تلویزیون ته د وضاحت لپاره حاضر کړي.

د جلریز په جکړه ټول وژل شوي او ټپیان سرتیري هزازه گان دي.

خو د سیمې اوسېدونکي بیا بل ډول انځور ورکوي، دوي وایي چې دا سیمه ییز پولیس د سیمې له خلکو سره ډېر بد چلند کاوه، د هغوي مالونه به یې لوټل، د سر او مال زیان به یې ور اړاوه، آن تردې چې په ناموسونو به یې هم تېری کاوه، چې همدا کار د دوي د وژنې لامل وگرځېد.

د یادونې ده چې دا پوستې د سیمې د خلکو په غوښتنه د طالبانو له په دوه اتیا ملي متري توپونو ویشتل شوي او ډېری سیمه ییز پولیس په کې وژل شوي دي.