ټېکسلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

له راولپنډی څخه 22 میله لرې، شمال لویدځ اړخ ته یو لرغونی ښار ودان دی، چې د ټېکسلا په نامه یادېږي. په 326 ق م کې مقدوني سکندر په دې ښار خپله ولکه ټینگه کړه او تر پینځو ورځو پورې همدلته پاتې شو. د همدې ځای راجا امبهي د سکندر اطاعت ومنلو. له دې وروسته سکندر له راجا پورس سره د جگړې لپاره جهلم په اړخ وخوځېد. د باختر یوناني واکمنو دیمریس په ۱۹۰ مخزېږد کې د گندهارا سیمه ونیوله او ټېکسلا یې خپله پلازمېنه وټاکله. د موریه کورنۍ واکمن ستر اشوک د واکمنۍ پر مهال هم دا ښار د وخت له مشهورو سیمو څخه گڼل کېدو، چې د بودیزم د ښوونو ستر مرکز هم و.

په اوومه عیسوي پېړۍ کې چینایي گرځندوی هیون سانگ دې ځای ته ورغلو. گرځندوی په خپل یونلیک کې ددې ځای د عظمت او لوړتیا یادونه کړې ده. په دې سیمه کې د گوتهک بڼه یو موزیم جوړ دی چې له عیسوي زوکړې پینځه پېړۍ مخکې د گندهارا هنر نمونې، لس زره سېکې چې ځینې یې یوناني پېر اړوندې دي، د سېلانیانو د لید لپاره اېښودل شوي دي.

دا ښار په ۱۹۸۰ز کا د ملگرو ملتونو د یونېسکو ادارې له خوا د یونېسکو نړیوال میراث لړلیک کې شامل کړ.

د ټېکسلې لرغونو اثارو یوه منظره

په ټېکسلې ښار کې د لرغونو توکو لپاره یو موزیم هم جوړ شوی چې د ټېکسلې موزیم په نامه یادېږي. په دې موزیم کې د بودیم او هندوییزم اړوند لرغوني توکي لکه سکې، د چونې او گچو بتان، گاڼه او داسې نور اشیاء د لیدونکو لپاره اېښودل شوي.

انځورخونه[سمول]

کينډۍ:پاکستان کې د یونېسکو نړیوال میراث