سېسټم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیستم د فعل او انفعاک یو سیټ یا له یو بل سره هغه تړلی اجزا دی چی یو متحد شکل تشکیلوی.

هر سیستم د خپل جوړښت او جسمانی حدودو په ذریعه تشخیص کیږی چی دا تشخیص د سیستم ساختار او هدف او په دی محیط کی د سیستم عملکرد بیانوی. هغه رشته چی د سیستم عمومی خواص او د سیستمونو علم، د سیستمونو نظریه یاتیوری، دسیستم ماډل، مهندسی سیستم، دینامیکی سیستمونه، سایبرنتیک، ترمودینامیک، مغلق سیستمونه د سیستم څیړنه او طرح مطالعه کوی دا رشته د سیستم انتزاعی خواصو، موضوع او تشکیل په اړه تحقیقات کوی. دا رشته د سیستم کلی مفهوم او اساس ته گوری چی باید له ډومین نه مستقل وی د سیستم استحکام گوری، د سیستم نوعیت او زمانی مقیاس گوری. یو سیستم حصی یا اجزا لری چی یو بل سره مستقیم یا غیر مستقیمی اړیکی لری. یو سیستم خپل د رفتار سلوک لری چی سلوک د مراحلو طی کیدل ښی او دغه مراحل خپل هدف لری. یو سیستم خپل اتصال لری چی حصی یا اجزا یی د مرحلو یا شکل لرونکی جوړښت په ذریعه وصل وی .

د سیستم اصطلاح د قوانینو مجموعی ته رجوع کوی چی دا قوانین د سیسټم جوړښت، سلوک او رفتار کنټرول او خپل ځان ته تابع ساتی.

د سیستم تاریخ[سمول]

د سیستم معنی څه شی ته کتل یا پری نظر ساتل دی د دی لپاره باید یو محرکه لویه بینایی یا بصر لرونکی د کتنی مهارت ولری تر څو د سیستم اجزا یا مراحل په ښه ډول وصل کړی. په فلسفه کی له دکارت نه مخکی سیستم نه وو افلاطون او ارسطو هم سیستم نه لاره.

په ۱۹ پیړی کی اول ځل په طبعی علومو کی سیسټم یو فرانسوی فزیک پوه چی نیکولاس لیورنارډ سادی کانوټ نومیږی توسعه ورکړه. دی فزیک پوه تیر مو ډینامیک کی زدکړی کړی وی نیکولاس کله چی د کشتی چی د واپر یا حرارت تولیدونکی ماشین لرونکی کشتی ماشین او د انرژی تولید ته نظر وکړ دا یی د سیستم په شکل توسعه کړل .

د سیسټم ډولونه[سمول]

فزیکی سیسټم[سمول]

خلاص یا بند سیسټم[سمول]

مالوماتی سیسټم[سمول]

رسمی مالوماتی سیسټم[سمول]

غیر رسمی مالوماتی سیسټم[سمول]

هغه سیسټم چی مالومات یی د کمپیوټر پر اساس وی فزیکی سیسټم لمس کیدونکی وی چی په عمل کی بی حرکته یا ډاینامک وی. خلاص سیسټم له محیط سره اړیکی یا اتصال لری په محیط کی په ازادانه شکل فعل او انفعال تر سره کوی اخیستونکی او نتیجه ورکونکی عمل ترسره کوی بند سیسټم د سیسټم محیط کی فعل او انفعال نه ترسره کوی