سونډی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سونډی چې په عربي او پارسي ژبو کې يې زنجبيل بولي، د ( Zingiberaceae) کورنۍ سره اړوند يو زړيز، وښيز (علفي) او څو کلن باربوټى دى چې، د ( Musaceae ) له کورنۍ سره نېږدې خپلوي لري او له (٩٠_١٠٠) سانتي مترو پورې لوړېږي.

د سونډي يا ادرک يو انځور

پېژندنه[سمول]

سونډی د ( Zingiberaceae) کورنۍ سره اړوند يو زړيز، وښيز او څو کلن باربوټى دى چې، د ( Musaceae ) له کورنۍ سره نږدې خپلوي لري او تر (٩٠_١٠٠) سانتي مترو پورې لوړيږي. سونډی غټ او ډډ مرغړى وزمه ريزوم (Rhizome ) لري چې، له هغه څخه بيا څو هوايي گڼ ډنډرونه ټوکېږي او همدا د سونډي بوټي ډنډر (ساقه) ده. دغه مهم او نوموتي طبي بوټي ته په پښتو ژبه کې سونډی، سونډ، او شونډ وايي. په هندي کې (ادرک) او په انگرېزي کې ورته (Ginger) ويل کېږي چې، علمي نوم يې (Zingiber Officinale ) دى. سونډی له اره د تودو سيمو بوټى دى چې، اصلي ټاټوبى يې د هندو چين پراخ هېوادونه دي. خو پر دغو هېوادو سربېره د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادو لکه لوېديځه اسيا، شمالي افريقا، جامايکا، مکسيکو او جاپان کې هم کرل او روزل کېږي. همدا شان اوسمهال يې په زياتره استوايي سيمو او هېوادو کې هم کرنه او پالنه دود شوې ده. ريزوم (Rhizome): ځينې هغه بوټي چې، ترځمکلاندې ډنډر(ساقه) لري،د هغوى ډنډر ته ريزوم (Rhizome) ويل کېږي او هغه بوټي چې، حاصل يې په جرړو کې وي، هغوى ته (Earthnut) نباتات ويل کېږي چې، زنجپيل هم له همدې ډول څخه دى. د زنجپيل شاليد: دا خبره ښکاره اوکره ده چې،انسان يو تلوسمن او پلټنگر موجود دى چې،له آدمه تردې دمه، تل د خپل ټولنيز ژوندون د تکامل په موخه په خورا ستړياوتې مبارزه بوخت دى او د لټون دا تلوسمنه لړۍ به ترهغو گړندۍ روانه وي، ترڅو چې ژوند په دې نړۍ او پينۍ وي. بشرد ځمکې پرمخ له خپل پنځون سره جوخت د خپل ټولنيز ژوندون د ښه کېدا، بشپړتيا او بسياکېدا په موخه په کوټلې توگه هلې ځلې کړې او تل په دې اند او هاند کې ؤ او دى چې، د طبيعت پټ رازونه برسيره کړي او له هغوى نه گټنه وکړي. لکه څرنگه چې، زموږ د بحث سکالو د زنجپيل شاليد ( تاريخچه ) ده، نو تاريخ شاهد دى چې،د زنجپيل بوټى شاوخواد (٤٠٠٠) کلونو راهيسې په اخلي پخلي کې کارول شوى دى. او همدا شان له ډېرې پخوا زمانې راهيسې د هندي ايورودا طب اوهم د يوناني طب يو ډېرمهم او اړين توکى گڼل کېږي. د هندي ايوريک طب طبيبان زنجپيل يو نړيوال درمل گڼي، ځکه چې، نوموړى بوټى باکتريايي او ويروسي ضد ځانگړنه لري او همدغه رازد هاضمې پرسيستم رغند، مثبت او هوسابخښونکى اغېزهم شيندي. همدا لامل دى چې، هندوان کابو له (٢٠٠٠) کلونو را په دې خوا له زنجپيل څخه په ټولنيز ژوندانه کې په لويه کچه گټنه کوي. د زنجپيل د کارونې په اړه د چين په درمليزه کتابونو کې هم يادونه شوې ده. په لومړۍ زېږدي پېړۍ کې د لوېديځ يو نامتو ډاکټر( ډيوسکوريډس ) د لومړي ځل لپاره د زنجپيل درملنيز اغېزاو ځانگړنه ثبت کړه.که څه هم چې، له هغې څخه پېړۍ_پېړۍ مخکې د لېرې ختيځ هېوادونو څخه دا وږمين بوټى اروپا ته صادرېدو او زنجپيل په اروپا کې د اخلي پخلي په برخه کې د لومړني اړين توکي په توگه پېژندل شوى ؤ.

د سونډي ډولونه[سمول]

زنجپيل ټولټال (٧٠) اويا ډولونه لري چې،د هغوى له يوشمېر څخه د خوراکونو،عطرونواوياهم د نشايسته پوډرو په جوړاوي کې گټنه کېږي. خو په دغه اويا ډوله زنجپيل کې ترنورهغو يې دوه ډوله ډېرمهم دي چې، خورا زيات طبي او سوداگريز اهميت او ارزښت لري.

د سونډي دوه مهم ډولونه[سمول]

١_ يو ډول هغه سونډونه دي چې، تر ځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ډک او غوښن ريزومونه لري او د ژېړ رنگ لرونکي دي. ٢_ بل ډول هغه زنجپيلونه دي چې، ترځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ريزومونه لري او د شين رنگ لرونکي دي. د زنجپيل ريزومي ډنډر(ساقه): ډنډر د يوۀ نبات هغه ډېره مهمه او عمده برخه ده چې، پر ريښې د پاسه واقع وي او بره خوا وده کوي. ډنډر د بوټي ريښې او گلان سره نښلوي او پردې سربېره هغه کاني توکي او اوبه چې، له ځمکې څخه د ريښې پرمټ جذبيږي، د ډنډر په وسيله پاڼو ته لېږدول کېږي.خو د معمول خلاف د زنجپيل بوټى ترځمکلاندې څښېدونکى (ريزوم) لري چې،د نوموړي بوټي ډنډر له همدې ريزوم څخه په عمودي ډول مخه په بره خوا راوځي او د ژېړنارنجي رنگ لرونکى دى. د زنجپيل بوټى د کرکيلې له پلوه تودې او لندې هوا، اوبو او پستې خاورې ته اړتيا لري. زنجپيل نرى او د کړکي په څېرډنډر لري چې، له وړو ريزومي مرغړو ساقو څخه را ټوکېږي او د هغو پرمټ وده کوي او ډېريږي.د زنجپيل بوټي ځمکلاندې څښېدونکي ريزومونه د کورکمن بوټي ترځمکلاندې ريزومونو په پرتله کوچني،گرد، ښوى او پاسته دي.د زنجپيل بوټي ترځمکلاندې ريزوم په ډېرو برخو منگول _ منگول وېشل کېږي چې، همدا د نوموړي بوټي اصلي حاصل دى. د زنجپيل ريښه: ريښه د نبات يوه مهمه او عمده برخه ده چې، په خاورو يا اوبو کې وده کوي. لکه څرنگه چې، د نباتانو څانگې بيديا په هوا کې وده کوي،او ريښې يې په خاورو کې وده کوي. خو ددې پرخلاف د زنجپيل بوټى ريښه نه لري، بلکې د هغه ځمکلاندې څښېدونکى ريزومي ډنډر د ريښې دنده ترسره کوي. البته د يادؤنې وړده چې،د زنجپيل ترځمکلاندې ريزومي ډنډر يو ډول تاروزمه ريښې لري چې، هغوى د ځمکې لاندې نه د ساقې لپاره اوبه او نور خوراکي توکي جذبوي. د زنجپيل پاڼې: د نباتاتو پاڼې زرغون رنگ لري چې، هغوى په بوټي کې د ډېر اهميت او ارزښت وړ دي. پاڼه په يوۀ نبات کې د خوړو جوړونې فابريکه ده چې، د لمروړانگو په مرسته يې چمتو کوي. په پاڼو کې کوچني سوري دي چې،ددوى پرمټ بوټي ساه اخلي. د نباتاتو پاڼې بېلا بېل شکلونه او جوړښتونه لري. زنجپيل د تېرې څوکې په شان تېرې، پلنې او اوږدې پاڼې لري چې،د تورې د تيکي په بڼه له ډنډرسره نښلول شوې دي. د زنجپيل پاڼې تېز زرغون رنگ لري.

د سونډي گل: گل د نبات يو جز يايوه برخه ده چې،بېلابېل رنگونه،بويونه او شکلونه لري. همدا شان د نبات گل، مېوې او دانې منځته راوړي. پردې سربېره له گلانو څخه د عطرونو په جوړاوي کې هم گټنه کېږي. د زنجپيل بوټى ښايسته زرغون _ ژېړبخن او کوچني_مخروطي او پنډ وږيز گلان لري چې، په دوبي کې ترځمکلاندې ډنډر نه را ټوکېږي. د زنجپيل گل ډېر په ځنډ سره را ټوکېږي،کابو په دوه کلونو او ياهم له دې څخه په زياته موده کې منځته راځي. د زنجپيل او کورکمن بوټو ترمنځ اصلي توپيرپه دې کې دى چې، د زنجپيل بوټي گل يوازې يوه گلپاڼه لري، خود کورکمن بوټي گل بيادوې بيرغوزمه گلپاڼي لري. د زنجپيل مېوه: د زنجپيل بوټي مېوه د کورکمن بوټي مېوې په څېرکپسولي ( پوښي _غلافي ) بڼه لري چې، ډېره لږ او په نوياته توگه سره را منځته کيږي.

د سونډي رنگ[سمول]

سونډي دوه ډوله رنگ لري: ١_ يو ډول هغه سونډونه دي چې، ترځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ډک او غوښن ريزومونه لري او د ژېړ رنگ لرونکي دي. ٢_ بل ډول هغه سونډونه دي چې، ترځمکلاندې څښېدونکي مرغړي وزمه ريزومونه لري او د شين رنگ لرونکي دي. د زنجپيل خوند: د زنجپيل بوټي ريزوم تېز خوند لري، نوځکه په اخلي پخلي کې ترېنه په لويه کچه گټنه کېږي. د سونډي بوى: د زنجپيل بوټي ريزوم تېز او خوږ بويه وږم لري، نو پرهمدې توسن د عطرونو په جوړونه کې هم ترېنه په لويه کچه گټنه کېږي.

د سونډي تخم:[سمول]

لکه څرنگه چې په طبيعت کې هربوټى د خپل ژوند د بقا او پايښت لپاره خاورې، اوبواو هوا ته اړتيا لري، په ورته توگه تخم ته هم اړمن دى. زنجپيل هغه بوټى دى چې، د خپلې ښې ودې، پرمختيااو پراختياپه موخه پستې خاورې،ډېرې اوبو زيمناکې کروندې، تودې او لندې هوا او تخم ته اړينه اړتيا او اړمنتيا لري.

د سونډي تخم (Seed) درې ډوله دى:[سمول]

١_ د سونډي سرونه ٢_ د سونډي مرغړى وزمه منگول ٣_ د سونډي چيچړه1 په لومړي کال د زنجپيل د کرنې پرمهال د نوموړي بوټي سرونه کرل کېږي. کله چې، د کال په پاى کې د زنجپيل حاصل واخېستل شي، نو سرونه يې په مرغړي وزمه منگول بدل شوي وي. په دويم کال بياد سرونو پرځاى مرغړي وزمه منگول کرل کېږي. د زنجپيل سرونو په پرتله د منگول کرل ښه او گټوردي، ځکه منگول د زنجپيل غوره او اغېزمن تخم دى. په درېيم کال د زنجپيل منگول په چيچړه بدليږي او چيچړه بيادکرنې وړتيا نه لري، ځکه چيچړه د زنجپيل تخم ورسته شوې برخه ده چې،کرهڼيز زور او ځواک يې له منځه ځي او د بياکرنې جوگه نه وي، خوخپل خوراکي او اقتصادي اهميت او ارزښت ساتي او د مصالحه جاتو په جوړاوي کې ترېنه گټنه کېږي.

د سونډي کرنيز بهير[سمول]

د نړۍ په هغو سيمو کې چې،د زنجپيل بوټى کرل او روزل کېږي، ښايي د هغه د کرنې وختونه به د موسمي او اقليمي حالت سره سم له يوبل سره توپير لري. د زنجپيل بوټي دکرنې پرمهال بايد يوشمېر پړاوونه ووهل شي. نو لومړى بايد د نوموړي بوټي لپاره ځانگړې شوې کرونده په ښه او ژوره توگه يوې ( شدياره ) کړى شي. البته د کروندې ځمکه بايد څوځله واړول شي، ترڅوله يوې خوا يې بېکاره بوټي وسوځي او له منځه ولاړ شي او له بل پلوه يې خاوره زياته او پسته شي. په دويم پړاو کې بايد پټى په بشپړ ډول سره ورته هوار شي، ترڅو کرنې ته جوگه وگرځي. کرنه بايد د پټي له سور(عرض) نه پيل او په ټاکل شويو ليکوکې ترسره شي. د زنجپيل کرلوترټولو غوره وخت د ژمي وروستي ورځې دي. ددې بوټي د کرنې لپاره بايد تازه، ځيږ او ډک سرونه او مرغړي وزمه منگولې غوره او تر کرنې يوه شپه مخکې په اوبو کې لندې شي. په درېيم پړاو کې بايد د هرې ليکې ترمنځ (٨٠_١٠٠) سانتي مترو پورې واټن وي. همدارنگه بايد د ليکو پرمخ د زنجپيل تخم ( ريزوم ) ترمنځ (٢٥_٣٥ ) سانتي مترو پورې فاصله وي، خو ځينې نور ياده فاصله يوه لوېشت ورته ټاکي. د زنجپيل تخم ( ريزوم ) د (١٠) سانتي مترو په ژورتيا سره کرل کېږي. د زنجپيل د کرنې په بهير کې بايد گڼ شمېر کسان گډون وکړي، ځکه چې، نوموړى کار په يوازې توگه ډېر ستونزمن دى. همدا ډول د زنجپيل کرنې لپاره بايد سرونه او منگولې غورچاڼ شي او ترټولو ښه او وړ ريزومونه ورته غوره شي چې، (٤_٥) سانتي متره اوږدۀ وي. د زنجپيل بوټى تودې او لندې هوا ته اړمن دى چې، نوموړى بوټى په ښه ډول سره په کې وده کوي. پردې سربېره د زنجپيل لپاره د ټاکل شوې کروندې ځمکه بايد نرمه او پسته وي، ترڅو د زنجپيل ريزومونه په ښه او غوره توگه د زرغونتيااوټوکېدا لړۍ سرته ورسوي. د زنجپيل تخم يا رزيمونه دوې اونۍ وروسته زرغونيږي چې، داد نوموړي بوټي د کرهڼيز ژوندون پيلامه ده.

د سونډي د خړوبولو سيستم[سمول]

لکه څرنگه چې، زنجپيل څوکلن بوټى دى، نوطبيعي خبره ده چې، نوموړى بوټى د خپل کرهڼيزځمکني ژوند په بهير کې په لويه کچه اوبو، روزنې او پالنې ته اړتيا لري. لکه څنگه چې، مې مخکې ورته نغوته وکړه، زنجپيل له معمول سره سم د ژمي په فصل کې کرل کېږي او طبيعي ده چې، د کال دا موسم د پسرلي او دوبي پر انډول سوړ وي، نو د زنجپيل کروندې اړوند پټي ته په مياشت کې ايله يوځل اوبه ورکول کېږي او د هوا په تودېدا سره د اوبه خور بهير هم ډېريږي او په مياشت کې دوه ځله اوبه ورکول کېږي. خوکله چې، د دوبي فصل رادې بره شي او د هوا د تودوخې درجه ډېره زياته شي، نو بيا په اونۍ کې (٢_٣) ځله اوبه ورکول کېږي. د زنجپيل کروندې ته بايد اوبه په داسې توگه ور نه کړل شي چې، په پټي کې ډنډ شي، ځکه دا کار د زنجپيل کروندې ته دروند زيان اړوي.

د مضره بوټو رېبنه اود گنگخړ پټ ماتونه څرگنده ده چې، زنجپيل څو کلن بوټى دى او وچ يو يا دوه کاله د کروندې ځمکه تر خپل نيواک لاندې ساتي، نو پرهمدې يوه يا څوکلنه موده کې کروندگر اړ دى چې، د زنجپيل کروندې ته جدي پاملرنه وکړي. د زنجپيل کرونده د خپل ځمکني ژوند پرمهال د بېکاره اومضره بوټو څوځلي للون او د گنگخړ پټ ماتونې ته اړتيا لري. د کرهڼيزې تيورۍ پر بنسټ په کرونده کې د مضره بوټو شتون د اصلي بوټي د ودې او پرمختيا مخنيوى کوي او د کروندې په خاوره کې گټور خوراکي توکي خوري او د اصلي بوټي کرهڼيزه وده اوغوړېدا ځنډنۍ، ژوبلنۍ او ټکنۍ کوي. له بل پلوه د کال په بهير کې پرله پسې بارانونه او سېلابونه گنگخړ اوبه د زنجپيل پر کروندې وربهوي چې، دا چاره د کروندې پټي پرمخ يو ټينگ او کلک د خړو خاورو پټ جوړوي. که له يوه پلوه خړې اوبه کرهڼې ته گټه لري او د غرونو او رغونو گټورکاني توکي کروندو ته راوړي، خو له بل پلوه د گنگخړ اوبه د کروندې خاوره کلکوي او دا کار بيا د کروندې لپاره زيانمنوونکى دى. نوپرهمدې توسن پورتني دوه ياد شوي واقعيتونه په خپله اډانه کې د زنجپيل کروندې ته خورا دروند زيان رسوي. نوځکه بايد دکال په اوږدو کې څوځله د گنگخړ پټونه مات او خاوره يې په کرهڼيزو وزلو( وسيلو) سره نرمه او پسته شي، ترڅو د زنجپيل بوټى په کمساري او بې ساري توگه وده، پرمختيا او پراختيا وکړي.

د زنجپيل کروندې ته د حيواني او کيمياوي سرې ورکونه د زنجپيل کروندې ته هم د نورو کرهڼيزو کروندو په څېر دوه ډوله سره ورکول کېږي چې، دا دوه خېله سره يوه حيواني سره او بله هم کيمياوي سره ده. ١_ حيواني سره: کله چې،د زنجپيل بوټى کرل کېږي، نو ورسره جوخت حيواني سره هم ورکول کېږي. حيواني سره د زنجپيل په گړندي اَوزين (نشوونما) کې اوڅاره ونډه لري. د کورسره ټول هغه عضوي توکي لري چې، کيمياوي سره يې لري، نو پرهمدې توسن حيواني سره د کروندې ځمکه په بشپړه توگه دزنجپيل کر لپاره چمتو کوي، ترڅو چټک اَوزين وکړي او خپلې کرهڼيزې ودې ته په روغه اوسالمه توگه پرمخيون ورکړي. ٢_ کيمياوي سره: لکه څرنگه چې، کيمياوي سره دوه ډوله ( توره سره او سپينه سره) ده، نو هغه هم د زنجپيل کروندې ته په ټاکلو وختونوکې ورکول کېږي. لومړى کله چې، زنجپيل کرل کېږي،نو توره او سپينه کيمياوي سره له يوبل سره گډيږي او بياد زنجپيل اتېون کښت ته ورکول کېږي او دويم پلا د پسرلي په موسم کې يوازې سپينه کيمياوي سره د نوموړي بوټي کروندې ته ورکول کېږي چې، په هرځل د سرې ورکونې سره د زنجپيل کروندې ته اوبه هم ورکول کېږي او له دې سره د زنجپيل فصل په چټکيوني توگه وده او پرمختيا کوي. د زنجپيل د لوبهير لکه څرنگه چې، هره کرهڼيزه کرونده په پاى کې پخيږي او د لو پړاو ته رسيږي، په ورته توگه د زنجپيل کرونده هم د پاڼرېژ (مني ) په موسم کې پخيږي او بايد د لو لړۍ يې گړندۍ پيل شي.د زنجپيل بوټى هغه مهال د پخېدا پړاو ته رسيږي چې، کله د زنجپيل بوټي پاڼې ژېړې او مړاوې شي. نودا هغه مهال دى چې، بايد د زنجپيل فصل واخېستل شي.د زنجپيل حاصل په ډله ييز ډول سره اخېستل کېږي. يوه ډله وگړي د زنجپيل کروندې ته ورځي،د بوټي پاڼې او ډنډرونه د لور پرمټ رېبي او په گوښه ځاى کې يې ږدي. په دويم ټپال کې د يوم او چارۍ پرمټ د فصل اړونې لړۍ پيلوي. يوم يا چارۍ په يوه ټاکلې اندازه د زنجپيل بوټي بېخ ته په ژوره توگه دننه کوي او يو لوى (کرچ۱)اړوي او په هغه کې د زنجپيل ريزوم موجود وي چې، دا د زنجپيل اصلي حاصل دى. د زنجپيل اړونې پرمهال بايد د هغه منگول (پنجو) ته ډېر پام وشي، ترڅو بې ځايه ماته او ژوبله نه شي، ځکه منگول د بيا کر په موخه ساتل کېږي. د زنجپيل ټول حاصل بايد د لندو خټو او خاورو څخه پاک او سوتره شي او په يوۀ گوښه ځاى کې خوندي او ډېرۍ شي، ترڅو د خرڅلاو په موخه بازار ته چمتو وگرځي.

د پي اېچ (PH) پېژندنه او د زنجپيل پي اېچ (PH)[سمول]

١_ لغوي تعريف : د پي اېچ (PH) کيمياوي او زراعتي اصطلاح له دوو کلمو (Potential) او (Hydrogen) څخه ترکيب شوې ده او په لاندې ډول سره ليکل او لوستل کېږي:) ( The litters PH stand for potential of hydrogen! چې پښتو ژباړه او معنايې (د هيدروجن پټه وړتيا او ځواکمنتيا) ده. ٢_ اصطلاحي تعريف : ١_ پي اېچ (pH) يولوگارېتمي واحد دى چې د توکو تېزابي،القلي او شنډه (خنثى) کچه معلوموي. زياتره(اوبژواکي۱)ژوي د (٥ تر٩) pH په چاپېريال کې ژوندي پاتېږي. ٢_ په يوۀ محلول کې پي اېچ (pH) دفعال هيدروجن د ايون٢ غلظت د لوگارېتم منفي (١٠) درجې سره برابر دى. ٣_پي اېچ (pH) يوهغه معياردى چې په يوۀ محلول کې دهيدروجن دايون گاټتيا(غلظت) د معلومونې او ښودنې لپاره کاريږي او له (١ تر١٤) پورې درجه بندي کېږي. که چېرې د يوۀ محلول پي اېچ (pH) د (X) عدد وټاکل شي، نو دا په دې معنا ده چې په محلول کې د هيدروجن د ايون گاټتيا(غلظت) د هغه عدد منفي (١٠) سره برابره ده چې دا په خپله يو ډېرکوچنى دى او د لېټر په واحد کې پلټل او څېړل کېږي. که د يوۀ محلول پي اېچ (pH) له (١تر٧) عدد پورې وي، هغه تېزابي ځانگړتيا لري اوکه يې پي اېچ (pH) له (٧ تر١٤) عدد پورې وي،هغه بياالقلي ځانگړتيا لري او که د محلول پي اېچ (pH) وچ د(٧) عدد سره برابر وي، نو په دې صورت کې هغه شنډ(خنثى) بلل کېږي. ٢_ دپي اېچ (pH) شاليد:د نولسمې زېږدي پېړۍ په وروستيو کې د کيمياوي صنايعو صنعتگرانو او د کيمياوي توکو د توليد فابريکو خاوندانو لپاره د هيدروجن د ايون گاټتيا(غلظت) د پلټنې او څېړنې اهميت او ارزښت څرگند شو. د مثال په توگه د هيدروجن د ايون گاټتياد کيمياوي توکو د ترکيب او تجزيې د تعامل بهير په اوږدوکې او همدارنگه د تعامل په پايله کې د ترلاسه شويو توکو پرفعاليت اغېز کوي او اړينه ده چې د هيدروجن د ايون غلظت په دايمي ډول سره وپلټل او وڅېړل شي. له بلې خوا لکه څرنگه چې د هيدروجن د ايون غلظت يوډېرکوچنى عدد دى او له هغه سره کارکول،ډېره ستونزمنه چاره ده،نوپرهمدې توسن يو ډنمارکي عالم او بيوشيميپوه (بيوشيمېسټ) سورن پېټر لاورېټس سورن سېن د لومړي ځل لپاره د پي اېچ (pH) په نوم د کچ يو واحد رامنځته کړ. ٣_ د پي اېچ (pH) درجه بندي: لکه څرنگه چې پي اېچ (pH) د صنعت په بېلابېلو برخوکې ځانگړى لگښت لري،نو پرهمدې توسن د هغه دا ځانگړتيا په زراعت کې ډېره د اهميت وړده او د خاورې (pH) د بوټي پر وده او پرمختيا اغېزلري. نوځکه هغه له (١_١٤) پورې درجه بندي کېږي. ٤_ د خاورې پي اېچ (pH): خاوره بايد وړ او مناسب پي اېچ (pH) ولري، هريو بوټى د (pH) يوه وړاو ځانگړې اډانه لري چې که چېرې د خاورې (pH) لږ ياډېر وي، نو د بوټي وده او پرمختيا له ستونزې سره مخامخيږي. د خاورې (pH) په مختلفو صنعتونو کې خپل خاص لگښت لري او په کرهڼه کې دا ځانگړنه ډېر زيات اهميت او ارزښت لري. د خاورې (pH) د بوټي په وده او پرمختيا مستقيم او نامستقيم اغېز لري. د خاورې (pH) ترټولو مهمه دنده په خاوره کې د خوراکي عنصرونو د حلاليت کنټرولول دي. ياپه بله وينا د خوراکي عنصرونو د جذبولو وړتيا ترډېره بريده د خاورې له (pH) سره تړاو لري. ٥_ دخاورې (٣) درې ډوله پي اېچ (pH): ١_ تېزابي pH ٢_ القــلي pH ٣_ شـــنـــډ pH ١_ تېزابي (pH): که چېرې د خاورې (pH) له (١_٧) پورې وي، هغه تېزابي خاوره ده. ٢_ القلي (pH): که د خاورې (pH) له (٧_١٤) پورې وي، هغه القلي خاوره ده. ٣_ شــنډ (pH): اوکه د خاورې (pH) وچ د (٧) عدد سره برابروي،نوهغه بياشنډه (خنثى) خاوره ده. د زنجپيل پي اېچ (PH) په نړۍ کې ټول نباتات د خپلې ودې او پرمختيا لپاره د خاورې پي اېچ (pH) په اډانه کې يوۀ کره او ثابت چاپېريال ته اړتيا لري چې، د هغه په چوکاټ کې بوټي په ښه او غوره توگه وده کوي. زنجپيل هغه گټور بوټى دى چې، انسانان په ټولنيز ژوند کې په لويه کچه ترېنه گټنه کوي. زنجپيل د نورو بوټو په څېرد خپلې کرنيزې ودې او پرمختيا په موخه وړ او ځانگړي کرهڼيز چاپېريال لکه ( خاورې، اوبو، سرې او پي اېچ (pH) ) ته اړتيا لري. د زنجپيل خاورې مشخص پي اېچ (pH) (٥.٥_ ٥.٦) پورې دى چې، دا تېزابي خاوره ده او د نوموړي بوټي د کرنيزې ودې، پرمختيا او پراختيا لپاره وړاو مناسبه ده.

د اومه او وچ زنچپيل پلورنه:[سمول]

کله چې،د زنجپيل فصل د لو بهير پاى ته ورسيږي او د نوموړي بوټي ترځمکلاندې ټول حاصل واخېستل شي، نو په بل پړاو کې د زنجپيل حاصل په يوۀ لوى لرگين ښانک کې اچوي او بيايي د مښود (اصطکاک) عمليه پيليږي، ترڅو چې، د هغه د مخ پوټکى توى شي او بياد هغه لرگين ماغزۀ وچوي او د ټولنيز ژوندانه په بېلابېلو برخوکې يې د کارونې په موخه پلورنتون (مارکېټ) ته وړاندې کوي. دزنجپيل دکارونې وړبرخې: زنجپيل يوهغه بوټى دى چې،د خپلې لږ ساري او بې ساري روغتيايي ځانگړتيالرلو له امله د يوې گټورې خوراکي مادې په توگه پېژندل شوى او په دوديز ډول سره په خوراکيز، عطريزاودرمليز صنعت کې په لويه کچه کارول کېږي. ١_ زنجپيل په خوراکيز صنعت کې: تاريخ شاهد دى چې، زنجپيل،کورکمن او دارچينى د خورا لرغوني پېر څخه د انساني ټولنو له خوا په بېلابېلو خوراکونوکې د يوۀ مهم توکي په توگه کارول کېږي. زنجپيل د خپل ځانگړي او منلي خوند، وږم او رنگ په لرلو سره د مختلفو خوراکونو په جوړاوي کې د گټنې او کارونې وړ دى. اوس مهال په غونډه نړۍ کې د زنجپيل گڼ شمېر مصنوعات شتون لري چې، په هغو کى د زنجپيل پوډر، محلولونه،اسانسونه1 او تازه زوښه (عصاره) شامل دي. همدا شان د زنجپيل څخه د مختلفو خوراکونو په پخلي او سرۀ کولوکې گټنه کېږي. په ورځ کې له (٢_٤) گرامه پورې د زنجپيل خوړل،د انسان روغتيا ته ډېره زياته گټه لري. د زنجپيل چاى ترټولوغوره او روغتياته گټور څښوبى دى. د زنجپيل چاى که ژمنى څښوبى:د زنجپيل له تازه ډنډر (ريزوم)څخه يو ډېر خوندور او گټور چاى پخيږي چې،روغتياته ډېره گټه لري. لومړى (٣٠) گرامه تازه او پاک شوى زنجپيل په تړمو اوبوکې اچول کېږي، ورپسې نيم لېترايشولې اوبه هم پرې ورتويوي او (١٥) دقيقو په مخه يې پرېږدي چې، ښه دم اوجوړ شي او بيايې ِڅښي. همدا د زنجپيل چاى دى چې، په ژمي کې بدن تود ساتي او د انسان روغتيااوسلامتيا ته ډېره زياته گټه لري. د زنجپيل هېښنده چکني: د زنجپيل بوټي نه يوه حيرانوونکې چکني هم جوړيږي چې،ډېره خوندوره ده. د چکني جوړښت په لاندې ډول دى: زنجپيل، پياز، دارچينى،لونگ، وچ سرۀ مرچ،اود غار1 ونې پاڼې د ښوون له غوړيو سره گډوي او يوه يوه ډېره زياته خوندوره چکني ورنه جوړوي. زنجپيل اوس مهال د خپل خاص او خوږبويه درمل په توگه په پراخه کچه د کارونې وړ دى او همدارنگه د هغه له رنگ، خوند او بوى څخه د مصالحه جاتو په جوړونه کې هم کار اخېستل کېږي. ٢_ زنجپيل په عطري صنعت کې:د زنجپيل بوټي ريزوم تېز او خوږ بويه وږم لري، نو پرهمدې توسن د عطرونو په جوړونه کې ترېنه په لويه کچه گټنه کېږي.د زنجپيل په تشکيل کې نشايسته،اسانسونه لکه ژاولن زينجبيرون (Zingiberen) شتون لري چې، زنجپيل ته يې ځانگړى تېز بوى ورکړى دى. د زنجپيل تېز وږم له امله، له هغه څخه د بيلابېلو عطرونو په جوړونه کې کار اخېستل کېږي. ٣_ زنجپيل په درمليزاو درملنيز صنعت کې: زنجپيل د ډېرې پخوا زمانې راهيسې د اسيايي هېوادونو په خوراکي او درملي برخوکې کارول کېږي. همدا لامل دى چې، نوموړى بوټى ددې هېوادونو په دوديزطب کې په لويه کچه د کارونې وړ ؤ او لاهم دى. داسې برېښي چې، د زنجپيل درملنيز اغېز او ارزښت د هغه د ترکيبي درملو يانې جينجرولونو (Gingerols) له امله دى چې، تېز او سوځند خوند لري. هندي طبيبان پېړۍ _پېړۍ راهيسې زنجپيل د نړېوال درمل په توگه پېژني. زنجپيل د خپلې تودوونکې او فعال ساتونکې ځانگړتيادرلودنې له امله د کورنۍ روغتياساتندويه بوټي په توگه پېژندل شوى دى. زنجپيل باکتريايي او ويروسي ضد اغېز لري. پردې سربېره د خواگرځېدنې،کانگي،سړې خولې،غاښ خوږ، ستوني خوږ، سرخوږي، هډوکخوږي،سربدالۍ، والگي، ينې ناروغيو، برونشيت، گريپ، تورې غاړې، نسناستي، تورزېړي،قبضيت، بلغم پرې کوونکى، د تنفسي سيستم، د وينې جريان، د روماتيزوم، د کولمو سرطان،د خوراکي مسموميت،د معدې او حافظې ځواکمنوونکى، وجود ته د سېک بخښونکي او نورو گڼ شمېر ناروغيو لپاره خورا زيات گټور او رغند او کارند درملنيز اغېز پرې لري.

==د زنجپيل کيمياوي ترکيبونه==

له زنجپيل څخه ترلاسه کېدونکي ترکيبونه يادهغه له تازه ريزوم (ډنډر)،ياد هغه له وچې ريښې او ياهم د هغه له ريزومونو تقطيرولو څخه لاس ته راځي. د زنجپيل اړخيز اغېز: زنجپيل د نړۍ اکثرو بشري ټولنو د خوراک او څښاک په برخه کې يوه خورا مهمه اواړينه کارېدونکې ماده ده چې، تردا دمه دهغې کارونې په برخه کې دخطرناک اړخيزاغېز په اړه خبرونه نه دي ورکړل شوي او پردې سربېره زنجپيل د زيات شمېر ناروغيو په مخنيوي او درملنه کې رغند او مثبت گټور اغېزلري.

پايله[سمول]

که چېرې بشري تاريخ ته ځغلند نظر وکړو، نو هڅاند او تپاند انسان تل دا هڅه کړې، ترڅو د طبيعت پټ رازونه را برسېره کړي او پرهغوى د پوهېدا وروسته ورڅخه د بشر په ژوند کې هراړخيزه گټنه وکړي. انسان يو پلټاند موجود دى، نوپرهمدې بنسټ يې د خپل ټولنيز ژوند د ښه کېدا په موخه د طبيعت له ناخوالو، ستونزو او کړاوونو سره په ستړياوتې توگه مبارزه کړې او همېشه په دې اند ؤ، ترڅو په خپل کړاوگال ژوند کې لوى ټولنيز اوښتون راولي. د متشبث انسان د همدغو پرله پسې هلوځلو په ترڅ کې د بشر په ژوندکې ژور بدلونونه راغلل. د انسان د پرله پسې کاروزيار په پايله کې د بشري ژوند هر ډگر د ټولنيز اوښتون سره مخامخ شو چې، په دې لړ کې د ځمکې پرمخ کرهڼيز نظام منځته راغى. ځينې لرغونپېژاندي او بيولوژيکي معلومات دا خبره څرگندوي چې، لومړنۍ کرهڼه نېږدې (١٠) لس زره کاله پخوا د مصر او عراق ترمنځ په يوه برخه کې پيل شوې ده او همدا شان يوې (قُلبه) (٣٠٠٠) زره مخزېږدي کاله د مديترانې په ختيځو ساحلي سيمو کې منځته راغلې ده. لکه څرنگه چې، زموږ گران افغانستان يو غرنى او کرهڼيز هېواد دى او د ټول هېواد (يو پر پېنځمه) برخه کرنيزو ځمکو نېولې ده، نوډېرى وگړي يې په کليو او بانډو کې په کرکيله بوخت دي او له دې لارې خپل ژوند پرمخ بيايي. سره له دې چې، زموږ هېواد يو غرنى او کرهڼيز ټاټوبى دى او د طبيعي اوبو بډايه سرچينې لري، خوبياهم د هېواد ډېرى سيمو زراعتي ځمکې او پراخې دښتې شاړې او ناښېرازه دي او زراعت مولاهم دوديزه بڼه لري. له بل پلوه اوږدې کورنۍ جگړې هم د هېواد ټول اساسي جوړښتونه او بنسټونه له منځه وړي چې،دې چارې هم د افغانستان کرهڼيز نظام وران ويجاړ کړ. د ٢٠٠١ زېږديزکال په نړۍ او په ځانگړې توگه د اسياپه زړۀ افغانستان کې د نوي اوښتون پيلامه شوه چې، ورسره جوخت په هېواد کې د انحطاط اواختناق (ځوړتيا او تربتيا) دوره پاى ته ورسېده او د افغاني ټولنې په مړۀ کالبوت کې د بياژوندون ساه په چلښت راغله. د ٢٠٠١ کال د سپټمبر١١مې نېټې له بدلون وروسته افغانستان د نړيوالې ټولنې د سياسي، اقتصادي او پوځي سيالۍ ډگر وگرځېد او نوي افغان دولت او حکومت د نړيوالې ټولنې په هراړخيزه مرسته په کار پيل وکړ چې،په دې بهيرکې دنورو هغو سربېره زراعتي سکتورهم ډېره سېکه او پياوړتيا موندلې ده. خو په دې برخه کې لاهم زيات کار ته اړتيا شته. په هېواد کې د اوسني نظام له راتگ سره په هم مهاله توگه د نړيوالې ټولنې له خوا هېواد ته د مرستو يو بهانده سېلاب راغى چې، په ترڅ کې يې د افغاني ټولنې هره برخه د اقتصادي غوړښت سره مخامخ شوه. په تېره دوولس کلنه موده کې د نورو هغو ترڅنگ د کرهڼې په برخه کې هم ډېر پرمختگونه راغلل. د هېواد کرهڼيز سيستم د بيا جوړاوي په موخه په کابل او کندهار کې زراعتي پوهنتونونه جوړ شول، د اوبو بندونه،کارېزونه، ويالې او لښتي له سره ورغېدل او په زرگونو جريبه ځمکه بېرته چمتو شوه. همدغه راز هېواد ته بېلابېل کرهڼيز توکي راوړل شول، زراعتي تخمونه وارد شول. اوسنۍ نړۍ د کمپيوټراو انټرنېټ پرمټ د يوۀ کوچني کلي بڼه ځان ته غوره کړې چې،دې چارې په نړيواله کچه د اړيکو پېرته لار پرانېستې ده، ځکه خو وايي چې، په اوسنۍ نړۍ کې سرحدونه نه شته دي. همدا د نړيوالتوب لړۍ د هېوادونو او ولسونو ترمنځ سوداگرېزې راکړې ورکړې ته لاره هواره کړې او په لويه کچه صادرات او واردات ترسره کېږي .کرهڼيزتوکي هم په دغه بهيرکې شامل دي چې، مېوې، ترکارۍ، حبوبات، لبنيات او داسې نور دي اوځينې خو يې همدااوس_اوس زموږ هېواد ته راغلي دي. په دغو مېوو او ترکاريو کې ځمکنى توت، سرۀ املوک، د سويا لوبيا( کورخې )، جيرجير او دې ته ورته نور شامل دى. زنجپيل هغه مهم طبيعي بوټى دى چې،اوس مهال دافغاني ټولنې د خوراک او څښاک په ډېرو موردونو کې کارول کېږي. نو پرهمدې توسن مې د خپل مونوگراف ليکنې پرمهال په خوراکيز، عطري او درمليز صنعت کې د زنجپيل اغېزې او گټې په تفصيل سره بيان کړې دي. ما د دوو دليلونو پربنسټ د زنجپيل په اړه خپل مونوگراف وليکۀ: ١_ ما په خپل مونوگراف کې تر وسه هڅه کړې، ترڅود زنجپيل طبي او سوداگريز بوټى په بشپړه توگه افغان _ پښتون ولس ته وروپېژنم او د هغه په گټو يې خبرکړم. او له بل پلوه کروندگر دې ته وهڅوم، څو نوموړى بوټى وکري، وپالي اوله گټو يې په خپل ژوند کې په لويه کچه برخمن شي او په ټول هېواد کې د زنجپيل،کورکمن او زعفران کرکيله د کوکنارو پرځاى د بديل کښت په توگه دود شي. ٢_ او زما دويمه موخه دا وه، ترڅو د زنجپيل په څېر د يوۀ گټور او بختور بوټي په اړه په پښتو ژبه کې بشپړ،کره او ثقه معلومات ترلاسه اوخپارۀ شي، ځکه دا چاره به له يوۀ پلوه ولس ته د زنجپيل مثبتو گټو په اړه پوهه ورکړي، دويم به د افغانستان زراعت علمي شي او له بل لوري به په پښتو کې د زنجپيل په اړه پوهنيزه پانگه منځته راشي چې،دا کاربه په خپل وار سره د دې ژبې د علمي بډاينې سره ژوره او هراړخيزه مرسته وکړي. زۀ په پاى کې هيله من يم چې،د زنجپيل په څېر يوۀ گټوراو بختور بوټي په اړه به، زما ليکل شوى مونوگراف، په کورنۍ کچه ددې بوټي په برخه کې ولسي پوهه زياته کړي اود هغه له زراعتي،طبي، صنعتي او سوداگريزو اغېزو او گټو څخه به خپل ځانونه خبر کړي او په خپل ټولنيز ژوند کې به په لويه کچه ترېنه گټنه وکړي.

نيمگړتياوې او وړانديزونه[سمول]

زۀ غواړم چې،دخپلې لېسانس دورې په پاى کې يو شمېرهغه نيمگړتياوې او وړانديزونه مشخص اوڅرگندکړم چې،د مونوگراف ليکنې پرمهال مې د هغوى اړتيا وليده. زۀ هيله من يم چې، اوسنى او راتلونکى ځوان کهول دغه تشې د خپلو هڅو پرمټ ډکې کړي او په دغه لارکې په ستړياوتې توگه مبارزه وکړي او پر يادوو شويو موضوعگانو په مشخصه توگه خپل د لېسانس دورې مونوگرافونه وليکي. ١_ په پښتو ژبه او په ځانگړې توگه د پښتو په کتابونو، ډکشنريو او قاموسونو کې د ځينو مرغانو او بوټو نومونه په بدله او ياهم ناسمه بڼه ثبت شوي دي چې، دې چارې هغه ځوان څېړونکي له يو لړ ستونزو سره مخامخ کړي،کوم چې، هغوى په دې برخه کې په څېړنه يا ژباړه بوخت دي او له بل لوري يې پښتو ژبه گونگه او ناڅرگنده کړې ده او د دې تاريخي ژبې د پرمختيا او پراختيا لاره يې ډب کړې ده. ٢_که چېرې د پوهنتون محترم استادان د دې ستونزې د هواري په موخه خپلو محصلانو ته د کوم الوتونکي يا بوټي په اړه په مشخص ډول سره د مونوگراف ليکنې سپارښتنه وکړي، نو دا چاره به په ياده برخه کې شته ستونزې په چورلټه توگه حل او ناسم ثبت شوي نومونه به سم او تصحيح کاندي. ٣_ د پوهنتون استاد له هوکړې سره سم د محصل له خوا پريوه مشخصه موضوع د مونوگراف ليکل به نه يوازې دا چې، په ياده برخه کې کره او ثقه معلومات زيات کړي، بلکې دا کار به په پښتو ژبه کې علمي او تحقيقي ريفرنسونه او اخځونه (سرچينې) رامنځته کړي او له بل لوري به پښتو څانگيزه ( تخصصي) شي چې،داچاره به د نوموړې ژبې د ساينس او تخنيک ژبې د کېدا لړۍ لا گړندۍ کړي او دا بهير به د هغې د بريا او سوبتيا لامل وگرځي او په پايله کې به پښتو ژبه د مړۍ او نړۍ ژبه شي اود نړۍ له پرمختللو ژبو سره به سياله شي.

د سونډي گټې[سمول]

زنجیبل د کورکمن(Turmeric) له کورنۍ څخه دی او دغه دواړو خور او ورور هم ګڼل کیږي , د زنجیبل اوبه د انسان د روغتیا او صحت لپاره ډیره ګټه لری او مونږ ټول باید سهار له خوبه پاڅیدا وروسته د زنجبیل اوبه وڅښو . دزنجیبل ( Ginge ) ځینې ګټې په دې ډول دی . (۱)که چیرې تاسو تبه ، زکام یا نزله لرئ نو معنا یې دا ده چې د بدن دفاعی سیسټم مو په کمزوری کیدا دی او دانسان د بدن دفاعی نظام د پیاوړتیا ضرورت شته . دسهار په وخت له خوبه پورته کیدا وروسته دزنجبیل اوبه نه یوازې دانسان دبدن دفاعی سیسټم پیاوړی کوی بلکې د انسان په بدن کښې د وینې نظام هم ښه کوی . (۲) په ډیرو تحقیقاتو او څیړنو کښې دغه خبره ثابته شوی ده چې زنجیل د انسان په بدن کښې د کینسر یعنی دسرطان د ناروغۍ درامینځته کیدا مخه نیسی په تیره بیا دا چې ادرک په ښځو کښې په اووریز کښې د کینسر د رامینځته کیدا احتمال کموی . (۳) که چیرې دکوموکسانو کولمې سوزی یا ورته کوم تکلیف او درد وی نو هغوې باید په چایو کښې زنجبیل استعمال کړی چې له کبله یې کولمې ارامیږی . (۴) زنجبیل د الزایمر ناروغۍ مخه هم نیسی . الزایمر ناروغۍ د انسان د اعصابو سیلولونه وژنی او که چیرې ادرک استعمال شی نو د انسان داعصابو د سیلولونو د له مینځه تلو کار سست کیږی . الزایمر داسې ناروغۍ ده چې انسان هر شی هیروی او اعصاب یې په سم ډول کار نه کوی . (۵) که چیرې کوم کسان وږی کیږی نه نو دا دهغو دمعدې دخرابیدا نښه ده او دمعدې دناروغۍ له کبله دغه کسان په نورو بیماریو هم اخته کیدلای شی . زنجیبل یا ادرک دمعدې دناروغیو مخه نیسی او له کبله یې دانسان په بدن کښې اضافی وازده هم له مینځه ځی . (۶) زنجبیل د انسان دبدن دستړیا لپاره هم ډیره ګټه لری . که چیرې کوم کسان په ورځ کښې سخت کارونه کوی یعنی کارګران ، کروندګر وغیره دی نو دهغوې لپاره د زنجیبل اوبه ډیره ګټه لری ځکه چې د زنجبیل په استمعالولو سره دهغوې د بدن وژې پیاوړی کیږی او له ستړیا بچیږی . (۷) زنجیبل دانسان په بدن کښې د ګلوکوز سویه کموی . په اسټرالیا کښې په ترسره شوی تحقیق کښې ویل شوی دی د زنجبیل استعمال دانسان په بدن کښې په وینې کښې د خوږوالی سویه یعنی شوګر لیول کموی . دانسان په بدن کښې د شوګر دسویې کنټرولول ډیر ضروری دی او طبی کارپیژاندی وایی چې دشوګر د سویې دکنټرولولو په وجه دانسان د بدن وزن په کنټرول کښې پاتې کیږی .

سرچینه[سمول]

  • د فضل وزير هيله من لیکنه
  • [۱]
  1. http://rohi.af روهي ویب سایټ