عبدالله گل ريان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالله گل ریان (په انگرېزي:Abdullahgul Rayan) یو افغان لیکوال ،څیړونکی او د طالبانو یو مشر او د کوټې د شورا غړی [۱] و چی زیات شمیر اثار یی لیکلی او یو شمیر نور یی له فاړسی ،عربی ،انگریزی او اردو ژبو ژباړلی ډیری څیړنیز مقالی او سیاسی شننی یی دهیواد په گڼ شمیر چاپی رسنیو کی چاپ شوی ښاغلی ریان په پښتو او دری ژبو روانه لیکنه کوی او له عربی، انگریزی او اردو ژبو ژباړی کوی َښاغلی ریان دوه ځلی دکمونستی رژیم په وخت کی زندان گاللی او دوه ځلی هجرت کولو ته اړ شوی

مخینه

عبدالله گل ریان د عبدالظاهر زوی په ۱۳۳۲ لمريز لېږدي کال کی دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ د محمد نعیم په کلی کی دنیا ته را غلی

زده کړه

عبدالله گل ریان په کال ۱۳۴۰ کی خپلی لمړني زده کړي دخپلي سیمي د سلطان ابراهیم په لمړني ښوونځی کی پیل کړی او په کال۱۳۴۵ کال کی یی په لرغونی غزني کي د سلطان محمود غزنوي لیسی ته لار پیداکړه په کال ۱۳۵۱کی د لوړو نمبرو په گټلو سره له همدی لیسه فارغ او د کانکور په ازموینه کی یی گډون وکړ چی دلوړو نمبرو په تر لاسه کولوسره د کابل پوهنتون د انجنیری پوهنځی ته شامل شو ښاغلی ریان د انجنیری زده کړو ترڅنگ دینی زده کړی هم پیل کړی اوپه ۱۳۶۹ لمریز کال کی یی دژورنالیزم د زده کړی په موخه د یوی میاشتی لباره دمجاهدینو د جلا وطنه حکومت په وخت کي دامریکا متحده ایالاتو ته سفر وکړ. ښاغلی ریان په ۱۳۵۷ لمریزکال دچنگاښ دمیاشتی له ۹ نیټی د همدی کال د لړم دمیاشتی تر ۲۰ نټی اود ۱۳۵۸ کال دغبرگلي له ۴ نیټي دمرغومي تر۲نیټی پوری دسیاسی فعالیتونو په تور بندی شو . په ۱۳۵۹ لمریز کال کی له هیواد څخه پاکستان ته په هجرت کولو اړشو او ورسره یی د افغان مجاهد ینو په رسمی څانگو کی دنده پیل کړه .

څیرمه دندی

په هیواد کی د کمونستی نظام له نسکوریدو وروسته ښاغلی ریان دراستنیدونکو چارو وزارت او دافغانی سری میاشتی په ټولنه کی یی دپلان دریس په توگه دنده پیل کړ. په کال ۱۳۷۴ کال کی په کابل کی د جنگسالارانو د خپل منځی جگړو له کبله یی رسمی دنده پریښوده او دغزني ولایت په نورالمدارس الفاروقی کی دښوونکی په توگه دنده پیل کړه . په ۱۳۷۵کال کی دکندهار پوهنتون دریس په توگه اودکابل پوهنتون دطب انستيتيوت دریس په توگه کار وکړ. . همدا راز یی یی دبهرونیوچارو وزارت دڅلورم سیاسی ریاست په توگه هم دنده تر سره کړی ښاغلی عبدالله گل ریان په هیواد باندی له امریکا یی یرغل وروسته د دوهم ځل لپاره هجرت کولو ته اړشو.

ژبه پوهنه

ښاغلی ریان په پښتو، پاړسي ژبه ،عربي ژبه ،انگرېزي ژبه او اردو ژبه روانی لیکنی اوله همدغو ژبوڅخه علمی آثار ژباړی

اثار

  1. شمۀ ازشکنجه هاي مشهود درمحابس افغانستان. ١٣٥۹
  2. مارکسستها چه کردند؟
  3. چي وموليدل، نو ومومنل
  4. اسلامي علمي نهضت
  5. نبوي ژوند. دوه ځله چاپ سو
  6. زرينه لړۍ .
  7. د ژوند راز اودخاطراتوجهان - اهتمام
  8. مسلمان ساينس پوهان
  9. څرنگه مطالعه وکړو؟
  10. څرنگه امتحان ورکړو؟ (له څرنگه مطالعه وکړو) سره يوځاى چاپ سوه.

ژباړی

  1. خورې مه ژاړه- له فارسي شعرڅخه-
  2. داخترونومسئلي . - له اردوڅخه-
  3. دجمعې دلمانځه مسائل . - له اردوڅخه-
  4. دمسجدونومسئلې - له اردوڅخه-
  5. دموزو مسئلې - له اردوڅخه-
  6. دماثوره خطبو ټولگه- له اردوڅخه-
  7. دشرک او بدعت مسئلې- له اردوڅخه-
  8. نن الله تعالى ناراضه دى - له اردوڅخه-
  9. دقرآن اولمانځه برکتونه- له اردوڅخه -
  10. دصهيونيزم دروغجنه ډرامه" هلوکاسټ" - له انگليسي څخه -
  11. په تصوف کښي څولارښووني.- له اردوڅخه -
  12. دغسل مسائل - له اردوڅخه -
  13. داوداسه مسائل . - له اردوڅخه-
  14. عقيده ،عبادت اوسلوک - له فارسي څخه ـ ١٣٨٨هـ ش-
  15. تحفة النکاح - فارسي ته - ١٣٨٨ هـ ش ـ
  16. مسائل عمره - له اردوڅخه -
  17. دميرمنو دحج مسائل - له اردوڅخه-
  18. مسائل ميت (له اردوڅخه)
  19. دسفرمسئلې(له اردوڅخه)
  20. آسانه لمونځ - له اردوڅخه-
  21. تصوف اوسلوک.- له اردوڅخه-
  22. سيرالقمروعيدالفطر.- له اردوڅخه- له مسلمان ساينس پوهانوسره يوځاى چاپ سوه.
  23. مسنوني دعاوي.
  24. دمور او پلار نافرماني- له فارسي څخه-
  25. دجنت ستاينه - له فارسي څخه-
  26. علاج باقرآن - فارسي ته-
  27. دگران نبي خوږې دعاگاني - له اردوڅخه-

چاپ ته تيارکتابونه

  1. مسلمانه ميرمن – ليکنه-
  2. فلسطين دتاريخ په اوږدوکې – ليکنه-
  3. طالبان دافکاروپه تله کې- ليکنه -
  4. روح او روحيات( تاليف- ١٣٨٩ جدي) په آذان مجله کي يي دوي برخي خپري سوې.
  5. ليدلي نړۍ"جهانِ ديده" ژباړه
  6. دبري اوماتي لاملونه- سرطان ١٣٨٩هـ ش-غوراوى او ژباړه-
  7. ټوټه وړه ده خودسرو زرو تکړه ده- له اردوڅخه غوراوى او ژباړه-
  8. خلاف يا اختلاف - له عربي څخه-
  9. علوم القرآن .- له اردو څخه ژباړه ،١٣٨٨عقرب-
  10. دنيکمرغۍ لټون – ژباړه

هغه خپروني چي لیکنی یی خپری کړی

  1. هدایت الاسلام جریده ،حرکت انقلاب اسلامي
  2. بشارت مجله ، حرکت انقلاب اسلامي
  3. ندای حق جریده ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
  4. بصیرت جریده ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
  5. خدام الفرقان مجله ،حرکت انقلاب اسلامي، شهید منصور
  6. ندای حق جریده، مولوي عبدالستار صدیقي شخصي خپروله
  7. قلم مجله - ازاده،د داکترفاروق اعظم په مالي مرسته خپریدله
  8. قیام حق مجله ،اوه گونی اتحاد
  9. حق پاڅون - اتحاد،استاذسیاف
  10. اتحاد جریده - اتحاد،استاذسیاف
  11. ارشاد ، دمجاهدینو موقت جلاوطنه حکومت
  12. صبح پیروزي ، دمجاهدینو موقت جلاوطنه حکومت
  13. محاذ مجله، اسلامي ملي محاذ
  14. محاذجریده، اسلامي ملي محاذ
  15. دمجاهدینوموقت جلاوطنه حکومت راډیو ته يي مضمونونه لیکل اوپه خپله يي لوستل.

ب- په هیوادکي، داسلامي جمهوریت په مهال،۷۱- ۱۳۷۲هش

  1. دمهاجرینو دوزارت اړوند جریده،هجرت کاروان
  2. دمعارف دوزارت اړوند مجله، معارف
  3. دحج اواوقافو دوزارت اړوند مجله ،ارشاد
  4. دسري میاشتي اړوند مجله ،سره میاشت
  5. مجاهداخبار، دجمعیت اسلامي اړوند جریده
  6. نورالجرائدجریده، له نورالمدارس مدرسي څخه خپریدله
  7. داسلامي امارت په مهال- ۱۳۷۵- ۱۳۸۰هش:
  8. خلافت مجله- دطالبانو داسلامي تحریک مربوط
  9. کندهار مجله، داسلامي امارت مربوط
  10. طلوع افغان جریده ،داسلامي امارت مربوط
  11. انیس ورځپاڼه، داسلامي امارت مربوط
  12. هیواد ورځپاڼه ، داسلامي امارت مربوط
  13. داسلامي امارت په مهال يي کندهار شریعت غږراډیو ته مضامین لیکل او په خپله يي لوستل.

د- ددوهم هجرت پ مهال- له ۱۳۸۱ تر .....

  1. عزم مجله – ازاده

۲۸- نوښت مجله- ازاده

  1. وقارمجله ،ازاده
  2. بزم قرآن مجله (ازاده) نبوي ژوند پکي مسلسل خپریده.
  3. څرک مجله ، ازاده
  4. دکرامت مجله ، په خپله يي موسس و
  5. ریان ویبپاڼه- نوموړي یي اساس کښیښود،یوکال خپورسو خو ستونزو ودراوو.
  6. توره بوړه مجله، ازاده
  7. اذان مجله ، ازاده- ۱۳۹۱ هش
  8. دنورولیکوالانو په (۱۹ټوکه) اثارويي سریزي ياتقریظونه هم لیکلي دي.

مړینه او وروستی پیغام

استاد عبدالله گل ریان د سرطان په ناورغۍ اخته شوی وو، چی بالاخره د ۱۳۹۵ ل کال د غویی ۹ مه د پنجشنبه په ورځ د پاکستان په لاهورښار کی یی په روغتون کی سا ورکړه . د۱۳۹۵ کال د وري د میاشتې په نهمه نیټه د مرحوم استاد عبدالله گل ریان زوی بشیر احمد ریان چی د کندهار په پوهنتون کي د پاړسي ژبی ادبیاتو محصل وو په کندهار کې د یو زور واک له لوری د ربړوني په مهال ومړ .

عبدالله گل ریان په خپل وروستي پيغام کې چې د د بشیر احمد ریان دمرگ په اړه یې خپور کړی وو وویل : بشیر احمد شهیده ! ستا تلل راتلل خو به زما دلاس په ښکلولو او زما په لڼډه دعا وو. خو، دا وروستي تلل دي له زندانه دغرو په لاره وو، زما لاسونه خو دي و نه نیول او نه ما د روغتون له انگړ څخه، ستا په وروستنۍ وداعیه – دجنازي لمونځ او فاتحه - کښۍ ستا لیدنه وکړه . « دانساني عاطفي په غوښتنه مي بدن ولړزید خو د – انا لله وانا الیه راجعون – مبارکو تورو په تکرار مي اختیار پردی نشو. له ځان سره مي وویل : که زه دکمونستانو په بند کښي چي په اعدام محکوم شوی وم ،شهید کړای شوی وای،بشیراحمد څه چي يو زوی به مي هم نه و. یا که اوس، خدای مکړه ،دا شهید زوی مي، په داسي مرگ مړ شوی وای چي په دعا او فاتحه يي شرمیدلای، بیا به مو څه کول،اوس خو الحمد لله هغه د عزت مړینه يي په برخه شوه چي هرمسلمان يي دځان لپاره غواړي . بشیر احمد شهیده! په ژوند چي په څومره زړونو کي خوږ وۍ،شهادت دي ترهغه ډیر زړونه وتخنول، ستا په شهادت د باطل،وحشت ،جبر او زور په وړاندي ډیر قلمونه وخوځیدل او ډیر احساسات را وپاریدل.

سرچینه

  1. مسلمان ساینس پوهان
  2. بشیر احمد ریان څخه معلومات
  3. نن ټکی اسیا
  1. د طالبانو یو مشر عبدالله گل ریان د پېښور په یوه روغتون کې سا ورکړه