محب الله زغم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر محب الله زغم

ډاکټر محب الله زغم (۱۴ د سلواغې. ۱۳۵۱ ل. - ) (په انگرېزي: Mohibullah Zegham) يو افغان درملگر. ليکوال او ژباړونکی دی. محب زغم د مصور بنسټ د خپرنيزې کميټې مسوول هم دی. دا بنسټ د ماشوم ادبياتو ته کار کوي او په فېسبوک کې د «یو ماشوم، یوه نړۍ» په نامه پاڼه چلوي.

مخينه

هغه د ۱۳۵۱ د سلواغې پر ۱۴ مه په کابل کې وزېږېد. پلار یې د خوست د دره گي ولسوالۍ او مور یې د کابل وه.

زده کړې

لومړنی زده کړې یې د بگرام د هوايي ډگر په لیسه کې پیل کړې، له شپږمه تر اتم ټولگي پورې يې د کابل په عزیز افغان ښوونځي کې ولوستل، بیا حربي ښوونځي ته لاړ او په ۱۳۶۸ کې له دې لیسې فارغ شو. له ۱۳۸۹ تر ۱۳۷۸ پورې یې د کابل طب په معالجوي پوهنځي کې زده کړې وکړې، البته په دې منځ کې له ۱۳۷۱ تر ۱۳۷۴ پورې چې کابل پوهنتون د تنظیمي جگړو ډگر و، د ټولو محصلانو په زده کړو کې درې کلن ځنډ راغلی و.

دندې

  1. 1378 - 1389 د هېلو ټرستټ ماین پاکۍ موسسه کې
  2. 1380- 1382 د سردار محمد داوود خان روغتون په داخله څانگه کې
  3. 1382 - 1384 د ملي اردو په لومړي قول اردو کې
  4. 1384 - 1385 د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې په یوه شخصي کلینیک کې
  5. 1386 - تر دې دمه په کېشا هیلت کییر شخصي روغتون (کابل) کې د ایکوکاردیولوجست په صفت

پر دې سربېره د مصور بنسټ د خپرنیزې کمیټې مسوول یم چې دا بنسټ د ماشومانو لپاره کار کوي او تر اوسه یې ۴۳ عنوانه کتابونه چاپ کړي دي. همدارنگه د سپیده مجلې د پښتو برخې ایډېټر پاتې شوی یم. دا مجله د کلید گروپ له خوا خپرېدله. اوس د انسان مجلې (چې د ارواپوهنې، ټولنپوهنې، فلسفې ... په اړه مقالې خپروي) ایډیټر یم.

ليکوالي

زغم په ۱۳۸۵ کې یې د لنډو کیسو په لیکلو پیل وکړ. دی په ۲۰۱۲ کې په کابل کې د امریکا د سفارت د فرهنگي چارو دفتر له خوا د امریکا ایوا پوهنتون ته معرفي شو او د لیکوالۍ د نړېوال پروگرام په درې میاشتنۍ دوره کې یې برخه واخیسته.

چاپ شوي آثار

  1. دوزخ په انسان کې - د لنډو کیسو لومړۍ ټولگه - د افغانستان قلم ټولنې لخوا په ۱۳۸۶ ل. کې چاپ شوې.
  2. د ... فلسفه - - د لنډو کیسو دويمه ټولگه - د میدان وردگو د ولایت لخوا چاپ شوې.
  3. ځانمرگی - پښتو ناول - چاپکال ۱۳۸۸ ل. ځانمرگی ناول یې په اردو ژبه ژباړل شوی او د «خودکش» په نامه چاپ شوی دی.
  4. د ولسمشر فرمان - پښتو ناول - چاپکال ۱۳۹۱
  5. ځوروونکی - پښتو ناول - چاپکال ۱۳۹۳
  6. جنگي سپی - ماشومانو ته د کيسو کتاب - چاپکال
  7. یوه لمن کیسې - ماشومانو ته د کيسو کتاب - چاپکال
  8. ځیرک الوځي - ماشومانو ته د کيسو کتاب - چاپکال
  9. یو ماشوم، یوه نړۍ - د ماشوم روزنې او ماشوم پالنې په اړه له نعیمې غني او اناهیتا روهي سره د ده د مقالو گډه ټولگه په ۱۳۹۳ کې چاپ شوې ده.
  10. د حقارت غوټه - د ارواپوهنې په برخه کې ژباړه - چاپکال ۱۳۸۹
  11. د داخله ناروغیو تشخیص او درملنه - له ډاکتر زلال احمد رنځوروال او ډاکتر مجیب احمدي سره په گډه ژباړه - چاپکال ۱۳۹۳

ناچاپه آثار

  1. مور او لېوه - د لنډو کیسو درېمه ټولگه
  2. د ادبیاتو ښار - د امریکا د سفر یونلیک
  3. مښود - د ادبیاتو په اړه د مقالو ټولگه