بابړه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د بابړې خونړۍ پېښه چې په ۱۲ اگست 1948ز کال د نوي زېږېدلي هېواد (پاکستانخیبر پښتونخوا ایالت د چارسدې په بابړه ډگر (میدان) کې د خپلو مشرانو باچا خان ،ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور اؤ نورو خدایي خدمتگارو د گرفتارۍ په ضد په یوه پر امنه فضا کې سوله اییزه مظاهرې کولو پروگرام جوړ کړی. کله چې د خدایي خدمتگارو لارویان ډلې ډلې د بابړې ډگر ته راکوز شول نو د قیوم خان کشمیري په نامه د صوبه سرحد (خیبرپښتونخوا) واکمن (اعلی وزیر) په امر او قومنده ملېشه ځواک، پولیسو او د پاکستان پوځ د خدایي خدمتگارو په لاریونوالو (مظاهره چیانو) ډزې پیل کړی او په نتیجه کې یې د شپږ سوو نه زیات خداي خدمتگار نر او ښځې په شهادت رسیدلی ول او په زرگونو ټپیان شوی ول. د تاریخونو له مخې چې دا ډزې تر هغې روانې وی چې له یرغلگرو امنیتي ځواکونو سره مرمۍ خلاصې شوی. د جگړې په پای کې د سرحد صوبې ټولو روغتونونو او ډاکټرانو ته امر شوی و چې ددې پټیانو درملنه ونه کړي. په ورته وخت کې یې د هغو وسلو او مرمیو لگښت چې په دې پښتنو چلېدلې وی، له هغوی واخېستی، که به څوک ناداره یا مسکین و، نو د هغوي ځمکه، کورونه او هټۍ به یې پلورلی او د خپلو گولیو او وسلو بیه به یې پرې پرې کوله. دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یو هېواد کې دې د هغه هېواد وگړي ووژل شي، په گولیو دې ووژل شي او بیا دې د وژل شویو کورنۍ دېته هم مجبوره کړای شي چې د گولیو او په وژل شویو باندې مصرف شوې وسلو لگښت هم په غاړه واخلي.

قیوم خان کشمیري چې په "ډبل بیرل خان" هم پیژندل کېږي، د پنجاب په لویو سپو کې و.. چې په یوه ورځ په ۱۲ اگست ۱۹۴۸ د شپږ سوه نه زیات پر امنه پښتانه خداۍ خدمتگار په بابړه اشنغر کې په شهادت رسولې او په زرگونو یې ټپیان کړی ول.

د پښتونخوا د قومي مشر ملک دورانگیر کاکا خبره چې کله لا چا د پاکستان خوب هم نه وو لیدلې نو دا کشمیرې خان قیوم کانگریس کې و او یو کتاب "گولډ اینډ گن آن د افغان بارډر" یې لیکلې و چې په کوم کې یې د ډاکټر خان صیب او باچا خان ډیر صفتونه لیکلی و. خو چې کله د هند ویش او پاکستان جوړیدو ته قابو شو نو دا کشمیرې مسلم لیگ ته واوختو او بیا جناح صیب ته دومره نزدې شو چې جناح پونجا سرحد کې د ډاکټر خان صیب حکومت مات کړو او قیوم خان یې وزیر اعلی کړو..د اسمبلو ماتولو دا روایت هم د جناح نه راغلې دې چې بیا وروسته ضیاالحق او غلام اسحاق خان ترې هم گټه اغېستې وه...

قیوم کشمیري وړومبې کار دا وکړ چې خپل لیکلي کتاب باندې یې پابندي ولگوله.. په دې کتاب کې یې د جناح او مسلم لیگ ډیر سپک لیکلي وو شاید چې دا وړومبې سړې دی چې په خپل لیکلي کتاب یې خپله بندیز لگولې دی. باچاخان د پاکستان د وړومبۍ کانسټیټیوشنل اسمبلۍ غړې و. د اسمبلۍ په وړومبۍ ناسته کې چې کله جناح د باچا خان بابا سره ملاقات وکړو نو بابا ورته د خداي خدمتگارو مرکز ته د راتلو بلنه ورکړه.. محمد علي جناح دا بلنه ومنله او د صوبې وزیر اعلی قیوم کشمیری ته یې د دورې د انتظاماتو وویل .. قیوم خان سره غم شو که چرې خداي خدمتگار او مسلم لیگ سره روغ شی زما ځای به وروک شي. قیوم کشمیري په سازشونو لاس پورې کړه او جناح ته یې باور ورکړه چې باچاخان ستا د وژلو پلان لري او داسې د سازش دلارې د جناح سردریاب ته راتگ پاتې کړې شو دا دوره ونشوه او وروستو د خداي خدمتگارو نیول او جیلونه ته اچول کیدل پیل شول.

قیوم خان کشمیري د پښتنو په زړونو کې دومره وېره و ترهه اچولې وه چې اردو ژبې ته چا سپک نه شو ویلې او د خپلې ژبې د جایز حق خبره غداري شمېرل کیده.. دلته اردو ته د تقدس درجه ورکړې شوه حال دا چې هم دې وخت بنگالیانو او سندیانو د خپلې ژبې له پاره تحریکونه لرل. خو د پښتنو وسایل د خپلې ژبې په ضد په کاریدل او د دوزخ ژبه جوړه کړای شوې وه ځکه اوس اکثر پښتانه اردو ژبه قامي ژبه گيڼي او خپلې پښتو ته سپک گوري. راځۍ چې دا ورځ په خپل یاد کې وساتو او هغه شهیدان او مبارزان وستایو چا چې د خپلې خاورې او قام له پاره ژوند د لاسه ورکړې وو..راځئ چې د قام دې شهیدانو له پاره د لوي رب نه د لوړو درجو سوال وکړو او په دې کشمیری لعنت ملامت ووایو..

د بابړې د تاریخي پيښې دپس منظر دبیانولو په ترڅ کې دپښتو ژبې نومیالي لیکوال اؤ دانشور ښاغلي سلیم راز وائس اف امریکه ډیوه راډیو ویب پاڼې ته وئیلي"په ۱۲م اگست ۱۹۴۸ خدایي خدمتگارو د خپلو مشرانو باچا خان ،ډاکټر خان صاحب، قاضي عطاءالله، ارباب عبدالغفور اؤ نورو خدایي خدمتگارو د گرفتارۍ په ضد دبابړې په میدان کې د پرامنه احتجاج کولو پروگرام جوړ کړی ؤ ، کله چې دغه په زرگونو خدایي خدمتگار د بابړې میدان ته ورسیدل نو هلته پرې ملیشه اؤ پولیس ځواکونو نیغ په نیغه ډزې وکړې اؤ په سلگونو پښتانه یې وژل "

دعوامي نیشنل پارټۍ مرکزي مشر اسفندیار ولي خان ډیوه ویب پاڼې سره خبرو کې وویل دا د پښتنو د تاریخ یوه داسې پيښه ده چې کله یې هم څوک نه شي هیرولی

"تاسو خپله فکر وکړئ د کوم کور نه چې یوه جنازه اوځي په هغه کور څومره غم وي- دا خو لا د پښتنو د کور نه څه کم 700 جنازې وتلې "

اسفندیار ولي خان وایي "دا یوازې دغه شمیره هم نه وه چې خلکو نوټ کړې وه بلکې د سوؤنو پښتنو مړي خو یې په سیند لاهو کړي وؤ اؤ دتاریخ د ټولو نه لویه المیه یا حیرانونکې خبره دا وه چې په بابړه کې کوم ژوبل شوي کوم کسان وروستو د علاج دپاره هسپتالونو ته یوړی شول نو د قیوم خان د حکومت په وینا د هغوئ نه دعلاج تر څنگ د هاغو کارتوسو پیسې هم واخستل شوې په کومو چې ویشتل شوي وؤ"

"اگر چې زه وړوکی وم خو دبابړې په هکله چې به بیا کله عبدالمالک فدا خپل نظم باچا خان ته اورولو نو ښه راته یاد شي چې دبابا په سترگو کې به ورته اوښکې راغلې"

اسفندیار ولي خان زیاته کړه دا نن چې د پاکستان په ائین کې د اتلسم ترمیم په اساس پښتنو د خپلې خاورې نوم گټلی یا یې دصوبایې خودمختارۍ په لړ کې ځینې نور بریالیتوبونه گټلي دي دا هم د بابړې د قربانیانو د وینو په برکت دي.

"دهغوئ وینو رنگ ضرور راوړی خو زمونږ قافله لا منزل ته نه ده رسیدلې ، سفر راته په سر پروت دی اؤ مونږ ته به په ځوانو حوصلو سره په وړاندې تگ کول وي"

دنني ورځې د نمانځلو په اړه هغه وویل د خپل گوند ټولو ضلعي تنظیمونو ته یې لارښوونه کړې چې په دې ورځ خپلو خپلو سیمو کې دبابړې په یاد کې عونډې جوړې کړي اؤ مرکزي غونډه به هم د بابړې د غازي گل بابا په جومات کې وي چې وروستو به دبابړه پیښه کې د وژل شوؤ پښتنو په یادگار گلونه ایښودلی شي.

په پاکستان خصوصاً خیبر پښتونخوا صوبه کې د تیرو څو کلونو راهسې دبابړې د پيښې کلیزه په عقیدت اؤ احترام سره نمانځل کیږي خو سږکال د ټولې نړۍ څخه پښتنو د سوشل میډیا د لارې دبابړې د پيښې یاد ژوندی ساتلی اؤ په فیس بک اؤ ټویټر یې ددغه پیښې په اړه عکسونه اؤ لیکنې خپرې کړي چې پکې پښتنو سره د شوي دغه تاریخي ظلم غندنه شوې ده

سرچینه[سمول]