د افغانستان لرغونی تاریخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغان او افغانستان د کلمی ایجاد او منځ ته راتگ (لیکونکی پوهاند انجینر شرافت رای [دوست خیل]) د ويکيپېډيا لخوا د دې لپاره چې دا ليکنه د ويکيپېډيا د کيفيت له معيارنو برخمنه شي نو په دې ليکنه کې د ويکيسازنې کړنې پلي کړۍ. لطفاً د اړونده خپلمنځي تړنو، د ليکنې د متن په ساده کولو او د ليکنې د بڼې په ښه کولو کې مرسته وکړۍ. د نورو مالوماتو لپاره ښي لور کې د [ښکاره کول] تڼۍ کېښکاږۍ.[ښکاره کول]

د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د اسيا په زړه کې تر ټولو تاريخي، وټه ييزه او ټولنيزو شرايطو لاندې يو نه بيلېدونکی واحد دی چې اووه سوه ( ۷۰۰ ) کلن تاريخي لرغونتوب او ملي اصالت لري.

په افغانستان کې دننه او دباندې ځينې کسان فکر کوي چې دانومونه د احمدشاه ابدالي په لاس د افغاني دولت تر بيا جوړولو وروسته په اتلسمه پېړۍ کې رامينځ ته شوي او زمونږ هغه هېوادوال چې له تاريخي پېښونه خبر نه دي تل له مانه پوشتي چې ايا دا نومونه لرغونی تاريخ لري کنه؟ نو ځکه په دې ليکنه کې په ډېر لنډيز سره د خپل ملي تاريخ دا موضوع درنو لوستونکو ته وړاندې کوم. د افغان نوم تر کومه ځايه چې ماته څرگند دی په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سند د دوو لويو سيندونو تر مينځ په همدې نامه يوې ډلې وگړو ژوند کاوه چې تفصيل يې دادی.

شل کاله پخوا (اوس پنځه پنځوس کاله مترجم) د ايران د شېراز په نقش رستم کې د شيکاگو د ختيځې موسسې د لرغونپوهانو يوې ډلې د هغه ځای په ډبر ليکونو کې د زردشت په کعبه کې په دوو پهلوي اشکاني (پارتي) او يوناني ژبو يو ډبر ليک وموند چې هغه د ساساني کورنی دوهم بادشاه لومړني شاه پورتر ۲۶۰ ميلادي کال او د او يسي په جگړه کې د روم د امپراتور واليرين ( valerian ) تر ماتې او اسارت وروسته دلته د زردشت د کعبې د ديوال په ډبرو ليکلي دي.

څرنگه چې لومړی شاپور ۲۷۳ م کال مړشوی نو د دې ډبرليکلو نېټه د ۲۶۰ تر ۲۷۳ ع کال پورې د ديارلسو کلونو تر مينځ ټاکلای شو.

د دې ډبر ليک نيمگړې فارسي ژباړه دې د لرغونپوهنې د رپوټونو د ۴ ټوک په ۱۸۱ مخ کې چې په ۱۹۵۹ ع کال په شېراز (ايران) کې خپور شوی، وکتل شي). د دې ډبرليک په دوهم بند کې د پشکابور ( Pashkabur ) د ښار نوم د کوشان خساتر ( kushan-khsatr ) يعنې د کوشاني هېواد د وروستني ختيځ سرحد په توگه ياد شوی دی چې هغه يې د يوناني له “کسپاپوروس” د چيني هيون تسنگ له پو-لو-شا-پو-لو او د اسلامي دورې د مورخينو له پرشا پور او پر شاور (پېښور) سره يو بللی دی. دهمدې ډبرليک په شپږمه برخه کې د شاه پور د واکمنۍ په مهمو کسانو کې د “ وينده فرو ابگان رزمه ود” ( ۱ ) نوم ياد شوی دی چې د سپرنگ لونگ ( Sprengling ) په نامه يوه محقق لومړی ځل دا ډبر ليک ولوست او دامريکې په سامي مجله کې يې په ۱۹۴۰ کال يوه مقاله وليکله او دوهمه کلمه “ابگان” يې په قاطع ډول د افغان له او سني پاچا دريم شاه پور له نامه سره چې له ۳۰۹ تر ۳۷۹ ع کال پورې يې او يا کاله پاچاهي کړې د اپکان ( Apkan ) په بڼه يو صفت او لقب ياد شوی دی چې دا کلمه هم کولای شو د “ ابگان” د يادې شوې کلمې غوندې وگڼو چې د زړورتوب، رشد او نجابت د صفت او يا به هم د نژادي تړون په بنا راوړل شوې وي او همدا موضوع ده چې ځينې مورخين لکه سر او لف کيرو يې د ساساني دربارپه مشرانو کې د درانيو او يو سفزيو د شته والي په فکر کړی دی (و گورئ پټانان – انگليسي متن ۸۰ مخ) او موږ نوموړی نوم “وينده فرن افغان رزم بد” يعنې يو افغان د جگړې سالار وينده فرن ويلای شو چې ښايي يو افغاني سلار وي. د فردوسي په شهنامه کې هم دوه ځله د “آوگان” نوم راغلی چې د فريدون د وخت له سپه سالارانو څخه ؤ.

سپهدار چون قارن کاو گان

سپه کش چو شيروي وچون آوگان

( شاهنامه، د مسکوچاپ، لومړی ټوک، ۱۱۰ مخ)

همدا د فريدون په داستان کې يوځل وايي:

همه گرد ايوان، دورويه سپاه

بزرين غمود و به زرين کلاه

سپهدار چون قارن کاوان

به پيش سپاه اندرون آوگان

(لومړی ټوک، ۱۱۶ مخ)

په هر حال له دې يادونې څخه داسې څرگندېږي چې اوه – اوگان په لرغونو اريايي رواياتو او شاهنامو کې دود و او که د بو ستي د وينا له مخې يې اصل او ستايي و بولو نو معنی به يې مهربان او لاس نيوونکی وي چې نومونه له لرغونو اتلانو سره وړ وو او که بيا وروسته د يوه قوم او يا ټولنې په معنی او ښتی وي ليرې نه ده. که د ابگان، په اگان کلمو ته په زړو رواياتو او د ساساني دورې په پاتې شونو کې د باور وړ اهميت ورکړل شي لکه چې سپرنگ لنگ او او لف کيرو همدا نظر لري نو دعوه کولای شو چې د افغان نوم يا صفتد بگان او اپه گان په بڼه له دريمې غيسوي پېړۍ (صدۍ) څخه اخيستل کېده او بادشاهانو، اداره چيانو او او وا کمنانو پېژانده او دا سند تر اوسه د دې نامه د لرغونتوب په باب د يادولو وړ زوړ سند دی چې د زړو روايتونو “او گان” هم ورته دی.

دوهم له ترلاسه شويو او پاتې شويو آثار سره اړه لري چې دا نوم د اوه گانه ( Avagana ) بڼه چې د ساساني دورې د ابگان او اپه گان له بڼو سره ورته دی، په هندي آثارو کې په لاندې تفصيل مومو.

ورهامي هيرا ( Varha-Mihira ) هندي شاعر او نجومي دی چې د پنځمې عيسوي پېړۍ په پای کې د هند په راجين کې وزېږېد او د ۵۰۵ ع شاوخوا يې ښه شهرت وموند، د ده مهم کتاب “پنجد سيد هانتيکا” ) pance Siddhantika ) نومېده چې د نجوم د علم د پنځو کتابونو لنډيز ؤ او دی د نجوم په باب يو منظوم کتاب هم لري چې پکې يې د ښکلو ډبرو. د هند د جغرافيې او نور د کار وړ موضوعاتو په باب هم خبرې کړې او نوم يې پرې بهريته سنهيته ( ‌Bhrita Sanhita ) اېښي دي چې په ۶۱ - ۱۱ او ۳۱ - ۱۶ بيتونو کې يې دافغان نوم داوه گانه په بڼه ياد شوی دی. لکه څرنگه چې فرانسوي عالم موسيو فوشه په خپل تکسيلا ته د هند او باختر زړه لار “ ۱۹۴۷ ” کال کې د پاريس چاپ، ۲۳۵ - ۲۵۲ مخونه، ۱۷ نوټ کې شرح کړی دی. دا د شپږمې پېړۍ په مينځ-مينځ کې د افغان ډېر زوړ ياد دی، ځکه هندي منجم “ورهاميهيرا” په ۵۸۷ ع کال مړشوی او وايي چې د ده نجومي معلومات يو ناني سرچينه درلوده او د ځمکې په کرويتوب (گردوالي) قايل و، دده دوه کتابونه ابو ريحان بېروني په عربي ژباړلي نوله همدې امله په پوهانو کې د ده شهرت او ثقه والی تل د باور وړو.

د همدې تاريخي سند له مخې د “افغان” کلمه په هنديانو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ کاله وړاندې هم مشهوره وه او هندي ليکوالو ياده کړې ده.

تر اسلام وړاندې پېړيو کې مو د افغان نوم په دوو پخوانيو سندونو لويديځ ته په پارس او ختيځ ته په هندوکې در وښود او موږ پوهېږو چې همدا وخت بودايي دين د افغانستان په ختيځ او شمال کې دودؤ بېلو ښارونو لکه بلځ، کندز، کاپيسا، هډې، لغمان او له غزني نه تر کندهاره پورې ودان وو او څرنگه چې د چين خلک هم د دين له مخې بودايان وونو ځکه به د چين بودايي زيارت کوونکي تل د زيارت او تبرک له پاره دې هېواد ته تلل له دې زيارت کوونکو څخه يو هم “هيون تسنگ” دی چې د اوومې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې د اسلام له ظهورسره سم خو د عربو په لاس د افغانستان تر فتح کېدو وړاندې دې هېواد ته راغلی دی، دی د ۶۲۹ ع کال د اگست په لومړۍ نېټه له “ليانگ چو” نه را روان شو او د ۶۳۰ ع د مارچ په ۵ ”سمرقند” او په ۲۰ نېټه د افغانستان “خلم” ته راورسېدل، دی د اپريل په ۲۰ په “بلخ” او د اپريل په ۳۰ په باميانو کې ؤ او د هندوکش په له واورو ډک غره د می په لسمه نېټه “کاپيسا” ته راورسېد، د اوړي تر پايه پورې د کابل شاهانو په دې پايتخت کې پاتې شو او بيا يې خپل سفر ته داسې دوام ورکړ.

د اگست په ۱۵ لغمان ته راغی او درې ورځې يې هلته تېرې کړې، د اگست په ۲۰ ننگرهار ته راغی، دوې مياشتې هلته پاتې شو، د نومبر له لومړۍ نيټې نه د گندهارا په نورو برخو او ددسمبر له لومړۍ نيټې نه د گندهارا په نورو برخو او د درسمبر له اومړۍ نېټې نه د پېښور په سيمو کې ؤ، د ۶۳۱ ع د جنوري په لومړۍ نېټه د سند د سيند په کڅونو کې په سفر روان شو او د اپريل په ۱۰ نېټه ټکسيلا ته ورسېد، دی ۱۲ کاله په هند کې پاتې شو او په بېرته راستنيدو کې د ۶۴۳ ع کال د دسمبر په ۱۵ نېټه بېرته ټکسيلا ته راغی او بيايې د افغانستان لاندني ښارونه وليدل.

د دسمبر په ۲۵ نېټه د فيل په سورلۍ له اباسين نه راواوښت، د ۶۴۴ ع کال د مارچ په ۱۵ نېټه لغمان ته راورسېد او دهغه ځای له پاچا سره يوه مياشت پاتې شو، د جون په ۱۵ “فه-له-نه” يعنې “بنو” ته ورسېد، د جون په ۲۰ “و – پو-کين” او دجون په ۲۵ “ تساو-کيو-تو” (غزني) ته ولاړ، د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په لومړۍ نېټه اور تسپانه (کابل) د جولای په ۵ کاپيسا، د جولای په ۲۰ اندراب، د اگست په لومړۍ نېټه توخار (تخار) د ستمبر په ۸ بدخشان او د دسمبر په ۱۲ پامير ته ورسيد چې بيا له هغه ځايه يار کند او ختن ته تېر شو.

د هيون تسنگ سفر نامه د “سي-يو-کي” يعنې د لويديځو هيوادو خاطرې نومېږي او له چيني ژبې نه په انگليسي ژباړل شوې او په وارو – وارو خپره شوې ده چې د دې ارښتناک کتاب يوه برخه دهغه وخت د افغانستا د خاورې او خلکو د جغرافيايي، ديني، سياسي او اجتماعي او ضاعو په باب ډېر په زړه پورې مواد لري او کله چې دی له هند نه په راغبر گېدو کښې “فه-له-نه” يعنې د "بنو" ولايت ته رسېږي، د " سي-يو-کي” د لومړي ټوک په ۲۵۶ مخ کې (انگليسي ژباړه) د “او-پو-کين” ( o-po-kien ) په نامه يوه سيمه د بنون او غزني تر منځ د بنو شمال لويديځ او دغزني جنوب ختيځ ته، يادوي چې تر ده وړاندي يوه بل چيني زايرفاهيان هغه د “لو-يې” يعنې “روه” ( Roh ) په نامه ياده کړې وه ( ۲ ) څېړونکو خصوصا جنرال کننگهم د هند د لرغوني جغرافيې ليکوال دا “او-پو-کين” د “اوه گان” (افغان) له کلمې سره تطبيق کوي او وايي چې هيون تسنگ د دې خلکو ژبه هندي نه بولي خو دده په وينا يې دهند له ژبو سره لږ ورته والی درلود نو له دې نه به مطلب پښتو وي لو څرنگه چې چيني “او-پو-کين” همغه د لرغوني “اوه-گان” هجاوې (څپې) لري نو بويه په باور ووايو چې مراد همدا افغان دی چې اوس هم د سند‍ه‍ او غزني تر مينځ د پکتيا – پکتيکا او غزني ولايتونه د افغاني اصيلو او لرغونو قبيلو استوگنځي دي، دی حتما د همدې کورمې او گوملې په غرونو چې د “او-پو-کين” يعنې “افغان” استوگنځی و او په همدې نامه يادېده، او پکتيا ولايت ته ور او ښتی دی.

تر اسلام وړاندې د افغان د نامه په باب همدا درې لرغوني ساساني، هندي، چيني سندونه لرو او تر دې وروسته په اسلامي دوره کې د دې نامه ياد په درې او عربي کتابونو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد يې په “حدودالعلم” کې دی چې په دې کتاب کې د عبدالجبار عتبي په “تاريخ يميني” کې “افغان” د سبکتگين او د ده د کورنۍ په عصر کې په وارو – وارو ياد کړی ان چي ابن اثير په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املاهم ليکي، ترې راوروسته مور خانو لکه فخر مدبر په اداب الحرب والشجاعه، قاضي منهاج سراج جوزجاني په طبقات ناصري، حمدالله مستوفي په تاريخ گزېده او محمد قاسم فرشته او نوروهم “افغان” او “اوغاني” قبايل په وارو – وارو ياد کړی دي.

همدا راز د افغانستان د کلمې په باب هم ويلای شو چې دا داسې نوی نوم نه دی چې د احمدشاه ابدالي په وخت کې دې جوړ شوی وي، بلکه تر ده په پېړيو وړاندې يعنې ( ۷۰۰ ) کاله مخکې هم موجود او داستعمال وړ او موږ د سيفي هروي په تاريخ هرات کې چې د ۷۲۱ ه‍ ( ۱۳۲۱ )ع کال شا او خوا تاليف شوي وينو چې همدا د افغانستان ختيځي سيمې يې د سند تر څنډو پورې د “د افغانستان” په نامه بللې او له دې نه هيواد د غزنويانو او غوريانو د سياسي وحدت له دورنه د چنگيزيانو د تېريو له امله د تجزيې او ورانۍ په لور روان و، د افغانستان نوم هغه وخت هم موجود وخو دومره پراختيا يې نه درلوده لکه د احمدشاه بابا په وخت کې يې چې ترلاسه کړه.

د هرات دتيموريانو په وخت کې مولانا کمال الدين عبدالرزاق سمرقندي هروي چې په ۸۱۶ ه‍ ) ۱۴۱۳ ) کال په هرات کې زېږيدلی او د هرات د دربار د پوهانو، مورخانو قضا او سياست له کسانو څخه و خپل د “مطلع سعدين او مجمع بحرين” تاريخ په ۸۷۵ ه‍ ( ۱۴۷۰ ع)کال وليکه، دی هم په خپل کتاب کې افغانستان په همهغه جغرافيايي وسعت چې سيفي پېژانده و وارو – وارو يادوي چې د هرات د تيموريانو د لوی هېواد خراسان يوه برخه و او معين الدين اسفزاري هم په روضات الجنات کې افغانستان په وارو – وارو ياد کړی دی.

کله چې بابر په ۹۳۲ ه‍ ( ۱۵۲۶ )ع کال له افغانستان نه د هند په لور ولاړ او په ډيلي کې يې د هند د مغولو امپراتوري جوړه کړه نو دال بابر په اکثرو تاريخونو کې وينو چې همدا د افغانستان نوم په همهغه واړه جغرافيايي مفهوم موجود او مستعمل دی او د دې سيمې خلک تل د هند د تيموريانو او دايران د صفويانو د يرغلگرو امپراتوريو په مقابل کې د خپل ژوند او ازادۍ د ساتلو په جگړه بوخت دي – څو چې په همدې افغانستان کې ددووپېړيو د اوږده مقاومت او مقابلې په نتيجه کې د ميرويس او احمدشاهد مېړنيو قيامونو په وسيله يو ځل بيا ددې خاورې په سياسي وحدت، بيا احياء او دلوي افغانستان په جوړولو بريالي شولاو دادی موږ اوس د افغان يو زر اووه سوه کلن او دافغانستان اووه سوه کلن وياړ من نومونه د خپل ملي وحدت او تاريخي سوابقو د وياړ وړ پيل او مبداء په توگه پېژنو ( ۳

نيوليک

   1 افغان
   2 د پښتو ادبیاتو معاصر تاریخ کتاب څخه
   3 د ساسانيانو په پیر کې د ابگان ، دارني او يوسف زي ويېکې
   4 د پخواني هندي څېړونکو له خوا د افغان ويېکه
   5 د گڼ شمېر څېړنيزو لیکنو څخه اخځ
   6 سر چينې

افغان

د افغان کلمه د لرغوني افغانستان د اوسېدونکو لپاره له پخوا راهيسې دود ده . د افغان او پښتون کلمې په ډېرو ځايونو کې په مترادفه (هممانيزه) توگه کارېدلي دي . د پښتون کلمه د (پکت) او (پکتويکي) له مفاهيمو څخه اشتقاق شوې ده، (پکتوکي) يا (پکتويکي) يوولس گونو آريايي ټبرونو نه يو ټبر دی، چې د پښتون له کلمې سره سمون لري. دغه مطلب د پروفيسور ډورن (Dorn) په آند ، د هېرودوټس په کتاب (Istorii) کې راغلی دی . او ويلي ېې دي چې اوسينی پښتون او افغان د همدغه (پکت) له کلمې نه جوړ شوی دی. د هيرودوټس (Herodotus) په ارزښتمن اثر د (گندهارا رپوټ) کې راغلي دي چې د (کسپاتورس) ښار ، يانې (پېښور ) په دغه پکتويکي کې موقعيت لري .

پروفيسور گارډون (Gordon) هم دا مني او تائيدوي چې، پښتانه د ( پکتيکوس) يا (پکتويس ) له نسله دي. په لرغونو شرقي آثارو کې معمولاً د (افغان) او (پښتون) ترمېنځ کوم توپير نشته دا ځکه چې ددغه ټاټوبي اوسېدونکي ټول پښتانه (افغان) ؤ، او د دوی تر اړخ نور واړه واړه ټبرونه راټول او ځانو ته يې د افغانانو خطاب وکړ. دا په دې مانا ده چې اصل او اساس د دې کلمې له پاره هماغه آريايي د (پکت) يا (پکتويکي) ټبر موجوديت دی ، موږ د (پښتون ) او د (افغان) کلمې يو دبل څخه نه شو بېلولای ، خو دا جوته ده چې پښتنو قومونو ځانته (افغان) وئيل ، او پښتون قوم ېې د افغان په نامه پېژانده . دې خلکو خپله نظريه په دې بنسټ قايمه کړې ده چې پښتون افغان دی ، او دا لفظ د ټولو پښتنو لپاره وکارېده. دې نامه دومره پراختيا او عموميت وموند چې د ټول پښتون قام نوم افغان وگرځېد او هغه ټول خلک د افغان په نامه مشهوره شول. افغان د پښتنو يو ملي نوم دی ، نه قومي او تاريخي د پروفيسور مورگن ستيرنه په عقيده (افغان) د دغې اصطلاح نوې بڼه او پښتون ېې کلاسيکه بڼه بولي ، او پختون (پښتون) د شمال ختيځو سيمو د اوسېدونکو د محلي گړدود دی. دی هم د بېلي(Baily) پشان تائيدوي چې Kht خت وروستی ډياليکتيکي بڼه ده او Sht (شت) احتمالآ هم د يونان Kt نه منل شوی دی. او په دې دليل د دغو غږونو ورته والی او يووالی ردوي، خو دا څرگنده ده چې پښتون (پختون) له (پکتيوس ) سره گډه ريښه او ټينگه اړيکه لري هنري بېلو(Henry Bellow)، هېنري لوونتال (Henery Lowental)، اولف کارو او د آف اېنډيا سروې کتاب مولف جورج گريرسن (George Grerson)، د هیرودوټس (پکت)، (پکتويس) او پکتويک (پکتيکا) او (پختويس) په عبارتونو کې دا الفاظ په ترتيب د نننۍ (پختونخوا) او (پښتون) د کلمو معادل بولي، څومره چې مالومه ده د (افغان) کلمه د (اوغان) له کلمې نه معربه ده، چې د اسلام ا عربو په دوره کې د (اوغان) پر ځای د ليکوالو له خوا ليکل شوې ده . (اوغان) يا (افغان) د پښتنو د ټبر ډېر پخوانی نوم دی، چې د پکت يا پښت يا پښتون هممانيزه دي . او د پښتون د ټبر لپاره د پخوا نه استعمالېده . دا يوه پخوانۍ آريايي کبمه ده . دغه کلمه د (افغان) په بڼه هم راغلې او بيا ېې زيات شهرت او پراختيا موندلی ده . دا شهرت دومره زيات او عام شو چې ، دا نوم په دوولسمه هـ لمريزه پېړۍ کې د افغانستان د ټولو پښتنو او نورو اوسېدونکو نوم وگرځېد . د (افغان) د لفظ په باره کې د يو شمېر څېړونکو عقيده دا ده چې دا تر ټولو د مخه د ايران د (نقش رستم) په هغې کتيبې کې راغلې ده چې په درېيمې زېږدي (ميلادي) پېړۍ کې د ساسانيانو د يوه واکدار ، لومړي شاه پور ، په هدايت او حکم په پارتي او يوناني ژبو ليکل شوې ده، (دشپرنگ لنگ) يا (دشپرنگ لن) په خپلې هغې مفصلې ليکنې کې چې سرليک ېې (( لومړيشاه پور د زردشت پر هديره باندې )) دی ، د دغې کتيبې د تشريحاتو په ترڅ کې يو ځای ليکي چې دی ، د دې کتيبې د (ابگان) يا (اوگان) کلمې ته معاصر (افغان) له نامه نه بل غوره معادل نه شي پيدا کولی څينې نوميالي پوهان بيا په دې عقيده دي چې د (افغان) نوم د لومړي ځل لپاره يوه لرغوني هندي منجم (وراهه ميهيرا) د (اوگان) په بڼه يد کړی دی. (اچ کرن) چې (براټ سنهتيا) ېې آن په کال ۱۳۴۸ هـ.. ل. (۱۸۶۹ ز. ) کې په انگرېزي ژباړلی دی. د (اوگان) وی ېې د (افغان) په بڼه ليکلی دی. دا داسې مانا لري چې (کرن) بيخي باور درلود چې د (وراهه ميهيرا ) د اوگان وی د افغان سره کټ مټ يو شی دي. (جورج گرېسن ) هم وايي چې ده وراهه میهیرا د اوگانه لفظ په ډېر ډاډ سره د (افغان) له کلمې سره يو شی گڼل شوي دي. الکسانډر کننگهم د هند په لرغوني جغرافيه کې اوپوکين يا افغان تر سرليک لاندې يوازې يو ځل په يو لنډ عبارت کې ياد کړی دی. او د هغه موقيعت د (Fa-La-na) لمنه يعنې بنو او غزني تر مېنځ د بنو شمال لوېديځ او د غزني جنوب غرب تخ ښودلی دی، کننگهم خپله په دې باور دی چې د هيون تسنگ د اپوکين مطلب هرومرو افغان دی. ځکه د چیني ژبو په هجايي حرکاتو (سېلابونو) کې د (افغان) لفظ له دې په زياته څرگندتيا نه شي اداکېدلای . دا د افغانانو تر ټولو نه لرغونې يادونه ده . د آخوند دروېزه مخزن الاسلام کې ، هم د پښتون د کلمې ياد په کراتو شوی دی د (ابگان) او (اوگان) له پاره معاصر (افغان) پرته ، لیکونکي کومه بله غوره کلمه نه شي موندلای . نو ټولې هغه کلمې چې په لرغوني حالت شته ، د (افغان) کلمه ترې نه اشتقاق کېدای شي. که د ساساني عصر (اپگان) او (اوگان) ته اعتبار ورکړو، نو په هغه صورت کې به دا ډېر لرغونی سند وي، چې دغه نوم په کې یاد شوی او د میلادي درېيمې پېړۍ نه راوروسته د استعمال ځای لري. تر کومې اندازې چې معلومه شوې ده د(افغان) کلمه د لفظ (اوغان) نه معربه ده چې په اسلامي دوره کې د مؤرخینو له خوا د پښتنو له پاره کارول شوی ، ابو نصرمحمد عبدالجبار العتبي په تاریخ يمني کې په څرگند ډول دا لیکي چې په (افغان) کې د (اوغان) تعریب دی په اسلامي مؤرخینو کې ابو ریحان البېروني ، فردوسي طوسي ، ابوالفضل بیهقي ، منهاج السراج، او داسې نورو مؤرخینو هم د افغان نوم بيا بيا د دې خلکو (پښتنو)له پاره کارولی دی . سره له دې په اتمه هجري پېړۍ کې داسې مؤرخین هم ؤ ، چې هغه لرغونی لفظ (اوغان) ېې کارولی دی ، لکه ظفرنامه ، ملفوضات، تېموري مطلع السعدین او نور.

سنسکرېټ په لرغونو لغاتو کې (اب گائن) د يوداسي قوم د پاره کارول شوی دی چې موسیقي نه لري ، احتمال لري چې دا لفظ به د پښتنو لپاره استعمال شوی وي . او وروسته به هم دغه لفظ د زمانې په تېرېدو سره به په افغان اوښتی وي، مشهور چیني سېلانی هیون تسنگ هم د (نقش رستم) د کتيبې په شان د سلېمان غره په لړ کې د (اې - پې ـ گان) په نامه د ځينو خلکو يادونې کړي . دا ټول لفظونه یعنې (اسواغان، اب گائین، اپاکان او اې پې گان) د لفظ افغان سره ډېره نژدېوالی لري او امکان لري چې ددې لفظونو ريښه هم د ارمني ژبې لفظ (اوغان) وي . ددې نه دا قياس او اټکل کېدای شي چې د لومړي شاه پور په منصبدارانو کې په دې لفظ (اوغان ـ ابگان ـ افغان) موسوم ځينې خلک موجود وو، او دا نوم به په اغلب گمان دوی د خپلو غرنیزو سیمو په وجه ايښودلی وي . عبدالحی حبیبي د خلکو او عامه ذهنيتونو د روښانولو په خاطر ، او د هغوی د سیمې لارښوونې لپاره د شک او تردید د ورکولو په خاطر د (افغان) کلمه ښه راڅپړلې ، او وايي چې د (افغان) کلمه يوزرواووه سوه ۱۷۰۰ کاله لرغونتوب د تاریخي اسنادو، شواهدو، او لاسوندونو په رڼا کې لري . د افغان کلمه چې اوس د افغانستان د ټولو خلکو ملي نوم دی او د آسيا په زړه کې تر ټولو تاریخي ، اقتصادي، او ټولنیزو شرايطو لاندې يو نه بېلېدونکی واحد جوړ کړی او يو غښتلی، لرغونی او ملي اسالت لري. د افغان نوم په تاريخ کې اوږدې ريښې لري او په همدې سيمه کې د هلمند او سندهـ د دوؤ لويو سیندونو تر مېنځ په همدې نامه ، همدې خلکو ژوند کاوه. د افغان کلمه چې تر دا اوسه پورې په عملمي اثارو کې لیدل شوې ده د هغو ټولو مېشتو وگړو نوم دی چې د تاریخ په اوږدو کې ېې په آريانا ، خوراسان، او افغانستان کې ژوند کړی دی . د افغانانو څانگې او ډلگۍ ډېرې دي ، خو دوی ټول افغانان او د واحد افغان ملت بچيان دي . موږ د اسلام نه دمخه د افغان د کلمې په باب همدا ياد شوي درې لرغوني سندونه لکه ساساني ، هندي، او چينايي لرو او لدې نه وروسته په اسلامي دوره کې ددې نامه ياد د (دري) او عربي ژبو په اثارو کې په مکرر ډول راځي چې ډېر زوړ ياد ېې په حدود العالم کې دی . چې په نهه سوه اودوه اتيا ۹۸۲ زېږيز کال کې د جوزجان د آلفريغون له کورنۍ او يا مربوطينو نه گڼې لیکلي ېې دي . پدې کتاب کې د عبدالجبار العطبي په تاریخ يمني کې فغان د سبکتگین او دده د کورنۍ په عصر کې په وار وار ياد کړی. آن چې ابن اثیر په الکامل کې هغه د ابغان په زړه املا هم لیکلې، بيا وروسته نورو مؤرخانو لکه فخر مدبر په آداب الحرب و الشجاعه ،قاضي منهاج السراج جوزجاني په طبقات ناصري حمدالله مستفي، په تاریخ گزیده او محمد قاسم فرشته او نورو هم افغان او اوغاني قبايل په وار وار ياد کړي دي .