کوپراتيف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دکوپراتیفونودجوړښت طریقی سره لدی چی دکوپراتیفونوتسیس اوجوړیدل په وروسته پاتی اوپرمختیایی هیوادونوکی دډیرومالی، اقتصادی اوسیاسی ستونزواودمسلکی اودمسلکی کدرونودکمبودسره مواجه دی خوبیاهم که چیری دکوپراتیفونو غورځنگ ددولت له خواحمایه شی ،کوپراتیفونه داجتماعی اواقتصادی پرابلمونودحل لپاره ډیره ښه اوموثره وسیله ده . کرنیزکوپراتیفونه دکوچنیوکروندگرواوزارعینوسره دتولید،پروسس )اودکرنیزوStorehouse ،دمحصولاتودگودام کولویاذخیره کولو ( محصولاتودمارکیټنگ یابازار یابی په اړوندډیرمساعدت اوکومک کولای شی اوپدی ترتیب کرنیز کوپراتیفونه کوچنی مولدین داقتصادی نابودی څخه ژغوری . همدارنگه کرنیز کوپراتیفونه دنوی کرنیزی ټکنالوژی دمعرفی اوترویج په اړوندډیر موثرخدمتونه کولای شی . پورته ذکرشوی دکوپراتیفونو مفیدیتونه ددی معنی نه لری چی مونږبایدسمدستی دکوپراتیفونوجوړول پیل کړو بلکه دکوپراتیفونوپه تاسیس کی باید ډیردقت وشی اویوسلسله مقدماتی عملیات طرحه اوبررسی شی . دکوپراتیفونودجوړیدوڅخه مخکی باید دکوپراتیفونوگټی ، دکوپراتیفونوموفقیت په نوروپرمختللوهیوادونوکی اودکوپراتیفونودجوړیدلوضرورت دتعلیم یافته افرادو، دولتی اوغیردولتی موسساتو، ددولت دمتخصیصینواوهم دجمعی اطلاعاتوله لاری دکروندگرولپاره تبلیغ اوترویج شی . همدارنگه دکوپراتیفونودجوړیدوڅخه مخکی مقدماتی سروی پدی هکله ډیره حتمی او ضرور ی ده . مقدماتی سروی دمشخصوکمیټوپه واسطه صورت نیسی لکه تعلیمی اوتربیوی موسسی ،پوهنتونونه ،کوپراتیفی موسسی تحقیقاتی مرکزونه اوداسی نور . په مقدماتی سروی کی باید دتخنیکی اومالی منابعوموجودیت ،دخلکوپه منځ کی دهمکاری دحس پرمختگ اودکوپراتیفونودمنلوپه مقابل کی دخلکوذهنیت اوروحیه باید په ډیر دقت سره مطالعه شی . همدارنگه په مقدماتی سروی کی باید دمنطقی جغرافیایی ،اقتصادی اواجتماعی وضع تحلیل شی اوهم دخلکوعکس العمل دکوپراتیفونوپه مقابل کی اودهغوی همکاری دکوپراتیفونوسره بایدپه مقدماتی سروی کی ځای شی . ۱ – دمنطقی دجغرافیایی وضعی اوحالت مطالعه : - دیوه کوپراتیف دایجاد لپاره باید دیوی منطقی جغرافیایی وضع وڅیړل شی . دمنطقی دجغرافیایی وضعی په تحلیل کی لاندی مسایل په نظرکی نیول کیږی

         الف : دمنطقی موقعیت .  
         ب : دهغی منطقی فاصله داقتصادی اواجتماعی مرکزونوسره  .
         ج : دمنطقی فاصله دښاراوعمده مارکیټونوسره .
         د : دترانسپورتی پرابلمونه مطالعه .

۲ – دمنطقی داقتصادی وضعی مطالعه  : دکوپراتیف دتاسیس لپاره دمنطقی داقتصادی حالت څخه خبرتیا ډیره ضروری اوحتمی ده . داقتصادی وضعی په تحلیل کی لاندی مسایل په نظرکی نیول کیږی . الف : دکروندگروعمده تولیدات یعنی کروندگر کوم محصولات تولیدکوی . ب : دکروندگروعایدات - دعایدمدرک . ج : دتولیدی منابعوموجودیت . د : دکریدت اودقرضی لپاره دمنابعوموجودیت . ه : دمارکیټنگ مطالعه (دکرنیزومحصولاتودخرڅلاو اودکروندگردضرورت وړ وسایلوخریداری ) ۳ – دمنطقی داجتماعی وضعی مطالعه : دکوپراتیفونودجوړولوپه ارتباط دمقدماتی سروی له طریقه باید دمنطقی اجتماعی حالت هم مطالعه شی . داجتماعی وضعی په تحلیل کی لاندی مسایل په نظرکی نیول کیږی : الف : دمنطقی دنفوسوشمیر. ب : دمحلی رهبرانورول اونقش . ج : دکورنی ژونداودکروندگرودکورنی داعضاوو تعداد . د : داجتماعی ،اقتصادی ، فرهنگی اوخدماتی مرکزونوموجودیت لکه : دسواداموزی پروگرامونه ،حرفوی کورسونه ،صحی اومخابراتی خدمات اوداسی نور. ه : دکروندگرواوخلکوترمنځ دتعاون اوهمکاری دحس مطالعه .


دکوپراتیف په تاسیس کی دمقدماتی سروی اهمیت تجربوښودلی ده کوم کوپراتیفونه چی دمقدماتی سروی څخه پرته ایجادشوی دی هغوی ډیرژربیرته دناکامی سره مواجه شوی دی . دمقدماتی سروی له طریقه موږ پوهیږوچی دکروندگروعمده تولیدات اواقتصادی فعالیتونه کوم شیان دی ؟ دمنطقی نفوس څومره دی ؟ دکروندگرواقتصادی حالت څه قسم ده ؟ اوبلاخره دکروندگرولپاره څه قسم کوپراتیف باید جوړکړی شی ؟ واحدالمقصد یاکثیرالمقاصد ؟ تولید کوپراتیف جوړ شی اویادمحصولاتودپروسس کوپراتیف ؟ دقرضی لپاره کوپراتیف اویادبازاریابی لپاره کوپراتیف ؟ خلص دا چی دمقدماتی سروی له طریقه مونږدکروندگروډیرعمده مشکلات تشخیص کولای شو اودمشکلاتودحل لپاره دکوپراتیف نوعه اوایجادسپارښت کولای شو. لنډه داچی مقدماتی سروی دکوپراتیف دایجاد لپاره ډیره اهمیت لری .

دکوپراتیفونودبریالی توب شرایط دکوپراتیفونودسالم انکشاف اوبریالیتوب لپاره دمساعدواومناسبوشرایطوموجودیت ډیر عمده نقش لری که چیری دکوپراتیفونودجوړیدولپاره مناسب شرایط موجودنه وی ، کوپراتیفونه بیرته دناکامی سره مخامخ کیږی . په هرهیوادکی دکوپراتیفونودبریالیتوب لپاره لاندی شرایطوموجودیت ډیرعمده رول لری : ۱ – دټولونه مخکی دکوپراتیفونودشپږگونوپرانسیفونودقیق اودرست تطبیق کول . ۲ – دکوپراتیفونوداعضاوو مادی تشویق اودکریدیت لپاره دمالی منابعواواسانوشرایطو برابرول . ۳ – دکوپراتیف په چاروکی داعضاوو گډون اوعلاقه مندی . ۴ – داعضاووترمنځ دډلیزوکارونواودتعاون اوهمکاری دروحیی موجودیت . ۵ – دکوپراتیفونودمالی چارو- جدی مراقبت ،کنترول اوبررسی . ۶ – دکوپراتیف لپاره دسالیمی اومعقولی رهبری موجودیت . ۷ – دبهرنیو اقتصادی مرستولپاره دمساعدواومناسبو شرایطوبرابرول . ۸ – ددولت همایوی پالیسی اوسیاست . دکوپراتیفونوویش داهدافوپه اساس دهدف له نقطه نظره ټول کوپراتیفونه په دوو لویوگروپونوویشل شوی دی : الف  : واحدالمقصد کوپراتیفونه . ب  : کثیرالمقصد کوپراتیفونه . الف : واحدالمقصدکوپراتیفونه : داډول کوپراتیفونه فقط یونوعه کوپراتیفی فعالیت سرته رسوی دمثال په ډول دزراعت په ساحه کی لکه :دکریدیت ورکول ، دکرنیزومحصولاتوخرڅول ،دکروندگرولپاره دتولیدی وسایلوبرابرول اوداسی نور . کثیرالمقاصد کوپراتیفونه : داډول کوپراتیفونه مختلف یازیات اقتصادی فعالیتونه اوکرنیزخدمات سرته رسوی د مثال په توگه : دتولیدی وسایلواوقرضی برابرول اود زراعتی محصولاتودخرڅلاو لپاره مناسب مارکیټ پیداکول اوداسی نور. دوظایفوپه اساس دکوپراتیفونوویش مونږپوهیږوچه کوپراتیفونه دمختلفوهدفونودترلاسه کولوپه خاطرپه یوهیوادکی جوړیږی له دی کبله کوپراتیفونه مختلفی دندی اووظایف سرته رسوی . دوظایفوله نقطه نظره کوپراتیفونه په لاندی گروپونوویشل شوی دی. ۱-دتولیدی وسایلودتهیه کولوکوپراتیفونه:-داکوپراتیفونه وظیفه لری چی دغړودضرورت وړتولیدی وسایل اومواد لکه کیمیاوی سری ، اصلاح شوی تخمونه ،دحیوانی اونباتی افتونوضد دواء گانی اوهم تخنیکی وسایل تهیه اوخریداری کړی . په دی کوپراتیفونوکی اکثراً میخانیکی وسایلوڅخه په اشتراکی ډول استفاده کیږی . دانوعه کوپراتیفونوپه ابتداکی په فرانسه کی ښه انکشاف کړی وه اوکروندگروپه اشتراکی ډول سره دماشین الاتوڅخه استفاده کوله . ۲ – دبازاریابی کوپراتیفونه : - داکوپراتیفونه وظیفه لری چی دکروندگرودکرنیزومحصولاتودخرڅلاولپاره په داخل یاخارج کی مناسب بازارپیداکړی . ددی کوپراتیفونو په جوړیدوسره دکروندگرومحصولات په لوړقیمت خرڅیږی اوټوله گټه کروندگرته رسیږی لدی کبله دانوع کوپراتیفونه دکروندگروداقتصادی ژونددښه والی لپاره ډیر عمده نقش لری . ۳ – کریدیټی کوپراتیفونه  : - دا کوپراتیفونه دظیفه لری چه د کوپراتیفونودغړولپاره دقرضی اسانه شرایط اومالی منابع پیداکړی . دکریدیتی کوپراتیفونومفکوره په ابتداکی (۱۸۸۸- ۱۸۱۸ )له خوامعرفی شوه ترڅودغریبوRefaizon په جرمنی کی دریفایزون کروندگرولپاره دقرضی مناسب شرایط برابرشی . مونږپوهیږوچه کروندگر دزراعتی محصولاتودکرپه خت کی اوهم دځینی کوچنۍ تولیدی پروژی دایجاداوفعالولولپاره – پیسویاپولی منابعوته اشد ضرورت لری بناً دانوعه کوپراتیفونه دزراعتی محصولاتو دسطحی دلوړوالی اوهم دکرنی دسکتور دانکشاف لپاره ډیرموثرنقش لری .ددی کوپراتیفونودجوړیدوپه نتیجه کی کروندگردمحلی سودخوارانودلوړسود اواقتصادی فشار څخه خلاصیږی . دیادونی وړ ده چه ددی کوپراتیفونوجوړیدل په پرمختیایی اوغریبوهیوادونوکی دکروندگردژونددښوالی لپاره ډیر عمده نقش لری اوکروندگراکثراً دومره پس انداز نه لری چه دتولیدلپاره (تولیدی حیوانات ،دکارحیوانات ،اصلاح شوی تخمونه کیمیاوی سری اوداسی نورموادخریداری کړی ) بناً دی قرضی ته ضرورت لری . ۴ – استهلاکی کوپراتیفونه : - یادعامه احتیاجاتودتامین کوپراتفونه (مثال په افغانستان کی په ۱۳۶۶ کال کی۱۶۰ بابه استهلاکی کوپراتیفونه ایجاداوفعال وه ) . داکوپراتیفونه دغړواونوروخلکولپاره اولیه ضروری موادپه نسبتاً ټیټه بیه ( ټیټ قیمت) یاپه بل عبارت په تخفیف سره برابروی . دانوعه کوپراتیفونه داولیه موادودقیمتونودثبات سره ډیره مرسته کوی اوداولیه موادود قیمتونودنوسان څخه مخنیوی کوی له دی کبله د دی کوپراتیفونوجوړیدل هم خاص اهمیت لری . ۵ – دزراعتی محصولاتودپروسس کوپراتیفونه : - دا کوپراتیفونه دکروندگرودزراعتی محصولاتودپروسس کولولپاره جوړیږی لکه دشیدو،میوو اوسبزیجاتوپروسس ،همدارنگه سورت ،درجه بندی اوبسته بندی اوهم لیبل کول ددی کوپراتیفونوپواسطه ترسره کیږی مونږپوهیږوچی اکثراًکرنیزمحصولات دپروسس څخه پرته په عادی شرایطو کی ډیرژر گنده اوفاسدکیږی بناًء هغه محصولات چی په عادی شرایطوکی گنده کیږی بایدپروسس شی . په وروسته پاتی هیوادونوکی کوچنی مولدین اوکروندگر هریوپه انفرادی ډول سره ددی توان نه لری چی دمحصولاتودپروسس کارخانی یافابریکی جوړی کړی له دی کبله دکرنیزومحصولاتو دگنده کیدوڅخه دمخنیوی لپاره دداسی کوپراتیفونو جوړیدل ډیرخاص اهمیت لری . ۶ – تولیدی کوپراتیفونه : - دا کوپراتیفونه اکثراًپه پرمختللوهیوادونوکی دتولیدی عواملواومنابعوڅخه دموءثری استفادی لپاره دزراعت په سکتور کی جوړیږی . تولیدی کوپراتیفونه کیدای شی چه دیوشخصی محصول اوشخصی فعالیت په اړوندجوړشی مثلاًدشاتودتولیدلپاره دزنبورداری کوپراتیفونه یادوریښمودتولیدلپاره دپیله وری کوپراتیفونه اوداسی نور. همدارنگه تولیدی کوپراتیفونه دمختلفوکرنیزومحصولاتودتولیدلپاره هم جوړیږی . په داسی کوپراتیفونه کی ټول تولیدی وسایل اومنابع لکه ځمکه اوبه،تولیدی حیوانات ،دکارحیوانات،میوه لرونکی ونی اوداسی نورپه اشتراکی او کوپراتیفی ډول تراستفادی لاندی نیول کیږی . تولیدی کوپراتیفونه دتولیدی عواملواومنابعوڅخه داعظمی اوزیاتی استفادی لپاره خاص اهمیت لری دهمدی هدف په نظرکی نیولوسره اودتولدی عواملودموثراومطلوب استعمال لپاره په پرمختللوهیوادونوکی زیاتره محصولات دتولیدی کوپراتیفونوپواسطه تولید اوبازار ته عرضه کیږی .

دکوپراتیف اداری تشکیل[سمول]

(دکوپراتیف اداری جوړښت ) د کوپراتیفونودکاراوفعالیت دکنترول اوښه تنظیم لپاره ځانگړی اداری تشکیل ته ضرورت لری . دکوپراتیفونواداری جوړښت دنوروموسساتوداداری تشکیل سره توپیر لری . کوپراتیفونواداری تشکیل په لاندی ډول سره دی : الف : دکوپراتیف عمومی غونډه یامجمع عمومی کوپراتیف . ب: : دکوپراتیف مدیره هئيت . ج : دکوپراتیف دنظارت هیئت .

دکوپراتیف عمومی غونډه[سمول]

دکوپراتیف عمومی غونډه دکوپراتیف دټولوغړوڅخه جوړه شوی ده . دکوپراتیف عمومی غونډه دکوپراتیف دفعالیتونو په اړوندډیرصلاحیت لرونکی اوعالی ترین مقام دی چه په عادی شرایطوکی په کال یوځل اوداعضاوو دلزوم دیداودمدیره هیئت دهدایت اودستورپه اساس په فوق العاده ډول سره هم دایریږی . د کوپراتیف عمومی غونډه د کوپراتیف دغړوڅخه یوتن د کوپراتیف دریس په حیث اویوکس د کوپراتیف دجلسی دمنشی په حیث انتخابوی . د کوپراتیف دعمومی غونډی فیصله هغه وخت قانونی شکل لری چی په عادی جلسه کی د کوپراتیف غړی اقلاً دنیمایی یا(۵۰ ٪) څخه زیات په غونډه کی حاضروی اوفیصله درایوپه اکثریت سره سرته ورسیږی لیکن په فوق العاده عمومی غونډه کی ۷۵ ٪ دکوپراتیف غړی باید په جلسه کی گډون وکړی اوفیصله هغه وخت قانونی بڼه غوره کوی چی په عادی عمومی غونډه کی اقلاً ۵۱٪ حاضرغړی اوپه فوق العاده عمومی غونډه کی دوه پردری ۲\۳ برخی دحاضروغړوڅخه دموضوع په اړوند مثبته رایه ورکړی یاداچه فیصله تائید کړی . دمثال په توگه که چیری یو کوپراتیف ۴۰ تنه غړی ولری په عادی عمومی غونډه کی باید اقلاً ۵۱٪ اعضاپه جلسه کی حاضروی یعنی اقلاً باید۲۱ تنه اعضاء په جلسه کی گډون وکړی اود دی غونډی فیصله هغه وخت قانونی حیثیت لری چی دحاضروکسانواقلاً ۵۱٪ یعنی ۱۱ تنه هغه فیصله تائید کړی . په فوق العاده عمومی کی بایدددی کوپراتیف دټولوغړوڅخه اقلاً ۷۵٪ غړی یعنی د۴۰ تنوڅخه ۳۰ تنه په جلسه کی حاضروی اودحاضروکسانو۲\۳ دوه په دری برخه یعنی ۲۰ کسان بایددافیصله تائیدکړی په دی ترتیب دافیصله قانونی حیثیت پیداکوی .

دکوپراتیفونودعمومی غونډی دندی یاوظایف[سمول]

دکوپراتیفونوعمومی غونډه دلاندی وظایفو داجرائتوصلاحیت اومکلفیت لری : ۱ – د کوپراتیف داساس نامی تصویب اوپه هغه کی بدلون . ۲ – دکوپراتیف دمدیره هیئت ،دمدیره هیئت ریس اودنظارهیئت انتخابول . ۳ – دنظارهیت اومدیره هیت دگذارشاتواوریدل . ۴ – په کوپراتیف کی دغړودمنلویاخارجولومسائلوحل اوفصل . ۵ – د کوپراتیف دکلنی تولیدی اواقتصادی پلانونواودسرمایگذاریومنظوری ۶ – په نوروکوپراتیفی اتحادیوکی د کوپراتیف دشمولیت په اړونددمسائلو حل اوفصل . ۷ – د کوپراتیف دادغام ،انقسام اویاانحلال په هکله تصمیم گیری . ۸ – دریس ،معاون ،مدیره هیئت اودنظارهیت دغړودمعشاتوداندازی منظوری. ۹ – دحق الشمول اوحق العضویت داندازی تعین اودورکړی ډول یی . ۱۰ – دغړودشکایاتوبررسی – دمدیره هیت اودنظارهیئت دنادرستواجراتوپه اړوندیادنادرستواجرائتوپه باره کی . ۱۱ – د کوپراتیف دسالم انکشاف په منظوردغړودسپارښتونواوریدل اودلزوم دیدپه اساس دموثروتدبیرونونیول .

دکوپراتیف مدیره هیئت[سمول]

د کوپراتیف عمومی غونډه دخپلوغړوڅخه یوتن دریس ،یوتن دمرستیال ،یوتن منشی اویوتن خزانه دار اوحداقل دری تنه نورغړی دمدیره هیئت په توگه انتخابوی بناً دکوپراتیف مدیره هیئت اقلاً د۷ تنوڅخه جوړیږی . مدیره هیت د کوپراتیف عمومی غونډی ته په مشترکه اوانفرادی ډول مسؤلیت لری . د کوپراتیف مدیره هیئت لاندی وظیفی یادندی سرته رسوی . ۱ - د کوپراتیف دعمومی غونډی دتصمیمونوتطبیق کول یعنی مدیره هیت دکوپراتیف اجرائیوی ارگان ده . ۲ – مدیره هیئت په مربوطه مرجعو کی دکوپراتیف څخه قانونی نماینده گی کوی . ۳ – د کوپراتیف داداری چارودرست ترتیب اوتنظیم . ۴ – دکوپراتیف دکلنی فعالیتونوراپوربرابرول – دعمومی غونډی دگذارش لپاره . ۵ – دضرورت وړکارکوونکواستخدام اوهمدارنگه دهغی انفکاک . ۶ – کوپراتیف ته دغړیتوب منل یادکوپراتیف څخه اخراج کول . ۷ – دهغه وظایفوپرمخ بیول چی په اساسنامه کی مدیره هئیت ته سپارل شوی دی .

دکوپراتیف دریس وظیفی یادندی[سمول]

د کوپراتیف ریس د کوپراتیف په عمومی غونډه کی داعضاوو داکثریت رایی په اساس ټاکل کیږی . د کوپراتیف ریس دمدیره هیت مشریاریس هم دی . دکوپراتیف دریس دندی په خلص ډول سره عبارت دی له :- ۱ – د کوپراتیف ریس دعمومی غونډ ی اودمدیرهیت دټولومجلسونوریاست په غاړه لری . ۲ – داقتصادی اوتولیدی پلانونوپه تطبیق کی دمدیره هیت اونوروکارمندانوفعالیت تنظیم کول . ۳ – دحکمونواوهدایتونوصادرول یاورکول . ۴ – دکوپراتیف دکارکوونکواومدیره هیت دغړوتقرراخراج پیشنهادول مدیره هیت ته یا عمومی غونډی ته. ۵ – دمدیره هیت اوعمومی غونډودجلسوبلنه یادعوت کول . دمرستیال دندی یاوظیفی دریئس په موجودیت کی معاون دریس همکاردی اودریس په غیابت کی معاون دکوپراتیف دریس دټولووظایفوپرمخ بیولومسؤلیت لری اودعین صلاحیت لرونکی دی.

دمنشی وظیفی یادندی[سمول]

دکوپراتیف منشی دلاندی دندومسؤلیت لری : ۱- دمدیره هیئت هیت دمجلسونوفیصلی په دفترکی ثبتوی ، دمدیره هیت دغړوامضاء اخلی اوفیصلی دعملی کولوپه منظورمربوطه مرجع ته صادروی . ۲ – مکتوبونه ،اوراق اواسناد ترتیب ،تنظیم ،امضاء اومرحلی یی طی کوی . ۳ – دمربوطه دفترونودوسیی تنظیم اودهغی څارنه کوی .

دکوپراتیف دخزانه داروظیفی یادندی[سمول]

په کوپراتیف کی خزانه دار یامالی مسول لاندی دندی لری : ۱ – دپیسوراټول ،تسلیم کول اوورکول . ۲ – دچکونوترتیب ، امضاء اودمراحلوطی کول . ۳ – دکوپراتیف نغدی شتمنی انتقال کول دکوپراتیف بانکی حساب ته په مربوطه بانک کی . ۴ – دکوپراتیف داساسنامی دحکمونومطابق دکوپراتیف دمالی اوحسابی چاروسرته رسول .

دنظارهیئت (دکنترول اوتفتیش هیئت )[سمول]

دکوپراتیف عمومی غونډه حداقل دری تنه د دوه کالولپاره دنظارهیت په صفت ټاکی اومعمولاً دنظارهیت غړی دمدیره هیت دغړودجملی څخه تعین کیدلی نه شی اوهم دنظارهیت غړی بایددمدیره هیت دغړوسره نږدی اړیکی ونه لری . دنظاریادتفتیش هیئت لاندی دندی یامسئولیتونه لری :- ۱ - دکوپراتیف عمومی اوضاع کنترول اوبررسی کول . ۲- دکوپراتیف کلنی مالی بلانس اومالی وضع ته رسیدگی کول . ۳- دمشبهاتواوددفترونودیومیه جریان بررسی اوکنترول کول . ۴-دمدیره هیئت داجرآتوپه اړونددغړوشکایتونوته رسیدگی کول . ۵- دکوپراتیف دکلنی فعالیتونوپه ارتباط راپور جوړول اوعمومی غونډی ته وړاندی کول ۶ – دکوپراتیف دغړونظریات اوپیشنهادات دکوپراتیف عمومی غونډی ته وړاندی کول .

دکوپراتیف دغړومکلفیتونه[سمول]

د کوپراتیف غړی هم د کوپراتیف دانکشاف په اړوندځانگړی مکلفیتونه لری که چیری دکوپراتیف غړی خپل مکلفیتونه درست درک اواجراء نه کړی دکوپراتیف په انکشاف باندی منفی اغیزی کوی . دکوپراتیف دغړومکلفیتونه په لنډ ډول سره عبارت دی له : ۱ – دحق الشمول اوحق العضویت ورکول په تعین شوی وخت اوزمان سره . ۲ – دکوپراتیف دمنقولی اوغیرمنقولی دارایی څخه جدی څارنه کول . ۳ – دکوپراتیف په ټولوجلسواودسوادپه زده کړه کی فعاله برخه اخستل . ۴ – دهغه کروندگروتشویق چه دکوپراتیف غړی نه دی ددی لپاره چی هغوی په کوپراتیف کی شامل شی . ۵ – دکوپراتیف دټولوشیانوبیرته ورکول په ټاکلی وخت اوزمان سره . ۶ – دکوپراتیف دټولووظایفوسرته رسول کوم چه دکوپراتیف دعمومی غونډی له خوادکوپراتیف غړی ته ورسپارل شوی و ی . دکوپراتیفونودغړوحقوق د کوپراتیفونو اساسنامی اودغړیتوب شرایط په مختلیفوهیوادونوکی یودبل سره ډیرتوپیرلری .په هرهیوادکی د کوپراتیفونودعضویت لپاره ځنگړی اوخاص شرایط وضع کیږی . په کوپراتیف کی دعضویت شرایط معمولاً دکوپراتیفونوپه اساسنامه کی درج اوثبت کیږی . دمثال په توگه دافغانستان دکرنی په کوپراتیفونوکی دغړیتوب شرایط چه دهغه وخت په اساسنامه کی ثبت شوی وو په لاندی ډول سره وو : ۱ – دافغانستان ددولت دتابعیت تذکیره ولری . ۲ – دحقوقی مشخصاتولرونکی وی اود۲۰ جریبه لمړی درجی ځمکی څخه زیاته ونه لری .اوپه خپله ځمکه باندی کاروکړی . ۳ – ټاکل شوی حق الشمول اوحق العضویت بایدپه معین وخت سره ورکړی . ۴ – دکوپراتیفونوداساسنامی ټول موادیامادی بایدومنی اودهغی مطابق عمل وکړی . دکوپراتیف دغړیتوب څخه ایستل ( دکوپراتیف دغړیتوب سلب کیدل ) دکوپراتیف څخه دعضویت دسلب کیدلوشرایط هم د کوپراتیفونو په اساسنامه کی درج اوثبت دی . دکوپراتیف غړی دکوپراتیف څخه په لاندی حالاتوکی خارجیږی . ۱ – هغه غړی چی بیدون دمعقول چی بیدون دمعقول عذر څخه دری کاله متواتر حق العضویت ورنکړی . ۲ – هغه غړی چی دری کاله متواتر بیدون دمعقول عذرڅخه دکوپراتیف دخدماتوڅخه استفاده ونه کړی . ۳ – دکوپراتیف غړی په خپل واک ډول کولای شی چی دکوپراتیف دغړیتوب څخه استعفاء ورکړی . حق الشمول اوحق العضویت د کوپراتیف غړی مجبوراومکلف دی چی حق الشمول اوحق العضویت تادیه کړی . حق الشمول اوحق العضویت د کوپراتیف داعضاوو څخه په دی خاطر اخستل کیږی چی دکوپراتیف بنیاد اواساس تقویه شی اودعاجل ضرورت په وخت کی اعضا دهغه څخه استفاده وکړی . حق الشمول اوحق العضویت اندازه په هرهیوادکی داقتصادی اواجتماعی شرایطوپه نظرکی نیولوسره ټاکل کیږی د حق الشمول اوحق العضویت اندازه اودتادیی اوپرداخت ډول یی په مختلیفوهیوادونوکی اوحتی په یوهیوادکی په مختلیفواقتصادی ،سیاسی اواجتماعی شرایطوپه اساس یودبل سره ډیرتوپیر لری . دیادونی وړ ده چی حق الشمول دکوپراتیف دغړی څخه صرف یوځلی دشمولیت په وخت کی اخستل کیږی لیکن دحق العضویت تادیه په مختلیفوهیوادونو کی فرق کوی دمثال په توگه دراچدل په کوپراتیف کی هرغړی په اونۍ کی دوه حق العضویت ورکاوه خو اوس په اکثروهیوادونوکی د Penceپنسه ۲ د کوپراتیفونوداعضاوو څخه معمولاً په کال کی یوځلی تادیه کیږی . په افغانستان کی د کوپراتیفونودمخکی اساسنامی په اساس دکرنیزو کوپراتیفونود اعضاو څخه حق الشمول اوحق العضویت په لاندی توگه اخستل کیده . ۱ – د کوپراتیف هرغړی ۵۰ افغانی حق الشمول ورکول همدارنگه د کوپراتیف غړی مجبوروو چی دخپلی زمینداری ساحی په نظرکی نیولوسره هرکال دیوجریب ځمکی په مقابل کی په لاندی ډول سره حق العضویت هم ورکړی . ۱ – هغه غړی چی دزمینداری ساحه یی پنځه جریبه لمړ ی درجه معادل ځمکه وی اویادهغه څخه کم وی دفی جریب په مقابل کی پنځوس افغانی حق العضویت تادیه کړی . ۲ – هغه غړی چی دزمنداری ساحه یی د۵ څخه تر۱۰ جریبه وی (معادل درجه اول ځمکه ) دفی جریب په مقابل کی به ۱۰۰ افغانی حق العضویت تادیه کوی . ۳ – هغه غړی چی دزمینداری ساحه یی د۱۰ نه تر۱۵ جریبه لمړی درجه معادل ځمکه وی دهر جریب په مقابل ۱۵۰ افغانی حق العضویت تادیه کړی . ۴ – هغه غړی چی دزمینداری ساحه یی (۱۵- ۲۰ جریبه ) لمړی درجه معادل ځمکه وی دهرجریب په مقابل کی ۲۰۰ افغانی حق العضویت ورکوی . دحق العضویت دپیسوڅخه استفاده اوداستعمال ډول یی د حق العضویت دپیسو څخه معمولاً په لاندی مواردوکی استفاده کیږی . ۱ – دقرض اخستلوپه منظور په بانک کی دضمانت په ډول ایښودل کیږی . ۲ – دکرنی ماشین الاتو اودغړولپاره دنوروموادواوضروری وسایلودخریداری لپاره استعمالیږی . ۳ – دزراعتی محصولاتودپروسی اونوروتولیدی تاسیساتودجوړولوپه خاطر سرمایه گذاری . ۴ – د کوپراتیفونواتحادیی ته د حق العضویت تادیه کول . ۵ - د حق العضویت دپیسواستعمال په اکثره هغه مواردوکی چی دکوپراتیف دعمومی غونډی له خواتصویب اوفیصله پری شوی وی . د کوپراتیفونومالی منابع کوپراتیفونه دخپلوفعالیتونولپاره مالی منابعوته ضرورت لری . د کوپراتیفونومالی منابع عبارت دی له : ۱ – داعضاوو دحق الشمول اوحق العضویت پیسی . ۲ – ۸۰٪ کلنی ذخیروی فنډ. ۳ – د کوپراتیفونوسره دعلاقه لرونکو موسساتواواشخاصومرستی یامساعدت اوکومک . ۴ – بانکی گټی اوجایزی چی د کوپراتیف دبانکی حساب سره سرخوری . ۵ – سپورتی ،زراعتی اوداسی نوری مسابقی چی دکوپراتیف په گټه وی . ۶ – دکرنی دپراختیابانک اونوری قرض ورکوونکی منابع . ۷ – په استهلاکی کوپراتیفونوکی د کوپراتیف خرڅوونکی یافروشنده باید (۱۰۰۰۰۰) افغانی داقتصادی تضمین په ډول دکوپراتیف په بانکی حساب کی مر بوطه بانک ته تسلیم کړی وی .داپیسی ترهغه وخت پوری چی نوموړی شخص په کوپراتیف کی وظیفه سرته رسوی دکوپراتیف دمالی منابعویوجزشمیرل کیږی اوپه تجارتی اونورواقتصادی معملاتواوفعالیتونوکی ورڅخه استفاده کیږی . ۸ – دبهرنی موسسواوهیوادونوقرضی اومرستی هم د کوپراتیفونوپه مالی منابعوکی شامل دی . په اکثروپرمختیایی هیوادونوکی د کوپراتیفونومالی منابع دخارجی غیردولتی موسساتو اوبین المللی موسساتوله خواتهیه اوتدارک کیږی . دکوپراتیف غړی ته دکریډیټ یاقرضی ورکول مونږپوهیږوچه کروندگر خصوصاً واړه مولدین دپس انداز توان نه لری اواکثراً دخپلوتولیدی فعالیتونوفامیلی مصارفواونوروضرورتونولپاره کریډیټ یاقرضی ته ضرورت لری . دکوپراتیف دمدیره هیئت دفیصلی سره سم مستحق غړی ته په لاندی ډول سره قرض ورکول کیږی . ۱ – دکرنی دپراختیابانک څخه اودنوغیر کوپراتیفی قرض ورکونکوموسیسو څخه د کوپراتیف اودقرض ورکوونکی منابعوترمنځ دامضاء شوی پروتوکول په اساس . ۲ – په عاجلوحالاتوکی د کوپراتیف غړی ته د کوپراتیف د داخلی مالی منابعو څخه دغړی د۸۰٪ ذخیروی حق العضویت په اندازه په څلورفیصده ربح سره دیوکال څخه دکمی مودی لپاره دغړی د درخواست په اساس قرض ورکول کیږی . ۳ – مدیره هیئت نه شی کولای چی د کوپراتیف دټول حق العضویت دپیسود مجموع دنیمایی څخه زیات دقرض په ډول اعضاؤ ته ورکړی یعنی مدیره هیئت دټول حق العضویت دپیسودمجموع (۵۰٪ ) څخه زیات دقرض په ډول نشی ورکولای . تمرین (پوښتنی ) دیوکرنیز کوپراتیف غړی احمد دکرنی دپراختیابانک څخه ۵۰۰۰۰ افغانۍ په کلنی ربح ۱۰٪ د۶ میاشتولپاره په قرض اخستی دی لاندنیو سوالونوته ځواب ورکړی ؟ الف : نوموړی کروندگر داصلی قرضی نه برعلاوه څومرابانکی گټه باید بانک ته تحویل کړی ؟ حل : که چیری دقرضی مدت په میاشت یاورځ وی ربح یاگټه دلاندی فورمول پواسطه محاسبه کیږی :

ب: : - که چیری دبانک کلنی گټه ۱۰٪ اوپه ۶ میاشتوکی دگټی یاربحی اندازه -۲۵۰۰- افغانی وی کرندگر څومره پیسی قرض اخستی دی ؟

ج : که چیری دقرضی اندازه – ۵۰۰۰۰ – افغانی بانکی ربح ۱۰٪ اودټولی ربحی اندازه مبلغ – ۲۵۰۰ – افغانی وی دقرضی موده به څومیاشتی وی ؟

دوهم مثال : یودهقان دکوپراتیف څخه ۶۰۰۰۰ افغانی په ۱۰٪ کلنی ربح د۴ میاشتو لپاره قرضه اخستی دی . ۱- دڅلورومیاشتوبانکی گټه څومره دی ؟ ۲ – که دربح فیصدی ،قرض وخت اوبانکی مفادمعلوم وی دقرضی اندازه یی محاسبه کړی ؟ ۳ – که دقرض اندازه ،دربح فیصدی اوبانکی مفادمعلوم وی (وخت معلوم کړی )؟ ۴ – که دقرضی اندازه ،بانکی مفاد،اووخت معلوم وی دربح فیصدی معلومه کړی ؟


په کوپراتیف کی دکریدیت کنترول مدیره هیئت مسؤلیت لری چه دقرضی ښه پالیسی دکوپراتیف لپاره وضع کړی- په ځینی کوپراتیفونوکی لیدل شوی دی چی کوپراتیف ټولی خپلی پولی منابع دقرض په ډول اعضاؤ ته ورکړی دی پرته ددی نه چی یوه اندازه پیسی داحتیاط داحتیاط په توگه دعاجلوضروریاتودرفع کولوپه خاطروساتل شی اویاداچه په کوپراتیف کی دقرض په توزیع کی بیروکراسی موجوده وی .یاداچی هغه غړوته چی واقعاًپیسوته ضرورت لری قرض نه ورکول کیږی . دکریډیټ دمعقولی پالیسی دوضع کولولپاره باید لاندی ټکی په نظرکی ونیول شی : ۱ – ددی موضوع تشخیص چی دکوپراتیف غړی واقعاً قرض ته ضرورت لری . ۲ – ددی مسلی تعقیب چه اخستل شوو پیسوڅخه کومه ساحه کی استفاده کیږی . ۳ – دقرضی په وخت کی باید دټولوغړوسره یوشان عمل وکړی .

Balance Sheet دبیلانس ورقه یاپاڼه دکوپراتیف دمالی امورودتحلیل لپاره دبیلانس دپاڼی څخه استفاده کیږی .

دکوپراتیف مالی شرایط یامالی وضع په یومعین دخت کی Balance Sheet

معلوموی اودلاندی برخوڅخه جوړیږی :

: دټولوهغه اوشتمنی څخه عبارت دی چی د کوپراتیفAssets۱ – دارایی 

ملکیت وی. دارایی په عام ډول سره دوه نوعه دی جاری دارایی اوثابته دارایی .

جاری دارایی عبارت دهغی دارایی څخه Current Assets الف : جاری دارایی 

ده چی دیوکال په موده کی په نغدوپیسوباندی تبدیل شی لکه زراعتی محصولات اوطلبی ځایونوغوښتنه یاهغه قرضی چه کوپراتیف دخپلوداخلی منابعوڅخه خپلواعضاؤ ته قرض ورکړی وی چه دکال په داخل کی به یی تادیه کوی .

: ثابته دارایی دهغی دارایی څخه عبارت ده Fixed Assets ب: : ثابته دارایی 

دیوکال په موده کی په نغدوپیسوباندی تبدیل نه شی لکه ځمکه ،تعمیرونه گدامونه اوداسی نور.

دټولوهغوقرضونوڅخه عبارت دی چی کوپراتیف دLiabilities۲ – تادیات 

نوروموسساتو څخه اخستی دی اوباید تادیه اوپرداخت یی گړی . تادیات هم دوه نوعه دی :جاری تادیات اوداوداوږدی مودی تادیات یاطویل المدت تادیات .

دادهغوقرضونواوپرداختونوڅخه Current liabilities الف : جاری تادیات 

عبارت دی چه دیوکال په موده کی باید تادیه اوورکړل شی .

: داوږدی مودی Non Current Liabilities ب: : داوږدی مودی تادیات 

تادیات عبارت دهغه قرضونوڅخه دی چی دیوکال څخه په زیاته موده کی باید ورکړ شی .

دهغه دارایی څخه عبارت Net Worth ۳ – خالص ارزښت یاخالصه دارایی یا

ده چی دټولوتادیاتوڅخه وروسته کوپراتیف ته باقی پاتی وی اودلاندی فورمول په واسطه سنجش کیږی : خالص ارزښت = تادیات - دارایی Assets - Liabilities - Net Worth د کوپراتیفونودفعالیت مطالعه اوداقتصادی شرایطو دتحلیل لپاره دبیلانس دورقی څخه برعلاوه میاشتنی عملیاتی ورقی ترتیب ته هم ضرورت لیدل کیږی. په میاشتنی عملیاتی ورقه کی لاندی مسایل شامل دی : فروشات یاخرڅون : - په ځینو کوپراتیفونوکی دفروشاتو اندازه دکوپراتیف د بریالیتوب سره ډیره مرسته کوی . په هره اندازه چی دکوپراتیف خرڅون زیات وی په هم هغه اندازه کوپراتیف په اقتصادی فعالیت کی موفق وی په دی شرط چی فروشات نفع اوری ولری . ۲- مجموعی عاید چی دمحصولاتودخرڅولوڅخه منځته راځی . ۳ – خالصه سپمایاخالص عایدعبارت دهغوپیسوڅخه دی چی دمصارفودورکولوڅخه وروسته کوپراتیف ته پاتی کیږی .

      دمیاشتنی عملیاتی ورقی څخه برعلاوه بایدپه کوپراتیف کی دمساعدو اوغیرمساعدوعواملودتشخیص لپاره اوهمدارنگه دمعقول پلان دطرحی او تطبیق په خاطر ۶ میاشتنۍ دفعالیت پاڼی هم ترتیب اوداستفادی لاندی ونیول شی .

دکوپراتیف دمالی منابعواوبودیجی تحلیل دمالی منابعواوداقتصادی فعالیتونوپرمختگ په کوپراتیف کی باید دقیقاً تحلیل شی . دمالی منابعو،تیری شوی تجربی اودموجوده وضعی په نظرکی نیولوسره د کوپراتیف انکشافی پلانونه طرحه کیږی . په بودیجه کی –خرڅون ،مجموعی عاید ،مجموعی مصارف اوخالصه سپما دیومعین وخت لپاره معمولاً دیوکال لپاره تخمین کیږی . دبودیجی جوړول دلاندی گټو لرونکی وی : ۱- دبودیجی جوړولوپواسطه دتیرشوی اقتصادی فعالیتونوعمیقه مطالعه اوعلمی تحلیل ممکن کیږی . ۲ – په بودیجه جوړولوکی – مجموعی عاید ،مجموعی مصارف اوخالص عایدتخمین کیږی . ۳ – په بودیجه جوړولوکی غیرمساعدعوامل پیژندل اودهغی په رفع کولوکی اقدام کیږی . ۴ – بودیجه جوړول اصلاً زمینه دپلانگذاری لپاره اماده کوی .

د کوپراتیف گټی د کوپراتیف جوړیدل دکروندگرولپاره ډیری گټی لری . دکوپراتیف گټی عبارت دی له : ۱- کوپراتیف دسودخورانو،محتکرینواودلالانوفعالیتونه په تدریجی ډول محدودوی اوبلاخره یی له منځه وړی . ۲- کوپراتیف دغړواقتصادی قدرت په رقابت کی دلویومؤلدینوپه مقابل کی لوړوی . ۳- دترانسپورټ اومارکیټنگ مصارف کمیږی . ۴ – دقیمتونوپه ثبات کی مهم رول لوبوی . ۵ – دغړولپاره دښوونی اوروزنی زمینه مساعدیږی اودغړوکلتوری سطحه لوړیږی . ۶ – د کوپراتیف له طریقه له دولت څخه پیسی اونورامتیاز (مالی اوتخنیکی مرستی ) اخستل کیږی . ۷ – دکرنی دمیکانیزه کولولپاره زمینه اوشرایط مساعدیږی . ۸ – د کوپراتیفونوپواسطه دکتلوی تولیداقتصادی مذیت ترلاسه کیږی . دکوپراتیف دناکامی عوامل هغه عوامل چی د کوپراتیفونودناکامی باعث کیږی عبارت دی له : ۱ – د کوپراتیفونودشپږگونوپرانسیپونونادرست تطبیق کول . ۲ – دمعقولی دارایی نشتوالی . ۳ – دغړودمسؤلیت درک نه کول یاپه جلساتوکی غیرحاضری اودکوپراتیف په چاروکی دغړودمرستی نشتوالی. ۴ – دهراړخیزعلمی پلانونواوانکشافی پروگرامونونه موجودیت . ۵ – په کوپراتیف کی دگروپونواوفراکسیونونوجوړیدل . ۶- ددولت دحمایوی سیاست نشتوالی – ددولت دمادی اومعنوی مساعدت اوهمکاری نشتوالی . ۷ – دخارجی مساعدتونواوکومکونونشتوالی . ۸- دبل هیواد کوپراتیفونه په کور کورانه ډول کاپی کول .

دکوپراتیفونوتاسیس اوفعالیت په سرمایه داری هیوادونوکی په کرنه کی دکرنیز کوپراتیفونواوداتحادیوجوړیدل اوانکشاف دسرمایداری تولیدی مناسباتودپیدایښت اوپرمختگ پوری تړلی دی .لدی کبله د کوپراتیفونوانکشاف په ابتداکی په سرمایه داری هیوادونوکی لکه : انگلستان ،فرانسه ،جرمنی ،دنمارک اوسویډن کی دمطالعی لاندی نیول شویدی پدی هیوادونوکی دسرمایه داری تولیدی مناسباتودانکشاف سره کوپراتیفونه ایجادشول . کوپراتیفونواواتحادیوحتيَ دخپل پیدایښت دوخت څخه په واضحه ډول دلوی اوکوپراتیفی تولیدبرتری دکوچنی اوانفرادی تولیدپه نسبت ښودلی دی په سرمایه داری هیوادونوکی له یوی خوالوی سرمایه داران دزراعتی ارزان اوکتلوی تولیددترلاسه کولوپه خاطرد کوپراتیفونودجوړیدوڅخه حمایت کاؤه – اودبلی خواکوچنی مولدین اوکروندگردخپلوگټوددفاع په خاطر هم د کوپراتیفونودجوړیدوسره علاقه مندی لرله اود کوپراتیفونو حمایت یی کاؤ لیکن دسرمایه دارانواوکوچنیومؤلدینودگټودترلاسه کولوترمنځ ډیرتضادموجودوه اد ددی دواړوهری طبقی کوشش کاؤه چه د امکان ترحده پوری زیاته گټه ترلاسه کړی . په سرمایه داری هیوادونوکی د کوپراتیفونودوه گونی خاصیت (خصوصی او کولکتیفی مالکیت ) د کوپراتیفونوماهیت تعینوی چه داپخپله په سرمایه داری هیوادونوکی دمختلیفو کوپراتیفونودمنځته راتگ سبب گرځی . په سرمایه داری هیوادونوکی ځینی کوپراتیفونه دخصوصی مالکیت ځینی دکلکتیفی مالکیت څخه حمایه کیږی دمثال په توگه په ایټالیاکی کوپراتیفونه دکروندگروکوم چه دکوپراتیف غړی وو داقتصادی اوسیاسی حقوقوفعال مدافعین وو خوپه (انگلستان ،جرمنی ،سویډن ،ډنمارک اوځینی نورسرمایه داری هیوادونوکی کوپراتیفونه دانحصاری سرمایه داری دگټوڅخه زیاته دفاع کوی .په سرمایه داری هیوادونوکی لوی سرمایه داران اوهم سرمایه داری نظام دکوپراتیفی جنبش اود کوپراتیفونودجوړیدوڅخه حمایت کوی . پدی ځای کی بایددهغوخاصه علاقه مندی چه د کوپراتیفونود جنبش اوحتی دتولیدی کوپراتیفونوسره لری دمطالعی لاندی ونیول شی . سوال پیداکیږی چه ولی لوی سرمایه داران د کوپراتیفونودجوړیدوسره خاصه دلچسپی لری . ځواب : دالدی کبله چه کوچنی متوسط انفرادی مؤلدین دکرنی په ساحه کی په داسی حالت کی قرار نه لری چه دپروسس دتصدیگانواونوروصنعتی فابریکو دضرورت وړخام موادپه کتلوی ډول اوپه یوه معین صورت اوکیفیت سره په ارزانه بیه اونږدی جغرافیایی سیموڅخه تهیه اوعرضه کړی . مونږپوهیږوچی دکرنیزومحصولاتودپروسس تصدیگانی اونوری صنعتی فابریکی هغه وخت په معقول اوپه مؤثرډول چی زیاته اقتصادی نفع اوری ولری فعالیت کولای شی چی زراعتی خام موادپه کتلوی اوزیاته اندازه اوپه ټیټه بیه ترلاسه کړی اوداهغه وخت کیږی چه کروندگراوکوچنی مؤلدین په کوپراتیفونوکی تنظیم شی لدی کبله هم لوی سرمایه داران اوهم سرمایه داری نظام دکوپراتیفونودغورځنگ څخه په ډیره علاقه مندی دفاع اوحمایت کوی . بله عمده موضوع داده چه کوچنی اونفرادی مؤلدین چی نشی کولای یاداچه نه غواړی چه دکوپراتیف غړی شی هم دتولید په ساحه کی اوهم دمارکیټ په ساحه کی اوهمدارنگه دتولیدی وسایلوداخستلوپه ارتباط دلویومؤلدینوسره په رقابت کی قرارلری چی دغه عمل دکوچنیواوانفرادی مؤلدینواقتصادی نابودی ډیره سریع اوچټکوی اوپدی ډول دارزان کار دجزب شرایط دکلی څخه دښارخواته اوپه زیاته اندازه دسرمایی داخلیدل دزراعت په ساحه کی اماده کیږی . دیادونی وړده چی په کوچنی اوانفرادی فارمونوکی چه نامنظم اشکال لری او اکثراً یودبل څخه لری پرتی وی دپیشرفته میخانیکی ټکنالوژی څخه په معقول ډول استفاده کیدای نه شی اوحتی په ځینوډیروکوچنیوفارمونوکی دپیشرفته میخانیکی ټکنالوژی استعمال ډیرمشکل اوحتی ناممکن وی ..... هغه ارقام چی دیوی پرسشنامی څخه اخستل شوی دی داښيئ چی په ځینی اروپایی اوسرمایه داری هیوادونوکی دموجوده تراکتورونودتولیدی ظرفیت څخه یوازی ( ۶۰ – ۵۰ )فیصده پوری استفاده کیږی . د کوپراتیفونوتاریخچه په اروپایی هیوادونوکی راښيئ چه دلمړی ځل لپاره پدی هیوادونوکی دکریدیت یاقرضی کوپراتیفونه منځته راغلی دی او وروسته استهلاکی کوپراتیفونه ،دکرنیزومحصولاتودپروسس کوپراتیفونه ،دبازاریابی کوپراتیفونه اوبلاخره تولیدی کوپراتیفونه جوړشویدی . دکریډیټی کوپراتیفونوجوړیدل په اوله مرحله کی پدی خاطر ضروری وه چه کوچنی مؤلدین په انفرادی ډول سره دنوی زراعتی ماشین الاتوداخستلوتوان نه لری اودوی قرضی ته اړتیالری . دصنعت دهغی برخی دپرمختگ سره چی کرنیزمحصولات پروسس کوی د پروسس دکوپراتیفونوانکشاف هم پیل شو اوپه سرمایه داری هیوادونوکی د کوپراتیفونوټول ډولونوزیات پرمختگ کړی اوپه وسیع ابعادوکی فعالیت کوی اوپه عمودی اوافقی انتیگراسیون کی برخه اخلی . افقی انتگراسیون Horizontal Integration افقی انتی گراسیون عبارت دی له هم نوعه فعالیتونویوځای کول اودیوی واحدی اداری لاندی راوستل مثلاً : دکوچنیوهمنوعه فارمونویوځای کول اوپه نتیجه کی دلویوفارمونوجوړول دکرنیزومحصولاتودپروسس کوچنیوفابریکویوځای کول اوپه نتیجه کی دپروسس دلویوتصدیوجوړیدل یادکرنیزومحصولادخرڅون دکوچنیومغازویوځای کول اودلویی مغازی جوړیدل اوداسی نور.....

عمودی انتگراسیون Vertical Integration عمودی انتگراسیون دمختلیف النوع فعالیتونودیوځای کولواودیوی واحدی اداری لاندی راوستلوڅخه عبارت ده . دمثال په توگه :- دتولید- پروسس – اودخرڅون فعالیتونویوځای کول اودیوی واحدی اداری لاندی راوستل . دعمودی انتگراسیون رامنځته کیدل اودافقی انتگراسیون ایجادول په مختلیفوهیوادونوکی دهغه وخت اوزمان غوښتنه وه . دافقی انتگراسیون په نتیجه کی دځینوکرنیزومحصولاتو تولید په کتلوی ډول سره ممکن شوچه دغه محصولات دپروسس څخه پرته په عادی شرایطوکی ژرگنده کیږی خودعمودی انتگراسیون ایجادول دځینوکرنیزو محصولاتودگنده کیدوڅخه چه په عادی شرایطوکی ژر گنده کیږی مخنیوی کوی . دافقی انتگراسیون مثال دتولیدشوی کوپراتیفونواودبازاریابی کوپراتیفونو دمنځته راتلواویوځای کیدوڅخه عبارت دی . همدارنگه دزراعتی صنعتی کامپلکسونویااگروپرومیشلن،کامپلکس یا

دعمودی انتگراسیون ښه مثال کیدای شی .         Agro Industrial-Complex 

په ځینی سرمایه داری هیوادونوکی چیرته چی د کوپراتیفونوخصوصاً دکرنیزو کوپراتیفونوجوړیدل اوفعالیت ډیرقدامت لری دکرنیزومحصولاتو زیاتره برخه د کوپراتیفونوله خواتولید اوعرضه کیږی . دمثال په ډول : په ډنمارک ،ناروی ،سویډن اونوروسرمایه داری هیوادونوکی دکرنیزومحصولاتوزیاتره برخه دکوپراتیفونوله طریقه اوبازارته عرضه کیږی . په ډنمارک کی دبازار ۹۰٪ غوښه ،شیدی ،کوچ ۶۰٪ علوفه جات او۴۰٪ کیمیاوی سری دکوپراتیفی سازمانوله خواتولیداوعرضه کیږی . په سویډن کی دبازار ۹۸٪ شیدی ۸۵٪ غوښه ۷۰٪ هگۍ ۶۵٪ غله جات او۱۰۰٪ کچالواونورغوړلرونکی نباتات (صنعتی نباتات ) د کوپراتیفونوله خواتهیه اوعرضه کیږی . په همدی ترتیب سره یوزیات تعداد کوپراتیفونه په شکل دعمودی اوافقی انتگراسیون کی په یونان ،ایټالیا،فرانسه اوجرمنی کی فعالیت کوی . په سرمایه داری هیوادونوکی دکرنیزوتولیدی کوپراتیفونومختلف اشکال فعالیت کوی چی ډیر ابتدایی کوپراتیفونه دزراعت په ساحه کی عبارت دهغوکوپراتیفونوڅخه دی چی کرنیزماشین الات په مشترک ډول دیوقرارداد په ډول استعمالوی . علمی اوتخنیکی انقلاب په سرمایه داری هیوادونوکی کوچنی اوانفرادی کروندگرمجبورکړل چه خپل فارمونه په مکمل ډول سره میکانیزه کړی اوکوچنی کروندگرپه انفرادی ډول سره دکرنیزوماشین الاتوداخستلوقدرت نه لری لدی کبله مجبوروه چه په کوپراتیفونوکی تنظیم شی اومعمولاً په ځینی هیوادونوکی ۲ الی ۵ کسه سره یوځای شوی دی اودیوقراردادپه اساس ځینی کرنیزماشین الات اخستی دی اوپه مشترک ډول سره یی استعمالوی . دکرنیزوماشین الاتوکلکتیفی استعمال کوپراتیفونه په فرانسه کی ډیرمعمول دی دمثال په توگه : په فرانسه کی په ۱۹۶۸ م کال کی ۱۳،۵ زره کوپراتیفونوددی نوعی څخه فعالیت کاوه او۴۰۰ زره کروندگرسره یوځای شوی وه یاددی اتحادیی غړی وه همدارنگه پدی کوپراتیفونوکی ۲۰ زره تراکتورونه اوزیات له ۲۰ زروڅخه کمباین اونورزراعتی ماشین الات په مشترک ډول سره خریداری اواستعمالیدل . په جرمنی کی (دالمان غرب ) د۳۵ زروڅخه زیات هغه زراعتی کوپراتیفونه وو چه کرنیزماشین الات یی په مشترک ډول سره استعمالول . په سرمایه داری هیوادونوکی دباغداری اوتاکداری په ارتباط هم تولیدی کوپراتیفونه زیات رواج وو همدارنگه اکثرادمالداری په برخه کی هم دحیوانی محصولاتودتولیداوپروسس په اړونداوهم دحیوانی محصولاتودتمرکزاوتخصص په غرض اوهمدارنگه دتولیدی اساسی غیرفعال فندونوپه جوړولولکه دحیواناتوخونی ،گرم خانی ،گدامونه اوداسی نورومواردوکی هم کوپراتیفونه ایجادشوی وو اوفعالیت یی کاؤو.

په سویس کی دکوپراتیفونوفعالیت

په نامه کوپراتیفونو په زیاته اندازه انکشاف Migrosدسویس په هیوادکی د

Migros اوپرمختگ کړی دی داکوپراتیفونه ډیره اوږده تاریخچه لری د کوپراتیفونه دکروندگرومحصولات دمخکنی قراردادونوپه اساس دکروندگروڅخه اخلی اومارکیټ ته یی عرضه کوی . داکوپراتیفونه غیردکرنیزومحصولاتونورټول دضرورت وړاستهلاکی اوغیراستهلاکی موادسرمایوی جنسونه دخرڅلاولپاره وړاندی کوی . دغه کوپراتیفونه دډیروماهرومنیجرانوله خوا اداره اورهبری کیږی دیوی پرسشنامی دارقاموپه اساس په ۲۰۰۶ م کال کی په دغه کوپراتیفونوکی د۷۰۰۰۰ څخه زیات دایمی کارگران لکه فروشنده ،منیجران ،ډریوران ،کمپیوټرسټ ،ملازمین اونورمستخدمین دمعاش په بدل کار اوخدمت کاوو په دغه کوپراتیفونوکی زیاترمحصولات دکمپیوټرپواسطه ،سورت،درجه بندی ، بسته بندی اولیبل کیدل . دا کوپراتیفونه حتی دهیوادڅخه دخارج نه هم ځینی اجناس اوکرنیزمحصولات دټولنی دضرورت مطابق واردوی اوخرڅلاوته یی وړاندی کوی.


په چین کی کوپراتیفونه

په اړوندزیات Agro Business په چین کی کوپراتیفونه داگروبزنس 

انکشاف کړی دی پدی هیوادونوکی کوپراتیفونه په عام ډول سره دتجارت اوکاروبارپه ساحه کی زیات فعالیت کوی . دامریکاپه متحده ایالاتوکی کوپراتیفونه زراعتی کوپراتیفونه دامریکادمتحده ایالاتودزراعتی محصولاتوپه تجارت کی عمده نقش لری . دمجموعی صادراتوڅخه یوپرلس ۱/۱۰ برخه یی د کوپراتیفونومحصولات اوتولیدات دی اودکرنیزومحصولاتوپه تجارت کی ددی هیواد کوپراتیفونو ډیرپرمختگ کړی دی . په جاپان کی کرنیزکوپراتیفونه Agriculture Cooperatives in Japan په جاپان کی کرنیز کوپراتیفونه په دوه عمده بخشونوکی فعالیت کوی یعنی دتولید اودبزنس په اړوندیا: A: Business management B: Production management دبزنس منجمنټ په ارتباط دکرنیزومحصولاتودمارکیټنگ اوبازاریابی په اړوندزیات فعالیت کوی . په جاپان کی کرنیزکوپراتیفونه دتولیددمنجمنټ په اړوندددووهدفونو لپاره فعالیت کوی یعنی دکرنیزومحصولاتودتولیدزیاتوالی اودکیفیت ښه والی اواصلاح کول چی دمشتریانودغوښتنی اومیل مطابق وی . Agriculture Cooperatives Activities in Japan

Production Management Business Management

To increase quantity of To improve quality of Agricultural production Agricultural production

په سرمایه داری هیوادونوکی د کوپراتیفونوخصوصیات اوماهیت په خلص ډول سره په لاندی ډول تشریح کولای شو : » په ځینی سرمایه داری هیوادونوکی دکوپراتیفونو حق الشمول اوحق العضویت ډیر لوړ وو اوځینوکروندگرودهغه دپرداخت توان نه لاره . ‍‍» ځینی کوپراتیفونه خپلی سرمایی دزیاتی گټی لپاره په نوروهیوادونوکی سرمایه گذاری کړی وي . » په ځینی هیوادونوکی په کوپراتیفونوکی په زیاته اندازه روزمزد دکارگر استخدام شوی وه او اوس هم داپروسه دوام لری . » په ځینی هیوادونوکی دگټی توزیع په مکمل په اسهاموباندی محدودی نه دی بلکه گټه په مکمله په اسهاموباندی توزیع کیږی . خلص داچی کوپراتیفونه په ځینی سرمایه داری هیوادونوکی دسهامی شرکتونوسره ډیر شباهت لری .