ذبيح الله شفق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ذبيح الله شفق (١٩٨٣ ز. - ١٣٦٢) (په انگرېزي: Zabih Ullah Shafaq) يو پښتون افغان ليکوال، خبريال، ژباړن او ايډيټر دی. هغه د الفت، افاق او پښتونخوا غږ مجلو پخوانی پازوال او د ټول افغان د وېبپاڼې او پيکټ PACT راډيو د خبريال په توگه هم پاتې شوی. دم مهال هغه په پېښور کې د آزادي راډيو د پښتو څانگې د خبريال په توگه دنده ترمخ بيايي.

مخينه

ذبيح الله شفق پر ١٩٨٣ ز. کال زېږېدلى دى.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د پېښور په بېلابېلو پاکستاني او افغان ښوونځيو کې ترسره کړې، پر ٢٠١٠ م کال کې يې د خيبر پښتونخوا ايالت د پېښور له پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې د لېسانس (B.A) سند ترلاسه کړى او پر ٢٠١٣ م کال کې يې له همدې پوهنتونه په نړېوالو اړيکيو (International Relations) کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړى. ددې ترڅنگ نوموړي د پېښور له APTECH انستيتيوت څخه په معلوماتي ټکنالوژۍ (Information Technology) او اداره او تجارت (Diploma in Business Administration) کې ډيپلوم هم ترلاسه کړى. شفق همداراز په يو شمېر ژورنالېستيکو ورکشاپونو او غونډو کې هم گډون کړى دى.

دندې

ذبيح الله شفق له ٢٠٠١م کال راهيسې په مطبوعاتي ډگر کې پر کار بوخت دى. نوموړي په چاپي رسنيو کې نزدې ١٠ کاله کار کړى دى. شفق له الفت مجلې، افاق مجلې، پښتونخوا غږ مجلې، ليکوال مجلې، سپرغۍ مجلې او همداراز د خيبر پښتونخوا او افغانستان په يو لړ نورو مجلو کې د ايډيټر، خبريال او ژباړن په توگه نزدې ٨ کاله کار کړى دى. ذبيح الله شفق په ٢٠١٠ م کال کې د پولې پولې راډيو (پيکټ راډيو) سره د خبريال په توگه په ژورنالېستيکو کارونو هم لاس پورې کړى او په مذهبي، کلتوري، ټولنيزو او سياسي چارو يې راپورونه چمتو کړي. سربېره پر دې نوموړى ددغې راډيو د مجلې (بارډر لاين) د ايډيټر په توگه يې هم دنده ترسره کړې ده. نوموړي همداراز په ٢٠١١م کال کې د يو کال لپاره په اسلام اباد کې په ملل متحد (UN.Habitat) کې هم د رسنيو د کارډينوټور Communication Coordinator دنده ترسره کړې ده. شفق ددې ترڅنگ د نړېوال جال (انټرنېټ) پر مخ د لومړۍ پښتو ويېباڼېwww.tolafghan.com سره د خبريال او د www.danishpress.com د ايډيټر او چلوونکي په توگه هم پاتې شوى. هغه له ډېرې مودې راهيسې د بېلابېلو مجلو لپاره په خيبر پښتونخوا کې د سياسي سرگرميو او کلتوري پروگرامونو په اړه د خبرونو او راپورونو په پوښښ کې کارنده ونډه اخيستې. د ذبيح الله شفق ډېرى سياسي ليکنې او ژباړې په الفت، کاوون، سپرغۍ، افاق، ليکوال، پښتونخوا غږ، لمبه او نورو پښتو مجلو په دې سربېرو په هېواد او له هېواده دباندې په نوموتو مجلو او ورځپاڼو کې خپرې شوي دي. ذبيح الله شفق د ٢٠١٣ ز. کال له جولايي میاشتې راهيسې په پېښور کې د ازادۍ راډيو خبريال دی. نوموړى د پېښور او قبايلي سيمو په ترينگلو او ستونزمنو حالاتو کې خپله دنده په ډېره مېړانه او صداقت ترسره کوي.

آثار

ذبيح الله شفق د خبريال ترڅنگ تکړه ليکوال و ژباړن هم دى، چې ډېرى سياسي ليکنې او ژباړې يې د هېواد او نړۍ په بېلابېلو پښتو مجلو، اخبارونو او وييباڼو کې چاپ او خپرې شوي دي. د هغه چاپ اثار دا دي:

  1. د ارواښاد صاحب شاه صابر کليات (سريزه، سمون او اوډنه)
  2. په خيالونو کې نغمې (د پښتو د نوموتو شاعرانو د شعرونو غورچاڼ)

ناچاپه اثار

  1. د ورکې خزانې لټون ( د ماشومانو ناول)
  2. په پاکستان کې د ترورېزم څلوېښت کاله (د ترورېزم په اړه مفصله څېړنه)
  3. جهاد افغان، دفاع پاکستان (د سياسي ليکنو ټولگه)
  4. حال د ويلو لايق نه دى..... (په اخبار کې د چاپ شويو کالمونو ټولگه)