مولوی عبدالغني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مولوي عبدالغنی (۱۹۴۰ ز. - ) د میرعالم زوی د ملاعطو لمسی د ملا اصغرکړوسی د ملا الله داد کوسی او دملا عالم کودی و. هغه په خټه ملاعالم زی ولی بادیزی (بادی د اڅک ورور دی) دی او په 1940 ز. کې چمن ته نژدې په ریگستان کې زېږېدلی و.

د پلار مړینه[سمول]

په (1944) څلورکلنۍ کی یې دپلارسایه له سره لیري سوه۔ تر1950پوري یې دانبیاؤکراموځانگړی سنت شپنی وکړه۔

زده کړې[سمول]

په 1951 کی یی خپل کی لومړنی زده کړی پیل کړی اوددووکالوپه موده کی یی قرآن مجیدپه ناظری اوڅه لومړنی کتابونه یی ولوستل۔ په 1953 کی یی دمولوی محمدنوررحمه الله (فاضل دیوبند)څخه ځانگړی زده کړی پیل کړی۔ په 1955 کی کندهارته ولاړی اوهلته یی له مولانامحمدصدیق رحمه الله علیه څخه ځینی فنی کتابونه (کافیه،شرح جامی،قطبی،بدیع المیزان)ولوستل۔ په 1956 کی کوټی ښارته ولاړی اوهلته یی دمولاناعبدالعزیزپه مدرسه کښی لومړی هدایه ،شرح العقائد،ملاحسن،سلم اونورکتابونه ولوستل۔ په 1957کی بیرته چمن ته راغلی اودمولوی محمدنوررحمه الله علیه په مدرسه (معارف الاسلامیه) کی ئی خپلوزده کړوته ادامه ورکړه۔ د1959په پیل کی دطالبنی پرمهال حج ته ولاړی په کم عمری کی دحج نیکمرغی ورپه برخه کیدو له کبله په حاجی صاب سره اوڅارسو۔ د1960په پای کی دمولوی محمدنوررحمه الله اواستاذالقراء قاری غلام نبی رحمه الله علیه په ځانگړی سلادارالعلوم حقانیه اکوړه خټک ته ولاړی اوپرله پسی څلورکاله یی هلته زده کړی وکړی دزده کړو په دی اوږده موده کی یې دکورنی دغړوسره هیڅ اړیکه نه وه یوازی یوځل چی دده دمړینی خبرخپورسونوددی افواه دردولولپاره یی یولیک کورته واستوی۔

په1964/63(1382/83 هـ ق)کی یی دشیخ العرب والعجم حضرت مولاناحسین احمدمدنی دتکړه شاگردمولاناعبدالحق حقانی اومولاناعبدالحلیم زربوی څخه زده کړی پای ته ورسولی اودبری لیک(سندالفراغت)ئی ترلاسه کړ۔ دنوموړی په مشهورواستاذانوکی مولاناعبدالحق حقانی،مولاناعبدالحلیم زربوی،مولانامحمدیوسف، مولانارحمان الدین،مولانامحمداکبرجان،مولاناشیخ حسن جان شهید،مولانامحمدنوراودکندهارمولانا محمدصدیق اخندازده نومونه دیادونی وړ دی۔ په 1967 کی یی اووطالبانوته دحدیثودوره وویله چی په هغوکی دکوټه مولوی محمدمعصوم اودپښین مولوی خیرمحمد ول۔

سیاسي ژوند[سمول]

د1970 ټول ټاکنو(انتخاباتو)کی یی د جمعیت علماء اسلام لپاره نه ستړی کیدونکی هڅی وکړی اودبلوچستان په لیری پرتوسیموکی یی دانتخاباتی هلوځلوپه موخه څوورځی پرلپسی پرپښویون(سفر)وکړ۔

زندان شپې و ورځې[سمول]

په 1971کی دبهټودواکمنی په مهال یی شاوخواڅلورنیمی میاشتی دبلوچستان دمچ په اړتون(زندان)له تیری کړی۔ په 1977 کی یی په (تحریک نظام مصطفی)کی برخه واخیسته۔ په 1979کی چی مفتی محمودرحمه الله علیه دروس په وړاندی دجهادفتوی ورکړه نونوموړی دمفتی صاحب رحمه الله دښی لاس په توگه په کلیواوښارونوکی خلگ ددغه فتوی له مخی جهادته راوبلل۔ په 1980کی دمفتی محمودرحمه الله په مړینه جمعیت علماء اسلام سخت ټکان وخوړبیاهم یوازنی څوک حاجی صاحب ؤو چی په جمعیت کی دنوی ساپوکلوپه موخه په هرډکرکی ملگروته دځانگړی مینی اویووالی لارښوونه کوله۔ په 1985کی یی مورمبارکی له دی نړی څخه سترگی پټی کړی۔ په 1988 کی اولسی جرگی(قامی اسمبلی)ته په ټاکنوکښی بریالی سو۔ په 1994کی چی په افغانستان کی دطالبانواسلامی غورځنگ راڅرگندسونونوموړی تل په لومړی لیکه کی اوسیدی اودیوی اسلامی واکمنی له امله یی شپه اوورځ دهغوی مرسته کوله۔

په 1997کی دقطردشاهی کورنی په ځانگړی بلنه دیوه څیړنیزیانه په ترڅ کی قطرته ولاړی۔ په 1997کی یی په ډیرو رایوددوهم ځل لپاره دواولسی جرگی (قومی اسمبلی)ټولټاکنی وگتلی۔ په 1997کی یی په الهی علوموباندی دبلوچستان دشاړی ځمکی دشیرازه کولوپه موخه دالجامعة الاسلامیه چمن بنسټ کښیښود۔ په 1998کی دشلوورځولپاره برتانیی ته ولاړی اوهلته یی بیلابیلواصلاحی سیاسی اودینی غونډوته ویناوی وکړی۔ په 1999کی یی ددرس نظامی دټولوکتابوسره دحدیثودوره هم پیل کړه اودلومړی کال دحدیثوپه دوره کی اته ویشت طالبانوگډون وکړ۔ په 2001کی ددیوبندپه سل کلنی کانفرنس کی دهندی علماؤدگډون اوبلنی لپاره دیووفدسره هندوستان ته ولاړی اودټول هندوستان علماؤته یی دگډون بلنه ورکړه۔ په 2001کی د جمعیت علماء اسلام دلوړی کچی دوفددمشرپه توگه کندهارته ولاړی۔اوامیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهدحفظه الله تعالی ته یی ددیوبندپه سل کلنی کانفرنس کی دگډون بلنه ورکړه۔

کله چی په 2001 کی مولانافضل الرحمن صاحب مدظله العالی دمشرف حکومت لخوانظربندسونوحاجی صاحب دجمعیت دمرکزی مشرچاری پرغاړه واخیستی۔ په 2002 کی چی طالبانودلومړی ځل لپاره غلچکی بریدونه پیل کړه دمایوسی په دی حالت کی دطالبانودهیلو سترگی یوازی دحاجی صاحب وخواته وراووښتی۔ په 2004کی یی دخلگودمسائلود ډیروالی له امله په پخپله مدرسه کی دارالافتاء پرانسته۔ په 2008کی یی الهدی دری میاشتنی اردومجله خپره کړه اوپه ډیره لږه موده کی دهیوادپه لرواوبرکی مشهوره سوه۔

مړینه[سمول]

په 2010 کی یی په تخصص فی الفقه پیل وکړاودنبوی علوموتږی له ډیرولیروسیموڅخه ورته راغلل خوله بده نرغه چی دغه ملگرتیاترډیره نه سوه پاته۔ د2011داکتوبردمیاششتی پر26 دحدیث پوهنی دغه څپڅپاندسیند،دسیاست دډگرتکړه شهسواردجهادی ډگرونو سرلاری اوداُمت دیووالی سترداعی دحج دسفرڅخه دوی ورځی مخکی دحدیثودلوست لپاره روان ؤو په داسی حال کی چی دحدیثوکتابونه یی په غیږکی پراته وه دیوترافیکی پیښی په ترڅ کی په شهادت ورسید۔

مرگه وژلی خومونه وی ۔۔۔۔۔۔۔ چی تا له موږه داسی انتقام واخیست (کاروان)