محمد اعظم اعظم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډاکټر محمد اعظم اعظم

ډاکټر محمد اعظم اعظم (۲۱ د ډېسمبر، ۱۹۴۰ ز. - ۱۷ د نومبر، ۲۰۱۲ ز.) (په انگرېزي: Mohammad Azam Azam) د اشنغر سیمه د پښتونخوا د خاؤرې هغه اسمان دی، چې د ژوند په بېلابېلو اړخونو د ځلنده ستورو د زېږون سپېځلتیا ورته ترلاسه ده. د پښتو شاعرۍ اؤ پښتو ډرامې په حواله یؤ لوي نوم ډاکټر اعظم اعظم د دغه خاؤرې د رڼا څاڅکی دی.

مخينه

ډاکټر محمد اعظم اعظم په کال 1940ء کښې د چارسدې رځړو نومې کلي کښې د خدای بخښلي حېدر خان کره زېږېدلی دی.

زده کړې

پېل زده کړه ئې د رځړو په ښوونځي کښې ؤکړه اؤ لسم نه و روستو F.Sc اؤ B.A ئې د اسلامیه کالج پېښور نه. په کال 1963ء کښې ئې د پېښور پوهنتون د پښتو څانگې نه M.S ؤکړه.

دندې

د زده کړې سره سره هغه وخت د اسلامیه کالج نه خپرېدونکې مجله (خېبرمېگزین) کې ئې د ایدیټر ذمه وارۍ ترسره کولې. هم دغه وخت 1968ء کې ئې د پښتو څانگې نه Ph.D هم ؤکړه اؤ بیا د پښتو څانگې چئیرمېن ؤټاکلی شو. دسمبر 2000 کې د وظیفې نه ريټائرډ شو. بيا په پښتو ادبى بورډ کې ډائرېکټر اؤ وروستو په اکادمى ادبيات کې ريذيډنټ ډائرېکټر ؤټاکلی شو.

د خپلې کورودانې، درې لوڼو اؤ یؤ ځوي سره ژوند تېروي اؤ دعا کوو، چې د پښتنې شاعرۍ اؤ پښتنې ډرامې دغه اتل دې د ژوند په هره پېرزو ؤنمانځلی شي.

چاپ شوي آثار

  1. جنون اؤ ژوندون - شعري ټولگه
  2. رحمان بابا د ولس شاعر
  3. پښتو افسانه – تحقیق اؤ تنقید
  4. پښتو ادب کې کردارنگاري
  5. لشې
  6. د عقيدت گلونه
  7. اندازونه
  8. پښتني رومانونه

ډرامې

  1. خزان او گلونه
  2. ورکې لارې
  3. روښانه تيارې
  4. ناموس
  5. ځواني
  6. خوبونه
  7. سفر
  8. ستړی مه شې

لاسته راوړنې

ملکي کچ باندې کال 1990ء کې تمغهٔ امتياز اؤ په کال 2009ء کې پرائډ اف پرفارمنس د ژبې اؤ کلتور د خدماتو په منښته ورکړی شو. کال 1963ء کې ئې د ريډيو پاکستان پېښور د پاره وړومبي ډرامه (خاندان) ؤلیکله اؤ دا ريډيو د پاره د گڼو لیکلو شوؤ ډارمو د لړۍ وړومبۍ برخه وه، چې وروستو پکې څهٔ ډرامې بیا د (لشې) په نوم خپرې هم شوې اؤ هم په دغه (لشې) ورته 1965ء کې د پاکستان رائټرز گلډ لخوا وړومبی اېوارډ هم ورکړی شو. دې نه اگاهو په (رخصت) نومې نظم ورته د غوره شاعرۍ په ډاډ (ادم جي اېوارډ) ورکړی شوی ؤ. په 1968ء کې د پاکستان رائټرز گلډ لخوا په (پښتو افسانه - تحقيق او تنقيد) نومې کتاب هم اېوارډ ورکړی شوی دی.