د افغانستان باندنۍ اړيکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
دا ليکنه برخه د ليکنو لړ په
سياست او حکومت
افغانستان
د افغانستان باندنۍ اړيکې

افغانستان یو غرنی هیواد دی چی سمندر ته لاره نه لری او په وچو با ندی محاط دی . افغانستان د منځنی اسیا ؛ دهند براعظمگی او منځنی ختیځ تر منځ واقع سوی دی . افغانستان په ډیرو پخوانی پیړیو کی د ایران ؛ هند او چین ؛ دری سیمیزوتمدنونو ترمنځ واقع سوی ؤ ؛ او د دغو هیوادونو مواصلاتی لاری د افغانستان د خاوری څخه تیریدلی . او له دی کبله چی افغانستان د هند اصلی گزرلاره شمیرل کیده تل دجهانخارانو اولوی فاتحینو تر تیرۍ لاندی ؤ ؛ اوهغوی دهنددغنی اوشته منی هیواد د نیولو په خاتر دافغانستان خاوره یی تر پښو لاندی کوله . په نولسم پیړی کی د برتا نیی او د تزاری روسیی دامپراتوریو تر منځ د یو حایله هیواد په توگه واقع سوی ؤ .اوله همدی کبله ډیراستراتیژیکه اهمیت یی درلودله. همدارنگه افغانستان دساړه جگړی په موده کی دپخوا شوروی او دامریکی اوغربیانو تراغیزی لاندی سیمی(هنداو پاکستان )ترمنځ د یو حایل هیواد په توگه خنډ سوی ؤ ؛ او په همدی سبب افغانستان تل د نړیوالو د کشالو په خاترد ډیرو ستونزو او کړاونو سره مخامخ سوی د ی او همدارنگه د خپل معاصرپه تاریخ کی هم د ډیرو ناوړو ستونزو سره لاس په گیروان سوی دی او د دغه هیواد اقتصادی بڼی ویجاړه او ددغه خاوری ډ یر بچیان کډوال او جلاوطنه سوی ده . او اوس هم د افغانستان نوی دولت چی دامریکی اونړیوالو ټولنو ترحمایتونولاندی جوړسوی دی د افغانستان دامنیت د تامینولو لپاره له ډیرو خنډو نوسره مخامخ اودلوی استونزو سره لاس په گریوان دی.

د افغانستان تاریخ ته لنډه کتنه[سمول]

افغانستان د مسیح د میلاد څخه مخکی بیا ترمیلادی دومه پیړی پوری د ایران او د منځنۍ اسیا هیوادنو سره گډه سیاسی او فرهنگی تاریخ درلودله. او دمیلادی دوم پیړی څخه بیا داسلام ترپیداکید لو پوری (د کوشانیانو او یفتلیانو د حکومتونو څخه پرته) د ملوک الطوایفۍ په ډول اداره کید له . داسلام د ظهوره څخه بیا دابدالیانو تر حکومت پوری د افغانستان خاوره د لوی خراسان ترعنوان لاندی داسلامی خلافت او داسلامی تمدن یوه برخه شمیرل کیدله. او د سیمیز امیرانو(طاهریان؛ صٌفاریان اوغزنویان) له خوا اداره کید له.او دایران او منځنۍ اسیا هیوادونو سره یو ه گډه سیاسی واحد یی جوړوله . خواوسنی افغانستان د ۱۷۴۵م کال(۱۱۲۶)دابدالی احمدشاه خان په لاس دیوخپلواکه او مستقله هیواد په توگه را منځ ته سوه. د شازمان خان څخه وروسته (۱۸۰۱م) دانگریزانو لاس وهنی پیل سوه او په ۱۸۳۹کال کی انگریزان په افغانستان باندی پوځی تیری وکړه او شاشجاع یی د افغانستان په امارت وټاکل خوانگریزان دافغانستان اودکابل ولس دقیامونوپه واسطه دافغانستان څخه وشړل سوه . انگریزان په ۱۸۷۸م کا ل کی بیادافغانستان جنوبی سیمو باندی تیری وگړل او د گندمک نگینه تړون یی پرمحمد یقوب خان باندی تحمیله کړه؛چی دهغه تړون پر اساس دافغانستان سیاسی خپلواکی له منځه ولاړ . په ۱۸۳۹کال کی انگریزان د دیورنټ ترون یی پر امیرعبوالرحمان باندی لاسلیک کړ او د افغانستان او پاکستان اوسنی پلی؛ دهغه تړون پراساس تعین سو او پښتانه وکړی د دغو پلی په دوو خواو باندی پاته سول.

په ۱۹۱۹م کال دامان الله خان په وخت کی دافغانستان او برتانیی د دریمی جکړی په نتیجه کی د افغانستان خپلواکی د موجوده سرحداتو په چوکاټ کی په رسمیت وپیږیندل سو. د۱۳۵۲کال دچنگا ښ دمیاشتی په ۲۶ نیټه کی د داؤدخان دکودتا په ټرڅ د ظاهرشاه سلتنطی حکومت له مینځه ولاړ او دافغانستان جمهوری نظام بڼه کیښودل سو . د ۱۳۵۷ لمریزکال د غویی میاشتی په اومه نیټه کی د یو کمونستی کودتا په سبب دافغانستان خونړۍ بحران پیل سو چی دهغه ویرانونکی اغیزی لا تراوسه روانه ده . دافغانستان د ولسی اسلامی جهاد دپراختیا سره دکمونستی رژیم دجدی سقوطه سره مخامخ سو؛خوپخوانی شوروی د ۱۳۵۸دسلواغی دمیاشتی په ښپږمه نیټه کی خپل پوځی ځواکونه افغانستان ته ولیږده اوپردغه هیواد باندی نظامی تیرۍ وکړه. د شوروی د تیرۍ د څورلسو کالو په موده کی ۱/۵میلیون تنه وژلی یا معیوب سوی دی . او همداراز ۸ میلیون تنه په گاونډﺉ هیوادونوکی کډوالی سوی دی.

خودافغانستان دولس داسلامی انقلاب په سبب دکمونستی نظام بڼی په نړی کی دتل لپاره نابوده سول . او روسان هم دی ته مجبوره سول چی د ۱۳۶۷کال د سلواغی په ۲۶ نیټه کی خپل ټول ځواکونه د افغنستان څخه وباسی . د ۱۳۷۱ لمریزکال دغویی په اتمه نیټه کی د نجیب دکمونستی رژیم د نسکوریدلوڅخه وروسته د مجاهد ینواسلامی دولت په کابل کی واک ترلاسه کړه خو د باندنیو مداخلاتو په سبب کورنی جگړی پیل سو . په ۱۳۷۳ کال کی طالبان د کندهار له خوا پیداسول او په ۱۳۷۵/۷/۵ نیټه کی دکابل ښاریی ونیول . وروسته د شیلوکالو جکړو څخه د طالبانو د حکومت سره په دغه جنگ ځپلی هیواد کی یو څه نسبی ثبات او امنیت پیدا سو . خو هغه ثبات هم یو؛ دوه کاله لپاره ؤ . ځکه چی دطالبانو د حکومت سخنه او افراطی چلند دنړیوالو ټولنو انتقادونه وپاروله ؛ له بلی خواطالبان دنورو قومی ډلوسره په تاو تریخ والی پیل کړل .هغوی غوښتل چی داسلام شرعیت دخپل ځانگړی افراطی لیدتوگﺉ پربنسټ جاری کړی او په جبرباندی پرټولو وکړی وقبلوی . سره د دی چی دافغانستان ۹۰ فیصده خاوری دطالبانو تر کنټرول لاندی ؤ خو د دوی ناوړه اوغلطه پالسی سبب سوچی نړیوالوټولنی اوهیوادونه دهغوی حکومت په رسمیت ونه پیژینی. د نړیوالواصلی کړکیچنه د طالبانوسره د اسامه بن لادن موجودیت په افغانستان کی ؤ . بن لادن د القاعدی مشر د امریکی دسفارتنو دچاودنی (۱۹۹۸م) اود سپتامبردیولسمی نیټی د حملاتو په جرم د امریکی له خوا تورن سوی ؤ . د بن لادن څخه د طالبانوشدیده حمایت سبب سو چی امریکا اوبرتا نیا په ۹/۶ / ۱۳۸۰نیټه کی پرافغانستان په یو لوی برید باندی لاس پوری کړی . چی د هغه په سبب دطلبانو حکومت له منځه ولاړه او دښاغلی ربانی حکومت د دوم ځل لپاره په کابل کی واک ترلاسه کړه.

په ۱۳۸۰/۹/۲۳ نیټه کی د بن دغونډی په المان کی دملگروملتونو ترسرمشری لاندی د۱۴ ورځوپه موده پرانستل سول او دبن دتړون پربنسټ دافغانستان نوی اسلامی جمهوریت دښاغلی حامد کرزی په ریاست وټاکل سو او په ۱۳۸۰/۱۰/۱ نیټه په کا بل کی واک یی ترلاسه کړه . په ۱۳۸۳/۳/۲۱ نیټه کی د بن د تړون پراساس اضطراری لویه جرگه په کابل کی پرانستل سو او انتقالی دولت دښاغلی حامدکرزی په ریاست د دووکالولپاره وټاکل سو.داساسی قانون لویه جرگه هم په ۱۳۸۳/۹/۲۳نیټه کی پرانیستل سوچی ددوه ویشتو ورځو خبری اتری نه وروسته دخارجی څیړونکو ترفشارلاندی نوی اساسی قانون تصویب ته ورسید . په ۱۳۸۳/۷/۱۸ نیټه کی دجمهوری ریاست ټاکنی پرانیستل سوچی دهغه په نتیجه کی دافغانستان دایمی دولت دښا – غلی حامد کرزی په ریاست د پنځوکالو لپاره وټاکل سو.

دطالبانو دسقوط څخه وروسته دافغانستان ډیره ولایتونه د سیمیزکومندانانو ترولکی لاندی ؤ او دکابل نوی دولت پرهغوی باندی کنټرول نه درلود خو په تلو تلو سره دولت وکولای سول چی د ایساف د ځواکونو په مرسته خپل کنټرول پر نورو و لایتونو با ندی ټینگ کړی . خو د طالبانو وسلواله ملیشی د کابل او دناتو دځواکونو سره لاتراوسه جنگیږی؛ ځکه چی دطالبانو په نظر دامریکی ترمشری لاندی دناتوځواکونه ؛ پردی تیرﺉ کونکی ځواکونه گڼل کیږی . او هغوی په جنوبی سیمو کی پراخه نفوذ لری . د دولت او دناتوځواکونه دافغانستان د پوره امنیت ندی برابر کړی . اود امنیت د نشتوالی له کبله د نشیی توکوتجارت ډیرسوی دی ویل کیږی چه دتریاکوکرل په نړی ترپنځه نوی فیصده رسیدلی او ترشپیته فیصده اقتصاد له همدی لاری په لاس راځی .

ټوليز مالومات[سمول]

• جمعیت : ۲۶ میلونه (ملل متحد ۲۰۰۵) • پلازمینه : کابل . • مساحت : ۲۲۵ ؛ ۶۵۲ کیلومټرمربع . • لوی ښارونه : هرات ؛ کندهار ؛ مزارشریف ؛ جلال آباد . • داکثریت ژبه : پښتو او دری . • داکثریت دین : اسلام ( حنفی ؛ جعفری ؛ اسماعیلی). • دژوندون هیله :۴۳ کاله (دملل متحد امار) • د پیسود واحد نوم : افغانی . • عمده صادرات : میوی ؛ وچه سوی میوی ؛ غالۍ ؛ پشم؛ تریاک • د اینترنټی نشه : af • د ټلیپون دنړیوال کدلمر: ۹۳+ • د ټولومشترکو پلو اوږدوالی : ۵۵۲۹ کیلومټره

  • دایران سره دگډو پلی اوږد والی (لویدځ) ۹۳۶ کیلومتره
  • د ترکمنستان سره دگډو پلی اوږدوالی (شمال) ۷۴۴ کیلومتره
  • د ازبکستان سره دگډو پلی اوږد والی (شمال) ۱۳۷ کیلومتره
  • د تاجیکستان سره دگډو پلی اوږدوالی (شمال) ۱۲۰۶کیلومتره
  • د چین سره د گډو پلی اوږد والی (ختیځ) ۷۶ کیلومتره
  • د پاکستان سره د گډو پلی اوږدوالی ۲۴۳۰ کیلومتره

سیاسی مشران[سمول]

د جمهور ریس حامد کرزی په ۱۹۵۷کال کی دکندهارپه جنوبی سیمو کی وزیږدل او په هند او فرانسی کی یی لوست کړی دی . دشورویانود تیری په موده کی دافغانستان څخه دباندی مهاجرسوی ؤ. ښاغلی حامدکرزی په ۲۰۰۱ م کال کی دطالبانو څخه وروسته د افغانستان د جمهور ریس په توگه وټاکل شو. د وکیلانو دجرگی ریس : یونس قانونی دافغانستان د وکیلانوجرگه دافغانستان دمختلفو سیاسی ډلووکیلانوڅخه جوړ سوی دی دمسلمان مجاهدینو وکیلان اوهمدا رنگه ؛د تکنوراتانو؛ سکولارانو او کمونستانو وکیلان هم پکی شته. دمشرانو دجرگی(سنا) ریس : صبغت الله مجددی د باندنیو چارو وزیر : رنگین دادفراسپنتا د دفاع وزیر  : عبدالرحیم وردک د کورنیو چارو وزیر : ضرار احمد مقبل د مالیی وزیر  : انو الحق احدی

گوندونه او اجتماعی سازمانونه[سمول]

هغه گوندونه چی دفعالیت رسمی مجوز لری

  • دسکولار دحزبونوشمیره  : ۸۶
  • دکمونستی سابقی لرونکی گوندونو شمیره : ۲۹
  • د اسلامی گوندونو شمیره : ۲۳

د اجتماعی رسمی سازمانونه شمیره  : ۷۶۵ سازمان . د افغانستان د گوندونو ؛ حزبونو او اجتماعی سازمانونوشمیره ؛ کوم چی دفعالیت رسمی مجوز لری د افغانستان په داخل او خارج کی د ۱۲۸۴ څخه تر ۱۳۷۶کال پوری زیاتره تر ۱۲۱۰ عددو پوری رسیږی .

رسنی[سمول]

دطالبانو دواک په موده کی ټول خبری رسانی د هغوی تر شدیده کنټرول لاندی ؤ . د افغانستان ملی راډیو؛ دشریعت غږ ؛ په نامه بدل سوی ؤ اود طالبانودځانگړی افراطی نظریاتو تبلیغ یی کاوه . ټلویژیون هم داخلاقی فسادونو دمنشا په تور ممنوع سوی ؤ . په ۲۰۰۱ م کال کی د طالبانو د سقوط څخه وروسته دافغانستان راډیو خپل خپرونی له سره ونیوله ؛ او د افغانستان ټلویژیون هم پرانیستل سو. دافغانستان ورځپاڼی خورا ډیراو پوره آزادی لری خو دشمیرنی له نظره ډیرزیاته ندی . دطالبانو دنسکوریدلو څخه وروسته په نوی دولت کی څو نوی راډیوی استیشنونه په کار پیل کړی دی . په ۲۰۰۴ کال کی د مطبوعاتو نوی قانون تصویب سوله ؛چی دهغه پراساس پر اسلام او نورو ادیانو باندی نیوکی اوانتقاد کول ممنوع سوی دی . نور خارجی راډیوگانی هم دافغانستان لپاره پروگرامونه خپره کوی لکه؛ بی بی سی چی د اف ام په لنډوڅپوکی هم خپریږی ؛ دفرانسی دراډیو نړیواله څانگه ؛ دآزاده اروپا غږ ؛ دأزادﺉ غږ(د ایساف دځواکونو له خوا خپریږی) ؛ دامریکی غږ او داسی نور .

دولتی ورځپاڼی[سمول]

  1. انیس (په دری ژبه )
  2. هیواد (په پښتو ژبه)
  3. اصلاح (په پښتو او دری ژبه)
  4. کابل تایمز(په انگریزی ژبه)
  5. اتفاق اسلام (په دری ژبه په هرات کی خپریږی)

مستقله ورځپاڼی[سمول]

  1. چراغ
  2. دملی آرمان
  3. ویسا
  4. د سحارغږ
  5. افغانستان
  6. دنجات لاره
  7. اراده
  8. ترقی (پرمختگ)
  9. اوټ لوک افغانستان (انگریزی ژبه)

ونیزمجلی[سمول]

  1. کابل
  2. دمجاهد پیغام
  3. ملی اقتدار
  4. پنجره (کړکی)
  5. ملی مشارکت
  6. کلید
  7. ولس(مردم)
  8. ټولنه

راډیویی استیشنونه[سمول]

  1. دافغانستان ملی راډیو
  2. سحارپخیر افغانستان
  3. دهرات راډیو
  4. دبلخ راډیو
  5. دکندهار راډیو
  6. دکلید راډیو (مستقله راډیوچی په کابل کی خپریږی)
  7. آرمان اف ام (دکابل تفرحیی او دتجاری اعلانونو راډیو)
  8. د آزاد افغانستان راډیو- شخصی راډیو

ټلویژونی استیشنونه[سمول]

  1. دافغانستان ملی ټلویژیون
  2. دبلخ ټلویژیون
  3. د هرات ټلویژیون
  4. اینداره – مستقله استیشن
  5. دطلوع ټلویژیون
  6. د آریانا ټلویژیون (نړیوال اسپوږمکی او مستقله تلویژیون)
  7. افغان ټلویژیون
  8. دتمدن تلویژیون

خبری آژانسونه[سمول]

  1. دباخترآژانس دولتی خپرونه
  2. دپژواک خبری آژانس – مستقله
  3. دافغان اسلامی خبری آژانس(په انگریزی او پښتوژبوپه پیښور کی )