عبدالروف ابراهيمي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدارووف ابراهبمي زوکړه زوکړه ۱۳۴۱لمریز کال کندز امام صاحب ولسوالۍ) د دوه دورو لپاره د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی رئیس وو.

عبدارووف ابراهیمي
عبدالروف ابراهیمی
عبدالروف ابراهیمی
عبدالروف ابراهیمی

د افغانستان د ولسي جرګې
د واکمنۍ دوران
حود ۱۳۸۹ – ۲۰ ثور ۱۳۹۸
یونس قانونی
میر رحمان رحمانی
د افغانستان د ولسي جرګې

د پنځلسمې شپاړسمې او ولسمې دورې رئیس

د واکمنۍ دوران
۱۳۸۴
د شخص معلومات
پيدايښت ۲۰ حمل ۱۳۴۱ لمریز کال
امام صاحب ولسوالۍ، کندوز ولايت
استوګنځای کابل، افغانستان
تابعیت  افغانستان
مذهب اسلام
عملي ژوند
کار/مسلک سیاستوال
قوم ازبک
فعالیت‌ د شوروی پرضد پخوانی جهادی سیاستوال

دندې

د جهاد او انقلاب له بري وروسته پر ۱۳۷۲ ل کال د شيرخان بندر د سرحدي قوماندان په توگه وگومارل شو او ورپسې د شمال د درېيمې سرحدي فرقې د قوماندان دنده وروسپارل شوه. د طالبانو تر ماتې وروسته په ۱۳۸۱ کال کې د سرحدي لوا د قوماندان په توگه وټاکل شو او په همدې کال کې په بېړنۍ لويه جرگه کې د کندوز د خلکو استازی و.

هغه پر ۱۳۸۴ ل کال د افغانستان د ملي شورا د پنځلسمې دورې د استازي په توگه وټاکل شو او د پنځو کالو لپاره په ولسي جرگه کې د کورني امنيت د کميسيون غړی و.

په ۱۳۸۹ ل کال کې د ولسي جرگې په ټاکنو کې يوځل بيا د کندوز د خلکو استازی وټاکل شو او د ۱۳۸۹ ل کال د کب مياشتې په اتمه د ولسي جرگې د غړيو له لوري د يوې پنځه کلنې تقنيني دورې لپاره د دغې جرگې ريس شو.

نوموړي واده کړی درې زامن او پنځه لوڼې لري. د نوموړي مشر زوی عبدالقادر ابراهیمي د بلخ پوهنتون محصل دی. عبدالروف ابراهیمي د ۱۳۴۱ لمریزکال د وري میاشت په شلمه د کندوز ولایت د حضرت امام صاحب په ولسوالۍ کې زېږېدلی . دی لوړې زده کړې نه لري خو د افغانستان د ولسي جرگې رئيس په ۱۳۸۹ لمریزکال وټاکل شو .

مخينه

د افغانستان د کورنيو جگړو پر مهال د حزب اسلامي يو جنگسالار غړی و او وروسته د جمعيت اسلامي سره يو ځای شو .

زده کړې

منځنۍ زده کړې یې د کندوز ولايت حضرت امام صاحب ولسوالۍ د باسوس په ښوونځي کې او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د کندوز ولایت د تخارستان په دیني مدرسه کې پای ته رسوولي. له هغې وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته شامل شو، خو تر څه مودې وروسته پر افغانستان د شوروي د يرغل له کبله د جهاد په لیکو کې ورداخل او د افغانستان د آزادۍ په موخه په بیلا بیلو جبهو کې وجنگید. دم مهال عبدالروف ابراهیمي د کابل پوهنتون د عربي ژبې په دیپارتمنت کې د لیسانس په ترلاسه کولو بوخت دی.

د ۲۰۰۱م.زېږيز راروسته

د جهاد او انقلاب څخه وروسته پر ۱۳۷۲ لمریز کال د شیرخان بندر د سرحدي قوماندان په توگه وگومارل شو او ورپسې د شمال د درېیمې سرحدي فرقې د قوماندان دنده وروسپارل شوه. د طالبانو تر ماتې وروسته په ۱۳۸۱ کال کې د سرحدي لوا د قوماندان په توگه وټاکل شو او په همدې کال کې په بیړنۍ لویه جرگه کې د کندوز د خلکو استازی و. عبدالروف ابراهیمي پر ۱۳۸۴ لمریز کال د افغانستان د ملي شورا د پنځلسمې دورې د استازي په توگه وټاکل شو او د پنځو کالو لپاره په ولسي جرگه کې د کورني امنیت د کمیسیون غړی و. په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د ولسي جرگې په ټاکنو کې یوځل بیا د کندوز د خلکو استازی وټاکل شو او د ۱۳۸۹ لمریزکال د کب میاشتې په اتمه د ولسي جرگې د غړیو له لوري د یوې پنځه کلنې تقنیني دورې لپاره د دغې جرگې رییس شو.

مدني حالت

نوموړي واده کړی درې زامن او پنځه لوڼې لري. د نوموړي مشر زوی عبدالقادر ابراهیمي نومېږي او دم مهال د بلخ پوهنتون زده کړيال دی.




سرچينې