د پاکستان ژبې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د پاکستان ژبې

د پاکستان رسمی ژبه (اردو(اوردو
د پاکستان مهم ژبې پنجابي ژبه
سندهي ژبه
پښتو ژبه
پلوچي ژبه

په اوس وخت کی اوردو (اردو) د پاکستان رسمی ژبه ده او ټول اوسېدونکی په اردو ښه پوهېږی. د پاکستان تر پېدایښت وروسته اردو د پاکستان اساسی قانون په یوې مادې کی اردو ژبه په رسمی توگه ومنله شوه. مگر انگرېزي ژبه هم اهمیت لری او هر زده کوونکی یا ښوونکی په انگرېري خبری کوی. په پاکستان کې په ۱۴ ژبو خبری کېږي خو پنجابی ژبه،سندھی ژبه، بلوچی ژبه او د پښتو ژبه د مهمو ژبو څخه گڼل کېږي.

د اردو ژبه

اردو د هندو- اریانی ژبو څخه ده چی په پاکستان او د هندوستان په شمال کی ویل کېږي. دغه ژبه تقریبًا ۶۰ میلیونه ویونکی لري. د اردو الفبا د عربی تورو څخه جوړه شوی ده چی د تورو شمیر یی ۳۷ ته رسېږي. په دې کې اته غږونه (ڈ، پ، چ، ژ، ڑ، گ، ے، ٹ) د اردوخپل ځانگړي فونيمونه دي. اردو ژبه په ۱۵ پېړۍ کې د مغولو د حکمرانانو په وخت کی رواج شوی ده. د اردو ادبیات د ۱۶ پېړۍ ځخه پراختیا ومومله. په دی وخت کی په ۱۹ او ۲۰ پېړۍ کی مرزا اسد اللہ بیگ خان اومحمد اقبال تر ټولو مشهور شاعران ول. مرزا اسد اللہ بیگ خان (۱۷۹۷-۱۹۶۹) د هندوستان یو مشهور شاعر وو چی په ځانگړی ډول یی خپل غزلونه په فارسی او اردو لیکلی. اومحمد اقبال (۱۸۷۷-۱۹۳۸)دهند د نیمې وچې نامتو شاعر، فېلسوف، متفکر او د ختیځ نابغه بلل کېږي . دغه شاعر ته د علامه لقب په هند کې ورپه برخه شوی دی.

پنجابی ژبه

پنجابی ژبه د هندو- اریانی ژبو څخه ده چی په ځانگړی ډول د پانجاب په ولایت کې ویل کېږي. دغه ژبه په پاکستان کی ۷۶ میلیونه ویونکی لری. د پنجابی الفبا د عربی توری څخه جوړه شوی ده. پنجابی ژبه په ځانگړی ډول د پنجاب په ولایت کی ویل کیږي او لاهور، ملتان، راولپنڈی د پنجابی ژبې مهم مرکزونه دی. د پانجابی شاعری په مطابق شفقت تنویر مرزا او احمد سلیم د پنجابی شاعرونو څخه تر ټولو مشهور شاعران دی.

سندھی ژبه

سندھی ژبه د هندو- اریانی ژبو څخه ده چی په ځانگړی ډول د سند په ولایت کی ویل کېږی. دغه ژبه په پاکستان کی ۲۴ میلیونه ویونکی لری. دغه ژبه په ځانگړی ډول د سند په ولایت کی ویل کېږی او کراچي چی د پاکستان تر ټولو لوی ښار دی د سندهی ثقافت او ژبه مهم مرکز دی. سندهی ادبیات د پاکستانی ادبیاتو څخه تر ټولو پخوانی او مشهور ادبیات دی.

پښتو ژبه

پښتو د اریانا د ژبو څخه ده چې په ځانگړي ډول په فدرالي قبايلي سيمې ، خيبر پښتونخوا، بلوچستان، د سيند ولايت په لويه ښارونو لکه کراچۍ، حیدر آباد او د پنجاب په گڼ شمېر ولسوالو کې پرې خبرې کېږي.د کال ۲۰۱۷ز د سر شمېرنې پر بنسټ له پنجابۍ څخه وروسته پښتو د پاکستان دوېمه ستره ژبه ده . د پېښور ښار د خيبر پښتونخوا په ولایت کی د پښتانو مهم ثقافتی مرکز دی. پښتوالفبې له عربي توروڅخه جوړه سوې ده ، چي دږغونو ( فونيمونو )شمېر يې څلوېښتو ته رسيږي . په دې کي اته ږغه ( ټ ، ډ ، ړ ،ږ ،ځ ،څ ، ښ ،ڼ ) دپښتو خپل ځانگړي فونيمونه دي . داچي تردې الفبې دمخه به په پښتوپه کوموتوروليکله کېدله ، زموږسره دقيق معلومات نسته خودځينوسکو ، لوښو اوکتيبو له مخي چي دپښتونخواپه بېلابېلوبرخوکي موندل سوي دي ، داسي گومان کيږي ، چي (( يووخت به دپښتوليک خروشتي و )) .البته ترننه پوري په دغوموندل سوو سکو ، خاورينواوډبرينولوښو ، اوکتيبوکي داسي يوه نسته ، چي دعلماوو په نظر دي پرهغه د پښتو حکم سوی وي اوترڅو چي تراسلامي دورې مخکي د پښتو کومه ليکلې بڼه ﻻس ته نه وي راغلې ، گرانه ده ، چي دپښتودلرغوني الفبې په باب دي وروستۍ فيصله وسي . دپښتوداوسنۍ الفبې په باب عام روايت داسي دئ ، چي دااوسنۍ بڼه يې دسلطان محمودغزنوي په زمانه کي دده دوزير خواجه حسن ميوندي په حکم دقاضي سيف الله په زياراوکوښښ تراصلاح اوسمون وروسته باب سوه . خودپښتنومبارز روحاني او سياسي زعيم بايزيد روښان ( ٩٣١ ـــ ٩٨٠ هـ ق ) بيا پر عربي الفبې باندي دپښتوتوروزياتول دخپل ځان کارنامه بولي . په هرصورت په پښتوالفبې کي دروښان پيربايزيداورمړ، داخونددروېزه ننگرهاري ( ٩٣٩ ـــ ١٠٤٨ هـ ق ) ، دخوشحال خان خټک ( ١٠٢٢ ـــ ١١٠٠ هـ ق) اوبيا په معاصرينوکي دوزيرمحمدگل خان مومند ، خان عبدالصمدخان اوقلندرمومند له خوا يولړبدلونونه راغلي دي خوپه دې ټولوکي يې هغه شکل منل سوی اوعام سوی دئ ، چي دکابل پښتو ټولني په نوښت دافغانستان اوپښتونخواپوهانو تر گډو غونډواوفيصلو وروسته تاييد کړی دئ او زموږ دپښتنومعاصر ي ليکني له ځينوجزئي بدلونونوسره په همدا الفبې ليکلي کېږي . دپښتو ژبي شفاهي ادبيات ډېرغني اولرغوني دي . په هغوکي لنډۍ لومړی مقام لري . نورشکلونه يې نارې ، غاړي ، سروکي ، کاکړۍ ، فالونه ، دښادۍ سندري ، ساندي ، دميندو سندري ، نکلونه ، متلونه ، لنډي افسانې ،دکوچنيانوسندري اونور راتلای سي . دکتبي ادبياتو په باب دپټي خزانې دروايت له مخي دپښتوادب شعري بېلگې دوهمي هجري پېړۍ ته رسېږي . خودپښتونثر موجوداسناداته سوه کلنه سابقه لري اومعلوم پيل يې دسليمان ماکوله تذکره الاولياء رانښلي . دغه کتاب د٦١٢ هـ ق ( ١٢١٥ ع )ليکنه ده . تردې وروسته نوبيا ترروښاني عصروروسته يعني ترلسمي هجري پېړۍ راپه دېخوا دپښتوکتبي ادبيات په يوه تسلسل کي ترننه رارسېدلي دي . د پښتوادبياتوترټولو ځلانده دوره دخوشال خان خټک اودهغه دزامنواولمسودوره ده . اوهغه دچاخبره که له پښتوڅخه لنډۍ اوخوشال خان خټک وايستل سي ، يوه بې سره تنه به ځني جوړه سي . اوس دپښتوادب په فرهنگي حوزو کي کابل ، کندهار ، گندهارا( دننگرهاراوپيښورسيمه ) او کويټه ( بلوچستان ) فعالي حوزې دي اوپه گڼ شمير اديبان ، شاعران اوليکوال يې دنړۍ له فرهنگي بهير سره ملگري کړي دي .

د پاکستان ژبې
ژبه ۲۰۰۸ ۱۹۹۸ ولایت
۱ پنجابی ژبه ۷۶،۳۵۷،۳۶۰ ۴۴،۸٪ ۵۸،۴۳۳،۴۳۱ ۴۴،۱۵٪ پنجاب
۲ د پښتو ژبه ۲۶،۶۹۲،۸۹۰ ۱۵،۴۴٪ ۲۰،۴۰۸،۶۲۱ ۱۵،۴۲٪ خيبر پښتونخوا
۳ سندھی ژبه 24,410,910 14.12% 18,661,571 14.10% سند
۴ سرائیکی ژبه 18,019,610 10.42% 13,936,594 10.53% پنجاب (پاکستان)
۵ د اردو ژبه 13,120,540 7.59% 10,019,576 7.57% کراچۍ (ښار)
۶ بلوچی ژبه 6,204,540 3.59% 4,724,871 3.57% بلوچستان (پاکستان)

سرچینې

  • Jan Filipský,Jan Marek Dějiny Pákistánu NLN 2008 (د پاکستان تاریخ، پراگ ۲۰۰۸)
  • Jiří Kepka Jazyky Asie NLN 2007 (د آسیا ژبې، پراگ ۲۰۰۷)
  • Jiří Kepka Jazyky Afghánistánu NLN (د افغانستان ژبې، پراگ)