په افغانستان د نادر افشار لښکرغځونې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د خـراسـان د پـاڅونو ځپـل او د هرات خـلاصـون

که څه هم د نادر له خوا د مشهد خلاصون، شازاده طهماسب د نادر تر اغېز لاندې راوست، خو په بدل کې يـې د نادر پرضد د هغه د وزيرانو دښمني راوپاروله او هغوى به له لږ فرصت څخه هم د شازاده د ذهن پارولو لپاره کار اخيسته، اخر يـې شازاده اړ کړ چې خپلو حاکمانو ته د استرآباد په گورگانو، مازندرانو او نورو سيمو کې لارښوونه وکړي چې د نادر پرضد د هغوى مرستندوى شي، ان ځينې تاريخ کښونکي کاږي چې د نادر پرضد يـې د محمود کياني مرسته هم جلب کړه. ملک محمود سيستاني (لومړنى سيمه ييز واکمن) چې کله په (1722م) کال کې وليدل چې خلکو په هرات او کندهار کې پاڅون کړى او له صفوي دولت څخه يـې خپله خپلواکي ترلاسه کړې، همداراز شاه محمود هوتک هم د ايران تر زړه پورې پرمخ تللى دى، نو هغه هم د صفوي دولت پرضد اوچت شو او د اوسني خراسان ولايتونه يـې د صفويانو له شتون څخه پاک کړل او په خراسان او سيستان کې يې خپل خپلواک حکومت اعلان کړ. خو په خراسان کې تر پنځه کلن دولت وروسته د نادر له پاڅون سره مخامخ شو، ځکه نادر يو وخت د ملک محمود له لاسه يوه څپېړه خوړلې وه او له دندې شړل شوى و، د شازاده طهماسب په نوم يـې پر مشهد بريد کړى و، تر مشهد دباندې يـې تر سختو خونړيو جگړو وروسته له نادر څخه ماتې وخوړه او تسليم شو، نادر د طهماسب ميرزا په شفاعت هغه د مشهد روضې يو گوښه نشين کړ او د هغه ټول کارونه يـې ترڅارنې لاندې ونيول. پر همدې مهال د کُردان په خبوشان کې د نادر پرضد اوچت شول، خو نادر هغه وځپل، شازاده اړ شو چې له نادر سره په نرمۍ چلند وکړي او په هغه پسې مشهد ته روان شي. نادر د 1139 هـ (1727م د مارچ 21مه) په نوروز کې مشهد ته د طهماسب ميرزا د راتلو تود هرکلى وکړ او امر يـې وکړ چې ددې خوښۍ له کبله دې يوه اوونۍ په ښار کې مجلسونه او جشنونه جوړ شي، د طهماسب ميرزا د هرکلي مراسم پايته نه وو رسېدلي، چې کردانو بيا د پاڅونونو بيرغونه اوچت کړل، چې د مرو تاتاران او ترکمنان هم ورسره يو شول او يو لوى ځواک يـې جوړ کړ. د نادر ورور ابراهيم خان يـې په خبوشان کې محاصره کړ. دغه پاڅون د نادر له خوا غلى کړاى شو، خو نادر چې کله مشهد ته راستون شو، د خبوشان د پاڅون اور بيا بل شو. ځينې تاريخ کښونکي په دې اند دي چې دغه پاڅون د طهماسب ميرزا په هڅونه ترسره شو او د ساعدلو کردان هم د "کوکرلو" له پاڅون کوونکو سره يو شول. خو نادر ډېر ژر ددې پاڅون مخنيوى وکړ او د نيشاپور پر لوري روان شو. پر همدې مهال د مرو تاتاريانو هم د ملک محمود کياني په هڅونه په ښورښ لاس پورې کړ، خو نادر ډېر ژر ددې پاڅون اور مړ کړ او مشهد ته راستون شو، څـگرنـگگه چې د مرو د تاتاريانو په هڅونه کې د ملک محمودکياني پر لاس درلودو پوهېدلى و، نو هغه يـې له وروڼـو: ملک محمدعلي او وراره ملک اسحق سره يوځاى د 1727م کال د فبرورۍ په 27 مه يا د مارچ پر لسمه ووژل. [۱] ميرزا مهدي خان ليکي: محمدخان چوله د همايون (نادر) په امر "ملک محمود" د محمدبېگ مينباشي چوله د وينې په قصاص چې د ملک محمود د ظلمونو له مړو شويو کسانو څخه و، ملک اسحق يـې ياسا ته ورساه او ملک محمد علي يـې چې د ملک محمود کوچنى ورور و، نيشاپور ته بهرام عليخان بيات ته ولېږه، هغه هم د خپل ورور فتح عليخان د وينې په بدل کې دا انتقام واخيست. [۲] لنډه دا چې څـگرنـگگه به په يوه سيمه کې يو پاڅون غلى کېده، بل ځاى به يو بل پاڅون پيدا کېده. ( د مشهد ښار د جنوب په درې سوه پنځوس کيلومترۍ) قاين ښار کې د ملک محمود سيستاني تر وژنې وروسته خلکو پر پاڅونونو لاس پورې کړ او د نادر کسان يـې له ښاره وايستل. حسين سلطاني چې د ملک محمود له خپلوانو او له سيستاني مشرانو څخه و، د ملک محمود د ورور "ملک کلبعلي" او د ملک محمود وراره ملک لطف علي په ملاتړ يې ددې پاڅون مشري پرغاړه درلوده. نادر د دې پاڅون د ځپلو لپاره د خپل پوځ يوه برخه ورولېږله، خو هغې هېڅ هم ونه کړاى شو. نادر اړ شو چې له طهماسب ميرزا سره مل د 1139 هـ کال د ذي الحجې په 17 مه ( د 1727 م کال د اگست په پنځمه) له اتو سوو پوځيانو سره له مشهده د قاين پر لوري روان شي. د قاين د پاڅون مشران تر څه مقاومت وروسته غلي شول، حسين سلطان تسليم شو، خو ملک کلبعلي او ملک لطف علي نادر ته تسليم نه شول. دوى دواړه وتښتېدل او په اصفهان کې له شاه اشرف هوتک سره يو شول. [۳] ويل کېږي چې د ملک محمود سيستاني زوى فتح عليخان او وراره لطف علي کياني اووه کاله د سيستان په خواجه نومي غره کې د نادر د ځواکونو پرضد مقاومت وکړ. سفرنامهْ [۴] نادر چې ليدل يـې شاه اشرف د ايران په شمال کې له ترکيې او روسيې سره پر جگړو بوخت دى او هم د کندهار او هرات خپلواک حکومتونه سره ليرې او بېل ژوند کوي او په هغو کې پخوانۍ دښمني هم شته، نو د افغان حکومتونو له دې کورنيو اختلافونو څخه يـې گټه واخيسته او د شاه طهماسب په ملتيا يـې پر هرات بريد وکړ. په لومړي گام کې يـې سنگان او بهدادين کلاوې چې اوسېدونکي يـې د هرات د ابداليانو له څانگې وو، محاصره کړې. د سنگان اوسېدونکو سخت مقاومت پيل کړ. نادر ددې مقاومت له کبله دومره په غوسه شو چې د سنگان کلا تر نيولو وروسته يـې امر وکړ چې ټول اوسېدونکي يـې بايد له تېغه تېر شي. د بهدادين ( د سنگان د جنوب لويديز په اوولس ميلۍ کې) افغانانو ځانونه له نادر سره جگړې ته چمتو کړل او له هرات څخه يـې مرسته وغوښته، چې په نتيجه کې اوو – اتو زرو ابداليانو مرستې ته ورودانگل او سنگان ته نژدې ( د افغانستان – ايران پولو د لويديځ په څلوېښت ميلۍ کې) کتار شول او په هغو جگړو کې چې د دواړو غاړو ترمنځ وشوې، ابداليانو د نادر ځواک ته سخت گوزار ورکړ، چې نادر شاتگ ته اړ او مشهد ته ستون شو.[۵] د 1141هـ په شوال ( د 1729 م کال د مې په درېگيمه) نادر د لښکرکښگـۍ وسايلو تر برابرولو وروسته د طهماسب په ملتيا د هرات د نيولو په هوډ وخوځېد. کله چې ابدالي افغانان له دې بريد څخه خبر شول، نو د اختلافاتو پر ليرې کولو بوخت شول. هغه مشران چې پر دې مهال يـې د هرات د واک نيولو هڅه کوله دا دي: د عبدالله خان ابدالي زوى الله يار خان او د محمدزمان خان مشر زوى او د احمدخان ورور ذوالفقار خان. الله يار خان د ابدالي ځواکونو عمده مشرۍ او هراتي حکومت ته ټاکل شوى و، رقيب يـې ذوالفقارخان فراهي حکومت ته ټاکل شوى و. د هرات ځواکونه د الله يارخان په مشرۍ له هراته د شمال غربي خوا د کافرکلا پرلوري روان شول. دواړه ځواکونه کافرکلا ته نژدې سره مخامخ شول، همدلته وو چې ابداليانو لس کاله مخکې د محمدزمانخان په مشرۍ ايرانيانو ته د صفي قليخان په مشرۍ ماتې ورکړې وه. جگړه پيل شوه او ابداليانو په خپل يو بريد کې د ايران نظام پلي (پياده) ځواکونه سره وپاشل، خو د نادرشاه سپاره نظام پر افغانانو سخت بريد وکړ، چې يو ابدالى مشر هم په کې ووژل شو. په دې اخ و ډب کې حاجي مشکين خان ابدالي ځان نادر ته نژدې کړ او پــه نېزه يـې پـر نـادر گوزار وکړ، چې د نادر ښي (راسته) پښه يـې ورټپي کړه. [۶] بله ورځ ابداليانو هريرود ته شاتـگ وکړ او د نادر ځواکونه ورپسې شول، تر کوسويه دباندې (يا کهسان سيمه کې چې د هرات د شمال غرب په شپېته ميلۍ کې پرته ده) يوه تونده جگړه ونښته، دا ځل هم برى د نادر د ځواکونو په برخه شو. ابدالي ځگواکونه يو ځل بيا جگړې ته چمتو شول او د هريرود د شمال په شپږ ميلۍ کې په "رباط پريان" نومي کلي کې يوه بله وېروونکې جگړه پيل شوه، چې تر غرمې پورې وغزېده او له دواړو غاړو ډېر کسان ووژل شول. ابداليان په پاى کې د ښار خوا ته شاتـگ وکړ او تر 48 ساعتونو وروسته چې د باد توپان روان و، بله جگړه ونه شوه. ټاکل شوې وه، چې د الله يار خان لورى به له نادر سره روغه وکړي، خو نادر ټينگار کاوه چې الله يار دې ځان تسليم کړي، پر همدې مهال خبر راورسېد چې ذوالفقار له خپل هوسا وسلوال پوځ سره د فراه له لارې د هرات مرستې ته راروان دى، نادر ددې خبر په اورېدو د خپل پوځ يوه برخه د ذوالفقار د مخنيوي لپاره په ښار کې وټاکله او خپله يـې له خپلو ډېرو ځواکونو سره د هرات د لويديځ په پنځه ويشت ميلۍ، شکېبان نومي سيمه کې مورچه ونيوله.[۷] د فراه ځواکونه د شپې له خوا د الله يار خان له ځواکونو سره يو شول او الله يارخان يوځل بيا ځان جگړې ته چمتو کړ، کله چې د جگړې اور تود شو، نو د ذوالفقار ځواکونو د نادر پر اردوځاى بريد وکړ او د نادر د ځواک ټول شته يـې د غنيمت په ډول ونيول. جگړه تر ماښامه وغزېده، له دواړو خواوو ځينې کسان ووژل شول، ځينې وړې مهالنۍ جگړې هم وشوې، خو د درېيو زرو تنو ايراني سرتېرو د وينو او ددوو مياشتو پلي مزله په بيه د نادر پر مخ د سولې ور پرانيستل شو او الله يارخان يوځل بيا د هغه ځاى پر حکومت پاتې شو. [۸]

د ذوالفقار پاڅون او په هرات د نادر دويم يرغل

د هرات په دفاع کې د ذوالفقار گډون د هرات د خلکو، په ځانگړې توگه د ابداليانو په نظر د هغه ملي اعتبار او حيثيت نور هم لوړ کړ، ان تر دې چې الله يارخان په ابدالي طايفه کې د ذوالفقار د زياتېدونکي اعتبار له کبله پر ځان هم ووېرېد او د 1143هـ 1730 م کال د دوبي يوه ورځ د ښکار په پلمه له هراته ووت، کله چې کافرکلا ته نژدې شو، نو ذوالفقار ته يـې يو ليک وليکه چې: غواړم له تا څخه د خپل پلار د وينې بدله واخلم، دا دى زه مشهد ته ځم او نادر له دې خبرې خبروم چې ته يـې پرضد پاڅون کوې، زه به د يوه اردو په ملتيا پرتا بريد وکړم. [۹] پر دې مهال نادر په اذرباييجان کې پر جگړه بوخت و، د نادر ورور او د حکومت مرستيال ابراهيم خان په مشهد کې د الله يارخان ښه هرکلى وکړ. کله چې د الله يارخان له خولې د نادر پرضد د ذوالفقارخان له پاڅون څخه خبر شو، نو د مشهد په ټينگولو او ساتلو يـې پيل وکړ. ذوالفقارخان د 1143هـ کال د محرم مياشتې په لومړيو کې اته زره کسه پر مشهد ورخوشې کړل او د نادر ورور ابراهيم خان ته يـې تر مشهد دباندې په ټولو جگړو کې ماتې ورکړه. [۱۰] ابراهيم خان يوه ورځ له "کوه سنگينه" پر جگړه لاس پورې کړ. افغاني لښکرو د ذوالفقار خان په مشرۍ په توندو بريدونو سره د هغه پوځ دړې وړې کړ، چې د دښمن د وسلوال پوځ قومندان باقرخان ټپي شو. افغاني لښکرو د دښمن پوځ وځغلاوه او خپله ورپسې شوې. ډېرو ايراني پوځيانو د وېرې له کبله ځانونه څاه گانو ته واچول او له منځه لاړل، يوازې ابراهيمخان وکړاى شول، ځان ښار ته ورسوي او د بريد کوونکو پرمخ دروازه وتړي [۱۱] ذوالفقارخان ښار تر ټينگې محاصرې لاندې ونيو. محمدکاظم ليکي: د جگړې په وروستۍ ورځ د (1143هـ کال) د محرم په (13) مه د مشهد مشرانو او د نادر زوى رضاقلي ميرزا نادر ته يو ليک وليکه او ژر يـې آذرباييجان ته واستاوه او له نادر څخه يـې مرسته وغوښته. د ذوالفقار ځواکونه څو شپې په پر له پسې ډول د مشهد کلا پر شا و خوا راوگرځېدل، چې د ننوتو يا هم بريد لار پيدا کړي، خو هېڅ يـې ترلاسه نه کړل. يوه ورځ يـې د کلا په شا و خوا کې څو تنه ونيول او له هغوى څخه يـې د معلوماتو غوښتنه وکړه، اخر څرگنده شوه چې خلک د نادر راتلو ته سترگې پر لار دي او لس ورځې کېـږي چې دا موضوع نادر ته رسول شوې ده. ذوالفقار خان دا موضوع د لښکر له مشرانو سره شريکه کړه، اخر پرېکړه وشوه چې بايد ډېر ژر هرات ته ستانه شي. په پاى کې ابدالي ځواکونه روان شول او ډېر ژر هرات ته ورسېدل او د نادر د عکس العمل په انتظار يـې د هرات د برجونو پر ځواکمنولو لاس پورې کړ. کله چې نادر د ذوالفقار له سرکښۍ او پر مشهد د ابدالي ځواکونو له بريد څخه خبر شو، نو له خپلو نظامي مشرانو سره يـې پر مشورو پيل وکړ. په پاى کې تصميم ونيول شو، چې بايد ډېر ژر مشهد ته ستانه شي، نادر له خپلو ځواکونو سره مشهد ته ستون شو او ويل کېږي دا اووه مزلونه يې په يوه منزل کې ووهل. [۱۲] کله چې د اصفهان پولو ته ورسېدل، نو نادر ته د رضاقلي ميرزا بل زېرى هم ورسېد، چې د مشهد د محاصرې پرېښودل و، نادر يوڅه سوړ شو او څه موده يـې ارام وکړ او بيا بېرته خراسان ته روان شو. کله چې مشهد ته ورسېد، نو خپل ورور ابراهيم خان ته يـې گواښ وکړ چې هرکلي ته يـې رابهر نه شي، گنې وبه وژل شي. ابراهيم خان هم ابيورد ته لاړ. نادر مشهد ته راغى، هغه کسان يـې وځپل چې له ابداليانو سره يـې په جگړه کې له ځانه کمزوري ښودلې وه او هغو کسانو ته يـې ډاډ ورکړ چې خپل پلرونه يا اولادونه يـې له لاسه ورکړي وو. نادر خپل يو شمېر پوځيان رخصت کړل، چې خپلو کورونو ته لاړ شي او هرڅومره چې کولاى شي خپل اسونه چاغ کړي، وروسته د ايرساري، تکه وو، ترکمنو، يموتو او ساروقو قبيلو د پاڅون غلي کولو لپاره ابيورد او مرو ته روان شو. [۱۳] نادر، د ترکمنو قبيلو تر غلي کولو وروسته امر وکړ چې پر هرات دې د لښکرکښۍ لپاره خواړه او نور اړتيا وړ مواد تيار شي، ددغو موادو تر برابرېدو وروسته له 36زره کسيز پوځ سره د هرات پر لوري روان شو. [۱۴]

کله چې د نادر پوځ خوافو ته ورسېد، نو نادر خپل لږ پوځ د محمدبېگ مروي په مشرۍ قاين ته ولېږه او د يزد او کرمان د حاکم ويردي خان افشار لپاره يـې يو ليک هم وليکه او کرمان ته يـې ولېږه، چې هغه له خپل پوځ سره مل په قاينات کې له محمدبېگ مروي سره يو شي او له هغه ځايه بيا د فراه خوا ته حرکت وکړي. کله چې ذوالفقارخان خبر شو نادر له خپل لوى پوځ سره هرات ته رانژدې کېـږي. نو د ښار په شا و خوا کې استوگن ابداليان يـې ښار ته ولېږدول او د ښار تر ځواکمنولو وروسته د نادر د مقابلې لپاره چمتو شو. دواړې لښکرې په کوهسان (کوسويه) نومې سيمه کې سره مخامخ شوې، په هغو جگړو کې چې کوهسان ته نژدې په جوى نقره نومې سيمه کې سره ونښتې، د ذوالفقار پوځ ډېر تلفات ورکړل، ځکه د محمدکاظم په وينا د ذوالفقار پوځ (د طلاق پر صيغې قسم ياد کړى و چې د ژوند تر وروستي حده به پر شا نه شي). په دې توگه ابدالي لښکرو چې له پيله يـې بريد پيل کړى و، د مړينې له وېرې پرته ځانونه د نادر شل قدميو ته چې د خپل پوځ په منځ کې و، ورسول. پر دې مهال د نادر د توپخانې غږ اوچت شو او په نيم ساعت کې يـې اووه اته زره افغانان په خاورو او وينو ولړل. محمدکاظم وايي: ( افغانانو له مړينې څخه وېره نه کوله، بلکې په جگړه کې لا تودېدل). [۱۵] د محمدکاظم په وينا: اخر ذوالفقار د شلو زرو تنو ټپيانو او مړو تلفاتو تر ورکولو وروسته شاتـگ ته اړ او ښار ته راستون شو او خپلو پوځيانو ته يـې لارښوونه وکړه چې د ژوند تر پايه د ښار ساتنه وکړي، نادر هم له خپلو پوځيانو سره له جوى نقره سيمې څخه وخوځېد او د پل مالان پر لوري روان شو. پل ماران ته لا نه و رسېدلى، چې د شاه حسين هوتک له اړخه ذوالفقار ته خبر ورسېد چې د کندهار دوولس زره کسيز پوځ د ابداليانو د مرستې لپاره هرات ته روان دى، تر دې زېري وروسته د عليمردان خان ابدالي له خوا چې د فراه حاکم و، بل خبر هم راغى چې له فراه څخه اته زره کسيز لښکر هم ښارته راننووزي. ابدالي پوځيانو او مشرانو په دې خوښۍ نغارې وډنگولې او يوې بلې خونړۍ جگړې ته چمتو شول. [۱۶] ارواښاد غبار ليکي چې دا وخت سيدال خان ناصر له کندهاره له درې زره کسيز سپاره او پياده پوځ سره د هرات مرستې ته راورسېد، دې مشهور سرتېري د شپې په تياره کې پر نادري لښکرو وېروونکى بريد وکړ، چې د هغه له کبله د ايران پوځ په وېره کې شو او ډېر تلفات يـې ورکړل، نادر اړ شو چې د جگړې له ډگره د (تحت صفر) لوړې برخې ته پناه يوسي او هلته د وسلوالو کسانو يوه کړۍ جوړه کړي او پر دفاع پيل وکړي، د هرات او کندهار لښکرو دوه ورځې نور هم دښمن تر پر له پسې گوزارونو لاندې ونيو، خو د سختې ژلۍ او باران اورېدو له کبله جگړه بنده شوه. ذوالفقارخان په ښار کې دننه يوه جرگه جوړه کړه او له مشرانو څخه يـې ژمنه واخيسته، چې د ژوند تر وروستي حده به جگړه روانه ساتي، وروسته يـې يوه تونده او عمومي حمله پيل کړه، نادر ډېره هڅه وکړه چې د توپ او ټوپکو د ډزو تر باران لاندې ددې بريد مخنيوى وکړي، خو ويې نه شول کړاى، دېته اړ شو چې يوځل بيا شاتـگ وکړي. افغانانو ډېر ژر (ساق سلمان) کلا د خپل دويم مرکز په توگه وټاکله او له هغه ځايه يـې پر دښمن گوزارونه کول او بېرته ستنېدل. نادر هم اړ شو چې يو غوڅ او عمومي بريد پيل کړي. نو له توپخانې سره راوړاندې شو، چې يو کار ترسره کړي خو هيڅ هم ونه شول، د هرات لښکرو نوى بريد وکړ او له شمس آباد کلي څخه جگړه پيل شوه، خو د دښمن توپخانې د افغانانو درې زره تنه بريد کوونکي سره وپاشل، چې په رښتيا هم دا تلفات ډېر درانه وو، ځکه د افغانانو ډېر جنگيالي کسان په کې له منځه لاړل. [۱۷] دويمه جگړه تر ښار دباندې په پوزه کفترخان نومې سيمه کې وشوه، چې له دواړو غاړو ډېر کسان په کې ووژل شول، محمدکاظم ليکي: ( په دې ورځ هم سخته پوځي جگړه وشوه، چې له دواړو غاړو ډېر کسان ووژل شول، خو مخالفين (ابداليان) تر وړاندې نور هم اورني شول او مېړانه يـې وښوده، ته وا د کلا له برجونو څخه د خپلو ماشومانو او کورنيو له نندارې پر غيرت راغلي او ځان ته ارزښت نه ورکوي. لکه لمر چې په حجاب کې پټ شي، دواړې خواوې له ماتې سره ستنې شوې). [۱۸] درېيمه جگړه هم د لومړنيو ورځو په شان په هماغه توندۍ سره پيل شوه، چې ذوالفقارخان د مجهزې توپخانې د نه لرلو له کبله د ښار پر لوري شاتـگ ته اړ شو، نادر خپلو پوځونو ته "مالان" پول د لښکرځاى په توگه وټاکه او لارښوونه يـې وکړه، چې د ښار شا وخوا سيمې دې تر "اوبه" او "شافلان" سيمو پورې وپلټي او لښکر ته دې خوراکي او نور اړتيا وړ مواد برابر کړي. په دې وضعه کې يو لوى خان له درې زره کسيز پوځ سره هرات ته راننووت او د دوست پرځاى له دښمن سره يوځاى شو، دا سړى هماغه دلاورخان تايمني و، چې وړاندې يـې د نادر له لښکرو سره جگړې کړې وې او بيا د کندهار دربار ته تللى و او هلته يـې عزتمن ژوند درلود. دغه سړى له شاه حسين هوتک څخه خوابدى او د هغه د دولت د ماتولو په هڅه کې شو، څـگرنـگگه چې په خپله يـې ددې کار ځواک او توان نه درلود، نو نادرافشار يـې وټاکه. ويل کېـږي چې د لاورخان يوه ښايسته لور درلوده او شاه حسين غوښتل چې ورسره واده وکړي، خو دلاورخان ونه منله او خپله لور يـې بل چا ته ورکړه، وروسته د شاه حسين د غچ له وېرې هرات ته وتښتېد او له خپل ځواک سره چې له غور څخه يـې برابر کړى و، له نادر سره يوځاى شو. له دښمن سره د دلاورخان يوځاى کېدو نادر ته نور ځواک هم وباښه. [۱۹] نادر، ښار محاصره کړ او د خپل پوځ ځينې برخې يـې د ښار د حاکمانو په توگه وټاکلې، چې يو کس هم له ښاره وتلو يا ننوتلو ته پرې نه ږدي. څـرنـگه چې يـې د ښار په لويديځ کې د "نقره" د مورچل ساتلو ته لس زره تنه او لس زره تنه نور يـې د ختيزو مورچلونو ساتنې ته وټاکل او په خپله يـې اردوخان نومي کلي کې سنـگر ونيو، د نادر پوځونو به د خلکو مالونه او رمې چې څړ ته به يـې بېولې، لوټولې. محمد کاظم ليکي: "کله چې به افغانانو خپلې رمې څړ ته اېستلې، نو وسلوال به د باز په شان له يمين او يسار څخه راتلل، اسونه، اوښان او پسونه به يـې لوټل، له بله پلوه به يـې ډېر (قزلباش) افغاني غازيان په گوليو وژل او هره ورځ به د اخ و ډب بازار تود و".[۲۰] د 1731م کال يوه ورځ ذوالفقارخان تصميم ونيو چې يو غوڅ بريد وکړي، نو له خپلو لږو لښکرو سره له ښاره ووت او د نادر پر مورچل يـې بريد وکړ، نادر په سختۍ سره دفاع وکړه، پر دې مهال د ښار په شرقي برخه کې ټاکل شوې ډله د نادر مرستې ته راورسېده او دواړې خواوې سره ونښتې. څـرنـگه چې د ماتې خطر پيدا شو، نو افغانان راستانه شول او د تورو په واسطه يـې په دښمنانو کې ځان ته لاره خلاصه کړه، په دې توگه افغانان يوځل بيا په ښار کې محاصره شول او نادر د محاصرې کړۍ لا تنـگه او تونده کړه، خو افغانان بيا هم اړ وو چې هره ورځ له ښاره ووځي او د خوراکي او نورو اړتيا وړ موادو د ترلاسه کولو لپاره د تورې په واسطه د دښمنانو له منځه تېر او راستانه شي. په همداسې يوه بريد کې افغاني ډلې "کرخ" ته د راستنېدو په لار کې د دښمن له پوځ سره مخامخې شوې او سخته جگړه ونښته، چې افغانانو ډېر درانه تلفات ورکړل. په دې توگه د دواړو نامساوي ځواکونو ترمنځ څلور مياشتې جگړه روانه وه او د هرات خلک د غلې له قحطۍ سره مخامخ شول. په داسې حال کې چې دښمن تر ايرانه پورې د ارزاقو غزېدلې مواصلاتي لار په لاس کې درلوده او بېغمه جنـگېدل. پر دې مهال سيدالخان ناصر له خپل پاتې پوځ سره د خوراکي او نورو اړتيا وړ موادو د ترلاسه کولو لپاره له ښاره ووت، خو بېرته يـې ونه کړاى شول ښار ته راستون شي. له دې کبله يـې د اسفزار، فراه او کندهار لاره ونيوله. ذوالفقارخان چې پردې پېښو سربېره يـې د ابداليانو نه يووالى او د دښمن گوزارونه ليدل، نو يوه جرگه يـې جوړه کړه او ويې ويل: د نادر په شان له يوه ځواکمن او واکمن دښمن سره سره زموږ نفاق د هرات د ماتې او سقوط سببېږي، نو تاسې چې ددې پېښې د مخنيوي لپاره څه اټکلوئ، زه به ستاسو پر پرېکړې قناعت وکړم. د الله يارخان پلويانو چې د جرگې اکثريت وو، وويل: موږ غوره دا گڼو چې ته الله يارخان ته چې د نادر په پوځ کې دى، خپل حکومت وسپارې. ذوالفقارخان ځواب ورکړ: زه د مشرانو له مشورې سرغړونه نه کوم او د هېواد خير ته د ځان تر خير ترجېح ورکوم. وروسته د نادر پوځ ته يو پلاوى لاړ او د ښار د خلکو له خوا يـې پيغام ورکړ چې ددې وينې تويېدنې نتيجه څه ده؟ که تاسو هرات غواړئ، خپل دوست (الله يارخان) موږ ته راواستوئ چې د ښار واک ورکړو. نادر دا شرط په بيړه ومانه او الله يارخان يـې په دې شرط هرات ته ولېږه، چې دده اطاعت به کوي. خو الله يارخان چې کله هرات ته ورسېد، د ذوالفقارخان او د ښار د خلکو هرکلى يـې وليد، نو د ذوالفقار خوا يـې ټينگه کړه او د نادر له اطاعت څخه يـې سرغړونه وکړه او جگړې يـې روانې وساتلې. [۲۱]


د فراه فتحه او د هرات برخليک:

پر همدې مهال ذوالفقارخان خبر شو چې نادر مخکې له مخکې د فراه د نيولو لپاره پوځ تيار کړى، نو ډېر ژر يـې عليمردان خان له درېيو زرو کسانو سره فراه ته ولېږه او لارښوونه يـې وکړه چې :" د قزلباشو په دفع کولو او د کلا په ساتنه کې هڅه وکړي، فراه ښار وساتي او کله چې يـې اړتيا ډېره شوه نو له حسين شاه څخه دې مرسته وغواړي. په مېړانه دې گامونه اوچت کړي او په گړني ډول يـې د کلا ساتنې په اړه احتياط او پوځي توب وروښود او نيمه شپه يـې له هغې خوا چې شا و خوا يـې له قزلباشو پوځيانو تشه وه، خپل ورور عليمردان خان(؟) له درېيوزرو کسانو سره د لوټونې لپاره د فراه دارالرفاه ته ولېږه". [۲۲] عليمردان ډېر ژر د امام ويردي بېگ او محمدبېگ مروي تر راتلو وړاندې ځان فراه ته ورساوه او د کلا د دېوالونو او برجونو په ټينـگولو او د ژورو کندو په کيندلو يـې پيل وکړ. د هغه ځاى لزگيه طايفې ته يـې ډېر انعامونه ورکړل او د نادر پرضد يـې جگړې ته وهڅوله. ډېره موده نه وه اوښتې چې امام ويردي بېگ د اتو زرو پوځيانو، څو توپونو او نژدې پنځوسو زنبورکو اوښانو په ملتيا (تون) ته ورسېد، همدا راز د سيستان حاکم مصطفى خان او لطف عليخان کياني هم له خپلو څلورو زرو پوځيانو سره له نادر سره يو شول. [۲۳] دواړه پوځونه له فراه څخه د کاه کلا ( يا لاش او جوين) له لارې روان شول. دا ځواکونه د (1143) هـ کال د ذي الحجې مياشتې په 28 مه نېټه د ده نو په سيمه کې ( چې اوس په نو ده مشهوره ده) د فراه له مرکزه د جنوب پر خوا څه له پاسه پنځه لس کيلومتره ليرې لاړل، له دې خوا د ذوالفقارخان ورور عليمردان خان ابدالي او احمدخان له خپلو ځواکونو سره چې (د محمد کاظم په وينا شلو زرو تنو ته رسېدل) په مقابله پيل وکړ. په کاهدانک کې د دواړو غاړو ترمنځ سخته جگړه ونښته، چې په نتيجه کې د کرمان د ټوپکوالو مشر او محمدبېگ مروي ووژل شول. [۲۴] د جهانکشاى نادري نومي کتاب په (155) مخ کې د محمدبېگ مروي پرځاى محمدسلطان مروي ليکل شوى، چې سموالي ته نژدې دى. ځکه نن د اسفل غره په جنوب کې د سلطان مير (سلطان مروي) په نامه يو زيارت شته چې د هغه ځاى خلک ډېر ورته ارادتمن دي. د اسفل غره (اشپل کوه) تر شا د دواړو ځواکونو ترمنځ جگړه روانه وه، د محمدکاظم په وينا :" افغان ډلو په هغو ورځو کې داسې جگړه وکړه، چې چا تراوسه داسې زړورتيا نه وه ليدلې". [۲۵] محمدکاظم ليکي چې امام ويردي بېگ تر دې جگړې وروسته امر وکړ چې نظامي مشران دې د ده د ملاقات لپاره په کشيک خونه کې سره راټول شي او د (کورنش) مراسمو له پرځاى کولو وروسته دې خپلو نظامي دندو ته دوام ورکړي. نظامي مشران چې هريو د خپلې سيمې خان او فيوډال و، د امام ويردي په دې کار خوابدي شول، نادر ته يـې يو توطيه ييز ليک وليکه او هرات ته يـې ولېږه، چې گواکې امام ويردي بېگ د پاڅون خيال لري، د هغه د بېغورۍ له کبله دوه نظامي مشران او نور ډېر سرتېري له فراهيانو سره په جگړه کې ووژل شول. نادر ددې ليک په لوستلو خپل ورور ابراهيم خان ته چې په مشهد کې و امر وکړ چې فراه ته لاړ شي او د هغه ځاى د لښکرکښۍ او تسخير واگې په لاس کې واخلي. ابراهيم خان فراه ته لاړ او امام ويردي بېگ يـې بندي کړ، وروسته د نادر ځواکونو د ابراهيم خان په مشرۍ پر مدافعينو بريد وکړ چې خونړۍ او وېروونکې جگړه ونښته. يوشمېر فراهيان ووژل شول او د يو زرو پنځه سوه تنو په شا و خوا کې يا ټپيانْ يا هم اسيران شول، عليمردان خان اړ شو چې د ښار له دننه د نادر له پوځ سره جگړه روانه وساتي او مرستې ته په تمه پاتې شي. [۲۶] د نادر لښکر هم وړاندې راغى او په "مزرعه ويس" سيمه کې چې له فراه سره يـې يو ميل واټن درلود : ( او د ميرزا مهدي خان په وينا په قمر(؟) کلي کې يې (چې په ظاهره به د "محمدکلا" په توري کې تېروتنه وي) هملته اردوځاى جوړ کړ، د دولت مرستيال ابراهيم خان سوچ کاوه چې جگړه او د فراه ښار فتحه به ډېر وخت ونيسي، نو د يوې کلا او برجونو په ودانولو يـې پيل وکړ. فراهيانو چې وليدل چې دښمن کلا او برجونه ودانوي، نو له پوځي وسايلو او ځواک پرته يـې په ډله ييز ډول ورباندې بريد وکړ. خو د (يو زرو څلور سوو) تنو مړو په ورکولو سره، بې له گټې ښار ته راستانه شول او دېوالي جگړې يـې روانې وساتلې. همداراز د فراه ځينې مشران د مرستې لپاره کندهار ته شاه حسين هوتک ته لاړل، په کندهار کې مغرضو فيوډالانو زاړه قبيله يي مخالفتونه راژوندي کړل، شاه حسين يـې له ذوالفقارخان او عليمردان سره په مرسته کې دوه زړى کړ. خو بيا هم شاه حسين هوتک ( په ظاهره دوه زره) کسيز پوځ د لعل محمدخان په مشرۍ د هرات او فراه خوا ته ولېږه، د شاه حسين هوتک نظامي فيوډالانو پوځ ته لارښوونه وکړه ( چې د لارې په اوږدو کې هرځاى تم شي، چې په ارامۍ او ځنډ سره لاره ووهي). [۲۷] په دې توگه د کندهار مرستندوى پوځ د ذوالفقارخان تر گړندۍ غوښتنې وروسته تر اووه مياشتني مزله وروسته فراه ته ورسېد او دا هغه مهال و چې کار له کاره تېر شوى و، ځکه ذوالفقارخان او د هرات خلکو د خوراکي او نورو اړتياوړ موادو پرکمښت سربېره ديارلس مياشتې په مېړانه له خپله ښاره دفاع وکړه. اخر د اوږدمهالې محاصرې له کبله د ښار لوږې، نېستۍ او خواريو خلک ډېر وځورول او له بهره بله مرسته هم ورسره نه کېده، د ښار ځينو مشرانو د ذوالفقار له خبرتيا پرته نادر ته پيغام ولېږه، که عبدالغني خان الکوزى بېرته ښار ته راشي او نادر د سولې شرايط ومني، نو ښار به د نادر پوځ ته پرانيستى وي، ذوالفقار خان هله له دې خبرې خبر شو چې عبدالغني خان او نور ملگري يـې ښار ته راننوتي وو او ټاکل شوې وه چې دواړه خواوې به لوظنامې ليکي او لاسليکوي به يـې هم. او هغه هم له الله يار خان سره چې اووه مياشتې مخکې د نادر له پوځ څخه بېل شوى او ښار ته راغلى و او د نادر پرضد يـې جگړې کولې، نو د شپې له خپلې کورنۍ سره له ښاره ووت او کندهار ته لاړ. خپل ورور عليمردان ته يـې خبر ورکړ چې بايد له فراه څخه کندهار ته راشي، عليمردان هم په يوه شپه له ښاره ووت او کندهار ته لاړ، خو له بده مرغه چې ذوالفقار له خپلو وروڼـو سره د دښمنانو د بدويلو له کبله د شاه حسين زندان ته ولوېد او الله يارخان د ملتان خوا ته لاړ. [۲۸]. سبا سهار چې کله ابراهيمخان د فراه د سردارانو او مشرانو له تېښتې خبر شو، نو د هغو پر څارنه يـې پيل وکړ، د ابراهيمخان پوځونو د تښـتېدونکو خلکو زر کورنۍ چې له ښاره ډېرې ليرې هم نه وې، لوټ او بېرته ستنېدو ته اړې کړې. د ابراهيم خان پوځونو بيا هم غوښتل چې تښتېدونکي وڅاري، خو د کندهار له مرستندوى ځواک سره مخامخ شول، سخته جگړه ونښته، ابراهيم خان ښار ته پر شاتـگ اړ شو. وروسته فراه ښار ته ننوتل او بيا په هرات کې نادر ته د ښار د فتحې خبر ورسېد. نار فرمان ورکړ چې فراه دې باقرخان لزگي فراهي ته وسپارل شي او ابراهيمخان دې له پوځ سره هرات ته راشي. ابراهيمخان هرات ته ورسېد، نادر د ملک محمود سيستاني د ځواک سپه سالار پيرمحمد ته هرات وسپاره، دې سړي له نادر سره د مشهد د دروازو په پرانيستنه کې مرسته کړې وه. نادر خپله مشهد ته ستون شو. [۲۹]. نادر د خپل زړه د ډاډه کولو لپاره تصميم ونيو، چې له هرات او فراه څخه دې ټول ابدالي مشران ليرې کړل شي، نادر د عبدالغني خان الکوزي (د احمدشاه دراني ماما) او نورمحمد خان غلزي په گډون خراسان، مشهد او دامغان ته شپږزره کسان تبعيد کړل، خو په دې ترڅ کې يـې د ابدالي قبيلې ځينې مشران لکه عبدالغني خان خپل پوځ ته جلب کړل. [۳۰]

د کندهار د نيولو لپاره د نادر لښکرکښي:

نادر تر تاجپوښۍ وروسته په 1736 م کال د ايران د بختياري قبيلې د ځپلو لپاره اوچت شو او هغه وخت چې د دې قبيلې د پاڅون کوونکو په ځپلو بوخت و، نو د اصفهان حاکم ته يـې امر وکړ، چې پر کندهار د لښکرکښۍ لپاره له خلکو پيسې او نور اړتيا وړ مواد راټول کړي. کارکوونکي نه يوازې په اصفهان، بلکې په بېلابېلو ښارونو کې د پيسو او نورو جگړه ييزو ځواکونو او توکو پر راټولونه بوخت شول، له همدې کبله د ايران خلک يوځل بيا له اقتصادي کمزورۍ سره مخامخ شول. نادر تصميم ونيو چې د کرمان او سيستان له لارې د کندهار پر لوري لښکرکښي وکړي، څـرنـگه چې د لارې ډېره برخه يـې دښته وه، نو امر يـې وکړ چې: لومړى دې د "لوت" دښتې بېلابېلو منزلځايونو ته خوراکي مواد او نور توکي ولېږدول شي او د لښکر د بارونو لېږدونې ته دې د کرمان له خلکو څاروي بېگار شي، د شاه کارکوونکو به په ښار کې کاروانونه هم پياده کول او د هغوى حيوانات به يـې په بېگار ورڅخه بېول. د خوارو کليوالو څاروي خو پر ځاى پرېږده. د نادر کارکوونکو په کرمان کې د خوراکي او نورو موادو په راټولونه کې دومره زياتى وکړ، چې دا ايالت تر اتو کلونو له قحطۍ او لوږې سره لاس و گرېوان و. [۳۱] نادر د (1149) هـ کال د رجب مياشتې په (17) مه (د 1736م کال د نومبر په 21 مه) له اتيازرو تنو پوځيانو سره چې ډېر يـې سپاره 0وو، له اصفهان څخه د کندهار پرلوري حرکت وکړ. سربېره پر دې د هرات بېگلربېگ پيرمحمد ته هم دنده ورکړل شوې وه، چې له خپل څو زره کسيز پوځ سره د مکران او بلوچستان د مشرانو محبتخان او الياس خان تر ځپلو وروسته په کندهار کې د نادر له ځواکونو سره مل شي. نادر کرمان ته تر رسېدو وروسته د ملک محمود سيستاني زوى فتح عليخان کياني ته يو گواښوونکى پيغام ولېږه چې د سيستان پوځ دې د هغه ځاى په پولو کې د نادر له پوځ سره يو شي، بيا د (بم) له لارې د سيستان پر لوري روان شو. نادر د (1149) هـ کال د شوال مياشتې په دويمه (1737م کال د فبرورۍ په درېيمه) له خپل پوځ سره سيستان ته راغى، د لارې د توښې او د پوځ د نورو بارونو د لېږدونې لپاره يـې د اوښانو تر برابرولو وروسته، تر شپاړلس ورځني مزله او له دلارام څخه تر تېرېدو وروسته د هماغې مياشتې په اتلسمه نېټه د هلمند راسته ساحل (گرشک) ته ورسېد او تر لږې جگړې وروسته يـې دا ځاى له غلزي ځواکونو څخه ونيو. [۳۲] دلته نادر د خپل پوځ يوه برخه ددې سيمې د ځمکوالو لوټونې ته او يوه برخه يـې د خلکو د مالونو پر راټولولو ماموره کړه او خپله له خپلو پاتې ځواکونو سره د کندهار د ارغنداو پر لوري روان شو او په کوه شاه مقصود ( د کندهار په خاکرېز سيمه کې چې د ښار د شمال- لويديځ په دېرش ميلۍ کې پرته ده) تم شو. همدلته وو چې سيدالخان ناصر او يونس خان هر يو له اتو زرو پوځيانو سره د شپې له خوا له ښاره ووتل او د نادر پر ځواکونو يـې ورودانگل. خو څـرنـگه چې د نادر د ځواک د ابدالۍ برخې مشر عبدالغني خان له دې بريد څخه خبر و، نو د کندهار د جنگياليو بريد يـې شنډ کړ او هغوى يـې له ډېرو تلفاتو سره شاتـگ ته اړ کړل. سبا ته د نادر ځواکونه له ارغنداو څخه تېر شول او څو ورځې وروسته يـې په شېرسرخ (سره زمري بابا) کې: "د ښار د شمال - ختيځ په دوه - درې ميلۍ کې" اردوځاى جوړ کړ.[۳۳] [۳۴]

د ښار خلکو د شاه حسين هوتک په امر د ښار دروازې د نادر پر مخ وتړلې او لس مياشتې يـې په کلکه دفاع وکړه، کله –کله به خلک د شپې له خوا د يرغلگرو د بريدونو له کبله ځورول کېدل، نادر چې وليدل له يوې خوا ځواکمن برجونه او غر د ښار ساتنه کوي، نو پوه شو چې نيول يـې دومره ژر نه شي کېدى. نو د ښار په شاو خوا کې يـې د خپلو اردوځايونو په پراختيا او ودانولو پيل وکړ او د ښار سيمه ييز خلک يـې بېگارۍ ته اړ کړل او د لويو دېوالونو، ځواکمنو برجونو، سرپوښلو بازارونو، جوماتونو، حمامونو او په هغه سيمه کې يې د بېلابېلو ادارو پر جوړولو پيل وکړ، چې د (نادر آباد) په نوم يې يو ښارگوټى جوړ کړ. [۳۵] نادرآباد د يوه ځواکمن دېوال بڼه درلوده، چې د کندهار پر شا و خوا راتاو شوى و او د دېوال تر هرو سلو گامونو وروسته لوى – لوى برجونه جوړ شوي وو، چې د ښار پر خوا ډزې ترې وشي، نو ښار يـې په سخته اقتصادي محاصره، په ځانگړې توگه د خوراکي موادو په نشت کې ساتلى و او دا هغه چلند و چې نادر د بغداد د محاصرې پروخت ترسره کړى و. [۳۶] په پاى کې د شاه حسين د اړوندو کسانو د يوه تن (داد خان يا دادوخان) د خيانت له کبله د نادر ځواکونو ته ښار ته د ننوتو لار وښودل شوه، نادر هم د (1151) هـ کال د ذي الحجې مياشتې په دويمه (1738 م کال د مارچ، 23 مه) د جمعې په ورځ خپل يوه برخه ځواک( بختياري دا) پر ښار حملې ته ولېږه او د حملې وخت د جمعې لمانځه د ادا کولو مهال وټاکل شو. په دې توگه په يوه خوځند بريد کې د ښار پر برجونو د خمپارو او توپ په ډزو سره تر لږې، خو خونړۍ جگړې وروسته د ښار دروازې د نادر د ځـواکونو پرمخ پرانيستل شوې، کله چې شاه حسين له موضوع څخه خبر شو چې کار له کاره تېر شوى، نو وروستۍ هڅې يـې هم بې گټې پاتې شوې له دې کبله نادر ته تسليم شو. [۳۷] د کندهار تر نيول کېدو وروسته خلک چې لس مياشتې يـې د نادر پرضد په ټينگه مقاومت کړى و، لوټ کړاى شول او د نېزو په زور نادر اباد ته وکوچول شول. وروسته نادر فرمان ورکړ، چې ښار دې په بشپړ ډول وران کړل شي. [۳۸] د جهانکشاى نادري نومي کتاب د ليکوال په وينا: "نادر: ښار او د هغه استحکامات داسې وران کړل، چې تيږه پر تيږه پاتې نه شوه".[۳۹] خو (لکهارت) په دې اند دى: "څـرنـگه چې ښار ډېر ټينـگ دېوال درلود او د اوولسمې پېړۍ په نيمايي کې اورنگزېب وروسته يـې ورور داراشکوه د خپلې خزانې ډېره پانگه ددې دېوال په ټينگولو کې لگولې وه، خو د نادر دا فرمان ( يانې ټول ښار بايد له خاورو سره يو شوى واى) عملي نه شو او د ښار يوه برخه روغه پاتې شوه". [۴۰] د "دولت نادرشاه افشار" ليکوالان کاږي: د نادر له خوا د کندهار تر نيول کېدو وروسته هلته "دومره شته او پيسې ترلاسه شوې، چې په ډېرو ستونزو يـې وکړاى شول د يوې مياشتې په بهير کې يې تر ښار دباندې يوسي".[۴۱] نادر د کندهار تر نيولو وروسته، شاه حسين هوتک او د غلزي قبيلې ټول مشران خراسان ته تبعيد کړل او د هغوى پرځاى يـې په نيشاپور او د خراسان په نورو برخو کې مېشت ټول ابداليان کندهار ته ولېږدول اود هوتکو د شاهي کورنۍ د چارو واگې يـې هغوى ته وسپارلې. عبدالغني خان الکوزى يې، چې د بغداد او ترکيې په فتحه او د هرات او کندهار په نيولو کې يـې د ابدالي ځواکونو په مشرۍ د نادر پر گټه توره وهلې وه، د کندهار حکومت ته وټاکه او نور ابدالي، الکوزي او عليزي مشران د بُست، گرشک او زمينداور په حکومت او مشرۍ وټاکل شول. [۴۲] د گنداسنـگ او محمدکاظم په وينا ذوالفقار خان چې له خپل ورور احمدخان (وروسته احمدشاه) سره د کندهار تر فتحې د شاه حسين هوتک په بند کې بندي و، د نادر په امر په ظاهره د مشر په توگه مازندران ته ولېږل شو او هلته د نادر په اشاره له شاه حسين سره مل زهر ورکړل شول. خو د ذوالفقار خان ورور احمدخان د نادر په پوځ کې گډ شو او ډېر ژر د د نادر د ځواک د ابدالۍ برخې د چهارهزار د نظامي افسر په توگه ومنل شو. سيدالخان ناصر د نادر په امر په سترگو ړوند کړاى شو، حاجي اسمعيل غلزى بېرته هرات حکومت ته راستون شو او څـرنـگه چې د ذوالفقار او احمدخان خور يـې مېرمن وه، نو د هرات لويديز لوري ته د نادر په اجازه له ايرانه راستنو شويو ابداليانو ته وسپارل شو. [۴۳]

د کابل نيول

کابل ته هم غمجنوونکى برخليک ورپېښ شو. نادر د کندهار تر نيولو دوه مياشتې وروسته د (1838)م کال د مې مياشتې په (21) مه نېټه له نادرآباد څخه د کابل پر لوري روان شو. د غزني قره باغ ته په ننوتو سره، د غزني قومي مشرانو، روحانيونو او قاضيانو هرکلي ته ور ودانگل، خو د غزني حاکم کابل ته وتښتېد. [۴۴] ميرزا مهدي خان استرآبادي وايي: نادر له غزني څخه کابل ته تر روانېدو مخکې د خپل پوځ يوه برخه د د ايکندي، جغتو، زنگي او د غزني د نورو هزاره مېشتو سيمو په لوټولو او نيولو ماموره کړه. خو د هزاره خلکو په مطيع کولو کې د نادر د ځواکونو هڅې بې گټې پاتې شوې، يوازې يـې وکړاى شول د هغوى يوشمېر ماشومان او مېرمنې په اسارت ونيسي او په نادر پسې يـې کابل ته راولي.[۴۵] محمدکاظم په دې اند دى چې: نادر خپل زوى نصرالله خان د غزني له قره باغ څخه د باميان او ضحاک کلا پر نيولو مامور کړ، خو هغه د مېشتو خلکو له سخت مقاومت سره مخامخ شو، شازاده نصرالله په باميان کې د هزاره وو د ايماق قبيلو له سختو خونړيو جگړو وروسته وکړاى شول ضحاک کلا ونيسي او يو شمېر هزاره مشران او قومي ريسان په چاريکار کې خپل پلار ته راولي.[۴۶] نادر د غزني تر نيولو وروسته د کابل پر خوا پر مخ لاړ او څه کم خپل دوه زره تنه پوځيان يـې مامور کړل چې تر ده وړاندې کابل ته ودانگي. نادر د کابل کوټوال يانې شرزه خان ته يو پيغام ولېږه، چې په کې ويل شوي وو: د محمدشاه له هېواد سره کوم کار نه لري، خو د هغه ځاى د مېشتو افغانانو د له منځه وړلو نيت لري. د کابل او پېښور صوبه دار ناصرخان له ډيلي څـخه مرسته وغوښته، چې د نادر د مقابلې لپاره راودانگي، خو وړ ځواب يـې وانه ورېد، نو هغه هم په خيبر دره کې له خپل شل زره کسيز ځواک سره د نادر راتلو ته په تمه کښېناست. شرزه خان او خلکو څو ورځې ښه په ټينگه د ښار دفاع وکړه، خو کله چې د نادر پوځونو د ښار دېوالونه ونړول اوپه زوره ښار ته ننوتل، نو په ښار کې له نېستمنو خلکو پرته نور څوک نه وو پاتې، ځکه مېشتو کسانو خپلې شتمنۍ رااخيستې وې او په کلا کې پټ شوي وو: "نېستمن او کموسه خلک چې پاتې وو، هماغه شېبه د نادر د پوځونو له خوا ووژل شول. د نادر پوځونو وروسته د ښار ټول کورونه چې له مرمرو ډبرو جوړ شوي وو وران کړل… د ودانيو دروازې، چتونه او نور لرگين څيزونه يـې وسوځول، يوازې يـې برجونه ځکه پرېښودل چې خپل توپونه په کې ودروي او پر کلا ډزې وکړي". [۴۷] ديملسون د نادر په لاس د کابل نيولو نېټه د (1738) م کال د جون مياشت اتمه نېټه ليکي. [۴۸] نادر له کابله د محمدشاه گورگاني لپاره ډيلي ته د دوستۍ ټينگېدو لپاره يو پيغام ولېږه او خپله يـې د خوراکي او نورو اړتيا وړ موادو د برابرولو په موخه پر هندوستان يرغل وکړ، ځکه چې کابل نه شول کولاى د نادر د پوځ ټولې اړتياوې ورپوره کړي، نو نادر د خپل پوځ يوه برخه د کابل ودانو سيمو لکه تـگاو او نجراو سيمو ته ولېږله، چې پوځ او نورو حيواناتو ته په لنډه موده کې خوراکي توکي او واښه برابر کړي او خپله له خپلو ځينو پوځيانو سره د گندمک له لارې د جلال اباد پر لوري روان شو. کله چې نادر واورېدل، په جلال اباد کې يـې د مړينې خبرې کېـږي، نو د هغه ځاى له خلکو سره يـې له توند چلند څخه کار واخيست او د يوه کس پرځاى يـې د سلو کسانو سرونه پرې کړل او له هغه ځايه بيا د خيبر درې خوا ته روان شو. [۴۹] نادر له جلال اباد څخه د وتو پر وخت د خپل پوځ څه له پاسه دوولس زره کسان وړاندې ولېږل او امر يـې وکړ چې له عمده ځواک څخه دوه منزله فاصله واخلي. پر هماغه مهال د کابل مشر ناصرخان، د پېښور او خيبر تر شلو زرو زيات افغانان په خيبر گردنه کې ځاى پرځاى کړي وو، چې د ايراني پوځيانو د پرمختـگ مخنيوى وکړي. څـرنـگه چې د نادر (قراولانو) د خيبر درې په ختيزه غاړه کې د دښمن د شتوالي گزارش ورکړ، نو نادر تصميم ونيو چې خپل دوديز جگړه ييز چل وکاروي، په دې توگه له يوې ستونزمنې لارې مخکې راغلل او له بله پلوه يـې ناڅاپه پر دښمن بريد وکړ. نادر د يو ښه لارښود په موندلو سره د خپل ځواک لويه برخه په ديکاب نومې سيمه کې پرېښوده او خپله يې د دېرشو زرو سپرو په مشرۍ د (سه چوبه) له لارې چې ډېر اوچت غر دى، پر دښمن راودانگل، بله ورځ يـې دېرش فرسخه لار ووهله او د ناصرخان پر ځواکونو يـې بريد وکړ او دوى يـې په لنډه موده کې د پېښور او جمرود پرلوري تر شا کړل، ناصرخان او د مقابل لوري ځينې نور مشران يـې ونيول او تر درېيو ورځو وروسته د پاتې ځواکونو په راتلو سره د پېښور پر لوري روان شول.[۵۰] نادر د پېښور تر نيولو وروسته پر لاهور بريد وکړ او لاهور يـې له جگړې پرته ونيو. تر هغه وروسته د هند د گورگاني دولت پلازمېنې (پايتخت) شاه جهان آباد ته متوجه شو، چې د نار ځواکونو تر لږو جگړو وروسته د هند وروستي گورگاني واکمن محمدشاه تسليمېدو ته اړويست او نادر د 1151هـ کال د ذي الحجې په اتمه د جمعې په ورځ شاه جهان آباد (ډيلي) ته ننووت. [۵۱]

د کندوز او بلخ نيول

هغه مهال چې نادر د کندهار پر محاصره بوخت و، نو شل زره کسيز پوځ يـې د زوى رضا قلي ميرزا په مشرۍ له خراسانه د بلخ د نيولو په موخه روان شو او په ماروچاق سيمه کې د هرات مرستندوى پوځ هم ورسره ملگرى شو او وروسته د اندخوى پر لوري وخوځېدل. کله چې دا پوځ د اندخوى په يو منزلۍ قراتپې ته ورسېد، نو رضا قلي ميرزا د اندخوى حاکم عليمردانخان ته يو ليک ولېږه، دا اشاره يـې هم ورته کړې وه چې تسليم شي او ښار د عزيزقليخان دادخواه ورور نياز قلي ته ( چې مخکې يـې له عليمردانخان ازبک سره د هغه ځاى پر حکومت اختلاف پيدا شوى و او اصفهان ته رضا قلي ميرزا ته تللى و). وسپاري، عليمردانخان له ځان سره سوچ وکړ که له مقاومت پرته ورتسليم شي، نو حتماً به د کينه گرو: نياز قلي دادخواه او عزيز قلي له خوا ووژل شي، نو تصميم يـې ونيو چې د ځان او د ښاري خلکو د دفاع لپاره اوچت شي. نو رضا قلي ميرزا ته يـې ځواب ورکړ چې د ښار پرېښودو ته چمتو نه دى. د رضا قلي ميرزا پوځونو ډېر ژر ښار محاصره کړ، هلته عليمردانخان هم دېوالي (حصاري) جگړې پيل کړې، چې دا جگړې څلوېښت ورځې وغزېدې، اخر د سيمې ځينو فيوډالانو له عليمردانخان سره مخالفت پيل کړ او له دښمن سره يـې له مقاومت څخه لاسونه واخيستل، رضا قلي ميرزا د ښاريانو ترمنځ د اختلافونو په پوهېدو سره محاصره نوره هم تونده کړه، عليمردان چې وليدل د ښار خلک زړه نازړه شوي، نو له جگړې څخه يـې لاس واخيست او ښار يـې رضا قلي ميرزا ته وسپاره، رضا قلي ميرزا د اندخوى حکومت نيازقلي دادخواه ازبک ته وسپاره، عليمردان خان او د اندخوى ښار دوه نور مشران يـې چې له هغه سره يو لاس شوي وو، هرات ته واستول او هملته ووژل شول. [۵۲] د نادر پوځونو وروسته شبرغان او آقچه هم ونيول او د بلخ پر لوري وخوځېدل. د بلخ حاکم ابوالحسن د چنـگېزخان د کورنۍ له پاتوشونو، يو کمزورى او سست ارادې سړى و. د هغه ناظر قبچان د نادر له پوځ سره جگړې ته چمتو شو، له بلخ ښار څخه دوولس زره تنه د جگړې په موخه ووتل، چې بلخ ته نژدې يوه کوچنۍ خو خونړۍ جگړه ونښته، چې په پاى کې سيدخان قبچان له خپلو څو تنو پوځيانو سره د (شاديانو) خوا ته شاتـگ وکړ، ځينې پوځيان شاه مردان ته وتښتېدل او ځينې هم ښار ته راستانه شول او د نادر د پوځيانو پرمخ يـې دروازې وتړلې، رضاقلي ميرزا تر ښار دباندې چمن ته نژدې اردوځاى جوړ کړ. د نادر پوځونه به ډلې ډلې د ښار شا وخوا راتلل خلک به يـې لوټل او هغه شتمنۍ او مالونه به يـې خپلو اردوځايونو ته وړل. اخر د ښار ځينې سپين ږيري او روحانيون رضا قلي ميرزا ته ورغلل او د تسليمېدو چمتووالى يې وښود. رضاقلي ميرزا هم ددې وضعې هرکلى وکړ او خپل ځينې مشران يـې د لوټونو او غلاوو د مخنيوي لپاره ښار ته ولېږدول او ځاى پر ځاى کړل. ابوالحسن چې د ښار په بالاحصار کې پټ و، کله چې خبر شو د نادر ځواکونو د ښار ځينې برخې نيولي، قرآن په لاس او توره په غاړه له ارگ څخه ووت او رضاقلي ميرزا ته تسليم شو. رضاقلي همدغه سړى خپل پلار ته چې د کندهار پر محاصره بوخت و، ولېږه. نادر هغه ته اجازه ورکړه چې د خداى د کور زيارت ته لاړ شي او هلته ومري. رضاقلي ميرزا د بلخ تر فتحې وروسته، خپل ځينې پوځيان د شاه قلي مروي په مشرۍ د سيدخان قبچان د څارنې او نيونې لپاره سانچارک ته ولېږل. له بل لوري سيدخان ازبک خپل ځينې نور کسان د سنچارک شا و خوا ته واستول، هغوى يـې د نادر د پوځونو له لوټونو او د تباهۍ له گواښ څخه خبر کړل او هيله يـې ورڅخه وکړه چې د نادر د پوځونو په له منځه وړلو کې ورسره مرسته وکړي. د سنچارک سيمې ازبکان د سيدخان ازبک په پلوي اوچت شول، په يوه جگړه کې چې په يوه دره کې د شاه قلي بېگ له ځواکونو سره وشوه، د دښمن پوځ ته يـې وژونکى گوزار ورکړ، چې ان په پيل کې د دښمن د اختلال سبب شو. محمد کاظم ددې جگړې يو انځور داسې کاږي: "هغه دوې ډلې د دوو رودونو او يا دوو غرونو په شان يو پر بل راپرېوتلې، داسې جگړه ونښته چې وينې څښونکى بهرام ورته گوته پر غاښ پاتې شو: ژباړه: دوو لښکرو زړونه مرگ ته کښېښودل د ږليو په شان غشي اورېدل يو پر بل باندې بريدونه پيل شول غرونو، دښتو په سرو وينو ولامبل هوا ډکه شوه له تورو او له غشيو واړه تږې شگې شوې پرې خړوبې سره ويې وژل هره خوا ښه ډېر چې له مړو ټولې لارې ډکې شوې.[۵۳]

چې د يوه ازبک قومندان په وژل کېدوسره د سيدخان خلک وارخطا شول، چې په پايله کې له ماتې سره مخامخ شول. ځينې ټپيان، ځينې مړه شول او ځينې وتښتېدل، د نادر پوځونو د هغه ځاى مېشت ټول مالدار او څاروي لرونکي ازبکان له ځان سره په زوره بلخ ته بوتلل او دوى بېرته خپلو لومړنيو ځايونو ته راغلل، هغه بل پوځ چې د رضاقلي ميرزا له خوا د سيدخان قبچان په څارنې پسې روان شوى و، د سيدخان د ډلې د ځپلو لپاره د سانچارک پر لوري روان شو. سيدخان ازبک څه موده د هغې سيمې په غرونو کې پټ و، کله چې خبر شو د نادر خلک يـې له څارنې لاس نه اخلي، نو اړ شو چې کندوز ته د يو سفخان ازبک ورور هزاره خان ته لاړ شي او پناه ځنې واخلي. د نادر پوځونه د سانچارک سيمې د خلکو تر تابع کولو او له هغو څخه د مالياتو او ډېرو نورو شتو تر اخيستو وروسته بېرته بلخ ته ستانه شول. رضاقلي ميرزا د بلخ حکومت يوڅه نور هم ښه کړ او خپله له خپل پوځ سره د قارشي او آمو سواحلو خوا ته روان شو.[۵۴] وروسته تر دې چې رضاقلي ميرزا د آمو په سواحلو کې بېلابېل ښارونه او ښارگوټي ونيول، نو خبر ورکړل شو چې د کندوز د حاکم يو سفخان ازبک ورور هزاره بېگ د سيدخان قبچاق په مرسته د نادر له پوځونو سره جگړې ته چمتو کېږي، رضاقلي د طهماسب خان جلاير په لارښوونه خپل پوځ د کندوز پر لوري روان کړ. د نادر د پوځونو وژنو او لوټونو د سيدخان او د کندوز د حاکم يوسفخان په زړونو کې داسې وېره رامنځته کړې وه، چې کندوز ته د نادر د پوځونو تر راتـگ دمخه سيدخان بدخشان ته د هغه ځاى والي نباتخان ته وتښتېد، يو سفخان چې يو وېرندوکى سړى و، د نادر له پوځ سره تر مخامخېدو مخکې سکته وکړه. کله چې رضاقلي ميرزا د کندوز څو فرسخۍ ته ورسېد. مشران، فيوډالان او روحانيون له ډاليو سره ورغلل او له هغه سره يـې خپل ملاتړ څرگند کړ، رضاقلي ميرزا له مقاومت پرته کندوز ته ننووت او د يو سفخان کلا يـې د خپل استوگنځي په توگه وټاکله. محمدکاظم د رښتينو روايت کوونکو له خولې وايي چې يوسفخان ازبک يو عياش، بډاى او ښځې خوښوونکى سړى و، چې له هغې سيمې څخه يـې شپږ سوه ښځې او نجونې په زور خپلې کلا ته راوستلې وې او ساتلې يـې، هغه ښځو ته اېلول، سندرې غږول، نڅاوې، موسيقۍ، شعبده بازۍ او رسۍ بازۍ ورزده کړې وې، سربېره پر دې يـې ځينو خلکو ته زرگري، ميناتوري، انځورگري، نقاشي، بقالي، بزازي، سيمساري او نورې حرفې (کسبونه) چې د ټولو شمېر (33) کېده ورښودلې وې، چې ټولو به دده په گټه کار کاوه. په کلا کې يـې دننه نورې بېلابېلې او پراخې ودانۍ جوړې کړې وې. داسې بازار يـې هم ودان کړى و چې د بېلابېلو دکانونو کتارونه په کې وو او ځينو ښځو به په کې سودا او نورې سوداگريزې معاملې کولې… دى به په خپله د تنباکو پلورونکي په توگه بازار ته راته او په کليواله لهجه به يـې ويل: "اى تر سر مو وگرځم، تر نوم مو ځار شم، اى زما ترورې! زما تنباکو هم کله - کله څکوئ، پيسې هم راکړئ او ژر – ژر اهونه وکاږئ". هغه به له ښځو سره همداسې خبرې کولې او خپل ډېر وخت به يـې د ښکلو څيزونو په رانيولو تېراوه، له ښځو سره به يـې ټوکې، شوخي او شخړې کولې او کله به يـې د سندرغاړو او سازنده وو پر خبرو ځان بوختاوه او په خوښۍ سره يـې ژوند کاوه. [۵۵] د يوسفخان تر مړينې وروسته رضاقلي ميرزا د کندوز حکومت هزاره بېگ ازبک ته وسپاره، هغه مېرمنې يـې چې يوسفخان خپلې کلا ته راوستلې وې ځينې د خپل پوځ مشرانو او مخکښانو ته وروبښلې او ځينې يـې رخصت کړې، چې خپلو اصلي استوگنځيو ته لاړې شي. وروسته رضاقلي ميرزا له خپلو پوځونو سره بدخشان ته روان شو، خو پر همدې مهال ورته د نادر فرمان ورسېد، چې بېرته بلخ ته ستون شي او د هغه ولايت مشرتابه ټينـگ کړي او د هغه دربار ته ورشي. رضاقلي ميرزا هم د پلار په امر بلخ ته لاړ او بلخ حکومت يـې د عزيزقلي داد خواه ورور نياز خان ته وسپاره او خپله له طهماسب خان جلاير سره کابل ته روان شو او وروسته جلال اباد ته لاړ او له خپل پلار سره يـې وکتل او د نادر د وليعهد په توگه وټاکل شو، تر هغه وروسته ايران ته روان شو. [۵۶] تر (1740) م کال وروسته د نادر د استبدادي دولت پرضد د افغانانو پرله پسې پاڅونونه ترسره کېږي، چې دا دى د نېټو او اوډون له مخې به يـې ولولو:

سرچينې

  1. لکهارت: انقراض سلسلهْ صفويه، د ډاکټر اسمعيل دولتشاهي ژباړه، تهران، 1344 ل کال، 369 مخ. نادرشاه: د مشفق همداني ژباړه، 1330ل کال چاپ، 40 – 44 مخونه
  2. جهانکشاى نادري: 71- 72 مخونه. زنداني نادرشاه: 46 – 47 مخونه.
  3. زنداني نادرشاه: 47 مخ. انقراض سلسلهْ صفويه: 374مخ. نادرشاه: 43 مخ.
  4. سايکس: د حسين سعادت نوري ژباړه، دويم ټوک، 32 څپرکى، 1336 ل کال، چاپ، تهران.
  5. لکهـارت: انقراض سلسلهْ صفويه، د دولتشاهي ژباړه، 37مخ. زنداني نادرشاه: 48مخ.
  6. انقراض سلسلهْ صفويه، 374 – 376 مخونه. نادرشاه: 48- 58 مخونه.
  7. انقراض سلسلهْ صفويه، 374 – 376 مخونه. نادرشاه: 48- 58 مخونه.
  8. هماغه اثر: هماغه مخ.
  9. عالـم آراى نادري: لومړى ټوک، 234 مخ.
  10. عالـم آراى نادري: لومړى ټوک تر 235 مخ وروسته.
  11. غبار: افغانستان در مسير تاريخ، 344 مخ.
  12. محمدکاظم: لومړى ټوک، 242- 247 مخونه.
  13. محمدکاظم: لومړى ټوک، 242- 247 مخونه.
  14. محمد کاظم: لومړى ټوک، 260 مخ.
  15. محمد کاظم: لومړى ټوک، 270 مخ.
  16. محمد کاظم: لومړى ټوک، 272 – 276 مخونه.
  17. غبار: افغانستان در مسيرتاريخ، 244 مخ.
  18. محمدکاظم: لومړى ټوک، 277 مخ.
  19. محمدکاظم: لومړى ټوک، 277 مخ.
  20. محمدکاظم: لومړى ټوک، 278- 279 مخونه.
  21. محمدکاظم: لومړى ټوک، 280 مخ. جهانکشاى نادري: 154 مخ.
  22. ميرزا مهدي خان استر آبادي: جهانکشاى نادري، 155 مخ.
  23. محمدکاظم: عالـم اراى نادري، لومړى ټوک، 282- 284 مخونه.
  24. ميرزا مهدي خان استرآبادي: جهانکشاى نادري، 155مخ.
  25. محمدکاظم: لومړى ټوک، 293 مخ.
  26. محمدکاظم: لومړى ټوک، 308 – 310 مخونه.
  27. لکهارت: نادرشاه، 156 مخ.
  28. گنداسنـگ: درانى احمدشاه، د ا. ج. علومو اکاډمي، 1366ل کال، 18 مخ ( د تاريخ سلطاني، 118 مخ. ميرزا مهدي خان ، 179 – 182 مخونو په حواله)
  29. گنداسنـگ: درانى احمدشاه، د ا. ج. علومو اکاډمي، 1366ل کال 157 مخ. دولت نادرشاه افشار: 167 مخ
  30. گنداسنـگ: درانى احمدشاه، د نصرالله سوبمن ژباړه، د ا. ج. علومو اکاډمي، 1366ل کال، 19 مخ.
  31. د جهانکشاى نادري د ليکوال په وينا(287- 288- 297- 302- 304 مخونه) او د لکهارت په وينا: د نادر ځواکونو چې د زمينداور د نيولو لپاره له گرشک څخه ماموريت اخيستى و، هڅه کوله چې ډېر ژر د زمينداور کلا ونيسي او خلک اطاعت ته اړ کړي، خو د افغانانو له خوا له داسې مقاومت سره مخامخ شول چې د 1151هـ کال د ژمي تر پايه ونه توانېدل هغه سيمه په بشپړ ډول ونيسي، خو بُست او د هغه شا و خوا سيمې يـې يوازې د څو مياشتو لپاره ونيولې او هغه مالونه يـې کندهار ته ولېږدول، چې له خلکو څخه يـې اخيستي وو.( لکهارت: 161 مخ).
  32. لکهارت: نادرشاه، 158- 159 مخونه.
  33. دولت نادرشاهْ افشار: 167 مخ. ميرزامهدي خان: جهانکشاى نادري، 297- 309 مخونه. محمدکاظم: دويم ټوک، 86 مخ.
  34. محمدکاظم د کندهار کلا په ستاينه کې وايي:

    کينډۍ:د شعر پای (محمد کاظم: دويم ټوک، 83 – 84 مخونه)

  35. دولت نادرشاه افشار: 167- 168 مخونه.
  36. لکهارت: هماغه اثر، 159- 162 مخونه.
  37. هماغه اثر: 162 مخ.
  38. دولت نادرشاه افشار:267 مخ.
  39. دولت نادرشاه افشار:: 270 مخ. جهانکشاى نادري: تر 300 مخ وروسته.
  40. لکهارت: نادرشاه، 164 مخ.
  41. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ. د محمدکاظم له دويم ټوک، 176 مخ سره دې پرتله شي.
  42. لکهارت: نادرشاه، 170 مخ.
  43. گنداسنـگ: درانى احمدشاه، د علومو اکاډمي چاپ، 1366ل کال، 24 مخ (د تاريخ حسين شاهي 9- 10 مخونه. تاريخ سلطاني: 121 مخ، صولت افغاني: 341 مخ، لکهارت: نادرشاه، 170 مخ، محمدکاظم: دويم ټوک، 178 مخ په حواله).
  44. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ.
  45. ميرزا مهدي خان: جهانکشاى نادري، 304 – 310 مخونه. محمدکاظم: دويم ټوک، 188 – 189 مخونه.
  46. محمدکاظم: نامه عالـم آراى نادري، دويم ټوک، 202- 208 مخونه.
  47. دولت نادرشاه افشار: 270 مخ.
  48. ميليسون: د افغانستان تاريخ، پښتو ژباړه، منشي احمدجان، پېښور چاپ، 1930 م کال، 248 مخ.
  49. محمدشفيع تهراني: تاريخ نادرشاه، 34- 44 مخونه. لکهارت: 171مخ.
  50. محمدکاظم: نامه عالـم آراى نادري، مسکو چاپ، 1966 م کال، درېيم ټوک، 220 مخ.
  51. بيان واقع در احوال نادرشاه: عبدالکريم ابن خواجه عاقبت کشميري، د ډاکټر کي، بي نسيم په سمون، د پنجاب پوهنتون چاپ، لاهور، 1970م کال، 35 مخ.
  52. محمدکاظم: دويم ټوک، 212- 213 مخونه.
  53. هماغه اثر: 221- 224 مخونه.
  54. هماغه اثر: 221- 224 مخونه.
  55. هماغه اثر: 260 مخ.
  56. هماغه اثر: 269 مخ.
  57. چو زد شاه جم قدر ردون وقار سرا پرده بر دامن قندهار
    يکي باره بر قُلهْ کوه ديد ز مردم جهاني پر انبوه ديد
    يکي قلعه چون طاق نيلي حصار بر وجش سراسر شده استوار
    رواق فلک طاق دروازه اش در افاق افتاده آوازه اش
    لب خندق و خاکريزش به هم نهايات ملک وجود و عدم
    بدامان وى کآفت اڼيخته فلک مشت خاکستري ريخته
    ز رفعت بدان قلعهْ دلنواز فلک زير دست او مه سرفراز
    سرکڼره ش بر فلک کرده راه خراشيده زان روى خرشيد و ماه
    درش بسته مانند قوس قزح نمايان ز بالاش قوس و قدح
    فلک سا لها رد عالـم دويد بنايى بداڼونه هرز نديد
    قلم ر کند وصف ان را رقم قلم را کند بار دېر قلم
    نکو قلعهْ کوه پر از سڼ بود به کوهْ دماوند در جڼ بود
    سر خاکريزش بر افلاک بود برش آسمان تودهْ خاک بود