مسرت مومند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مسرت مومند

مسرت مومند د پښتو ژبې يوه نوې سندرغاړې ده. پېغله مسرت مومند په پېښور کې زېږېدلې ده. دې پر لنډ مهال وکولای شول، چې د موسيقۍ په ډگر کې يې ښايسته ډېر مينه وال پيدا شي. مومند لکه د پښتو ژبې د بلې نامتو سندرغاړې غزله جاوېد په څېر ښکلی غږ او ښکلې څېره لري. دا په خپله داسې وايي: «غزالې په واقيعت کې د پښتو سندرغاړو لويه تشه ډکه کړې ده، زه هم له موسيقۍ او ټنگ ټکور سره مينه لرم، او همدا لامل دی چې په ډېرو سختو شرايطو کې مې له خپل هنر څخه لاس وانه خيست، د تندلارو د گواښونو او د کورنۍ له سختگيرۍ سره سره مې د موسيقۍ لاره خپله کړه او سندرې ويل مې غوره وبلل. زما آرمان دا دی چې خپل ټنگ ټکور معياري کړم او له همدې لارې خپله کورنۍ څخه ملاتړ وکړم». مسرت مومند او غزاله جاوېد هغه دوې سندرغاړې دي چې اوس يې وخت ناوخت سندرې په افغانی ټلويزيوني چېنلونو کې خپريږي. د مگړۍ په کابل کې د مسرت مومند او غزالې جاوید په څېر د کوزې پښتونخوا د ځينو سندرغاړو د يوې نندارې بيه تر ۴۰۰۰ امريکايې ډالرو پورې رسېږي . په داسې حال کې چې د افغانستان د محلي سندرغاړو د ېوې نندارې بيه يوازې تر څو سوو ډالرو پورې محدوده ده . د مسرت مومند او د دې په څېر ځينو نورو نويو خوږ غږو سندرغاړو لپاره د شهرت کانال تر هر څه ډېر سيمه ييزو راډيوگانو او ټلويزوني چېنلونو پرانيست او هغوي يې د افغانستان په دننه کې هم په ټولو وپېژندلې، په خاصه توگه په پښتنو باندي.

اخځونه

http://archive.is/20121129183640/pashto-film-drama.blogspot.com/2010/05/musarrat-mohmand-beautiful-new-singer.html

http://www.dw-world.de/dw/article/0,,6175507,00.html۲[مړه لينکونه]