بوکمول

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ناروېژي ژبه په دوه لويو گړدودونووېشل شوې ده ، چې دواړه گړدودونه ېې په نسبي توگه په دوه ؤ سيمو وېشل شوي چې ورته اوستلاند(ختيځخوا) او ويستلاند (لوېديځخوا) پورې د نفوسو په کچه يادېږي او دا دوه گړدودونه خپل خپل نومونه لري چې ورته بوکمول او نينوشک وايي . بوکمول د حکومت په رسمي چارو کې لوی رول لوبوي چې ورته (هوووډ مول) وايي چې مانا ېې (رسمي) او لومړنی هدف راوځي. او په څنگ کې ېې بله سيمه ايزه ژبه يا گړدود (نينوشک) ده چې ورته (سيده مول)وايي يانې (ورسره حدف)په نوم يادېږي. که څه هم دا دواړه گړدودونه د ناروې رسمي ژبې گڼل کېږي خو د ډېنمارکي ژبې تر اغېزې لاندې گډوله گړدودونه دي او لومړی گړدود چې بوکمول نومېږي ټوله د ډېنمارکي تر اغېزې لاندې . دا ځکه چې د بوکمول ژبې بنسټ ايښودونکی کنوډ کنوډسن ( زېږېدنه 1812..1895) وروسته له 1850مې څخه د ډېنمارکي ژبې څخه ناروېژي بوکمول ژبه جوړونه پېل کړه او يوازې د ژبې د تلفظ په برخه کې ېې توپيرونه ښکاري چې په نننۍ ناروېژي رسمي ژبې پېژندل شوې او ډېر وييکي ېې د وخت دبدلون سره نوي شوي هم دي. نينوشک د ډېنمارکي ژبې تر اغېزې ډېره کمه راغلې ، ځکه چې د نينوشک ژبې جوړونکی ايوار اوسن (زېږېدلی1813،1896) له کال 1842م څخه تر 1848 پورې د نينوشک ژبې بنسټ کېښود. دا ژبه د ناروېژيانو په قول د ناروې له بېلابېلوگړدودونو څخه جوړه ده او د نوې ناروېژۍ په نوم هم يادېږي. او بل يوازينی او ځانگړی توپير ېې له بوکمول سره په ژبدوديزه برخه کې په غږيزه او ليکدوديزه څانگه کې څرگنده ده .