یعقوب بن لیث صفاری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

تاریخ سیستان د یعقوب بن لیث او عمرو لیث پر خویونو او خصلتونو باندي د بحث په ترڅ کي د یعقوب بن لیث پر دینداری، سخا او عدالت باندي ږغیږي، او وایی چي یعقوب ډیر سخي وو؛ هیڅ وخت یې تر پنځه سوه او زر دیناره کم بخشش نه کاوه او لس زره، شل زره، پنځوس زره ، سل زره دینار او درم یې خلکو ته ورکړي دي او عبداله بن زیاد ته یې، چي له ده سره ملگری سو، پنځه سوه زره دیناره ورکړل[۱]. یعقوب بن لیث د یوه مسگر زوی وو. په لومړۍ ځواني کي یې د لارو په نیولو او کاروانونو په وهلو گوزاره کوله. د بخشش او عطا لپاره يې دا په میلیونونو دیناره د نورو د خزانو د لوټلو او هغو لښکرکښیو او چور او تالان څخه ترلاسه کړي وه چي ښایی په لس هاووزره او حتی په سل هاوو زره بیگناه انسانان به پکښي قتل سوي وي. یعقوب د خپلي پاچهی ټول کلونه په جنگ، چور او تالان تیر کړل. په هر ځای کي چي د خزانو او مالونو په باب خبر ورته ورسیدی هغې خواته یې حرکت وکړ او مالونه یې په زور او ظلم ترلاسه کړل[۲]. یعقوب بن اللیث د خپل قدرت په وخت کي، د بل هر ورانکار او مستبد سلطان په څير، هغه قلاوي چي لویو فاتحینو نه سوای فتح کولای، وراني کړې، بیرته یې آبادي کړې او زندانونه یې ورڅخه جوړ کړل[۳] یعقوب او عمرو د قدرت په وخت کي ډیر جابر او قهرجن وه او چنداني یې دښمن ته بخښنه نه کول. دښمنان به یې زیاتره د خپلو ټولو طرفدارانو سره وژل [۴] حتی درهم بن نصر، چي یو وخت د سیستان حکمران وو، او یعقوب ته یې سپه سالاري ورکړې وه؛ کله چي یعقوب د سیستان قدرت ورڅخه ونیوی او هغه عباسي دربار ته پناه یوړه او یو وخت بیرته د عباسي خلیفه د استازي په توگه د یعقوب دربارته ورغی یعقوب هغه وواژه[۵]. یعقوب بن اللیث بن معدل د سیستان د قرنین د کلي اوسیدونکی وو او کله چي ښارته راغی نو مسگري یې شروع کړه، او د میاشتي په پنځه لس درهمه مزدور وو. څرنگه چي په دې لږ مزدوري یې قناعت نه سو کولای نو عیار سو او غلا او لارو نیولو ته یې مخه کړه[۶]. کرار کرار یې ډله ډیره غټه سوه او د بست د عیارانو مشر سو. وروسته د سیستان د حاکم صالح بن نصر کناني، چي تاریخ گردیزي یې نصر بن صالح لیکي، په خدمت کي شامل سو. هغه د خپلو لښکرو سپه سالاري ورکړه. لږ وروسته یې صالح له قدرته لیري کړ. صالح وتښتیدی او د اوسني قندهار په شمالي سیمو کي د یعقوب د لښکرو لاسته ورغی. یعقوب هغه بندي کړی او په بند کي مړ سو. یعقوب بن اللیث د سیستان مستقل حکمران سو او له دغه ځایه څخه یې هري خواته فتوخات پیل کړل. د ده له ښې طالع، د اسلام د خلافت د مرکز بغداد په شمول، هري خواته واړه او لوی حکومتونه داسي کمزوري وه چي تر یعقوب له واړه قوت سره یې هم مقاومت نه سو کولای. د یعقوب مټي له هري فتح سره غښتلي کیدل او د امپراطوری لمن یې ورځ په ورځ دونه پراخه سوه چي له خلیفه سره یې ویره پیدا کړه. یعقوب بن اللیث د خپلي پاچهی په لومړیو دوولسو کالو کي له ټولو جنگونو څخه بریالی را ووت او بالاخره يې په سر کي د اسلام د خلافت د مرکز بغداد د نیولو هوا پیدا سوه. د شیراز د نیولو څخه وروسته یې تقریبا ټول فارس تر لاس لاندي سو خو د خلیفه المعتمد د ورور الموفق په مقابل کي یې د حلوان په جنگ کي ماته وکړه او خوزستان ته وتښتیدی. دوه کاله وروسته یې بیا د بغداد د نیولو عزم وکړ. کله چي خلیفه خپل استازی ور واستاوه او ورته وې ویل چي په تیر ځل کي زموږ قدرت درمعلوم سو نو باید چي توبه وکړې او زموږ له مخالفت څخه لاس واخلې او د خراسان په باچهی قانع سې نو یعقوب په جواب کي ورته وویل چي زه د یوه نجار زوی یم؛ د خپل بازو او همت په زور مي ځان تر دغه ځایه را رسولی دی او چي تر څو مي خلیفه را پرزولی نه وي آرام به ونه کړم. که مي دا مرام تر سره سو خو واوا او که نه وي نو پیاز او ډوډۍ او د نجاری کسب زما څخه څوک نه سي اخیستلای[۷]. یعقوب بن لیث په ۸۷۸ کال کي په جندیشاپور کي د قولنج د ناروغی له امله وفات سو او په خزانه کي پنځوس میلیونه درمه او اته سوه زره دیناره نغد ورڅخه پاته سول[۸]. د هغه ورور عمرو بن لیث، د خلیفه المعتمد د زړه د ترلاسه کولو لپاره، هغه ته، د احمد بن عبدالعزیز بن ابي دُلف له لوټلو خزانو څخه ډیر زیات سوغاتونه واستول. په دې کي څه باندي درې سوه زره دیناره ، پنځوس منه مشک، پنځوس منه عنبر، دوه سوه منه عود، درې سوه نقش و نگار لباسونه ، د سرو زرو او سپینو زرو لوښي ، څاروي او غلامان شامل وه[۹] . یعقوب بن لیث د خپل یوه رقیب حسن بن زید علوي سره د جنگ لپاره د ډیرو زیاتو پوځیانو سره روان سو، خو مخکي له هغه چي د حسن بن زید سره مخامخ سي، د سختو بارانونو د اوریدلو له امله یې، چي څلویښت ورځي او شپې یې دوام وکړ، څلویښت زره عسکر تلف سول او بیرته ستنیدلو ته مجبور سو[۱۰].

سرچینۍ[سمول]

  1. تاریخ سیستان ص ۲۶۳
  2. تاریخ گزیده ص ۳۷۲
  3. مسالک وممالک ص ۱۰۵
  4. مسالک وممالک ص ۱۰۵
  5. مسالک وممالک ص ۱۰۵
  6. تاریخ گردیزي ص ۳۰۴
  7. تاریخ حبیب السیر جلد دوم ص ۳۴۷
  8. مروج الذهب جلد دوم ص ۶۰۱
  9. روضته الصفا ص ۵۴۰
  10. روضته الصفا ص ۵۳۸