کيپ ورډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کیپ ورډ نه مخ گرځېدلی)
بيرغ نښان
Location of  کيپ ورډ  () – in افریقا  (اسماني & خاورین) – in افریقا  (اسماني)
Location of  کيپ ورډ  ()

– in افریقا  (اسماني & خاورین)
– in افریقا  (اسماني)

نخشه
موقعيت
Location of  کيپ ورډ  ()

– in افریقا  (اسماني & خاورین)
– in افریقا  (اسماني)

حکومت
 -  ولسمشر خورخه کارلوس فونسکا
 -  لومړی ‌وزیر یولیسز کوریا ای سیلوا
Legislature ولسي جرګه
جوړښت
 -  خپلواکي له پرتګالنه ۵ جوم ۱۹۷۵ 
 -  څوګوندیزه حکومت ۱۳ جنوري ۱۹۹۰ 
ارتوالی
 -  ټولټال ۴۰۳۳ کيلومتر2 (۱۶۶ام)
۱٬۵۵۷ sq mi 
 -  اوبه (%) لږ څه
د وګړو شمېر
 -  ۲۰۱۶ estimate ۵۳۹٬۵۶۰[۱] (۱۶۷ا)
 -  ګڼه ګونه ۱۲۳٫۷/km2 (۸۹ام)
۳۲۵٫۰/sq mi
نا خالص داخلي تولید (PPP) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۴٫۳۲۳ بیلیونه 
 -  پر کس $۷٬۷۲۸[۲] 
GDP (nominal) ۲۰۱۹ اټکل
 -  ټولټال $۲٫۰۴۲ بیلیونه 
 -  پر کس $۳٬۶۵۱[۲] 
Gini (۲۰۰۸) ۴۷٫۲ 
بشري پرمختيا (۲۰۱۸) ۰٫۶۵۱ (۱۲۶ام)
د وخت سيمه (UTC-۱)
 -  اوړی (DST) not observed (UTC-۱)
د موټر چلولو لوری ښوی
د انټرنټ مخکښ شپول .cv
پيل ګڼ +۲۳۸

کیپ ورډ په پرتګالي República de Cabo Verde) په انګلیسي Cape Verde) رسمي نوم د کیپ ورډ ولسمشریزه د لس اورشیندو ټاپوګانو جوړ هیواد په آرام سمندر کې موقیعت لري. یاده سیمه د افریقا لویدیځ لورته په ۵۷۰ کیلومتری کې پرته ده چې ۴۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لرې. پلازمینه د پرایا ښار رسمی ژبه پرتګالي او د وګړو شمیر یې ۰۰'۵۰۳ تنه دي، نوموړی هیواد ۵ د جون ۱۹۷۵م کال له پرتګال نه خپله خپلواکی ترلاسه کړی.

د کېپ واردې یا کابو واردې، په رسمي ډول د کابو واردې جمهوریت، د منځني اتلانیتک په سمندر کې له کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی ټاپو هېواد دی چې لس اور غورځوونکي ټاپوګان لري او ټول مساحت یې نږدې ۴،۰۳۳ کیلومتره مربع (۱،۵۵۷ مایل مربع) دی. دا ټاپوګان د کېپ-ورټ لویدیځ ته، چې د افریقا لویدیځه نقطه ده، له ۶۰۰ څخه تر ۸۵۰  کیلومترو (۳۲۰ څخه تر  ۴۶۰ سمندري مایل) پورې موقعیت لري. د کېپ واردې ټاپوګان له ازورس، کانري ټاپوګانو، مادیرا او ساوېچ ټاپوګانو سره یوځای د میکارونیزیا د حیاتي سیمې برخه دي. [۳]

د کېپ واردې ټاپوګان تر ۱۵ پېړۍ پورې، کله چې پرتګالي سپړونکو ټاپوګان کشف او مستعمره کړل، بې استوګنې وو، چې په دې توګه په استوایي سیمو کې لومړۍ اروپایي استوګنه رامنځ ته شوه. له هغه ځایه چې د کېپ واردې ټاپوګان د اتلانتیک غلامانو په سوداګرۍ کې د ونډې لپاره په غوره ځای کې موقعیت درلود، کېپ واردې د ۱۶ او ۱۷ پېړیو په اوږدو کې له اقتصادي پلوه سوکاله شو، چې سوداګر، شخصي جنګي بېړۍ او سمندري غله یې راجلب کړل. دا سیمه په ۱۹ پېړۍ کې د اتلانتیک غلامانو سوداګرۍ د رکود له امله له اقتصادي رکود سره مخ شوه، او په دې وخت کې یې زیاتره اوسېدونکي کډه شول. خو کېپ واردې په تدریجي ډول د یو مهم سوداګریز مرکز او د لوی بار وړلو لارو په اوږدو کې د غوره تمځای په توګه له اقتصادي اړخه بېرته ورغېد. په ۱۹۵۱ کال کې، کېپ واردې د پرتګال د بهرنۍ څانګې په توګه مدغم شو، خو اوسېدونکو د خپلواکۍ لپاره مبارزو ته دوام ورکړ، چې په ۱۹۷۵ کال کې ترلاسه کړه.

کېپ واردې د ۱۹۹۰ لسیزې له پیل راهیسې، یو باثباته پارلماني ډیموکراتیک نظام دی او په افریقا کې یو له ډېرو پرمختللو او دیموکراتیکو هېوادونو څخه پاتې شوی. د طبیعي زیرمو د نشتوالي له امله، د دې هېواد پراختیا په حال کې اقتصاد تر ډېره د خدماتو پر بنسټ ولاړ دی، چې په ګرځندوی او بهرنۍ پانګونې تمرکز کوي. د دې هېواد ۴۸۳، ۶۲۸ نفوس (د ۲۰۲۱ کال سرشمېرنې پر بنسټ) زیاتره د ګډ افریقایي او اروپایی میراث پاتې شوني دي او په عمده ډول د رومي کاتولیک مذهب لارویان دي چې د پرتګالي واکمنۍ میراث په ګوته کوي. په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي توګه په متحده ایالاتو او پرتګال کې، د کېپ واردې تیت وګړو پراخې ټولنه شته، چې د ټاپوګانو له اوسېدونکو څخه یې شمېر لوړ دی. کېپ واردې د افریقایي ټولنې غړی هېواد دی.

د کېپ واردې رسمي ژبه پرتګالي ده او دا یې د زدکړې او حکومت ژبه ده. دا ژپه په ورځپاڼو، تلویزیون او راډیو کې هم کارول کېږي. رسمي ملي ژبه یې کېپ وادري کریو یا Cape Verdean Creole  ده، چې د نفوس د لوی اکثریت له خوا پرې خبرې کېږي. [۴]

د لغت ریښه[سمول]

دا هېواد د سینیګال په ساحل کې د کېپ-ورټ (Cap-Vert) ټاپو د نوم پر بنسټ نومول شوی دی. د Cap-Vert نوم په خپل وار سره، د پرتګالي ژبې Cabo Verde څخه اخیستل شوی چې د شنې څوکې په معنی دی. دا نوم پرتګالي سپېړونکو په ۱۴۴۴ کال کې، څو کاله د ټاپوګانو له کشف وړاندې، کېپ ته ورکړ.  [۵]

د ۲۰۱۳ کال د اکتوبر په ۲۴ نېټه، ملګرو ملتونو ته د دې هېواد پلاوي په ډاګه کړه چې نور هېوادونه باید نور د کېپ واردې یا د کابو واردې کومه بله ژباړه د دې هېواد د رسمي نوم د برخې په توګه ونه کاروي: ټول هېوادونه باید د کابو واردې جمهوریت د هېواد د رسمي نوم په توګه وکاروي. د انګلیسي ژبې تکلم کوونکو د کېپ واردې نوم د ټاپوګانو د ټولګې لپاره کارولی او په ۱۹۷۵ کال کې د دې هېواد له خپلواکې راهیسې یې دې هېواد ته کارولی. په ۲۰۱۳ کال کې، د کېپ واردې حکومت پرېکړه وکړه چې له دې وروسته به پرتګالي نوم Cabo Verde د رسمي موخو لپاره، د ملګرو ملتونو په ګډون، وکاروي حتی کله چې په انګلیسي ژبه کې تلکم یا لیکل کېږي. [۶]

ایداري وېش[سمول]

تاریخ[سمول]

جغرافیه[سمول]

اقتصاد[سمول]

کلتور[سمول]

  1. "World Population Prospects: The 2017 Revision". ESA.UN.org (custom data acquired via website). United Nations Department of Economic and Social Affairs, Population Division. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ "Report for Selected Countries and Subjects". www.imf.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Tanya Basu (12 دسمبر 2013). "Cape Verde Gets New Name: 5 Things to Know About How Maps Change". National Geographic. مؤرشف من الأصل في 13 دسمبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 12 دسمبر 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Constituição da República de Cabo Verde" (PDF). ICRC databases on international humanitarian law. Article 9. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lobban, p. 4 Archived 25 January 2016 at the Wayback Machine.
  6. "Cabo Verde põe fim à tradução da sua designação oficial" [Cabo Verde puts an end to translation of its official designation] (په پرتگیزی ژبه کي). Panapress. 31 اکتوبر 2013. مؤرشف من الأصل في 17 دسمبر 2013. د لاسرسي‌نېټه 17 دسمبر 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)