ژاک پير بريسوټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژاک پير بريسوټ
(فرانسیسی: Jacques Pierre Brissot د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ژاک پير بريسوټ
ژاک پير بريسوټ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ جنوري ۱۷۵۴[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 31 اکتوبر 1793 (39 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پاريس  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت فرانسه  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
خبريال
ډیپلوماټ
قاضي  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه فرانسوي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) فرانسوي[۱]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ژاک پير بريسوټ
ژاک پير بريسوټ

ژاک پییر بریسوټ (۱۶ د جنوري ۱۷۵۴ – ۳۱ د اکټوبر ۱۷۹۳)، چا چې د «ډي وارويل» نوم خپل کړ (د ډی اوارویلی انګلیسي بڼه، د لاویس په کلي کې یو کوچنۍ سیمه چیرته چې د هغه پلار ځمکه درلوده)، د فرانسوي انقلاب پر مهال د «ژيرونډن» یو مخکښ غړی او د تورپوستو ملګرو د مرییتوب مخنیونکې ټولنې بنسټګر و. ځینې سرچینې هغه ته د «ژان پییر بریسوټ» نوم ورکوي. [۶]

ژوند ليک[سمول]

د ژوند لومړي کلونه او کورنۍ[سمول]

بریسوټ په «چارټریس» کې زیږیدلی چې د یوې مسافر خانې د ساتونکي ديارلسم بچی و. هغه زده کړه وکړه او د قانون د امر په توګه یې کار وکړ؛ لومړی په «چارټریس»  بیا په پاریس کې. هغه وروسته لندن ته ولاړ ځکه چې هغه غوښتل یو ادبی مسلک مخ ته یوسي. نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې د برتانیه په پلازمینه کې ډیرې ادبې مقالې خپرې کړې. دلته «بریسوټ» د دوه مهالنيو بنسټ کیښود، کومې چې وروسته ښې ونه ځلېدې او له ناکامۍ سره مخ شوې. هغه له «فیلیسټي ډوپنټ» (۱۷۵۹-۱۸۱۸) سره واده وکړ، چا چې د «اولیور ګولډسمیت» او «رابرټ ډوډسلي» په ګډون د انګريزي اثار وژباړل. هغوی په لندن کې میشت وو او دری ماشومان یی لرل. د هغه لومړي اثار « Théorie des lois criminelles » (۱۷۸۱) او « Bibliothèque philosophique du législateur  » (۱۷۸۲) د قانون د فلسفې پر موضوع راڅرخېدل او د «ژان ژاک روسو» له خوا په منل شويو اخلاقي اصولو یې ژوره اغیزه درلوده.[۷][۸]

د ټولنيزو لاملونو ليکوال[سمول]

د « Théorie des lois criminelles» په سریزه کې، بریسوټ ویلي چې هغه د دې کتاب لنډیز «ولټیر» ته سپارلی و او د د ۱۷۷۸ز کال د اپریل له ديارلسمې څخه د هغه ځواب رانقل کوي. « Théorie des lois criminelles» د جزا قانون د سمون غوښتنه کوي. له دې امله چې دا لېکنه د دولت او ملکې مخالفه وه، ډیره پارونکې ګڼل کیده. «بریسوټ په «باسټیل» کې زنداني شو، خو وروسته د ۱۷۸۴ز کال په سپتمبر کې خوشې شو.  [۹][۸][۱۰]

بریسوټ د یو لیکوال په توګه پیژندل کیدو او په «مرکیور ډی فرانس»، د «کوریر ډی اروپا» او نورو مقالو بوخت و. لکه څنګه چې هغه د بشرپالنې لاملونو ته د يو وقف شوي په توګه، هغه د ټولې اروپا د پوهانو د همکارۍ لپاره یوه طرحه وړاندې کړه. د «Journal du Lycée de Londres» په نوم د هغه ورځپاڼه د هغوی د لید څرګندونکې څانګه وه. خو دا طرحه له ناکامۍ سره مخ شوه. پاريس ته له ستنېدو ډېر ژر وروسته، د « Passe-temps de Toinette » په نوم د ملکې پر ضد د فحشا د مقالې د خپرولو په تور «بریسټو» په ۱۷۸۴ز کال کې په «باسټایل» کې ځای پر ځای شو. بریسوټ له کاتولیکیزم سره ټکر درلود او د کلیسا د درجه بندۍ له نظام سره د هغه د اختلافونو په اړه یې لیکنه وکړه. [۱۱]

په څلورو مياشتو کې د ازادۍ له تر لاسه کولو ورسته، «بریسوټ» بيا په مقاله لیکلو پيل وکړ، د يادولو وړ يې د اتریش سترواک دويم  «جوزیف» ته ۱۷۸۵ز کال د هغه پرانيستی ليک دی، د دې ليک عنوان « Seconde lettre d'un défenseur du peuple a l'Empereur Joseph II, sur son règlement concernant, et principalement sur la révolte des Valaques »، کوم چې د پاچا د ناسمې واکمنۍ پر ضد د بغاوت کونکو اتباعو د حق ملاتړ وکړ. له همدې امله منځ هت راغلې لانجې له امله، نوموړی د څه وخت لپاره لندن ته ولاړ. [۱۲]

د ۱۷۸۷ز کال په دوبي کې، هغه او «ایتین کلاویری» «اوټریچ» ته ولاړل، له هغې وروسته د «روترډام» جمهوري ايلډوراډو ته ولاړل، چیرته چې دوی له «ابي سیایس» سره وکتل؛ ورپسې امسټرډام ته ولاړل. د سپتمبر په پای کې هغوی بیرته پاریس ته راستانه شول. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د مريتوب مخالفين[سمول]

لندن ته په دويم ځل تګ سره چې «چارلس لوئس دوکریسټ» يې هم ملتيا کوله، څوک چې د «ماډیم ډی ګینیلس» ورور و، هغه د مرییتوب ځینو مخکښو مخالفینو سره بلدتيا پيدا کړه. د ۱۷۸۸ز کال د فبروري په میاشت کې پاریس ته له راستنیدو وروسته، هغه د تورپوستو د ملګرو ټولنې په نوم چې د مرییتوب په خلاف یوه ډله وه، بنسټ کیښود.

د نوې جوړې شوې ټولنې د استازي په توګه، بریسوټ د ۱۷۸۸ز کال د جون میاشت څخه د ۱۷۸۹ز کال د جنورۍ تر میاشتې پورې د امریکا متحده ایالاتو ته د دې لپاره سفر وکړ، څو د هغه ځای د مرییتوب مخالفینو سره وګوري. دې هیواد کلونه پخوا خپلواکي تر لاسه کړې وه، خو اوس هم هغه یو غلام دولت و. هغه په فلاډلفیا کې د اساسي قانون د کنوانسیون له غړو سره هم وکتل، څو معلومه کړي چې د متحده ایالاتو د داخلي پور او په «سیوټو» شرکت کې د پانګونې فرصتونو په اړه څه کولای شي. يو مهال هغه له خپلې کورنۍ سره امریکا ته له کوچېدو سره ليوالتيا درلوده. کله چې هغه راستون شو، نو په پاریس کې د امریکا سفیر توماس جیفرسون چې له هغه سره يې پوره بلدتيا درلوده یوه د پام وړ خبره دا وکړه چې ويې ويل «وارویل زموږ له هېواد څخه خوشاله شوی او بېرته راغلی دی. هغه به له  میرمنې او ماشومانو سره دلته مېشت ي. په هر حال، دا کوچ هېڅ ونه شو.[۱۷]

په ۱۷۸۹ز کال کې هغه د امریکا د هنرونو او علومو اکاډمۍ بهرنی افتخاري غړی شو. د ۱۷۹۰ز او ۱۷۹۱ز کلونو پر مهال هغه د تورپوستو د ملګرو د ټولنې رئیس و. د انقلاب مخ په زیاتیدونکې ګډوډۍ «بریسوټ» د سیاسي ژورنالیزم له لارې د پرمختګ لپاره په لارو چارو کې ښکیل کړ او هغه يې په يو پېژندل شوي نوم واړاوه. په ۱۷۹۱ز کال کې هغه د هغه « Nouveau Voyage dans les États-Unis de l'Amérique septentrionale » (۳ ټوک) خپور کړ. بریسوټ په دې باور و چې امریکایی اندونه د فرانسې د حکومت په وده کې مرسته کولای شي. په ۱۷۹۱ز کال کې، بریسوټ له «مارکویس ډی کانډورسیټ، تومس پاني» او «ایټیني ډومونټ» سره یو ځای د « Le Républicain» په نوم یوه ورځپاڼه جوړه کړه چې د جمهوريت (ولسواکۍ) د ودې لپاره يې کار کاوه.[۱۸][۱۹]

فرانسوي انقلاب[سمول]

ټولټاکنې[سمول]

په ۱۷۸۹ز کال کې د فرانسوي انقلاب ناڅاپی پیل څخه، بریسوټ د دې اوښتون يو له تر ټولو زيات شفاهي ملاتړو څخه و.. نوموړي له ۱۷۸۹ز څخه تر ۱۷۹۳ز کال پورې د « Patriote français» د مسئول مدير په توګه کار وکړ او په سیاست کې یې پیاوړې ونډه درلوده. لکه څنګه چې هغه په «جاکوبین کلب» کې د ویناوو له امله شهرت موندلی و، هغه د پاریس د ښاروالۍ، بیا د مقننه جرګې، او وروسته د ملی کنوانسیون د غړي په توګه وټاکل شو. په ملی کنوانسیون کې، برسوټ د «Eure-et-Loir» استازيتوب کاوه. (Eure-et-Loir د يو ځای نوم دی)[۸][۲۰]

ژيرونډين[سمول]

د ۱۷۸۹ز کال د نومبر په ۳۰ نیټه، بریسوټ د پاریس لپاره په داسې حال کې د ښاروالۍ د اساسي قانون طرحه وړاندې کړه چې د ملی مجلس او د پاریس په جرګه ګۍ کې يې د جرګې د استازو په همکارۍ کار کاوه، خو کله چې د ځایی خلکو، د پاریس غیر متمرکز سیمو، او هغه خلکو چې د مشرانو څخه ډیر انقلابيان وو، له خوا رد شوه، دا طرحه باید پریښودل شوې وای. تاریخ پوه او سیاسی انديال «پیټر کروپوټکین» وړانديز کړی چې بریسوټ د «د شتمنۍ ساتونکو» او د «دولتمردانو» استازیتوب کاوه، کوم چې ژيرونډين وګرځېدل، همدا شان د «جګړې ګوند» په نوم هم پېژندل کېږي. هغوی په دغه نوم ځکه پیژندل کیدل چې هغوی به د یو داسې جنګ لپاره چیغې وهلې، کوم چې به بلاخره پاچا مجبور کړي چې له واکه لري شي (دا د يو ولسي انقلاب خلاف عمل و)؛ د بریسوټ په اړه ویل کیږی چې هغه به ویل «موږ یو څه لوی خیانت غواړو». د « A sel commettants» (To Salt Principals) په نوم د هغه په ليکنه کې ثبت شوی د هغه اند دا و چې عام ولس د «مديرت وړتيا» نه درلوده او هغه له يوې داسې ټولنې څخه وېره لرله چې د «يو ستر شمېر عادي خلکو» له خوا اداره کېده....... [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11894081b — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ subject named as: Jacques, Pierre Brissot — Sycomore ID: https://www2.assemblee-nationale.fr/sycomore/fiche/(num_dept)/12239 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: National Assembly
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6s476pf — subject named as: Jacques Pierre Brissot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/brissot-jacques-pierre — subject named as: Jacques Pierre Brissot — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=brissotj — subject named as: Jacques Pierre Brissot Dit De Warville
  6. Frederick A. de Luna, " The Dean Street Style of Revolution: J.-P. Brissot, Jeune Philosophe ", pp. 162 in: The French Historical Studies, Volume 17, No. 1 (Spring 2001)
  7. Robert C. Darnton, "The Grub Street Style of Revolution: J.-P. Brissot, Police Spy", p. 301 in The Journal of Modern History vol. 40, no. 3 (Sept. 1968)
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ "Jacques-Pierre Brissot | French revolutionary leader". Encyclopedia Britannica. 
  9. "Brissot de Warville, Jacques Pierre | The Columbia Encyclopedia - Credo Reference". search.credoreference.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Brissot de Warville (1781). Théorie des lois criminelles (په فرانسیسی ژبه کي). 1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Loft, Lenore (2009). "Brissot, Jacques Pierre (1754–1793)". The International Encyclopedia of Revolution and Protest : 1500 to the present. Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼي 1–3. doi:10.1002/9781405198073.wbierp0247. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405184649. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Léonore Loft, "The Transylvanian Peasant Uprising of 1784, Brissot and the Right to Revolt: A Research Note", pp. 209-218 in: French Historical Studies, Vol. 17, No. 1 (Spring, 1991)
  13. Brissot de Warville, Jacques-Pierre (1754-1793) Auteur du texte (18 April 1877). "Mémoires de Brissot / avec introduction, notices et notes par M. de Lescure" – عبر gallica.bnf.fr. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Jourdan, A. (2007). The "alien origins" of the French Revolution: American, Scottish, Genevan, and Dutch influences. Proceedings of the Annual Meeting of the Western Society for French History, 35, 185-205. http://quod.lib.umich.edu/cgi/p/pod/dodidx?c=wsfh;idno=0642292.0035.012
  15. Rosendaal, J.G.M.M. (2005) De Nederlandse Revolutie. Vrijheid, volk en vaderland 1783-1799, p. 242, 245.
  16. Perroud, C. (1912) Correspondance et papiers de Brissot, p. XLIV, 161.
  17. David Andress, 1789: The Threshold of the Modern Age, 87.
  18. "Book of Members, 1780–2010: Chapter B" (PDF). American Academy of Arts and Sciences. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Berges, Sandrine (2015). "Sophie de Grouchy on the Cost of Domination in the Letters on Sympathy and Two Anonymous Articles in Le Républicain" (PDF). Monist. 98: 102–112. doi:10.1093/monist/onu011. hdl:11693/12519. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Christopher Hibbert, The Days of the French Revolution, 137.
  21. Peter Kropotkin (1909). "Chapter 24: The "Districts" and the "Sections" of Paris". The Great French Revolution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  22. Peter Kropotkin (1909). "Chapter 26: Delays in the Abolition of the Feudal Rights". The Great French Revolution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  23. Peter Kropotkin (1909). "Chapter 30: The Legislative Assembly--Reaction in 1791-1792". The Great French Revolution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  24. Peter Kropotkin (1909). "Chapter 32 : The Twentieth of June 1792". The Great French Revolution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]