چارلېس مېسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلېس مېسن

چارلس مېسن (په انگرېزي: Charles Masson) اصلي نوم جېمز لوييس دى او په ۱۸۰۰ م کی د لندن په مډل سېکس کی زيږيدلې و. دده پلار جورج لوييس د ستنو جوړولو په يوه کارخانه کی ملازم و. جيمز لوييس تر ښوونځي وروسته په يوه شرکت کی ملازم شوخو پلار سره په څه خبره وران شو او په بنگال توپخانه کی يې نوکري ومونده. دی په ۱۸۲۱ م کی هند ته واستول شواو د انگرېزانو او د مرهټو په جنگ کی شامل و خو کله چې يې په بهرت پور کی په لوى شمېر مرگ ژوبله وليده نو زړه يې له جنگه تور شو. په ۱۸۲۷ م کی له اگرې نه له خپل يوه پوځي ملگري سره وتښتيد، خپل نوم يې پر چارلس ميسن واړاوه او څه موده په لاهورکی د سيک مهاراجه رنجيت سنگه په دربار کی له يوه فرانسوي جنرال وېنچورا سره ملگرى شو. خو هلته دده د نيول کيدو خطر و نو خپل سفر يې جاري وساته اوڅه موده د ډېره غازي خان، او اباسين شاو خوا سيمه کی د يوه فقير په شان گرځيدو.

سرچينې