څلورم جورج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څلورم جورج (جورج اګوستس فریډریک؛ د ۱۷۶۲ کال د اګست ۱۲ - ۱۸۳۰ کال د جون ۲۶) د خپل پلار پاچا دریم جورج له مړینې څخه، چې د ۱۸۲۰ کال د جنوري په ۲۹ پېښه شوه، لس کاله تر خپلې مړينې پورې، د لویې برېتانیې او آیرلنډ پاچا او د هانوور کورنی غړ و. نوموړی د ۱۸۱۱ کال د فبروري له ۵ راهیسې، د خپل پلار  وروستی رواني ناروغۍ په اوږدو کې، د نایب السلطنه شهزاده  په توګه خدمت کړی و.    

څلورم جورج د پاچا دریم جورج او ملکې چارلوټ مشر زوی و. هغه د لوړ لګښته ژوند بڼه درلوده چې د نایب السلطنت دوران موډونه ته یې لاره هواره کړه. د سرګرمۍ، موډ او د ذوق د نوو بڼو پلوی و. جان ناش ته یې دنده ورکړه چې په برایټون کې شاهي نندارتون (رویال پاویلیون) ودان کړي او د بکېنګهام مانۍ بیا ورغوي او جېفري ویاتوایل ته یې دنده وسپاره چې د ویندسور کلا بیا ودانه کړي. د جورج جذبه او کلتور هغه ته د "انګلستان د لومړي ښاغلي" لقب ور په برخه کړ. خو د هغه بداخلاقه ژوند بڼه او له خپل مور او پلار او مېرمنې، د برونزوېک د کرولاین سره ترینګلې اړيکې، هغه ته د خلکو سپکاوي ور په برخه کړ او د پاچاهي حیثیت یې ټيټ کړ. کرولاین یې د خپل تاج اېښودنې له مراسمو څخه محرومه کړه او هغې ته یې د طلاق په ناکامه هڅه کې له حکومت څخه يې وغوښتل چې د دردونو او مجازاتو منفور قانون معرفي کړي. 

سره له دې چې په نړیواله کچه د برلاسه غوښتونکې برېتانیې د سترواکۍ د ظهور په درشل کې یې ریاست وکړ، خو د هغه واکمني د رسوایی او لوړ مالي لګښت له امله سپکه شوه. وزیرانو یې هغه د مغرور، بې اعتباره او بې مسئولیت ګڼه او د خپلې خوښې وړ کسانو تر سختې اغېزې لاندې و. د ناپلیون سره د جګړو پر مهال، مالیه ورکونکي د هغه د بېځایه لګښتونو په اړه په غوسه وو. لارډ لیورپول د جورج د نایب السلطنت او واکمنۍ په ډېری دوران کې د برېتانیې د لومړي وزیر په توګه حکومت کنترول کاوه. د لیورپول حکومت د ناپلیون پر وړاندې د وروستۍ بريا او له فرانسې سره د سولې د خبرواترو مشري وکړه. څلورم جورج، د لیورپول له تقاعد وروسته، اړ شو چې د مخالفت تر څنګ، د کاتولیک عیسویانو آزادي ومني. د هغه یوازینی مشروع ماشومه، شهزادګۍ شارلوټ مخکې له هغه نه په ۱۸۱۷ کال له نړۍ سترګې پټې کړې، نو کشر ورور، څلورم ویلیام یې ځایناستی شو.[۱]

د ژوند لومړي کلونه    [سمول]

جورج د ۱۷۶۲ کال د اګست په ۱۲ د لندن په سینت جیمز مانۍ کې سترګې نړۍ ته پرانیسې، هغه د بریتانیا د پاچا دریم جورج او شارلوت لومړی ماشوم و. نوموړی چې د بریتانوي واکمن  مشر زوی و، نړۍ په راتګ سره یې سمدلاسه د کارنوال ډوک او د روتیسي دوک لقبونه ترلاسه کړل، څو ورځې وروسته د ویلز شهزاده او چستر اېرل شو. د همدې کال د سپتمبر په ۱۸ نېټه د کانتبوری د روحاني، د توماس سیکر له لوري یې د تعمید غسل ترلاسه کړ. د نوموړي منل شوي پلرونه او میندي د هغه تره، څلورم ادولپوس فریدریک د مکلینبورګ ستریلتز دوک (چې په استازیتوب یې لارډ چمبرلین، ویلیم کاوینډیش، د ډیونشایر څلورم ډوک ولاړ وو)، د هغه پلارنی نیکه تره شهزاده ویلیام، د کومبرلند دوک او د هغه انا د ویلز شهزادګۍ، دوګر وو. جورج یو تکړه زودکونکي و، او په چټکۍ سره يې د خپلې انګلیسي ژبې تر څنګ فرانسوي، جرمني او ایټاليوي ژبو خبرې کولې.  

د ویلز شهزاده ته په ۱۸ کلنۍ  کې یو خپلواک مقام ورکړل شو، او په خواشینونکي ډول د خپل معمولي، له بدنامۍ پاک پلار پرخلاف، ځان یې په شوق سره د عیاشۍ او بېهوده افراط  ژوند ته وغورځاوه چې له افراطي مشروب څښاک، ګڼ شمېر معشقو او شیطنتونو سره مل و. هغه یو شوخ طبعه خبرې کوونکی و، هم مست هم معتدل  او د خپلې مانۍ په سینګارولو کې ښه، خو ډېر لوړ بيه ذوق درلود. د ویلز شهزاده په ۱۷۸۳ کال کې ۲۱ کلن شو او ۶۰۰۰۰ پوند (د اوسنیو ۷۳۸۵۰۰۰ پوندو سره برابر دي) بخشش له پارلمان څخه او له خپل پلار څخه يې ۵۰۰۰۰ پوند (د اوسنیو ۶۱۵۴۰۰۰ پوندو سره برابر دي) د کلني عاید په بڼه ترلاسه کول. دا د هغه د غوښتنو لپاره ډېرې لږ و، یوازې د هغه د آسانو شپول ۳۱۰۰۰ پوند په کال کې خرڅ درلود. وروسته هغه خپل استوګنځی په کارلتون مانۍ کې جوړ کړ، چې هلته یې لوړ لګښته ژوند درلود. د شهزاده او د پلار تر منځ يې کرکه رامنځه شوه، پلار يې د څرګند وارث له خوا څخه د ډېر معتدل چلند غوښتنه کوله. پاچا چې یو سیاسي محافظه کار و، له چارلس جېمز فاکس او نورو ګوښه شویو سخت دریځو سیاستوالو سره د شهزاده پیوستون له امله هم بېزار شو.       

شهزاده وروسته له هغې چې ۲۱ کلن شو، ژر په ماریا فېتژربېرت زړه وبایله. هغه له عامو وکړو څخه وه ( که څه هم د بارونيټ لمسۍ وه)، له ده څخه شپږ کاله مشره، دو ځلې کوڼده شوې او رومي کاتولیکه وه. سره له دې شهزاده خپل هوډ درلود چې له هغې سره د واده وکړي. دا د ۱۷۰۱ کال د ځایناستۍ د قانون د شتون سربیره پېښه شوه، چې کاتولیک مېرمن یا خاوند له تخت کېناستلو څخه منع کړی و او له بل پلوه د ۱۷۷۲ کال د شاهي ودونو قانون، چې د پاچا له خوښې پرته د ده له واده څخه مخنیوی کوي. 

سره له دې دواړو ۱۷۸۵ کال د دسمبر په ۱۵ د مېفایر په پارک واټ کې د دې په کور کې د واده مراسم ترسره کړل.د قانون له مخې دغه پیوند باطل و، ځکه چې د پاچا خوښه نه وه ترلاسته شوې (او هېڅکله یې غوښتنه هم ونه کړه). خو بیا هم فېتژربېرت باور درلود چې د شهزاده شرعي او رېښتینې مېرمن ده او پدې باور وه چې د کلیسا قانون د دولت له قانون څخه لوړ دی. د سیاسی دلائیلو له امله پیوند پټ پاتې شو او فېتژربېرت ژمنه وکړه چې په ډاګه به یې نه کړي.   

شهزاده د خپل ژوند د لوړخرڅه بڼې له امله په پورونو کې ډوب شو.  پلار یې د هغه سره له مرستې کولو ډډه وکړه او هغه یې اړ کړ چې کارلټون ماڼۍ پرېږدي او د فېتژربېرت په استوګنځي کې ژوند وکړي. د شهزاده سیاسي متحدینو په ۱۷۸۷ کال کې وړاندیز وکړ چې خپل پورونه د پارلماني بخششۍ پر مټ خلاص کړي. د شهزاده اړیکه له فېتژربېرت سره شکمنه وه او د غیرقانوني واده په ډاګه کېدلو ښایي ملت بدنامه کړی وی او د هغه د پارلمان د مرستې هر ډول وړاندیز به یې فنا کړی وی. د وېګ ګوند مشر چارلس جېمز فاکس د شهزاده د واکه په ګټه اخیستلو سره اعلان وکړ، چې دا کیسه یو تور و. فېتژربېرت د واده له علنې انکار څخه په داسې سخت وخت کې خوښه نه او له شهزاده سره د خپلې اړېکې د پرې کولو په سوچ کې وه. نوموړي د هغې د خوښول لپاره د وېګ ګوند له بل غړي ریچارد برنسلي شېرېدن وغوښتل چې د فاکس هغه پياوړې اعلامیه په ډېرو نرمو ټکو بیا بیان کړي. په همدې ترڅ کې پارلمان شهزاده ته د ۱۶۱۰۰۰ پونده (چې د اوسنیو ۲۰۹۱۶۰۰۰ پوندو سره برابر دي) د پورونو د ورکړې او ۶۰۰۰۰ پونده (چې د اوسنیو  ۷۷۹۵۰۰۰ پوندو سره برابر دي) د کارلټن هاوز د پراختیا لپاره ورکړل.    [۲]  

سرچینې[سمول]

  1. Baker, Kenneth (2005). "George IV: a Sketch". History Today. 55 (10): 30–36. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Marilyn, Morris (2004). "Princely Debt, Public Credit, and Commercial Values in Late Georgian Britain". Journal of British Studies. 43 (3): 339–365. doi:10.1086/383599. S2CID 145614284. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)