څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مهیب ایوان یا وېروونکی ایوان یاهم څلورم ایون چي په شپاړسمه زیږدیزه پېړي کي دروسیې تزاري واکمن وو په ۱۵۳۰ز کال کي داګسټ میاشتي پر۲۵نېټه پيدا اود۱۵۸۴ز کال دمارچ پر۲۸ نېټه مړسوی دی .

څلورم ایوان
(روسي: Іѡа́ннъ Васи́лїевичъ د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)
څلورم ایوان (وېروونکی ایوان)

روسئ تزار
دوره 16 (26) January 1547 – 1575
تاج پر سرونه ۱۵۴۷ زیږدیزکال د۱۷ کلونو په عمر
فعاليت له ۱۵۴۷زیږدیز څخه تر۱۵۸۴ زیږدیز پوري
Grand Prince of Moscow
الفترة 3 December 1533 – 16 January 1547
د شخص معلومات
زیږون نوم (روسي: Иван Васильевич د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اصلي نوم ایوان واسیلی ویچ
پيدايښت ۲۵ اگسټ ۱۵۳۰[۱][۲] او ۱۵ اگسټ ۱۵۳۰
مړینه ۱۵۸۴ زیږدیزکال دمارچ ۲۸تاریخ
مسکو  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت P27
مذهب ارټوډوکس عیسايي
مور الینا ګلینس کایا
کورنۍ روریک
ځايناستی کينډۍ:List collapsed
آخري معلومات
کار/مسلک سياستوال  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) روسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دایوان واکمني[سمول]

ایون د دریو کلونوپه عمر دروسیې شهزاده ونومول سو . روسان نوموړي ته دګروزني (Grozny) بې رحمه لقب ورکوي ځکه ایوان ترواکمن وروسته چي په ۱۵۴۷ز کال کي یې د۱۷ کلونو په عمر لاسته راوړه دروسي یوله بې رحمه واکمنانو څخه وګڼل سو . څرنګه چي ایوان عیسايي وو له همدې کبله به یې ځان ته دختیځي رومي واکمني ځایناستی وایه (ختیځه رومي واکمني په ۱۴۵۳ز کال دمسلمانانو عثماني ټولواکمني خلافت له منځه یووړه) .

ترواک لاسته راوړلو وروسته ایوان غوښتل چي روسیه دمغولو له واکمنی څخه ازاده کړي اودهمدې لپاره یې دهغوی سره جګړه پيل کړې . دغه جګړې که څه هم چي دایوان هیله په پوره توګه سرته ونه رسول خو داستراخان اوقازان مهم ښارونه دروسانو لاسته ورغله او ایوان خپل ځان خلکوته قوي څرګند کړ . دمغولو په ماتي سره ایوان فکرکاوه چي روسیه په لویدیځ اوشمال کي هم پراخه کړي اودهمدې لپاره یې سایبیریا اولویدیځ ته یرغلونه پيل کړه خوپه لویدیځ کي دکریمیا واکمني چي دمسلمانانو په لاس کي وه ایوان ته یې سخته ماته ورکړه اونوموړي یې مخکی تګ ته پرېنښاوه ځکه له هغوی سره دعثماني خلافت مرسته اوملاتړ ورسره وو .

دایوان ظلمونه او وحشت[سمول]

ایوان پخپله واکمني کي دروسيې زرګونه کسان ووژل اودخپلو ګټولپاره یې هغه روسي قوي مشران هم په نښه کړه چي دده په فکر ګواښ یې ورته درلود . په دې ترڅ کي ایوان نژدې ۱۲۰۰۰ قومي مشران ترور کړه اودهغوی ځمکي یې لاندي کړې . دایوان دغه عادت په اصل کي له ځوانۍ څخه ورپاته وو اوهغه وخت یې دانسانانو سربېره دحیواناتو له ازارولوڅخه هم خوند اخیست . یوځل یې دکوم شخص ژبه له دې کبله پرې کړه چي دده یې خبره نه وه خوښه اوبل ځل یې خپل کوچنئ زوی لمړې له غاړي ونیوی او وروسته یې په چاقو وواژه چی په دې توګه نوموړی دخپل زوی قاتل وګرځېدی . ایوان دخپلو مخالفینو اوخلکو ځورلو لپاره دپولیسو یوه ډله رامنځ ته کړه اوهرهغه څوک چي شکمن به وو په ډېرسخت مرګ یې واژه چي دغه مرګونه اوشکنجې عبارت وې له ترمرګه پوري وهل، په خلکوکي میخونه ټک وهل، په اوبوکي ننه ایستل، په لرګیوباندي تړل اوبیا سوځول اوداسي نوروڅخه .......

ایوان به دخلکو پرمرګ او ازارولو باندي ځانګړ خوند اخیست اوکله کله به یې امروکړ چي مجرمین دده په وړاندي ووژل سي ترڅودئ یې له کریږو او ناروڅخه خوند واخلي . ددغه وحشتونو سربېره ایوان په فحشاکي هم ډېرغرق وو اولوی شمېر روسی نجوني یې هم خپله اوهم دخپلو ظالمو چارواکو اوپولیسو دهوس ښکار کړه، ترټولو بیامشهوره داوه چي نوموړي به دعزت داره خلکو مېرمني ترې بېولې اوبیابه یې له هغوی سره وحشیانه اعمال ترسره کول .

دایوان مرګ[سمول]

ایوان په ۱۵۸۴ز کال کي مړ سو، ویل کیږي چي نوموړي دمرګ پروخت باندي له یوځایي عبادت ځای څخه کوم دیني کس راوغوښت اوله هغه څخه یې هیله وکړه چي دده دګناهونوپه اړه دعاګاني ورته وکړي .

سرچیني[سمول]

دنړۍ تاریخي سل شیطانان ۳۰، ۳۱ او۳۲مخونه

https://abadgar-q.com/wiki/Ivan_the_Terrible[مړه لينکونه]

  1. دوتنه: Sergey Mikhailovich Seredonin — سرليک: Иоанн IV Васильевич Грозный — ورځپاڼه: 8 — نشرونه لخوا د: Russian Biographical Dictionary, Volume 8 — ارزښت: род. 25 августа 1530 г.
  2. سرليک: Военная энциклопедия — ورځپاڼه: 11 — خپرونکی: Ivan Sytin — ارزښت: род. 25 авг. 1530 г.