یوزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د یوزي ماشیندار

یوزي يا اوزي (په عبري کی: עוזי په انگرېزي کی: Uzi ) یو ماشیندار دی چی په اسرائیل کی د ۴۰ کلو څخه جوړېږي. دغه ماشیندار د اسرائیلی پوځ لپاره جوړ شو خو دغه وسله د مخالفو ډلو لخوا هم کارېږي.

تاریخ

د یوزي لمړنی موډل په ۱۹۵۰ کال کی د یوزي گال لخوا طرح شو. اسرائیلی پوځ د دغه ماشیندار څخه د ۱۹۵۴ کال څخه راهیسي کار اخلي. په اوس وخت کی د یوزي ماشیندار په آلمان او بلجیم کی د لائسنس په اساس هم جورېږی.

توصیف

د یوزي ماشیندار یوه لاسی خپل کاري وسله ده چی د پولاد څخه جوړه شوي ده. د ماشیندار لوله څلور د راسته پېچ کرښې لری او دغه وسله یو یو گولۍ یا جرعه ویشتلای شی. د یوزي ماشیندار کولای شي په جاغور کې ۱۰ یا ۵۰ گولی او د کت کېدونکی قنداغ هم ولری.