هانګ کانګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له هنګ کنګ نه مخ گرځېدلی)
هانگ کانگ
香港

هېواد د چين ولسي جمهوريت
ښاروال دانالد تسانګ

د اوسېدونکو شمیر ۲۰۰'۰۶۱'۷
ژبې چینایي ژبه
مساحت ۱ ۱۰۳ کیلومتره مربع

هانگ کانگ (په چینایي :香港، په انگرېزي :Hong Kong) د چين انتظامي ښار دى. دا هېواد په سويل ختيځ کې تقريبا له ٣٢٥ ټاپوګانو څخه جوړ يو ښکلى ښار دى. دا ښار د وکټوريا په نوم هم يادېږي. د هانگ کانگ شمال ته د Guangdong او پاتې درېيو خواوو سويل، ختيځ او لويديځ ته د سويلي چين سمندر پراته دي. هانگ کانگ ١٨٤٠-١٩٩٧ د جولاۍ تر لومړيو د انگلستان تر ولکې لاندې وو. د هانګ کانګ ښار پرخوالى ١٠٩٢ کيلومترو ته رسېږي. له اوبو سره ٧٠٧ ميله پوله لري. او د Landau Island ښار تر ټولو ستر ټاپو دی. د هانگ کانگ بندر د ښار په شمال کې پروت دى، چې د اقتصاد او کاروبار ارزښتناک بندر دى. دلته له شلو ډېر غرونه شتون لري. چې لوړوالى يې ٥٠٠ مترو ته رسېږي. چې تر ټولو لوړ يې د تايېموشن غر په نوم يادېږي،چې لوړوالى يې ٩٥٧ مترو ته رسېږي. د شامجن سيند د هانگ کانگ مهم سيند دى. دا وړوکى سيند د ښار په شمال کې پروت دى، چې د ‌ښار ٨٠ سلنه د څښلو اوبه له دې سيند نه اخیستل کیږې. کلنى اورښت په کې ٢،١٥٩ ملي متره ټاکل شوى دى،چې په گرمۍ کې گرم او مرطوب دى. د اوړی او منی په موسم کې دلته توپاني بادونه لگېږي، چې د سختو ورښتونو او سيلابونو لامل گرځي. سخت ورښتونه کرنېز پيداوار ډېر اغېزمن کوي، ځکه هانگ کانگ د کرنې له مخې وروسته پاتې دى. د هانگ کانگ په مونگ کوک سيمه کې، چې بندري او کاروباري سيمه ده په يو کيلو مټر کې ٤٠٠٠٠٠ کسان کار کوي. دا ښار د چين ٤٠ سلنه نفوس جوړوي. له شپږو څخه تر نهه کلنو ماشومانو ته په کې زده کړه وړيا ده. دلته اووه پوهنتونونه شتون لري، د هانگ کانگ پوهنتون چې ١٩١١ کې رغول شوى دى. تر ١٠٠٠٠ څخه زيات محصلين په کې زده کړه کوي. ماهي نيونه، د هانگ کانگ د اقتصاد ستره برخه جوړوي. هر کال دې ځاى ته له جاپان، تایوان، سنګاپور، اندونيزيا څخه تقريبا ١٣،٧ ميليونه سيلانيان راځي. په ٢٠٠٣ کال کې ددې ښار نفوس ٧٣٩٤١٧٠ وو. چې په هر کيلو مټر کې ٦٧٧١ تنه اوسېږي.

تاریخ

اقتصاد

جغرافیه

ایداري وېش

کلتور

[۱]

سرچينې

</>‎

  1. د نړۍ ښارونه