هايدروجن بم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د رومئو د هایدروجنی بم چاودنه په ۱۵ د اپریل د ۱۹۵۴ کال

یو بل ژوندى مثال چى د البرت اينشټاين تيوري پكى ثبوت ته ورسيده د ها يدروجن بم دى د .هايدرو جن بم په تكنالوژي كې داتوم بم په برخلاف د اتوم دوه سپكې هستې ديوه بل سره ويلې كيږي او په نتيجه كې ديوه نوي درانده اتوم هسته لاس ته راځي . د هايدروجن بم د لا س ته راوستلولپاره گڼ كيمياوي تعاملونه جوت شويدي چې دهغوې څخه يې يو دلته ښيو. د بيلگي په ډول د ها يدروجن اتوم د كاركولو كړنلاره داسې پيل كيږي چې كه يوپروتون اويونويترون د انرژي په وركولو سره دومره سره نږ دې كړو چې د يوه او بل سره ويلي شي نو په لمړي پړاو كې د درا نده هايدروجن يعنې دويتريم هسته لاس ته راځي. په دې ترځ كې دوه گاماوړانگې د نور يا فوتون په شكل ور څخه راوځي. كله چې په دوهم پړاوكې د دويتريم دوه هستې سره ويلې شي نود تريتسيم يوه هسته، يوپروتون اوڅلورميكاالكترون ولټ انر ژي ورڅخه لاس ته راځي. په داسې حال كې چې دويتريم په هسته كې يو پروتون اويونويترون لري خود تريسيم هسته ددوه نويترونواويوپروتون څخه جوړه ده. په دريم پړاوكې بيا دويتريم د تريسيم سره ويلې كيږي چې په نتيجه كې د هيليم اتوم هسته او يو نويترون چې حركي انرژي يې څوارلس ميگا الكترون ولټ ده تر لاسه كيږي د . هايدروجن بم يوه اسانه كړنلاره د كيمياوي معادلې په شكل دلاندې په ډول ليكو :

دويتريم + تريسيم = هيليم + نويترون + ١٧ ميگا الكترون ولټ انرژي H2+ H3 He + neutron + 17 MeV

په نوموړې كړنلاره كې د هايدروجن هستې كتل ( ه ١٨٧٥,٧ ميگا الكترون ولټ ) او دپروتون كتله ( ٩٣٨,٣ ميگا الكترون ولټ ) او د نيو رت ون كتله ( ٩٣٩,٦ ميگا الكترون ولټ ) ميگا الكترون ولټ قيمت لر ي څرنگه چى ددرانده هايدروجن او يا په بل نامه دويترون اتوم هسته د يو پروتون او يو نويترون څخه جو ړه د ه نوسړى به داسى فكر كوي چېگڼه كه د هغوى دواړو كتلى سره يو خاى شي نو به دهايدروجن هستى كتله (١٨٧٥,٧ميگا الكترون ولټ ) لاس ته راشي. خوپه رښتيني ډول اود تجربې له مخې داسې نه ده ځ. كه كله چې د پروتون او د نيوترون كتله سره جمع كړو(٩٣٩,٦+٩٣٨,٣ ) نو مساوي له ( ١٨٧٧,٩ ميگا الكترون ولټ ) سره كيږي يعنې دوه عشاريه دوه ميگا الكترون ولت انرژى يې نسبت د ها يدروجن هستې څخه زيا تيږي . دا په دې مانا چى كه دهايدروجن هستې كتله د نويترون او پروتون دجمعې په كتله وويشو (١٨٧٧,٩ : ١٨٧٥,٧) نو صفر عشاريه يو په سلوكې د پروتون او نويترون د جمعې كتلي څخه كوچنى ده . دانرژي او كتلې د معادل اړيكې په اساس دنويترون اود پروتون مجموعي كتلې او دغه د هايدروجن كتلې څخه زياتۍ زرمه برخه كتله په انرژي بدليږي اوقيمت يې دوه عشار يه دوه ميگا الكترون ولټه اندازه شوې ده. نوموړې انرژي د الكترو مقنا طيسي وړانگولكه گاما وړانگې (فوتون) په ډول خپريږي. دا ځكه چې تجربو وښودله چې د هرې يوې گاما وړانگې انرژي مساوي ده له يو عشاريه يو ميگا الكترون ولټ چې په گډ ه سره يې دوه عشاريه دوه ميگا الكترون ولټ انرژي كيږي. په طبيعت كې يو بل ژوند ى بيلگه چې هلته كتله په انر ژي يا وړانگو بدليږي د لمر او ستورو دننه صورت نيسي او له دې كبله رڼا خپروي اوليدل كيداى د .شي ا په دې مانا چې د ها يدروجن بم فزيكي او كيمياوي كړنلاره په طبيعي شكل سره دلمر او د ځليدونكوستورو په ننه كې صورت نيسي . په كيهان كې دلمر او دستورو كتله د ها يدروجن او هيليم هستې څخه جوړې دي چې د يونايزيشن گاز شكل لري . كله چې دوه نويترونه اودوه پروتونه سره ( ټوله كتله يې ٣٧٧٧,٨ ميگا الكترون ولټ) ويلي شي نود هيليم هسته يا دالفا زره چې كتله يې (٣٧٢٧,٥ميگا الكترون ولټ) ده لاس ته راځي او صفر عشاريه اته په سلو كې د الفا زرې كتله څخه زياتى كتله په انرژي بدليږي په دې كړنلاره كې دنوموړو زرو دتړون انرژي چې قيمت يې اته ويشت ميگا الكترون ولټ دى ازاديږي اود ځمكې خواته د لمروړانگې يعنې الكترو مقنا طيسي وړانگو په څيرخپريږي. په دې اساس كه چيرته ددرانده هايدروجن دوه هستې سره ويلې كړونود هيليم اتوم هسته هم لا سته را وستلاى شو. اوكه نوموړې كړنلاره پر مخ بوزو تر څوچې كتله يې يو كيلو گرام پورې ور سيږي نو په نتيجه كې دوه سوه مليون كيلو واټ انرژي ازاديږي. نوموړې دهستو د ويلې كيدلو فزيكي اوكيمياوي كړنلاره چې د هايدروجن بم دجوړښت طبيعي شكل لرى دلمر دننه صورت نيسي د پنځه ملياردوكالونود مخه پيل شوې ده نو له دې كبله پخپله لمرترټولوغټ ترين هايدروجن بم تشكيلوي چې د يو هستوي تنورورته ويلاى شو .

اخځلیک[سمول]

د البرت اینشټاین نسبتي تیوري کتاب، لیکوال / ژباړن: پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ ، چاپ ځاى او نېټه: جرمنى ، د اپريل مياشت ٢٠٠٧ ز كال (١٣٨٦ ل كال).