نكاح

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نکاح د واده د تړون لمانځنې ته وايي. په نکاح کې زوم او ناوې د شريک ژوند د منلو تړون د يو شمېر شاهدانو او خپلوانو په منځ کې لاسليک کوي. په اسلامي ټولنو کې نکاح د يو مولوي او لږ تر لږه دوه شاهدانو په شتون کې د يوې ښځې او سړي تر منځ تړل کېږي. د نکاح په وخت کې د شريک ژوند تړون د کاغذ په بڼه ليکل کېږي چې دې لاسوند ته نکاح ليک وايي. په داسې يوه ليک کې د ناوې لپاره د ټاکل شوی شرعي مهر کچه څرگنده وي.