نسل وژنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نسل وژنه، د وګړو د توکمیزو، هېوادنیو، نژادي او دیني ډلو د له منځه وړلو لپاره هڅې ته ویل کېږي. رافایل لمکین، دا صطلاح په ۱۹۴۴ز کال کې د یوناني لغت γένος ( genos ، د نژاد یا خلکو په معنا) او لاتین وروستاړي caedo  (د وژنې په معنا) په یو ځای کولو سره منځ ته راوړه. ,[۱][۲][۲]

د ملګرو ملتونو د نسل وژنې کنوانسیون، په ۱۹۴۸ ز کال کې "د یوې هېوادنۍ، نژادي، توکمېزې یا مذهبي ډلې په بشپړه یا د یوې برخې د له منځه وړلو د هوډ" او د دې ډلو د غړو وژنه چې د سخت بدني او رواني زیان لامل شي، په قصدي توګه په هغوی د ژوند شرایط تپل، چې "په بشپړه او نسبي توګه د فزیکي له منځه تلنې لامل شي"، د زېږون مخه نیول، یا په زوره له دې ډلو نه نورو ډلو ته ماشومان لېږدول، د نسل وژنې په توګه تعریف کړي دي. د دې ډلو قربانیان په یوه ډله کې د ریښتیني یا فکري غړیتوب پر بنسټ په نښه کېږي، نه په ناڅاپي توګه.[۳][۴][۵][۶]

د سیاسي بې ثباتۍ کاري ځواک بنسټ، د ۱۹۵۶ او ۲۰۱۶ ز کلونو تر منځ د نسل وژنې ۴۳ پېښې  اټکل کړې دي، چې په پایله کې شاوخوا ۵۰ میلیونه خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.  د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ( UNHCR) اټکل کړی دی چې تر ۲۰۰۸ ز کال پورې د دې ډول تاوتریخوالي د ورته پېښو له امله ۵۰ میلیونه نور بې ځایه شوي دي. نسل وژنه په پراخه کچه د انساني شیطاني نښو په توګه انګیرل کېږي. د تور په توګه د دې اصطلاح کارول، تر شخړې لاندې دي، ځکه هغه اخلاقي بڼه لري او د ۱۹۹۰ ز لسیزې له وروستیو را په دې خوا، د اخلاقي ډلبندي په توګه کارول کېږي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

رېښه[سمول]

د نسل وژنې اصطلاح، د را منځ ته کېدو نه مخکې، د دې ډول پېښو د تشرېح کولو لپاره ځینو ژبو ډول ډول لغتونه درلودل، لکه: په جرمني ژبه کې (Völkermord، چې په تحت الفظي توګه د خلکو د وژنې په معنا دی) او په پولنډي ژبه کې (ludobójstwo، چې په تحت الفظي توګه د خلکو یا د ملت د وژنې په معنا دی).  په ۱۹۴۱ز کال کې، کله چې وینستن چرچیل په جرمني باندې د شوروي اتحاد د یرغل په اړه خبرې کولې، یو "بې نومه جرم" یې بیان کړ. رافایل لمکین، دا صطلاح په ۱۹۴۴ز کال کې د یوناني لغت γένος ( genos ، د نژاد یا خلکو په معنا) او لاتین وروستاړی caedo  (د وژنې په معنا) په یو ځای کولو سره منځ ته راوړه. د هغه کتاب  Axis Rule in Occupied Europe (1944) (په اشغال شوې اروپا کې محوري قانون (۱۹۴۴ز)  په اشغال شوې اروپا کې د نازي رژیم د کړنلارو د پلي کولو په اړه تشرېحات وړاندې کوي او د پخوانیو ډله ییزو وژنو یادونه کوي. په ۱۹۲۱ ز کال کې د طلعت پاشاه، د ارمنیانو د نسل وژنې اصلي طرح کوونکی، د وژل کېدو له خبر نه وروسته، چې د ارمني وګړي سوغمون تیهلیریان له خوا ووژل شو، لمکین له خپل پروفیسور نه وپوښتل چې، ولې داسې کوم قانون نشته چې پر بنسټ یې طلعت تورن و ګڼل شي. هغه وروسته څرګنده کړه چې: "د یوه وکیل په توګه، ما فکر کاوه چې، جرم باید د قربانیانو له خوا مجازات نه شي، بلکې باید د محکمې له خوا مجازات شي."[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

لمکین نژل، وژنه په لاندې توګه تعریف کوي:

نوې مفکورې، نوو اصطلاحاتو ته اړتیا لري. " د نسل وژنې یا genocide" نه زموږ موخه د یوه ملت یا توکمیزې ډلې له منځه وړل دي. د لیکوال له خوا دا نوې کلیمه، چې په عصري پراختیا کې د زړوکړنو د څرګندولو لپاره منځ ته راغلې ده، د لرغوني یوناني کلیمې genos (نسل، قبیلې) او لاتیني cide (وژنې) نه را منځ ته شوې، په دې توګه په جوړښت کې د tyrannicide یا ظالم وژنې، homicide یا انسان وژنې، infanticide یا ماشوم وژنې او داسې نورو سره ورته والی لري. په عمومي ډول، نسل وژنه د یوه ملت د سملاسي له منځه وړلو معنا نه لري، پرته له داسې یوه حالت نه چې د یوه ملت د ټولو وګړو ډله ییزې وژنې ترسره شي، بلکې نسل وژنه، د هېوانیو ډلو د ژوند د اساسي بنسټونو د له منځه وړلو لپاره د بېلابېلو کړنو یو همغږی پلان دی، چې موخه یې د دې ډلو له منځه وړل دي. د ملي ډلو د سیاسي او ټولنیزو بنسټونو، کلتور، ژبې، ملي احساساتو، مذهب او د هغوی د اقتصادي شتون تجزیه او  د دې ډلو د شخصي خوندیتوب، آزادۍ، روغتیا، کرامت او ان د ژوند له منځه وړل، د دې ډول پلانونو موخه ګڼل کېدای شي. نسل وژنه، د ملي ډلې پر وړاندې د یوه بنسټ په توګه او کړنې یې په انفرادي توګه د هغه د غړو پر وړاندې د هغو د شخصي لیدلوري پر بنسټ نه، بلکې په ډله پورې د هغوی د تړاو پر بنسټ ترسره کېږي.

د ۱۹۴۸ ز کال د نسل وژنې کنوانسیون (CPPCG) سریزه یادونه کوي چې: د نسل وژنې پېښې په ټول تاریخ کې را منځ ته شوې دي او دا په دې معنا نه ده چې د لیمکین د اصطلاح او د نورمبرګ په محکمو کې د هولوکاسټ د مرتکبینو محاکمه، د دې لامل شوه چې، ملګرو ملتونو د نسل وژنې په کنوانسیون کې د نړیوال قانون له مخې نسل وژنه د جرم په توګه تعریف کړي، بلکې له دې اصطلاح نه کلونه وړاندې، د نړیوالې ټولنې له لوري په پراخه کچه د جرم په توګه منل شوې وه. کله چې د نورمبرګ محاکمې د عباراتو له نیمګړتیا،لکه: د "جرمنایزیشن، یا د جرمني کولو"، یعنې "د بشریت په وړاندې جرمونه" او "ډله ییزې وژنه" سره مخامخ شوې، نړیوال قانون پوهان په دې هوکړې ته ورسېدل چې، د لمکین اصطلاح د نازي رژیم د جرمونو لپاره مفهومي چوکاټ چمتو کړی دی. د ۱۹۴۶ ز کال د نیویارک ټایمز یوه سرلیک ولیکل چې: "نسل وژنه ( genocide )د نازي مشرانو د جرمونو لپاره نوی نوم دی". دا کلیمه د نورمبرګ په محاکمو کې چې د ۱۹۴۵ ز کال راهیسې په لاره واچول شوې، د تورونو د سندونو په ترتیب کې وکارول شوه، چې یوازې يې تشرېحي بڼه درلوده، نه د رسمي قانوني اصطلاح په توګه.  د ارتور ګریزر او امون لیوپولډ ګوت په محاکمو کې، د پولنډ د نسل وژنې تر نامه لاندې،  په ۱۹۴۶ز کال کې لومړنۍ محاکمې وې، چې قاضیانو په کې له دې اصطلاح نه ګټه واخېستله. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

نسل وژنه څه ته وايي؟[سمول]

پدې اړه د ملګرو ملتونو “د نسل وژنې د مخنیوي او جزاګانو کنوانسیون” د دویمې مادې په اوله فقره کې راځي، چې نسل وژنه یعنې د یوې قومي، نژادي، مذهبي ډلې د غړو قتل عام ته ویل کېږي.

د رافایل لمکین یهودي لهستاتي په قول نسل وژنه یعنې genocide اصطلاح له دوو کلیمو ترکیب ده، چې geno( په یوناني ژبه کې نژاد او قبیلې ته وایي) او cide (په لاتین ژبه کې وژنې ته ویل کیږي ) یعنې نسل وژنه هغه د تاوتریخوالي ډګ نړیوال جرم ته ویل کېږي، چې د یوې قومي، مذهبي او نژادي ډلې د یوې برخې او یا په بشپړ ډول د یوې قومي، مذهبي، نژادي ډلې د له منځه وړلو په موخه ترسره کېږي.

بېلګې[سمول]

د نسل وژنې بیلګې د بشریت په تاریخ کې خورا زیاتې دي، چې دلته یې د ځینو مشهورو نسل وژنو نومونه ذکر کوو، چې د ادولف هټلر لخوا د یهودانو (هولوکاست) نسل وژنه او په همدې یوویشتمه پېړۍ کې بیا د برما د حکومت لخوا د روهینګیا د مسلمانانو نسل وژنې سترې نسل وژنې دي.

سرچينه[سمول]

https://www.nunn.asia/188038/%d9%be%d9%87-%d9%86%da%93%db%8d-%da%a9%db%90-%d8%af-%d9%86%d8%b3%d9%84-%d9%88%da%98%d9%86%db%90/

  1. William Schabas (2000). Genocide in international law: the crimes of crimes. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 25. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780521787901. Lemkin's interest in the subject dates to his days as a student at Lvov University, when he intently followed attempts to prosecute the perpetration of the massacres of the Armenians. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Power 2003، صص. 22–29.
  3. "Genocide Background". United Nations Office on Genocide Prevention and the Responsibility to Protect. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Legal definition of genocide" (PDF). United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. News, VOA. "What Is Genocide?". Voice of America. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Convention on the Prevention and Punishment of the Crime of Genocide art. 2, 78 U.N.T.S. 277, 9 December 1948.
  7. Charles H. Anderton, Jurgen Brauer, المحرر (2016). Economic Aspects of Genocides, Other Mass Atrocities, and Their Prevention. Oxford University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-937829-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lang, Berel (2005). "The Evil in Genocide". Genocide and Human Rights: A Philosophical Guide (په انګلیسي ژبه کي). Palgrave Macmillan UK. د کتاب پاڼي 5–17. doi:10.1057/9780230554832_1. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-230-55483-2. On any ranking of crimes or atrocities, it would be difficult to name an act or event regarded as more heinous. Genocide arguably appears now as the most serious offense in humanity’s lengthy—and, we recognize, still growing—list of moral or legal violations. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Gerlach, Christian (2010). Extremely Violent Societies: Mass Violence in the Twentieth-Century World. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-49351-2. Genocide is an action-oriented model designed for moral condemnation, prevention, intervention or punishment. In other words, genocide is a normative, action-oriented concept made for the political struggle, but in order to be operational it leads to simplification, with a focus on government policies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Hollander, Paul (1 July 2012). "Perspectives on Norman Naimark's Stalin's Genocides". Journal of Cold War Studies. 14 (3): 149–189. doi:10.1162/JCWS_a_00250. S2CID 57560838. ... genocide has become the yardstick, the gold standard for identifying and measuring political evil in our times. The label 'genocide' confers moral distinction on its victims and indisputable condemnation on its perpetrators. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Göçek, Fatma Müge (2015). Denial of Violence: Ottoman Past, Turkish Present and Collective Violence Against the Armenians, 1789–2009. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 18–19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-933420-9. The term 'genocide' is also contentious in that it has an inherent moral judgment, ... one that privileges the morality of the victims over the perpetrators. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Irvin-Erickson, Douglas (2017). Raphael Lemkin and the Concept of Genocide. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-4864-7. In the late 1990s, the word 'genocide' began to be used as a type of moral category, taking on a symbolic quality as the crime of crimes, the darkest of humanity's inhumanity. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Tomaszewski, Irene (2006). Inside a Gestapo Prison: The Letters of Krystyna Wituska, 1942-1944 (په انګلیسي ژبه کي). Wayne State University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8143-3887-2. In a letter dated October 3, 1943, Krystyna Wituska described the German atrocities in Poland … Wituska used the German word Volksmord, in Polish ludobojstwo. Both words had been in use long before the war, and, while not endowed with the full meaning Lemkin was to give it, the meaning went beyond "mass murder." The root word, lud, can mean "people" but also "nation." In one angry passage, Wituska specifically wrote about Poles and Jews; it is clear she meant not just the murder of many people but the murder of a people. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Huttenbach, Henry R (2005). "Lemkin Redux: in quest of a word". Journal of Genocide Research. 7 (4): 443–445. doi:10.1080/14623520500349837. S2CID 216141999. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. کينډۍ:Cite speech
  16. "Coining a Word and Championing a Cause: The Story of Raphael Lemkin". United States Holocaust Memorial Museum (USHMM), Holocaust Encyclopedia. Lemkin's memoirs detail early exposure to the history of Ottoman attacks against Armenians (which most scholars believe constitute genocide), antisemitic pogroms, and other histories of group-targeted violence as key to forming his beliefs about the need for legal protection of groups. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Irvin-Erickson, Douglas (2016). Raphael Lemkin and the Concept of Genocide. University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼي 36–37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8122-9341-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Hosfeld, Rolf (2013). "Ein Völkermordprozess wider Willen" [An Unintended Genocide Trial]. Johannes Lepsius–Eine deutsche Ausnahme: Der Völkermord an den Armeniern, Humanitarismus und Menschenrechte [Johannes Lepsius—A German Exception: The Armenian Genocide, Humanitarianism, and Human Rights]. کينډۍ:Ill. د کتاب پاڼي 248–257. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-8353-2491-6. Page numbers based on an online edition, paginated 1–14. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lemkin 2008، ص. 79.
  20. "Office of the High Commissioner for Human Rights". Convention on the Prevention and Punishment of the Crime of Genocide. 2 May 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Coining a Word and Championing a Cause: The Story of Raphael Lemkin". ushmm.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 20 October 1946 باندې). Science in Review; Genocide Is the New Name for the Crime Fastened on the Nazi Leaders Origin of the Word Cultural Debt of Nations. The New York Times.
  23. Schaller, Dominik J.; Jürgen Zimmerer. The Origins of Genocide:Raphael Lemkin as a historian of mass violence. Routledge. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "What Is Genocide?", Holocaust Encyclopedia, United States Holocaust Memorial Museum, 24 June 2014 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  25. Premiel, Kim C.; Stiller, Alexa, eds. (2012). Reassessing the Nuremberg Military Tribunals: Transitional Justice, Trial Narratives, and Historiography (War and Genocide). Berghahn Books. p. 110.