نادر شاه افشار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

نادر شاه افشار

زېږېدنه ۱۶۹۸
مړينه ۱۷۴۷
کوړنی د افشار کورنی
مخکنی حکمران عباس ۳
پیرو عادل شاه افشار

نادر شاه افشار یا نادر قلی بیگ یا تهماسپ قلی خان (زېږېدنه:۱۶۸۸ (دستگرد) مړينه:۱۷۴۷ ) د افشار کورنی څخه یو مشهور فاتح او د ایران پادشاه (حکمران) وو.

ژوند

د تاریخ پوهانو په آند نادر شاه د ایران په شمال ختیځ کې په یو تورکمني کورنۍ کې زېږېدلی و. پلار یې یو فقیر بزگر و. د پلار تر مړينې وروسته د اوزبکانو په لاس وروزل شو. او تر څو کلو وروسته یی د اوزبک غلامۍ څخه تیښته وکړه او د لاروهونکو مشر شو.

د نادر پوځی پر مختگ

په ۱۷۱۹ کال کی افغانی حکمران میر محمود هوټکی پر ایران برید وکړ او د ایران څو برخې یی وونیو. په ۱۷۲۲ کال کی نادر قلی پیک د صفوی پوځ عسکر شو. تر څو کلنو وروسته نادر د صفوی پوځ قوماندان شو او په ۱۷۲۶ کال کی یی مشهد ونیول. په دی وخت کی اصفهان د افغانانو په لاس کی وو او د ایران سرحدی سیمی د روسیی او عثمانی ځواکونو له خوا نیول شوې وه. په ۱۷۲۹ کال کی نادر د افغانانو ځواکونو ته ماته ورکړه .

نادر شاه

په ۱۷۳۶ کال کی نادر د عثمانی پوځ ته ماته ورکړه او د ایران شاه (پاچا) شو. په ۱۷۳۸ کال کی د نادر شاه پوځ پر افغانستان برید وکړ او کندهار ، کابل او غزنی یی ونیو. تر لوی بری وروسته د نادر شاه پوځ د مغولو پر پاچایی برید وکړ . نادر د مغولو پوځ ته ماته ورکړه او لاهور او دهلی د نادر پوځ لخوا نیول شو او غټې خزانې د نادر لاس ته ورغلی. د کوه نور الماس او د طاووس تخت د هغو خزانو څخه تر ټولو مشهور دی. په ۱۷۴۰ کال کی د نادر پوځ اوزبکی ځواکونو ته ماته ورکړه . نادر شاه تر بری وروسته پر بحرین او عمان برید وکړ او د دغه هېوادونه د نادر شاه لاس ته ورغلل. په ۱۷۴۶ کال کی نادر شاه د عثمانی امپراطوری د تروڼ په اساس د نجف ښار د نادر لاس ته ورغی. نادر شاه په ۱۷۴۷ کال کی د قاجار او افشار د اشرافو لخوا وژل شو.

انځورتون

سرچینې