لرغونی يونان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لرغونی يونان د يونان په تاريخ کې هغه پړاو دی چې له شا اوخوا ۸۰۰ مخزېږديز څخه پيل او په ۴۸۰ مخزېږديز کې پر يونان د پارس تر دويم يرغل يې دوام درلود، له دې پړاو څخه مخکې د يونان توره دوره تېره شوې او له دې پړاو وروسته د يونان کلاسيکي پړاو پیل شوی. په لرغوني پړاو کې، يونانيان د مديترانې او تور سمندرګي په سيمو کې مېشت شول، په لوېديځ کې تر «مارسيلي» او په ختيځ کې تر «ټراپيزيوس» (ټريبيزونډ) پورې ورسېدل؛ د لرغوني پړاو په پای ته رسېدو سره، دوی د يوې داسې سوداګريزې شبکې برخه وو چې په ټوله مديترانه خپره وه.[۱]

لرغونی پړاو د يونان د وګړو د شمېر په زياتېدو او هغو مهمو بدلونونو سره پيل شو، کومو چې د اتمې پېړۍ په پای کې يوناني نړۍ له خپل پيل سره په بشپړ ډول د نه پېژندل کېدو وړ وګرځوله. د «انتوني سنوډګراس» په وينا، لرغونی پړاو په يوناني نړۍ کې په دوه انقلابونو کې اېسار و. له يو «جوړښتي انقلاب» سره پيل شو، کوم چې د يوناني نړۍ سياسي نقشه وښکله او «پولس» يې منځ ته راوړ چې په جلا ډول يوناني ښاري دولتونه بلل کېږي او دا پړاو د کلاسيکي پړاو په فکري انقلاب سره پای ته ورسېد.[۲][۳][۴]

لرغوني پړاو د يونان په سياست، اقتصاد، نړيوالو اړيکو، جګړو او کلتور کې د پرمختګونو شاهد و. دې پړاو په سياسي او کلتوري توګه د کلاسيکي پړاو لپاره بنسټ کېښود. په لرغوني پړاو کې په يونان کې يوناني الفبا جوړ شول، تر ټولو لومړی پاتې يوناني ادبيات وليکل شول، يادګاري مجسمې او د سرې بڼې خټين لوښي جوړېدل پيل شول او «هاپلايټ» د يوناني پوځيانو مرکز وګرځېد.

په اتن کې تر «سولون» لاندې د ديموکراسۍ لومړۍ ادارې پلې شوې او د لرغوني پړاو په پای سره په «اتني» ديموکراسۍ کې د «کليسټينيس» له خوا هغه شان سمونونه راوړل شول، څنګه چې په کلاسيکي پړاو کې وو. په سپارټا کې ډېرې هغه ادارې جوړې شوې چې امتياز يې د «لايکورګس» اصلاحاتو ته ورکول کېږي، د «ميسينيا» سيمه د سپارټيانو تر واک لاندې راوستل شوې وه، «هيلوټيګ» متعارف شو، د «پيلوپونيسي» تړون بنسټ کېښودل شو او سپارټا په يونان کې يو پياوړی ځواک وګرځېد.

تاريخ لېکنه[سمول]

د انګريزي ژبې ټکی « archaic » چې د لرغوني په معنا دی د يوناني ژبې له « archaios» ټکي څخه اخستل شوی دی، معنا يې ده زوړ او په يوناني تاريخ کې له کلاسيکي پړاو څخه مخکې پړاو ته اشاره کوي. عموماً باور دا دی چې لرغونی پړاو د اتمې مخزېږديزې پېړۍ څخه پيل شوی او د پنځمې مخزېږديزې پېړۍ پورې غزېدلی دی، په داسې حال کې چې په ۷۷۶ مخزېږديز کې د اولمپيک لوبو بنسټ کېښودل شو، همدا راز په ۴۸۰مخزېږديز کې پارسيانو پر يونان دويم ځل بريد وکړ چې په دې ډول د دې پړاو د پيل او پای تاريخونه وټاکل شول. د اوږدې مودې لپاره لرغونی پړاو بې اهميته او په تاريخي لحاظ له کلاسيکي پړاو څخه په زړه پورې بلل کېدو او په لومړي سر کې د کلاسيکي پړاو لپاره د سلف په توګه تر مطالعې لاندې نيول کېدو. په ډېرو وروستيو وختونو کې لرغونی يونان د خپلو لاسته راوړنو په پام کې نيولو سره څېړل کېږي. د لرغوني پړاو د اهميت په دې بيا ارزولو سره، ځينو پوهانو د «لرغوني» په اصطلاح نيوکه کړې، ځکه په انګلسي کې دا اصطلاح د ډېر لومړني او له وخت تېر معنا لري. په هر حال، د دې اصطلاح د بديل په توګه وړاندې شوې هېڅ کومې بلې اصطلاح، د دې اصطلاح په څېر اهميت نه دی خپل کړی او دا اصطلاح لا هم په خپل حال کارول کېږي.[۵][۶][۷]

د لرغوني يونان د کلاسيکي پړاو پر مهال ډېر شواهد له ليکلو تاريخونو څخه تر لاسه شوي دي، لکه د «د پيلوپونيسي جګړو تاريخ» په نوم د «توسايډيډز» ليکنه. خو له بلې خوا، له لرغوني پړاو څخه داسې شواهد نه دي پاتې شوي. په هغه مهال کې د ژوند په اړه راپاتې لیکلي روايتونه د شاعرۍ په بڼه دي. له لرغوني پړاو څخه نورو ليکلو سرچينو کې د قانون د مجموعو، د عبادت کولو متنونو او په مزارونو کېندل شويو ډبرليکونو ويناوو په ګډون حکيمانه شواهد شامل دي. په هر حال، له دې شواهدو څخه يو يې هم په دومره اندازه کې نه دي، په څومره اندازه کې چې له کلاسيکي پړاو څخه راپاتې دي. په لیکولو شواهدو کې چې د کوم څه کمی شته، هغه د لرغونې يوناني نړۍ په بډايو لرغونو اثارو کې پوره شوي دي. په حقيقت کې، سره له دې چې د کلاسيکي يونان د هنرونو ډېره پوهه له وروستيو رومي نسخو څخه تر لاسه شوې ده، خو بيا هم ټول پاتې لرغونی يوناني هنر اصلي او نږه دی. [۸][۹]

د لرغوني پړاو لپاره نورې سرچينې هغه دودونه دي چې د «هيروډوتيوس» په څېر وروستيو يوناني ليکوالانو ساتلي دي. په هر حال، دا دودونه د هېڅ ډول تاريخ برخه نه دي چې اوسمهال ومنل شي. هغه څه چې «هيروډوتيوس» ثبت کړي او بيا لېږدول شوي، نه ده معلومه چې هغه دا باور درلود چې کره او دقيق به وي که نه. په حقيقت کې، له ۴۸۰ مخزېږديز مخکې هيروډوتيوس هېڅ راز تاريخونه نه دي ثبت کړي.[۱۰][۱۱]

سياسي پرمختګونه[سمول]

له سياسي اړخه، لرغونی پړاو د سياسي نظام د مسلط واحد په توګه د «پولس» (ښاري دولت) د جوړېدو شاهد و. په ټول يونان کې ډېر ښارونه د مطلق العنانو مشرانو تر واکمنۍ لاندې راغلل، کوم چې «ټايرنټس» (مطلق العنان/ظالم) بلل کېدل. دا پړاو همدا راز د شريکې پرېکړې کولو د نظامونو د قانون جوړېدو شاهد هم و چې د قانون د مادو او اساسي قانون د جوړښتونو  تر ټولو لومړي شواهد له همدې پړاوه تر لاسه کېږي. د لرغوني تاريخ په پای ته رسېدو سره، داسې برېښي چې هم د اتن او هم د سپارټا اساسي قوانين په کلاسيکي بڼو کې جوړ شوي دي.  

د پولس جوړېدل[سمول]

لرغونی پړاو د پام وړ ښاري کېدو او د پولس د هغه شان تصور د جوړېدو شاهد و، څه ډول چې دا تصور په کلاسيکي يونان کې کارول کېدو. که مخکې نه وي، خو د «سولون» تر وخته، د «پولس» ټکي خپله کلاسيکي معنا تر لاسه کړه، سره له دې چې هغه مهال د سياسي ټولنې په توګه د پولس راڅرګندېدل لا هم د پرمختګ په حال کې و، د يو ښاري مرکز په توګه پولس د اتمې پېړۍ توليد دی. په هر حال، د لرغوني پړاو پر مهال په ټول يونان کې پولس د مسلطې ټولنيزې سياسي ادارې په توګه ونه ګرځېد، همدا راز د هېواد په شمال او لوېديځ کې پولس تر هغه وخته واکمن نه شو، څو يې کلاسيکي پړاو ته لاره پيدا کړه.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په لرغوني يونان کې د ښاري کېدو پروسه د «ساينوسيزم» په نوم پېژندل کېږي – يعنې په يو ښاري مرکز کې د ګڼو کوچنيو مېشت ځايونو سره رايوځای کېدل – کومه پروسه چې د يونان په ډېره برخه کې په اتمه مخزېږديزه پېړۍ کې پلې شوه. د بېلګې په ډول، هم اتن او هم ارګوس د همدې پېړۍ په وروستيو کې په يو مېشت ځای کې په يوځای کېدو پيل وکړ. په ځينو مېشت ځایونو کې، دا فزيکي يوځای کېدل د ښارونو د دفاعي ديوالونو په جوړولو سره پېژندل شوي دي، لکه چې د اتمې مخزېږديزې پېړۍ په نيمايي کې په «سمايرنا» او د اومې مخزېږديزې پېړۍ په نيمايي کې په «کورينت» کې همدا حالت و. [۱۶]

داسې برېښي چې په ساده ډول د جغرافيايي بدلون پر ځای، د يو ټولنيز سياسي جوړښت په توګه د پولس اوښتون، ښاري کېدو او تر څنګ يې په اتمه پېړۍ کې د وګړو په شمېر کې د پام وړ زياتېدو ته منسوبېدای شي. دې دوه لاملونو د سياسي جوړښت نوې بڼې ته اړتيا پيدا کړه، دا ځکه چې د لرغوني پړاو په لومړيو کې فعال سياسي نظام ډېر ژر له کاره وغورځېد.[۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Shapiro 2007, pp. 1–2
  2. Snodgrass 1980, p. 19
  3. Shapiro 2007, p. 2
  4. Snodgrass 1980, p. 13
  5. Shapiro 2007, p. 1
  6. Davies 2009, pp. 3–4
  7. Snodgrass 1980, p. 11
  8. Shapiro 2007, p. 5
  9. Shapiro 2007, p. 6
  10. Osborne 2009, p. 4
  11. Osborne 2009, p. 5
  12. Hall 2007, p. 41
  13. Hall 2007, p. 45
  14. Hall 2007, p. 43
  15. Hall 2007, p. 40
  16. Hall 2007, p. 43
  17. Hall 2007, p. 43