عبدالرحمن بن عوف

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په جاهليت کې د هغه نوم )عبد عمرو( و پيغمبر)ص( هغه ته د عبدالرحمان نوم ورکړ. هغه له بني زهره او د سعد بن ابي وقاص تربور و. له لويو اصحابو او له لومړيو مهاجرانو دى. او له پيغمبر)ص( سره په ټولو جنګونو کې و. او دى هم له هغو شپږو کسانو دى چې عمر ابن خطاب دخلافت لپاره کانديدان کړي وو، بلکه هغه يې د دغه شورا مشر وټکل او وې ويل که په دغه شورا کې اختلاف پيدا شو نو له هغه ډلې سره شئ چې عبدالرحمان بن عوف پکې وي دى هم له هغو لسو کسانو دى چې د اهل سنتو په نظر د جنت زيرى يې اخستى دى.

بدالرحمان بن عوف _ لکه څرنګه چې مشهوره ده _ په قريشو کې لوي تاجر دى چې له ځانه وروسته يې پريمانه جايداد او مال پريښوده چې د مورخانو په وينا: زر اوښان،سل اسونه،لس زره ګډې او ځمکې وې چې به شلو اوبه راويستونکو اوښانو سره به هلته کرهڼه کيده. او د هغه له څلورو ښځو هرې يوې ته اتيا زره ونډې ميراث پاتې شو.

عبدالرحمان بن عوف هماغه د عثمان بن عفان زوم دى. ځکه چې ام کلثوم د عقبة بن ابي معيط لور يې ښځه وه چې د عثمان ميرنۍ خور کيږي.