شلمه پېړۍ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شلمه پېړۍ (شلمه) د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ په لومړۍ نیټه پیل شوه او د ۲۰۰۰ز  کال د دیسمبر په يو دېرشمه نیټه پای ته ورسیده. شلمه پېړۍ د مهمو پېښو شاهده وه، کومو چې عصري پړاو تعريف کړ: د اسپانيې د انفلوینزا وبا، لومړۍ نړیواله جګړه او دويمه نړیواله جګړه، اتومي وسلې، اتومي ځواک او د فضا لټون، ملت پالنه او له نېواک خلاصېدل، تیکنالوژیکي پرمختګونه، سړه جګړه او له سړې جګړې وروسته شخړې. دوی بیا ځلې د نړۍ سیاسي او ټولنیز جوړښت جوړ کړ. [۱]

شلمې پیړۍ د طبیعي نړۍ سره د بشر د اړیکې لوی بدلون ولید. د نړۍ نفوس، د سمندر د سطحې لوړېدل او د چاپېريال (ایکولوژیکي) سقوط زيات شو، په داسې حال کې چې د سرچينو لټو د ځنګلونو له منځه تللو، د اوبو کمښت او نړۍ د ډېرو انواعو په ډله ييز ډول له منځه تلل او ييز له منځه تلل او نورو نفوس کمښت چټک کړ. د انسان له امله منځه ته راغلې نړیوالې تودوخې د سختو موسمي شرايطو ګواښ پيدا کړ.

پر مخ تلونکي ترانسپورت او مخابراتي ټیکنالوژۍ په واسطه بین الحکومتي سازمانونه او کلتوري همغږي؛ د بې وزلۍ کمښت او د ژوند کولو معیارونو لوړول، د نړۍ د نفوس وده، د چاپیریالي تخریب پوهاوی، ایکولوژیکي ورکیدنه او د ډیجیټلي انقلاب زیږیدنه یې اضافي موضوعات دي. موټرې، الوتکې او د کورنيو وسایلو استعمال عام شو، تر څنګ يې ویډیویي او صوتی ثبتول عام شول. د بریښنا په تولید، مخابراتو او طبي ټیکنالوژي کې د پام وړ پرمختګونو، په ټوله نړۍ کې په سملاسي ډول د کمپوټري اړيکو او ژوند د جنياتي بدلون سره مرسته وکړه.[۲][۳]

د نړیوالې جګړې، سړې جګړې او د نړیوالتوب  پايلو نړۍ داسې جوړه کړه، چیرته چې خلک د انسان په تاریخ کې د هر پخواني وخت څخه زیات متحد دي، د بېلګې په توګه، د نړیوال قانون تاسیس، نړیوالې مرستې او ملګري ملتونه. مارشال پلان «پاکس امريکانا» (چې د اوږدې مودې سوله هم بلل کېږي) پيل کړ – کوم چې د نړۍ د وروسته پاتې ملتونو د اقتصادونو د جوړولو لپاره ديارلس ميليارده ډالر (په ۲۰۲۰ز کال کې۱۱۰ بیلیون امریکایی ډالر) مصرفوي. د شلمې پیړۍ د وروستۍ نیمې په اوږدو کې، د متحده ایالاتو او د شوروي اتحاد تر منځ سیالۍ په نړۍ کې لوی تاوترخوالي منځ ته راوړل، کوم چې په ګڼو وسله والو نيابتي سيمه اييزو شخړو او د اتومي خپریدنې په نړيوال ګواښ کې لېدل شوي دي. د خپل اروپايي اتحاد له سقوط وروسته، د لويديځ له خوا د کمونزم پای ته رسېدو په توګه په ۱۹۹۱ز کال کې د شوروي اتحاد د منحل کېدو وړاندوينه شوې وه،  که څه هم د پیړۍ په پای کې د ځمکې پر مخ نږدې په شپږو نفرو کې یو نفر د کمونیست قانون لاندې ژوند کاوه، تر ډېره بريده په چين کې، کوم چې په چټکۍ سره د یو اقتصادي او ځمکني سیاسي قوت په توګه را پورته کیدو په حال کې و.

دې چارې د انساني تاريخ له دوه سوه زره کلونو څخه زيات وخت او د انسان د تکامل شپږ ميليونه کاله وخت ونيو چې په ۱۸۹۴ز کال کې د نړۍ د وګړو شمېر يو ميليارد ته ورسېږي، د اټکل تر مخې په ۱۹۲۷ز کې د نړۍ د وګړو شمېر دوه ميليارده ته ورسید؛ د ۲۰۰۰ز کال په وروستیو کې، د نړۍ د وګړو شمېر شپږ ميليارده ته لوړ شو چې له نیمايي څخه زیات یی په ختیځ، سويل او سويل ختیځه اسیا کې ژوند کوي. د نړیوال سواد منځنۍ کچه ۸۰٪ وه. پنسلین او نورو طبي پرمختګونو، تر څنګ يې  دنړيوال روغتيايي سازمان د واکسيناسيون نړيوالو هڅو، نکۍ او نورې ناروغۍ له منځه يوړې، کومې چې د ټولو جګړو او طبیعي وباګانو په پرتله تر ټولو زیات د انسانانو د مړينې لامل وې او بې مخينې پايلې يې تر لاسه کړې، اوسمهال ننکۍ يواځې په رابراتونو کې موجود دي. [۴][۵][۶][۷][۸][۹]

ماشینونه د تولید په ټولو برخو کې وکارول شول، د پېچلي اکمال ځنځيرونه يې چټک کړل، کومو چې په لومړي ځل له انسانانو سره مرسته وکړه چې محدود شي او دې ته ونه ګوري چې څومره توليد کولای شي، بلکې دې ته وګوري چې د مصرف لپاره د خلکو ليوالتيا څومره ده. د سوداګرۍ پرمختګونه د خوارکي توکو د تولید محدود تخنیکونو په واسطه خورا پراخه شول چې د نوي ډبرين پړاو راهيسې کارول کېږي، د شته خوړو تنوع يې څو برابره زيات کړل اود انسان د تغذيې کيفيت يې لوړ کړ. د نولسمې پیړۍ په لومړیو کې، په ډېری وګړو کې د زېږون څخه وروسته د ژوند تمه شا او خوا دیرش کاله وه؛ د نړیوال عمر منځنۍ کچه- په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له څلوېښتو کلونو څخه لوړه شوه چې له دې څخه له نيمايي زيات اويا يا له دې څخه زيات ژوند ته رسېږي (له يوې پېړۍ مخکې په پرتله درې لسيزې زيات).  [۱۰]

ټولکتنه[سمول]

زماني تاریخ (د پېښو پر بنسټ تاريخ لېکنه)[سمول]

شلمه (شلمه) پیړۍ د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ مياشتې په لومړۍ نیټه پیل شوه، او د ۲۰۰۰ز کال د دیسمبر په يو دېرشمه نیټه پای ته ورسیده. دا د دويمې زریزې لسمه او وروستۍ پیړۍ وه. د دې پړۍ د ډېرو نورو کلونو په عکس،  ۲۰۰۰ز کال یو ټوپ وهونکی کال و (ليپ کال يا ټوپ وهونکی کال هغه دی چې ۳۶۶ ورځې ولري) او په ګریګورین جنترۍ کې د ۱۶۶۰ کال څخه وروسته د دې پېړۍ دويم ټوپ وهونکی کال  و.[۱۱]

دې پېړۍ د نړيوالو قوتونو تر منځ د نړيوال معيار ټولې جګړې درلودې چې په لومړۍ او دويمه نړيواله جګړه کې د لويو وچو تر منځ او سمندرونو کې پېښې شوې. په شلمه پیړۍ کې ملتپالنه په نړۍ کې یوه لویه سیاسي موضوع وګرځیده چې په نړیوالو قوانینو کې ومنل شوه او تر څنګ يې د ملتونو خپلواکي، د پېړۍ په منځ کې په رسمي ډول له نيواک خلاصېدل او اړوندې سيمه ييزې شخړې موجودې وې.

دې پیړۍ د زیاتو خلکو د ژوند کولو په طریقه کې یو لوی بدلون ولید، په داسې حال کې چې په  سیاست، ایډیالوژۍ، اقتصادونو، ټولنیز، کلتوري، ساینس، ټیکنالوژۍ، او درملونو کې بدلونونه راغلل. شونې ده چې شلمې پیړۍ د مدنيت له پیل راهیسې د نورو ټولو پیړیو په پرتله ډیر تخنیکي او ساینسي پرمختګ لیدلی وي.

ملتپالنه، نړیوالتوب، چاپیریال پالنه، ایډیالوژۍ، نړیوال جنګ، نسل وژنې، او اتومي جګړې په څیر اصطلاحات عام استعمال ته ننوتل. د نسبتيت تيورۍ او کوانټم فزيک په څېر ساینسي موندنو، د فزيکي ساينس بنسټيزو نمونو کې اساسي بدلون راوست، ساینس پوهان یې دې ته اړ باسل چې پوه شي چې کائنات د پخوا په پرتله خورا پیچلي دي او د نولسمې پیړۍ په پای کې د دې هيلو (یا ویرې) پای ته رسول چې د ساینسي پوهې يو شمېر وروستي توضیحات د بشپړېدو په حال کې دي. دا یوه پیړۍ وه چې له اسونو، ساده موټرو، او بار وړونکو سره پیل شوه، خو د چټک اورګاډي، کروز بېړيو، نړیوال سوداګریز هوایی سفر او د فضایی بیړیو سره پای ته ورسېده. اسونه او د څارویو نورې انواع چې د زرګونو کلونو لپاره د هرې ټولنې د شخصي ترانسپورت اساسي بڼه وه، په څو لسیزو کې په موټرو او بسونو بدل شول. دا پرمختګونه د فوسيلي سون توکو د سرچينو د استخراج له لارې ممکن شول، کوم چې په اسانۍ سره د انتقال وړ بڼه کې انرژي وړاندې کوي، خو په ورته وخت کې د ککړتیا او په چاپیریال باندې د اوږدې مودې اغیزو په اړه د اندېښنو لامل وګرځېدل. انسانانو د لومړي ځل لپاره فضا وپلټله، په سپوږمۍ کې یې لومړی قدم کیښود.

ډله ایزو رسنیو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ (په ځانګړي ډول کمپیوټر، کاغذي کتابونه، عامه زده کړې او انټرنیټ) د نړۍ پوهه خورا پراخه کړه. د عامې روغتیا ښه والی د دې لامل شو چې د نړۍ د ژوند اټکل له پنځه دېرشو کلونو څخه پنځه شپېته کلونو ته لوړ شي. په هرصورت، ګړنديو ټیکنالوژیکي پرمختګونو جګړې ته هم لاره هواره کړه چې د ویجاړۍ بې ساري کچې ته ورسیږي. یواځې نړیوالې جګړې د شپېته میلیون څخه زیات خلک ووژل، په داسې حال کې چې اتومي وسلو انسانانو ته په لنډ وخت کې د ځان د ویجاړولو وسیله ورکړې ده. په هر حال، همدا جګړې د امپریالیزم د ړنګیدو لامل شوې. د بشر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره سترواکيو او د هغوی د پراخیدو او نيواک جنګونه په نړیوالو چارو کې د یو عامل په توګه ودریدل چې په پایله کې یې نړۍ ډیره نړیواله او همکاره شوه. وروستی ځل چې لوی قدرتونه په ښکاره توګه په ۱۹۴۵ز کال کې سره نښتې وو، له هغه وخت راهیسې، تاوتریخوالی بې ساري کم شوی دی.[۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په January 1, 1901 باندې). Twentieth Century's Triumphant Entry. The New York Times.
  2. Wilson, E.O., The Future of Life (2002) (کينډۍ:ISBN). See also: Leakey, Richard, The Sixth Extinction : Patterns of Life and the Future of Humankind, کينډۍ:ISBN
  3. "The Sixth Extinction – The Most Recent Extinctions". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "World Population to Hit Milestone With Birth of 7 Billionth Person". PBS NewsHour. 27 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "World population hits 6 billion". NBC News. 4 March 2004. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. American Museum of Natural History. "Human Population Through Time". youtube.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Religions and babies | Hans Rosling" – عبر www.youtube.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Commemorating Smallpox Eradication – a legacy of hope, for COVID-19 and other diseases". World Health Organization. 2020-05-08. مؤرشف من الأصل في ۱۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په 2019-09-19 باندې). Russian Lab Explosion Raises Question: Should Smallpox Virus Be Kept Or Destroyed?. NPR.
  10. "Quiz: Population 7 Billion – Could We All Fit in One City?". 30 October 2011. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "The 21st Century and the 3rd Millennium When Did They Begin?". United States Naval Observatory. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Pinker, Stephen (2011). The Better Angels of Our Nature. Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-02295-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)